حقیق

 

۷ اسد ۹۴

دسلمابند د اقتصادي ودې لپاره ښه زیرئ

دادی وروسته له اوږده انتظار څخه داسې ښکاري دسلما بند چې دافغانستان او په تیره بیا دهیوادلویدیزو سیمو او هرات ولایت داقتصادي ودې لپاره به ډیر مهم وي دبشپړیدو په درشل کې دی.  په دې وروستیو کې رسنیو خبر ورکړ چې ددغه بند داوبو دذخیره کولو کار دزمري دمېاشتې په ۴ نېټه پیل شوی او څو مېاشتې وروسته به یې دبريښنا ورکولو چارې هم پیل شي. سره له دې چې ددې بند دچارو دبشپړیدو او پایته رسیدو په اړوند به په راتلونکې کې ځانګړي مراسم ونیول شي خو داچې دغه بند کې داوبو د زیرمه کولو چارې پیل شوې داهم زموږ دهیواد لپاره یو ښه زیرئ دی چې که خدای کول نورهغه خنډونه چې ددغه بند دجوړېدودچارو په وړاندې موجودؤ ختم شوي او دګټې اخستو په وړاندې به یې هم ستونزې رامینځته نشي .

دسلما بند چی دهرات ختیزلورته دچشت په ولسوالی کی موقعیت لری په کال ۱۳۵۷ کی یی دسردار محمد داودخان دواکمنی پرمهال دبیارغونې چارې پیل شوې اوترڅلویښت سلنې پوری یی چاری بشپړې شوې هم وې  خوپه افغانستان باندې دشوروي له یرغل وروسته او بیا درامېنځته شویو  جګړو له کبله ددغې پروژی  کار له خنډ او ځنډ سره مخامخ شو او ډیري سامان آلات یی غلا او ورک شول . چې له نیکه مرغه یوځل بیایی دهندوستان هيواد په مټ دبيا رغوني چاري په ۲۰۰۵ میلادي  كال کی پیل شوې چی داټکل له مخی باید تر ۲۰۰۹کال پوری بشپړې شوې وایی خو بیاهم له بده مرغه دیو شمیر عواملو له کبله دغه چارې په ټاکلي وخت بشپړې نشوې. چې په دې اړوند بیلابیل عوامل په ګوته کولای شو  دهغو له ډلې نه ناامني اود  توکو دليږد په موخه دسړک نشتون، مالی ستونزې ، په سیمه کې دهندي انجینرانو لپاره دګاونډیو هیوادونو له لوري دستونزو راپیدا کول او ترټولو مهمه دهغو هیوادونو پټې مداخلې په ګوته کولای شو چې ددغه بند په جوړیدو سره به هغه اوبه چې دغو هیوادونو ته ورځي یوڅه به یی مخه ونیول شي . دشنونکو په اند چې دغه هیواد یا هیوادونه چې ددغه بند له لارې اوبه ورځي اویاهم ددې بند دمرسته کوونکی هیواد هند سره دښمني لري  کیدای شي دبیارغاونې په لاره کې یې ستونزې جوړې کړي وي، داسې هم  ویل کیږي چې  په تیرو څو کلونو کې د دغه بند په لسګونو ساتونکي په وسله والو بریدونو کې وژل شوي او یا هم ټپیان کړای شوي دي.

ویل شوي چې دسلما دبریښنا بند به  دبریښنا دتوليد څلور توربينونه لري، چې دکار له بشپړيدو سره سم به وکولای شي ۴۲ ميګاواټه بریښنا تولید کړي، او ۲۰۰ زره جريبه ځمکه به دهريرود سيند په اوږدو کې دایران تر پولو پورې خړوبه کړي. چې په دې کچه بريښنا او دخړوبولو توان دهیواد اقتصادته ستره ګټه رسوي چې په اوس وخت کې دټول هیواد په کچه د غټو تولیدی او اقتصادي منابعو په کتار کې حسابیږي.

دیادلو ده چې له ایران سربیره ترکمنستان هم دافغانستان دهریرود دسیند داوبو لوی مصروفونکی هیواد دی. هغه بند چې ایران او ترکمنستان په ګډه دافغانستان اوبو ته جوړ کړی دمګړۍ بي له کومي ماليي پرته دهریرود له اوبو استفاده کوي. ویل کیږي چې دسلمابند له لارې به  دایران او ترکمنستان ددوستي په نامه د جوړ شوي بند ۷۵ سلنه اوبه  راتاو شي.

 لازمه ده چې دولت او اړوند چارواکي ددې بند دراتلونکي لپاره هم ښه پراخ سنجول شوي پلانونه ولري ترڅو خدای مکړه بیاهم وروسته له ګټې اخستنې کومې ستونزې رامینځته نشي.

په اوس وخت کې زموږ هیواد دخپل اقتصادپیاوړي کیدو او پرځان بسیا کیدو لپاره  ډیره اړتیا لري او همدغه ډول بنسټیزې پروژې کولای شي زموږ اقتصاد په خپلو پښو ودروي او دنورو له احتیاج نه مو خلاص کړي.

دغه راز لازمه ده چې نورې ورته پروژې دهیواد په نورو برخو کې هم باید په لاره واچول شي او هغه چې په لاره اچول شوي باید بشپړې شي. د کابل دشمال دشکردرې په سیمه کې دبندعروس پروژه چې یوه له دغو څخه شمیرل کیږي اوډیره موده کیږي چې  کاریې  پیل شوی وو خو دادی ویل کیږی چې دمالي ستونزو له کبله یې کار دریدلی دی لازمه ده چې څومره ژر چې کیږي بشپړ او ګټې اخستو چمتو شي ، چې هم دکابل ښار ته دڅښاک اوبه برابروي او هم به یو اندازه بریښنا تولید کړي. په همدې ډول  دآمو ، کنړ، هلمند ، کوکچې او نورو سیندونو څخه هم دزیربنایی پروژو او دسلما دبند غوندې دپروژې دجوړیدو لپاره کار واخستل شي ، پردې برسیره لازمه ده چې داوبو نورواړه بندونه هم دهیواد په بیلابیلو برخو کې جوړ شي څوچې داوبو له اړخه هغه نیمګړتیاوې چې په وروستیو کلونو کې او ابو او اورښت دکمښت له امله رامیځنته شوي رفع شي.

دسلمابند جوړیدل چې افغانانو ته یو ښه زیرئ دی اونږدې راتلونکی کې به انشاألله ګټې اخستنې ته چمتو شي ، داسې هیلې راټوکوي چې په راتلونکې که به دې ته ورته نورې بنسټیزې پروژې هم په نورو برخو کې په کار واچول شي.

 

 


بالا
 
بازگشت