حقیق

دسولې دخبرو په اړوند  وروستۍ پرمختیاوې مثبتې ارزول کیږي

جمهور رییس غني ویلي  چې له طالبانو سره خبرې به په یوه دوامداره پروسه بدلې شي او په دې خبرو کې به د ډیورنډ کرښې مسأله هیڅکله شامله نه کړي. ولسمشر غني د دولت له وسله والو مخالفینو سره د مخامخ خبرو د بېلابېلو جوانبو په اړه  وروسته له دې څرګندونې وکړې چې د افغانستان د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر حکمت خلیل کرزي په مشرۍ د حکومت پلاوي د طالبانو له غړو سره په اسلام اباد کې مخامخ خبرې کوي .

 ښاغلي غني د رسنیو له مسوولینو او د سیاسي چارو له شنونکو سره په کتنه کې چې  دروان کال دچنګاښ دمېاشتې په ۱۶ نېټه  په ارګ کې ترسره شوې ویلې چې: د سولې په مقدماتي خبرو اترو کې پر دریو مهمو موضوعاتو بحث کېږي؛ یو دا چې دا ناسته به په دوامداره پروسه بدلېږي، اعتماد به رامنځته کېږي او د سولې د خبرو په اجنډا کې به د مهمو شاملو موضوعاتو فهرست به چمتو کېږي. ولسمشر غني ټینګار کړئ چې دا خبرې یوازې او یوازې د افغانانو ترمنځ دي او مالکیت یې هم د افغانانو دی.

دادی په افغانستان کې دسولې او خبرواترونوي بهیر یوځل بیا دخلکو زړونو کې هیلې ټوکولي او که خدای کول دغه بهیر به بریالی کېږی، سره له دې چې په دې لاره کې خنډونه لاهم شته او یو شمېر حلقې نه غواړي چې دافغانستان دخلکو دغه ارمان سرته ورسېږي خوخلک نور اوس په دې پوه شوي چې په جګړو کې ددوی خیر نشته او یواځینی لار چې دهیواد په خیر او دافغانانو ښه راتلونکی تضمینونی هغه سوله ده چې نور باید ژر ترژره لاسته راشي . په همدې اړه دملي یووالي حکومت په کلکه خپلې هڅې پیل کړي او په دې اړوند یی له بهرنیو او کورنیو حلقو سره اړیکې زیاتې کړي دي .

باید وویل شی چې دافغانستان داکثریتو خلکو غوښتنې ته په پام سره چې هغوی هم ټول دددولت له وروستی  دریځ سره ملتیا لري  انشاالله دغه هڅې دهغو خنډو سره سره چې په دې لارکې موجودې بریالی به هم شي.

تېرو وختونو او دافغانستان پنځه دېرش کلن ناورین دا ثابته کړې چې له ټولو ستونزو نه دوتلو لار یواځې سوله او ورولی ده اوبس.

په دې اړوند نوې پرمختیاوې دپاکستاني لوري تمایل او هم دافغان مخالفینو وروستی سیاسی تحرکات دي په  لومړي ځل داسې څرکونه هم څرګندوي چې وسله وال مخالفین هم چې  مخکې له دې یې له افغان دولت سره له مخامخ خبرو انکار کاوه اوس یې دا هوډ کړی او دې پرېکړې ته رسېدلي چې پرته له افغانانو نه دې هېواد ته بل څوک سوله نشی راوستلای ځکه دا افغانان دي چې دجګړو له لاسه زوریږي نو سوله هم همدوی ته کراري راوستلای شي او هغه چې نه دي زوریدلي دافغانانو له حاله خبر نه دي او دافغانانو په درد نه پوهېږي .

 ګرڅه یوشمېر رسنیو څرګنده کړې چې تراوسه طالبانو له افغان دولت سره دسولې دخبرو په اړه رسمي نظر نه دی څرګند کړی خو هغو نښو نښانو ته په کتوسره چې دطالبانو دتحرکاتو په اړه څرګندېږي داسې ښکاری چې طالبان اوس سولې ته لېواله دي او که بهرنی مداخلې نه وای نو له پخوانه به یې دسولې خبرې اترې پیل کړې وای. دنوې تحرکاتو بیلګه ، دطالبانو داستازو سفرونه دچین ناروې او یوشمیر نورو هیوادونو ته دي چې دوی خپله یی هم تاییدوي  او داچې کله ناکله دوی دسولې دخبرو په اړوند مخالفت څرګندوي کیدای شي دزیاتو امتیازاتو دغوښتلو تمه ولري پرته له دې هم بهرنی فشار اوتحرکات اوهم کورنی فشارونه داجوتوي چې دافغان دولت مخالفین هم پرته دسولې دخبرو دپیلولو نه او له همدې لارې یوې نتیجې ته درسیدوڅخه بله کومه لار هم نه لري.

پاتې دې نه وي که چېرې دافغانستان دسولې په اړه بدبینه نظرونه هرڅومره زیار وباسی چې په مېنځ کې خنډ شي او هم دسولې مخالفین ستونزې رامېنځته کړي سوله هغه په شا نه تلونکئ بهیر دی چې افغانانو خپله لاره ورته ټاکلی او نور ددې هیواد خلک نه غواړي چې تېرو ناخوالو ته کله هم  بېرته ستانه شي.

سیاسی شنونکی هغه پرمختیاوې چې په دې وروستیو کې رامېنځته شوي دسولې په اړوند مثبتې ارزوي ددغو پرمختیاوو په ډله کې  دنړیوالوپه تیره دپاکستان  وروستي موقوفونه او تحرکات ، دامریکا دمتحده ایالتونو دريځ چې دسپینې ماڼۍ ویاند دچنګاښ په اوومه نیټه له رسنیو سره په خبرو کې  څرګند کړ، هغه ویلي چې ددغوخبرو اترو او هڅو پلوی کوي ، کورني تمایلات  او په طالبانو دنورو پوځي ډلو فشارونه هغه څه دي چې کیدای شي دسولې دخبرو بهیر داځل دپایلې او کوټلو خبرو په لور روان کړي.

-----------------------------------------------------

 

 


بالا
 
بازگشت