حقیق

۲۳ سرطان ۹۴

زموږ بانکونه باید صنعت او خدمات په خپلو پښو ودروي

د افغانستان د بانکی سیستم منظم جوړیدل اود پیسو دارزښت استقرار او اعتبار به زموږ دهیواد اقتصادي حالت او راتلوکی پرمختیا ښه کړي . په همدې اړه جمهور رییس غني د افغانستان بانک دعمومی رییس د معرفي کولو په مراسمو کې ویلي (چې د افغانستان بانک استقلال نه یوازې موږ ته د منلو وړ دی، بلکې پر هغه ټینګار هم کوو ترڅو د دغه بانک د قانون له مخې د افغانستان پولي سیاست ته انسجام ورکړو او د افغانستان د بانکوالۍ سیستم هغه شهرت ته ور سوو چې د افغانستان ټول بانکونه وکولای شي زموږ سوداګرو ته په نورو بانکونوکې د معاملو لاره پرانیزي.

تر ټولو مهمه دا ده چې زموږ بانکونه په دې وتوانیږي چې د افغانستان صنعت او خدمات په خپلو پښو ودروي او دا بنیادي ټکي دی چې د افغانستان بانک یو تخنیکي او مسلکي بنسټ دی، په دې بنسټ کې له کفایت، صلاحیت او تقوا پرته  هیڅ ډول امتیاز ته نه قایلېږو. )

دملي یووالی دحکومت په رامینځته کیدو سره ددغه حکومت له لومړنیو اقداماتو څخه دا ؤ چې دکابل بانک قضیې ته چې دافغانستان دبانکی او اقتصادي برخی لپاره یې یوه غټه ستونزه جوړه کړې پاملرنه وکړي او دادی وروستي رپوټونه وایې چې تر یو بریده دغه مسأله حل شوې او نوره به هم حل شي .

اقتصادی او په تیره بیا پولي استقرار دیوې ټولنې دنورو برخو له ښه والی او پرمختیا سره نیغ په نیغه اړیکه لری له همدې کبله جمهور رییس ویلي چې دافغانستان پولی سیاست ته به انسجام ورکړو.

له نېکه مرغه دادی دافغانستان بانک مسؤل هم په خپل کار پیل وکړاو څه ډول چې هغه په ملی شورا کې دخپل ټاکل کیدو او رایی اخستنې په وخت کې ویلي چې دی به دافغانۍ ارزښت ته استقرار وربښی او دبانکونو حالات به ښه کوي دده دا څرګندونې  داهیلې زیاتوي  چې د هیواد بانکی او اقتصادي سیستم به انشاالله ښه کیږي.

مهمه خبر داده چې نور موږ باید خپل اقتصاد د بهرنیو مرستو له  اتکأ څخه راوباسو او په داسې لور ولاړشو چې زموږ کورني عواید وکولای شي زموږ کلنۍ بودجه او مصارف تأمین کړي، او ددې هدف دلاسته راوړلو لپاره باید چې بیارغاونې او بنسټیزو بیارغاونو چارو ته پاملرنه وشي  لکه دلویو لارو جوړول ، دبرېښنا او اوبو بندونو جوړول  ، کرنه ، دمعادنو استخراج ،سوداګری ، دودانیو جوړول ، او نړیوالې سوداګرۍ ته زموږ له هیواد څخه دځمکني او هوایی ترانزیت د شرایطو لا ښه مساعدول  هغه مهمې لارې چارې دی چې زموږ  دهیواد اقتصاد په خپلو پښو درولای شي او موږ دنورو له احیتاجه خلاصولای شي. په تیرو کلونو کې نړېوالې ټولنې زموږ مهالنیو غوښتنو ته پام کړی وو او اساسی کاریې نه کاوه هغه دچا خبر ه هغوی موږ ته کبان راکول او دکب نیولو په برخه کې یې مرسته نه کوله نو اوس په کار داده چې نور  کبان په  خپله ونیسو او داسې نه شی چې کجکول مو په غاړه وی دغه او هغه هیواد موږ سره دمرستو ژمنې وکړي . زموږ اقتصادی پوتنشیل ډېر اوچت دی ان دسیمې له هیوادونو څخه هم ښه دی خو یواځې له دغه پوتنشیل نه ګټه اخستنه موږ ته لا ګرانه ده ځکه هیواد کې مو اوږدو جګړو او بېلابېلو مداخلو زموږ اقتصادی بنسټونه ،کدرونه اوسیستمونه وران کړي دي ،  یواځې دا څو کاله کیږي چې موږ خپل پام دغه لورته اړولی اوس که خدای کول دکدرونو له اړخه کومه خاصه ستونزه نه لرو، دولتی سیستم هم تریو بریده جوړ شوي یواځې ددغو بنسټونو سم رغول  او  په کار اچول دي   چې انشاالله ورسره به  نور افغانستان پرځان متکي اقتصاد ولر ي ، او داکار خود په خوده نه کېږي بلکې یو اوږد مهاله او کلک کار ته اړتیا لري چې افغانان به یې خپله ترسره کوي .

دملي یووالي حکومت او جمهور رییس غني څه ډول یی چې ژمنې کړي او هم ددې له کبله چې  په خپله ښاغلئ غني په اقتصادي چارو کې ښه ماهر او ښې ملی او نړېوالي تجربې لري باید څه ډول چې وایی هغه ډول عمل وکړي ، په خپلو لارښوونو سره دبانک چارې او ټولې اقتصادي چارې ښه لورته هدایت کړي .

په همدې هیله  چې هم دولت هم خصوصی برخه او ټول افغانان نور خپله اقتصادی خپلواکي ارزښمته وګڼې  زموږ بانکی سیستم ، پولي استقرار، دعوایدو اوچتولو او اقتصادي پرمختیا ته پام وشي ، صنعت او خدمات مو وده وکړي  ترڅو چې وکولای شو په اقتصادي ډګر کې هم پرځان متکي واوسو او هم دنورو له احتیاج نه خلاص شو او راتلونکي افغان نسل ته  لا ښه فرصتونه برابر کړو .

 

 

 


بالا
 
بازگشت