حقیق

۱۹ اسد ۹۴

دټاپی پروژې عملي پیل به امنیت هم ښه کړي

دادی دستونزو جګړو ، وژنو، بمونواو ناخوالو سره سره یو نیم دخوښۍ خبر هم له رسنیو څخه اوریدل کیږي او داځل داښه خبر دټاپی یعنی ( ترکمنستان ، افغانستان ، پاکستان اوهند ترمنیځ دګازو دنل لیکي دغزولو ) دپروژې په کارکې نوې پرمختیا ده  چې په تیره افغانان ورته ډیر په انتظار دي. دې ته په پام  سره چې پاکستان هیواد اوسنی حکومت چې دخپل هیواد اقتصادي مسایلو ته ډیره علاقه لري او له بل لوري دافغانستان په جګړو کې هم لوی لاس لري اوس به که دخپل هیواد لپاره هم وي دافغانستان دامنیت لپاره یوڅه ترسره کړي ، چې دنوموړي هیواد دپوځي مشرانو وروستي حرکتونه او هلې ځلې او افغانستان ته یی مسلسل سفرونه او ژمنې اوهم دافغانستان دسولې په بهیر کې دلیوالتیا ښودل  کیدای شي دهمدې مسایلو څرګندونه وکړي .

دټاپی په هکله وروستی پرمختیا داده چې دافغانستان د کانونو وزارت وايي د هغه کنسرسیوم مشري  چې د ټاپي پروژې د پلي کولو چارې به ورسپارل کېږي، د ترکمن ګاز شرکت ته سپارل شوې ده. دغه پرېکړه د ټاپي پروژې په ۲۲ مه غونډه کې چې  د ترکمنستان په پلازمېنه عشق اباد کې شوې وشوه .

 د ټاپي پروژې د کنسرسیوم لپاره د مشرتابه ټاکل د دې پروژې د عملي کېدو په برخه کې لویه تاریخي لاسته راوړنه  ده. ویل کېږي چې د دې سترې پروژې په اړه راتلونکې غونډه به د روانې میلادي مېاشتې په وروستیو کې دوبۍ کې ترسره شي. په غونډه کې به د کنسرشیوم د ونډو پر وېش او د پروژې پر تخنیکي مسایلو خبرې وشي. دغه راز ویل کیږي ټاکل شوې چې د روان میلادي کال په ډسمبر میاشت کې به د ټاپي پروژې عملي کارهم  پیل شي.

ټاپي د سیمې په کچه د انرژۍ هغه ستره اقتصادي پروژه ده چې له مخې یې له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ګازو نللیکه غځول کېږي. د دې پروژې تړون د ١٣٨٩ لمريز کال په ليندۍ مياشت کې د افغانستان، ترکمنستان، پاکستان او هند ترمنځ لاسلیک شو.

 ویل کیږي دغه نلليکه د ترکمنستان له دولت آباد څخه پيل او د دغه هېواد په خاوره کې له ١٤٧ کيلومتره واټن وهلو وروسته د ٧٣٥ کيلومتره په اوږدوالي د افغانستان د هرات، فراه، هلمند او کندهار ولايتونو له لارې تر پاکستان پورې وغځېږي.

همدارنګه د پاکستان په خاوره کې د ٨٠٠ کيلومترو په اوږدوالي سره د کوېټې له لارې پنجاب ايالت او له هغه ځایه بیا د هندوستان هېواد په فاضليکا سيمه کې پاى ته رسېږي.

له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ټاپي د ګازو د نللیکې پروژه (ټاپي) څلور واړو شریکو هېوادونو هر یو ته جلا اقتصادي او ستراتېژیک ارزښت لري. د دې پروژې په عملي کېدو سره به د انرژۍ په برخه کې د افغانستان اړتیا تر ډېره رفع شي  او ګازي انرژي به د بې کیفیته وارداتي نفتو ځای ونیسي.

دغه راز ټاپي به په هېواد کې له اقتصادي او ټولنیز پرمختګ، د ټرانزیټي فیس په توګه هر کال د میلیونونو ډالرو عوایدو په ترلاسه کولو، د کاري فرصتونو په رامنځته کولو او د بې وزلۍ د کچې په راټیټولو کې مرسته وکړي.

ددي تړون له مخي  چې دیرش کاله به اعتبار ولري افغانستان دټاپي پروژي دتکمیلولودپړاونه وروسته په لومړیولسو کالوکي(۵۰۰) میلیونه مترمکعب ګاز،په دوهمه لسیزه کی یومیلیاردمترمکعب ګازاوپه وروستي دریم کال کي یونیم میلیارده مترمکعب ګازله ترکمنستان څخه پلوري.

درانیول شوی ګازوڅخه به په صنعتي ،دبریښنادتولیدولواودکورونودمصرفولوپه چاروکي به داړتیاوو له مخي ګټه واخستل شي. ددي پروژی ټول لګښت (۸)میلیارده ډالره اټکل شوی چي هرکال به د(۳۳)میلیارده متره مکعبه ګازلاسته راوړنه ولري. چې دترکمنستان ترڅنګ به درې نور هیوادونه هم ښه ډیره ګټه ترې واخلي او په تیره به افغانستان ته ددې لپاره ارزښت ولري چې دلسګونو زروکسانو په کار دبوختیدو ترڅنګ به په میلیونو ډالرو مالي ګټه ددې پروژې دنل لیکې دمالیي او هم دګازو نه دګټې اخستنې له کبله هیواد ته راشي او زموږ داوسنی وران ویجاړ اقتصاد په بیا رغاونه اوښه توب کې به  ښه ونډه ولري.

افغانان اوس دداسې ښو خبرونو تږي دي چې واوري په هیواد کې یی دغه یا هغه اقتصادي حرکت په لاره واچول شو ، شنونکی وایی چې په هیواد کې داقتصادي بوختیاوو په پراختیاسره به ډیری هغه خلک چې همدااوس دبیکاری او بیوزلی له کبله په جنګي فعالیتونو کې بوخت دی اقتصادي فعالیتونوو ته مخه کړي.

یوه بله دهیله مندی خبره داهم ده چې ددغې پروژې دکارپه پیلیدوسره به دافغانستان په امنیتی حالت کي هم له دې کبله بدلون راشی چې دسیمی رقیب هیوادونه چي دافغانستان په جګړو کې ونډه لري ، دې ته راضي شي چې نور دټاپي پروژې لپاره که هم وي دجګړو مخه ونیسي او دډیرو په باور چې پاکستان هیواد به په دې برخه کې مهم رول ولوبوي . څه ډول چی ویل کیږي په دغه هیواد کې ګاز ددغه هیواد داقتصاداو دخلکو دژوند لپاره دبريښنا ترڅنګ حیاتي ارزښت لري نو ښه او ارزانه لاره یی همدغه د ترکمنستان څخه دګازو دواردولو لارده چې دټاپی له لارې یی کار سبمالیدلای شي. په همدې توګه هندوستان هم چې هم دپاکستان رقیب هیواد دی او له شک پرته چې په خپل دغه رقیب دفشار اچولو لپاره دافغانستان په امنیتي  وضعیت کی هم مهم رول لري له دې پروژې څخه ګټه اخلی نو هیله مندی شته چې دغه هیواد به دامن په راوستو کې حداقل په دې برخه کې هم که وي مرسته وکړي.

په دې هیله چې ډیر ژر ددغی پروژی عملي کار پیل شي او له دې سره دافغانستان په جګړه اوناامنیو کې ښکیل هیوادونه هم وغواړي چې دغازو دنل لیکي دامنیت لپاره هغه سیمی چې دغه نل لیکه ترې تیریږي امن شي او هم دا شرایط په ټول افغانستان مثبت اغیز ولري او ورسره دافغانانو دکراری فصل پیل شي.  

 

 


بالا
 
بازگشت