عبدالقیوم

 

   وینه او مینه

۱۳ برخه

زخمی   پیره دار وتښتاوه

 

قوماندان لونګ چی  سهار له کوره ووت، تصمیم یی  لاره لومړی خپل کور ته څه سودا را وړي. لا یی  سوداکړی نه وه، چی داسی  خبر ور ته راورسیدی:

- قوماندان صاحب تیره شپه دروغتون څخه  یو زخمی  اسیر د توظیف سوی پیره دار سمندرسره یو ځای  درغتونه وتلي او تښتیدلي دي.

قوماندان لونګ ته چی داخبر ورسیدۍ نو دسودا رانیول یی پری ښول روغتون ته ورغلۍ خپل معلومات یی پلاس راوړل  او بیا خپلی عسکری قطعی  ته ولاړ چی دپیښي دپلټني چاری تنظم کړی. همداسي وکړه دپلټنو کار یی راپیل کړی.

د ښار امنیتی اوکمربندي پوستو ته  یی خبر وا ستاوه اونور تلاښو نه یی هم جاری  وساتلي. دقوماندان لونګ سره هغه سوالونه بی جوابه پاته وه چی سنمدراوزخمی څنګه سره جوړ راغلل؟ایا سمندر خپل پلار وپیژندی؟اوکه پلارخپل زوی؟

 ځانته د دی سوالونو دحل په نیت یی یوه دکشف همکارته وطیفه ورکړل چی ولاړ سی په کلی اوپاکستان کی داخبره ځانته معلومه کړی چی سمندردخپل پلارسردی اوکه پربله تللی دی. استولی سړی ته پته ولګیدل چی سمندردهغه تښتیدلی سره یوځای په کورکی دی.

دامعلومات یی قوماندان لونګ ته راوړی اوهم دامعلومات ورته و سوو چی تر اوسه  پوری دوی یوبل سره پیژندلی نه دی.مګرهلته آوازه خپره وه داشراردقوماندان سره  چی عسکر سمندر مرسته کړی وه هغه پدی چی قوماندان به دی امریکا اویا اروپا ته استوی.

عسکرچی یو ځوان او یتم هلک ؤ،وخارج ته دتللوارزوه یی لرل مګر داشرارو قوماندان اوس غواړی هغه عسکر ته چی د ده سره یی مرسته کړی وه  دمرستی په بدل کی خپل لور ورواده  کړی.

دلواقوماندان لونګ ته ددی خبررارسیدل سخت تمام سول اوس خو قوماندان لونګ ښه پوهیږی چی سمندریی دښځی وروردی مجبور سودخپلی مور، ښځی ،خواښی اونورو ورسره دوستانو سره یی داخبره شریکه کړي .

 دکورنۍ ټول غړي ددی خبرپه اوریدو هیښ پیښ پاته سول. دسمندر دژوند داحوال  په رارسیدود دی پرځای چی خوښي وکړی  خفه سول.ځکه هر یوه ته داخبره  سخته وه چی که خدای مه کړه "سمندردخپلي خور سره واده وکی" داشرم به بیا څنګه وړؤ؟

قوماندان لوګ یوځل بیا دژوند په یوه سخته جنجالی معمله کی راګیر سوو.ټوله کورنۍ په چورتونوغرق سول.هغه پدی چی لونګ په کابل کی لوړافسردی ، قوماندان لونګ پوهیږی چی داشرارو قوماندان یی خسر مګر خسر یی نه پوهیږی چی قوماندان لونګ دده زوم دی.

قوماندان  لونګ  کولاسی سی پاکستان ته څوک واستوی مګر نسی کولای خپل دغه کورنی راز دبل چاسره شریک کړی.وروسته مجبور سوودکورنۍ په مشوره یوکس تیارکی چی خپل خُسر ته یی واستوی څوهغه پدی پوهه کړی چی سمندر دهغه زوی دی . دسمندر او زرکی واده نسی کیدای.

اوس سوال دادی چی کله به یی دخُسرداخبره زړه ته تیره سی   چی سمندر د ده زوی دی ځکه ده خو زوی نه لاره. پردو خلګو څنګه داټوله کیسه وکړی چی  سمندر څنګه دمورپه نس او وزیږدی؟اوڅوک  بیا کولای سی دغه کیسه د اشرارو د قوماندان تر غوږه ورسوی؟

 دده دخُسردبدوعملوله لاسه دکورنۍ هیڅ غړی یی دی ته تیار نه دی چی ولاړسی او دلونګ خُسرته ټول حال ووایی.نه دکوتری نیکه اونه هم دکوتری انا دی ته زړه ښه کوی چی ولاړسی او خپل زوم دحاله خبرکړی.دکوتردمورخودسمندر دپلاراوخپله میړه څخه  بیخی نفرت کیږی.کوتره هم نه غواړی دظالم پلار مخ وګوری.

پاته سول دلونګ مور هغه بیچاره  سره ددی چی نوره سپین سری سویده دسفر کولوتوانائی  هم نه لری او په رښتیا زړه یی داشرارو په خاصه دزوی دخُسرڅخه بد اوتوردی. خو دخپل زوی لونګ اوکورنۍ دعزت دخوندی توب په  وجهه یی زوی لونګ ته وویل :

 زویه ! ماستاسره وعده کړی وه چی زه به ترمرګه ستا سره مرسته کوم . موردی ترتا جارسی ستا دفکر دسموالی په خاطر زه به دیوه  لاری بلد سړی سره ترپاکستانه ولاړه سم ته مه غمنجن کیږه .لونګ چی دمور میړنی خبری واوریدی دمورلاسونه یی ورمچ کړل .

موری ستا ترغیرت جارسم خدای دی هرچاته دغسی غیرتی مورورکړی،تاخوزماسره ټول عمر مرسته کړیده ،هیڅ وخت دی په غم کی یوازی نه یم پرایښۍ،ستا پرما حق دی چی دژوند تر وروستی کړی پوری ستا خدمت وکړم.زه پرتاباندی نورحق نه لرم چی دکوم کار ووایم تا ترحق زیات څه ماته راکړیدي.

نه زویه : زه پوهیږم چی دسمندر او زرکی یا د ورور اوخور واده ترګناه علاوه درتلونکی ژوند دپاره دخلګوپه منځ کی دټولی کورنۍ  پر لمن یو تور داغ پاتیږی.زموږ دکورنۍ پرلمن ددغه تور داغ دلګولوڅخه دمخنیوی په خاطر به یوځل ولاړه سم .اوخُسربه دی دحاله خبر کړم.

 -د توپکوال قوماندان پاته کورنۍ ډیر کلونه مخکی هغه وخت چی کوتره لوریی دکوره وتښتیدل دکلی څخه ولاړه او په کویټه کی  ځای پر ځای سوی  وه.دقوماندان کورنۍ اومیراث خواره تربرونه  چی خبر سول ،ټوپکوال قوماندان په جنګ کی ورک سوو.دمړی اوژوندی احوال یی ترکوره رانه غلۍ ټولو خوشحال وه فکر کاوه چی نومړی  به وژل سوی وی.اوکورته به بیا رانسی.

تربرونه  د ده تر ورکی وروسته  خوښ وه د قوماندانی چاری یی  هم مربوط تنظم یوه بل تربره ته وسپارلی. دکور،جائیداد حساب یی هر تربور جلأ جلأ کاوه خودقیق دمرګ خبریی تر کوره نه و را رسیدلی. یوه میاشت یی دورکی لا تیره نه وه چی بی خبره  قوماندان خپل کورته راغلی.

د قوماندان په بیا لیدو د ښځوپه نسبت یی  لور(زرکه) خوشحاله سوه، چی  پلار یی  پیدا سو. تربرونه په خاصه هغه چی د ده وجائیداد او قوماندانی ته غله وه هغه هغوی ټول خفه سول. د قوماندان لیدلو ته نور ټوپکوال تلل او را تلل. ده به هر چا ته د ځان د زخمی  کیدو بیا را تیښتی  کیسه کوله او د  سمندرلخوا د ورسره  مرستی  یادونه یی کول.

هغه به هر چا ته  سمندر ورپیژندۍ، چی  دغه ځوان را سره مرسته وکړه.سمندرتر ټولوښه ځوانی لرل مکتب لوستی  و په حکومت کی یی عسکری نظام لیدلی ؤ. کله چی په پاکستان کی دافغانی توپکوالوژوند،وپاکستانی مامورینو ته ددوی غوړمالی او سپیتانی  ولیدلی.

 نوپرخپلوراتلو به پښمان سوو،ځکه سمندرته په کابل کی ژوند،ښوونځۍ دخلګو اداب،په عسکری قطعه کی نظم ،دافسرانواو سربازانو پاک نفسی ،غرور اومړانی به یی سترګوته جګی و دریدلی.ویی لیدل چی دلته دغرواومړانی ځای سپیتانی ډک کړی وو.ای،اس،ای  په  افغانی توپکوال  کی غرور وژلی ؤ دوی ته یی  دسړوپه حیثیت نه کتل.

  دتوپکوالوسمندر دځان سره هرتنظمی اوپاکستانی دفتروته دځان سره وړۍ.وسمندرته دهردفترشکل اوپه دفتروکی دناستوخلګوناستي اوکړه وړه لیدل درس اوپند ؤ.هرچیری به دتوپکیانو ته خلګو ویل چی د دی هلک رنګ خو بیخی تاته سویدی لکه تا چی زیږولی وی.

قوماندان  ته دسمند کړو خوند ورکاوه  وبه یی خندل وبه یی ویل : که رشتیا در ته ووایم د هغی اولی ورځی څخه چی می دغه هلک لیدلی دی ماته  هم هغه خپله  ځوانی را په یاد سی.داسی ښه مسلمان پر لمانځ ټیګ هلک دی. زما سره یی ډیرمړانه وکړل، دسرو کفارو دمنځ یی خلاص کړم .

سمندر ته د ټوپکوالوساده خبرو،ناسته ولاړه اوشوده ژوند خوند نه ورکاوه. حتا دخپلی لوا قوماندان لونګ دهغه پاک نفسی ،نظم ،ډسپلین اوپر ده باندی مهربانۍ به ورپه یاد سوی،دځان سره یی خپل ځان ملامت  باله چی په خپل لاس دی په ځان څه وکړل.

 اما د ټوپکوال په زړه کی سمندر ځای نیولی  و. ټوپکوال د خپلو خپلوانو او ښځو سره مشوره کوله چی  که د دوی خوښه وی  خپله لور(زرکه) دغه ځوان  سمندر ته د ده د مرستی  په بدل کی  وبخښي.

په دوستانو کی  او په تیره بیا په تربرو کی دهیچادا دوستۍ خوښه نه وه. یواوبل به ورته ویل، چی  ددی  هلک  نه مور معلومه ده او نه یی  پلار؛ ته څنګه لور ور کوې؟ بل به وویل چی  دا خو حکومتی، حزبی  او کافر دی، ته څنګه دا کار کوې؟ مګر، ټوپکوال قوماندان به ویل:

- نه، دغه هلک تل لمونځ کاوه. یو یتیم هلک دی، بی  غمه او بی  جمه سړی دی. دلته به په کور کی  را سره وي، زه هم زوی نه لرم، زه یی  له مرګه ژغورلی یم. مګر تر برو لیدل چی ټوپکوال قوماندان نا روغه دی،ژربه مړسی تیار میراث دی، نژدی  میراث خورو یي دغه  دوستی نه خوښول.

د ټوپکوال چی دزخمونوڅخه سم روغ سوی نه ؤ، ورځ تر بلی  یی نا روغی  سختیدله، نویی  دا ښه تره و ګڼل چی د سمندر حق ور اداکړی. بله ورځ یی سمندر جان ته دا خبره وکړه، چی  تا زما سره ډیره مرسته کړی ده، ستا د دی  مرستی  په بدل کی  زه غواړم چی  خپله لور زرکه تا ته درکړم، خو ته به د لته زما سره اوسې او زما زوی به یی ځکه زه زوی نه لرم.

کله چی دواده او دلور دورکړی خبره وځوان دسمندر ته یاده سول وخارج ته د استولوخبره  یی دیاده ووتل چی  توپکوال ته ووایی تاخو زماسره قول کړی ؤخارج ته دی استوم .

سمندرنوی ځوان وو، دواده سره یی  دهرځوان په شان مینه وه. خودتوپکوالو سره  ژوند  کول یی نه خوښیدئ.او بلخواته یی خپله مور هم  دزړه څخه نه وتل. قوماندان ته وویل: ما خو تا ته ویلی وه چی زه بل څوک نه لرم بیله یوی مور څخه . مور می نسته زه څنګه واده وکړم ؟.

سمندرپدی شپوکی څو ځله د قوماندان لور زرکه لیدلی وه.سمندر ښوونځۍ لوستی  و، په ښارکی  یی  ژوند کړی و، او زرکه کورنۍ انجلۍ وه. اوس نو سمندر په یوازی سره  تصمیم نسی نیولای، د سمندر عمردشلوکلونوپه شاوخواکی دی تر ډیره حده خپل راتلونکی  سنجوی.

 بیا ورپه یاد سول چی توپکوال خو زما سره وعده کړی وه، چی  اروپا یا امریکا ته به دی  استوم. تردغه وخته پوری خوسمندر دا سی سنجول چی خاریج ته به ولاړسی بیا به خپله مور هم بوزی . و اروپا او امریکا  ته د تللو په حوس د هغه سره را تښتید لی و.

سمندر نژدی کال د قوماندان سره تیرکړی په آخیر کی یی  خپل زړه راغونډ کړ، او ټوپکوال قوماندان ته یی وویل:

٬٬  ستاخبره هم پرمځکه نه اچوم د زرکی  سره هغه وخت واده کوم، وبهرته زموږ د تللو کاراول را جوړ کی، زرکه به د ځان سره  خارج ته بوزم،،.

ټوپکوال د خپلی  ښځی  د زرکی  د مور سره  د  سمندرغوښتنه شریکه کړه، د ښځی  یی  هم  سمندر خوښ ؤ زرکی  هم مخالفت نه لاره وروسته نوقوماندان د  سمندر غوښتنه ومنله. توپکوال یوه قاچاقبر ته نیمی  پیسی  مخکی له مخکی ورکړې، د  سمندر  او زرکی  عکسونه یی  هم ورکړل.

قاچاقبر په درو میاشتو کی  د هغوی د تللو د کار د سمیدو  وعده وکړه.ټوپکوال مخکی تر دی چی دغه  دری میا شتی پوره سی  سمندر اوزرکه خاریج ته سره ولاړسی غو ښتل چی د  سمندر او زرکی واده وسی.سمندر یوبل وړاندیزوکۍ چی که  ده ته  اجازه  ورکړی چی دی یوځل خپل مور ووینی که هغه ورسره راتله  را  به یی ولی زما واده به وویني.

 او که چیری یی مور نه را تلل دهغی څخه خوبه یوه دخدای په امانی راواخلی بیرته به ژرانشاالله ځان راورسوي.

توپکوال سمندر ته د تللو اجازه ورنه کړل.ځکه توپکوال لدی بیریدی چی سم دم سړی به می دلاسه ووزی.هلته به یی مورپښمانه کړی.نوولی په لوی لاس سم سړی چی دلوراوښځی می هم خوښ دی دلاسه ورکړم.سمندرته یی وویل کله  چی ستا اوزرکی واده وسوو زمابه هم زه بیغمه سی.

تر واده وروسته که وخت ؤ ولاړبه سی موربه دی ووینی .سمندر په داسی حالت کی راګیردی چی نسی کولای پرخپل سربیرته مورته ولاړسی.دتوپکوال خبره یی ومنل دسمندر اوزرکی دواده دپاره ترتیب نیول شروع سول.

هلته دقوماندا لونګ مور وپاکستان ته دورتلو تیاری نیول.ترڅه ځنډ وروسته دلونګ مور دیوه راوی په مرسته حرکت وکړی چی دکویټی ښارته ولاړه سی.په لاره کی مشکلات وه دوی په ځنډ سره ترپاکستانه ورسیدل.

پوښتنه پرپوښتنه یی دتوپکوال کورپیداکۍ.داهغه شپه ده چی دتوپکوال په کورکی دسمندر اوزرکی دواده دمراسیمودنیولوپه کارسره نراوښځي بوخت دی. دلونګ مور دتوپکوال کورته ننوتل زیات کلونه تیردی دتوپکوال ښځودلونګ موراول ونه پیژندل.

ځکه سره لدی چی عمرتیرسویدۍ کوچنیان لویان سوی اوځوانانو هم تغیرکړیدی دلونګ مور چی اوس دیوه زبردست قوماندان مورده دهغی په جامو،سراو وضعه کی دپخوا په نسبت زیاتوپیر لیدل کیدئ نوپدغه سبب دتوپکوال ښځو ونه پیژندل.

کله چی ښځو ولیدل کورته یی یومعمره اومعتبره سپین سری ښځه راغلل هریوه یی روغبړته راغله.دروغبړپروخت یی دخبروڅخه دلونګ موروپیژندل.ټولي ښخي په تعجب کی ولویدی،پدی چی اول دلونګ مورڅونه په ښه بنه سوی ده  اوبل داچی څنګه پسله زیاتوکلونو تیریدو وروسته د دوی کورته راغلل؟

هرډول چي ؤ دلونګ دمورهرکلی یی وکۍ اوتوپکوال یی دلونګ دمورپه راتللو خبرکۍ.توپکوال هم په فکرکی دوب سو،ځکه    دهغی زوی لونګ خوکلونه مخکی دده لور "کوتره" دکوزدی په شپه  د ده دکوره تښتولی وه ،ددخُسریی دده له بنده څخه خوشي کړی ؤ اوخپله دلونګ مورهم دهغوی سره یوځای دکلی تللې وه.

ټول نه پوهیده چی دلونګ موربه  اوس څنګه  اودڅه دپاره راغلی وی بیا پداسی نازک وخت  کی چی موږټول دزرکی د واده پکاروبار سره  مصروف یوو. ټولو ته تشویش پیدا وو.توپکوال خپلوښځوته وویل تاسی  دلونګ دمور سره خبری وکړی ژر دا معلومه کړی چی دا ښځه څنګه  اودکمه راغلی ده؟

زه خوفکرنه کوم چی داښځه دی تصادفی  رابرابره سوی وی.دټوپکوال ښځو دلونګ دمورڅخه په خبرو خبروکی داپښتنی کولی چی دادونه کلونه چیری وی ؟زوی دی لونګ چیری دی ؟کوتره مړده که ژوندی تاسی احوال په لری که یا؟

دلونګ مور دوی ته وویل ټول شکردی ژوندی اوجوړدی،موږهم  په  ښارکی اوسوو.هلته آوازه ګډه وه چی قوماندان خپله لور وده وي. زړه می تاکت ونه کی ماویل ښه دی چی یواری تاسی وګورم اودښادی مباره کی به هم تاسی اوهم قوماندانصاحب ته ووایم.

غواړم چی تاسی هم ناستي یاست  قوماندان صاحب یوځل دنژدی ووینم ،څوخبری لرم چی ستاسی سره یی شریکی کړم.ښځو وویل ولی نه موږبه احوال ورکړو رابه سی،قوماندان اوس سپین ږیری مریض سړی دئ  هغه ارزولری خپله لورزرکه په خپل لاس واده کی.

دلونګ مور پښتنه وکړل دچاسره  مودوستي سویده. دزرکی مور ورته وویل:دزرکی پلار غواړی زرکه هغه هلکه ته واده کړی چی  دده سره یی دده په خلاصیدوکی مرسته کړیده،یوښاری هلک دی ،خوښه هلک معلومیږی.نوریی موږهم مور اوپلارنه پیژنو سمندر نومیږی.

پدی وخت کی توپکوال کورته راغۍ دلونګ موردافغانی دود اور سم دهغه مخته ولاړه سوه توپکوال ته یی سلام واچوۍ. او بیرته پرځا ی کښینستل.توپکوال اودهغه ښځي دری سره کښینستی.د لونګ مورپسله ډیروکلونوتیریدوڅخه  د دوی کورته دخپل ورتلو سبب داسی بیان کی:

" قوماندانه وروره !ښه غوږ راته ونیسه  نه می غوښتل  چی ستاکورته راسم.خوکله ناکله په ژوندکی داسی سخت  اوژورمجبوریتونه پیښ سی چی  سخت زړه انسان  هم اړباسی  ټولی تیری ترخی ترشا وغورځوي نن ورځ زه ،زوی  می"لونګ"،موږو رمی"کوتره" دکوتری مور ،نیکه او انا ټول داسی مجبورسو و.زه ددوی ټولو په خوښه تاسی کورته  دڅوخبرو دیادولودپاره راغلم.زما راتګ هم داسی  یومجبوریت وګڼه.

زه دښاره څخه په زیاتومشکلاتوسره تردی ځایه یوازی ستاسی دلیدودپاره نه یمه راغلی.بلکی  داټول مشکلات اوستړیامی د دی دپاره پرځان ومنل .مسله ستاسی خبرتیا اودخپلي کورنۍ دغزت خوندی توب  خبره چی زه یی مجبوره کړم یوځل بیا ستاسی پرکمبله کښینم.

په دوو سببونو زه خپله راغله یونه می غوښتل چی پردی سړی ددی رازه څخه خبرکړم اوبل سبب ستا دخطا شاهده زه وم باید په خپل مخامخ درته ووایم.داپدی چی ستاسی دکورنۍ سره زما دزوی لونګ جان چی ستا بیله رضا څخه دی زوم سویدۍ دهغه دعزت  سره تړل سوی خبره ده. دلته دغزت دساتلومسله ده،کله چی موږپه ښارکی خبرسوتاسی غواړی خپله لور"زرکه" وسمندرته واده کړی.

نو ما ،لونګ،کوتری ،دکوتری مور، دکوتری نیکه اوانا فیصله وکړل چی تا خپلوغلطیوته متوجی کړو،چی بله لویه غلطی ونه کړی.زه سمندرپیژنم ښه هلک دی ،سمندر مورلری،سمندرپلارلری،سمندرخورلری .لنډه یی داچی سمندر هرڅه لری .

توپکوال دلونګ مورته وویل  پدی خبره خومی سره خلاص سوو چی ستا زوی لونګ دکوترمیړه اوزما زوم سویدی اودکوتری مور ،نیکه او انا دلونګ سره اوسی اوژوندی دي.

اما دزرکی په ورکړه کی کمه خلاسته ؟داخولا نوره ښه خبره سول چی ته سمندر پیژنی هغه مور،پلاراو هرڅه لری اوښه هلک هم دی نوغلطی په کم ځای کی ده؟

دلونګ مور توپګوال ته وویل : ستا هغه شپه ښه په یاده چی زه ستاسی په کورکی وم اوته دشپی  دخونی را ووتی او د اوردالانچی ته ورغلی ..... سمندر ستا دهغی شپی زوی دئ.

توپکوال دخپلو ښځوپه مخکی وشرمیدی اوفکریی وکی چی سمندر دده زوی دی دلونګ دمورڅخه دی.دلونګ مور خبره نوره هم روښانه کړه ویی ویل په هغه شپه داورپه دالانچه کی دکوتری مور پرته  وه اوزه دسرای په منځ کی دکوچنیانو سره ویښه پرته ووم ته می لیدې.

نوسمندر ستا زوی ،دکوتری او زرکی ورور دی. دلته دزرکی مور اوټولوښځو دلونګ دموره څخه خوښي سوی اوقوماندان وشرمیدی سریی کښته وځړوۍ. ټولو په یوخوله  وویل" شکرچی دزرکی واده دخپل ورور سمندرسره ونسوو".

پای

 

+++++++++++++++

 

دوولسمه برخه

سمندر  سرتیری سو

هغه وخت د زوی او مور تر منځ خبره  مغلقه اوپیچلی  سوه،  چي زوی  دخپلي مورڅخه  وغوښتل ده  ته ووایی چی د ده پلار څوک ؤ؟ دسمندرمور یوازی دسمندر دپلار نوم یاده وی ،خو دا  خبره نسی کولای چی میړه یی مړ،ژوندی ،دکوم کلی  اوس چیری دی.ځکه که دمیړه یا سمندر دپلار سم معلومات زوی ته ورکړی ،بیانو باید داخبره هم وکړی چی دا ولی اوپه سبب دمیړه دکوره راوتلی وه؟

که دسمندر مور وسمندرته دده دپلاردکوره څخه دخپلې تیښتی بیان هم وکړی ،دخپلی خبری  د درست والی هیڅ سند اوشاهد نه لری دا ثابته کړی چی سمندر زوی یی د خپل میړه څخه دی. میړه یی ژوندی اوتوپکوال  دی ،دا دهغه دظلمه را تښتیدلې وه.

 سمندر هم  اوس ځوان دی ملامت نه دی باید پوهه سي  چی دی څوک دی ؟ مور یی نسي کولای خپل  زوی ته قانعت ور کړی او که دسمندر مور داخبره وه  سمندر ته  وه کړی  چی ته  د توپکوال قوماندان زوی یی،قوماندان به کله دا ومنی چی سمندر د ده زوی دی.

په نتیجه کی خبره  د زوی اومور تر منځ په بی باوري او بد نیتۍ وا وښتله. هلک له کوره ووتۍ اوله موره مرور ولاړۍ. په ټول هیواد کی  وضعه او شرایط  دښمنانو داسی  را جوړکړی وه، چی  ځوانان او زاړه هر یو چی  به له کوره وتۍ ،دژوند کولوبله لاره نه وه بیله دی چی سیده به ځی  د دولت د پلویانو او یا  د حکومت د مخالیفو په جال کی بندیدل.

هر دکوره وتلۍ اوخفه ځوان به سرتیری کیدۍ یا به توپکوال کیدۍ. ډوډۍ د ټوپک سره تړل سوی  وه. دسمندر دمور وکورته په نژدی ساحه کی د قوماندان لونګ لیوا پرته وه.په دغه ولایت کی هم د نورو ولایاتو په شان هر د مور او پلاره  مرور او خواری نه لرونکی ځوان به د قوماندان لونګ تر پوځی قرارګاه ځان ورساوه اوهلته  په خپله خوښه سرتیری کیدل.

سمندر ته هم یوازی دغه لاره معلومه وه کله چی دموره مرور سو نو سیده هلته ورغلی . په خپله خوښه  یی ځان  عسکر کی.کله چی  د لوا قوماندان مخ ته د نوو  چهره سوو سرتیرو د نومونو،شهرت اوچهره خطونه  کښیښودل سوه، د لوا قوماندان د چهره خطونو په لړ کی  د نوی په خپله خوښه راغلی  ښایسته کشرځوان عکس  سمندر  تر سترګو سوو.

قوماندان نوی  داوطلب سرتیری ځان ته وروغوښته، څه معلومات او پوښتنی  يی  ځینی  وکړې. تر خبرو وروسته یی  نوی  سرتیری سمندرته چی  لا اومه خوله هلک او په رنګ ښایسته و، د هغه دعزت د خونديتوب له پاره د قطعی  قوماندان ته امر وکړ، چی  دغه ځوان  سمندر د محاربوی  قطعاتو څخه را وګرځوی  او دا لته یی  د لوا په قرارګاه کی  وساتۍ.

د  سمندر چی  د درس ویلوسره مینه  نه وه پری سوی  د لوا د قوماندان لونګ نوره هم ورسره مینه پیدا سوه. د سمندر په لیدو به دلوا قوماندان لونګ ته  خپل د ژوند  دا ستان  ور یاد سوو.نو یی د سمندر سره مرسته کول، چی  د سرتیرۍ  دوظیفې په څنګ کی  خپلو زده کړو ته ادامه ورکړای سي.

ځکه سرتیری   سمندر د لوا قوماندان لونګ ته ویلی  و، چی  پلار نه لرم، د یوی  کونډی  ښځی  زوی یم.د یتیمولۍ او بی  پلارولۍ په اور د لوا قوماندان لونګ تر ده مخکی  سوځول سوی  ؤ.

د لوا د قوماندان د پیرزوینی  او ښه نظر لرلو له امله، په قطعه کی  څوک د سرتیری   سمندر سره ډیرسر نه ګرځوي. هغه کور ته نه تلۍ؛ ځکه د مور سره مرور و. د لوا قوماندان وخت نا وخته چی  په خپل کور کی  کوم کار درلود، د هغه کار د سر ته رسولو له پاره یی سرتیری  سمندر ته وظیفه ورکوله.

هیڅ یو د دوی څخه نه پوهیدل چی  سرتیری  سمندر څوک دی؟ نه د لوا قوماندان لونګ، نه د قوماندان ښځه کوتره، نه د کوتری نیکه او نه د لوا د قوماندان مور، په واقیعت کی سرتیری  سمندر د کوتری  سکنی ورور دی.

هلته د  سمندر مورپه خپل کورکی  چی  د ځانه سره هر څه چی وژړل اوهر څونه انتظار چی یی  و ایست، د خپل زوی احوال ورته معلوم نه سو.د سمندر مورپه کورکی دخپلي مور، خور او ورور تر منتونو لاندی  هم راغله. ټولو ورته وویل چی  ستا د بی  پروایی  له لاسه و، چی  یو ځل د میړه له کوره وتښتیدې، موږ دی ټوله و زور ولو بیا دی  زوی  پیدا کړ، اوس دی  زوی درڅخه وتښتید.

پلار مو ستا له لاسه ورک سو، کور، کلی او جایداد هم ستا له لاسه را څخه پاته سو. ته اوس څه بلا یی، ګوره چی دغه هلک   سمندر دی لا د چا زیږولی دی او که دی دشفاخا نی څخه د بل آرمونی اخیستۍ او لوی کړی ؤ؟

د سمندر مورترسخت فشارلاندی  ژوند تیراوه. سره له دی  چی  نژدی  شل کاله  د دی د سر ګردانیو له شروع څخه تیر سوی  و، بیا هم خپله مور، خور او ورور یی  لا ملامته بولې، نور خلګ خو هلته پریږده. د ټولو فشارونو سره سره بیا هم هغه په روغتون کی  خپله دنده نه خوشی  کول او له دی لاری  یی خپل ژوند تامیناوه.

دخدای کارونه دی یوه ورځ بیا په روغتون کی  ډاکټران پورته کښته کیدل، ویل کیدل چی  د قومندان لونګ ښځه د اولاد د پیدا کیدو په خاطر و روغتون ته را وړي.

د کوتری  د مورعلاقه زیاته سوه، چی  حتمی  به د قوماندان ښځه له نژدی  په خپلو سترګو وویني. د قوماندان لونګ ښځه ډاکټرانو په ځانګړی  واټ کی  بستر کړه. د قوماندان د ښځی  خدمت ته د روغتون ښځینه او نارینه نه پریښودل کیدل.

یوازی  ځانګړی  او ټاکلی  ډاکټران ورتلل او هغه یی لیدله. د لونګ اصلی  خواښی  یعنی  د کوتری  مور چی  کلونه کلونه په دغه روغتون کی  کارګره وه، او زیات اعتبار یی  په روغتون کی  نیولی ؤ، بیا یی هم د لوی  قوماندان ښځه نه سوای لیدلای.

یو بله ورځ یی  کتل چی  د لوی  قوماندان د ښځی  لیدلو ته هغه د دوی پخوانۍ مزدوره د لونګ مورپه لوړ سر راغله او د روغتون ټول پرسونل ورسره په ادب پورته او کښته کیږي.

اوس دا د یوه لوی قوماندان  مور ده، هر څوک یی  په ږغ تیارسی ولاړ وي. د لونګ خواښی  د کوتری  مور چی  د هغی  دا  ډبدبه  ولید، ځان یی  تیر کړ، ویی  نه غوښتل د لونګ مور یی  وپیژنی  .

خو تر ډیره حده په زړه کی خوشحاله سول پدی چی  د لونګ مور خو د دی  د اولاد د په نس کولو په ټول جریان خبره ده . او بل د دی سره  هغه وخت ښه جوړه وه دځانه سره یی فیصله وکړل چی یوه ورځ به د خپلی مور سره یو ځای د قوماندان لونګ کورته ورځی څو هغه د دی د اولاد د په نس کیدو کیسه  د دی مور ته وکړی چی دغمونو پیټی یی څه سپک سی.

دکوتری مور لا د خپلی مور سره  دلونګ وکورته  د ورتلو خبره پخه کړی نه وه.په ښارکی آوازه خبره سول  چی خدای دی خیر پیښ کړی د لونګ لوأ  دکومو عملیاتو تیاری نسی،ټول خلګ په ډار کی وه اونه پوهیدل چی کمی خواته به یی مخه سی.

د قوماندان لونګ ښځه کوتره په روغتون کی  وه،قوماندان لونګ ته دنده ورکړل سوه، چی  په ولسوالیو کي، تصفیوی  عملیات او تلاشی  وکړي. د لونګ تر مشرۍ لاندی  لوا په ټوله سیمه کی  د یوی  سر سختی  منظمی  جنګی  لوا په توګه د دښمن په لیکو کی  هم ویره خپره کړی وه.

تبلیغات داسی وه چی  دښاره څخه مخ پر شرق  عملیات کیږی دښمن له دغه پوځی  لوا څخه سخت  په ویره کی ؤ،دښمن دمنطقی څخه ووتۍ. قوماندان لونګ سخت انظبات لرونکی افسرؤ،ورکړل سوی پلان یی دځان سره ترهغو پټ ساتی څوچی دعمل وخت یی را رسیدۍ. همدا سبب ؤ چی  د عملیاتو په معینه ورځ  قوماندان لونګ   دمخکنی تبلیغاتو خلاف قومانده  ورکړل مخ پر  شرق نه  بلکی  مخ پرغرب باندی تصفوی عملیات شروع کړل د دښمن په بی  خبرۍ کی  پوځی  عملیات پیل سول.

 دعملیاتو پر وخت سخت جنګونه را منځ ته سول،  دواړو غاړو  تلفات ورکړل، ډیری  ککرۍ تر خاورو لاندی سوی او زیات خلګ زخمیان، او یو شمیر جګړه مار د حکومتی  سرتیرو په لاس ژوندی  کښیوتل او بل لور ته یو شمیرسرتیری د حکومت د مخالفینو په لاس کی  اسیر سول .

د دولت مخالیفینو  یا د ای،اس ای  همکارو چی  اسیران  نیول هغوی به ټول  وژل.

مګرحکومتی   لوری  زخمیان شفاخانی  ته وړل او اسیران یی  دوخت څارنوالی  ته دتحقیق دپاره سپارل. په زخمیانو کی  کلیوالی  ظالم قوماندان دکوتری پلار د لونګ خُسر هم زخمی  نیول سوی ؤ. دلوا سرتیرو او نور افسرانو هغه نه پیژني. کله چی  زخمیان روغتون ته را وړل سول، لونګ خپل خُسرله عمومی  واټ څخه ځانګړی  واټ ته یووړی.

اوس نو د کوتری  مور اوپلار دواړه یوپه بل ناخبره په شفاخانه دی، دکوترمور کاریګره  اوپلاریی اسیر اوزخمی دی. د دی لسوکلونو په موده کی  دکوتری مور دسواد د زده کړو دکوسونو په برکت سم لیک اولوست کولای سی د کار کولو پر وخت د هر زخمی  شهرت لولي.

د قوماندان لونګ چی دکوتری مور نه پیژنی  اوخبر هم نه دی چی داهم دالته په شفاخانه کی کاریګره ده . نود خپل زخمی  او اسیر سوی  خُسر د ساتنی  له پاره د خپل باور وړسرتیری  سمندر  راوغوښتۍ .چی  په اصل کی  د همدغه زخمی  اسیر قوماندان زوی و  لونګ هغه هلته وظیفه دار کی.

د لوا قوماندان پوهیدی چی  زخمی  د مجاهدو قوماندان د ده خُسر دی. خو په دی  بیا نه پوهیده، چی  سرتیری  سمندر بیا د همدغه زخمی  زوی او د ده اخښی دی. او په دی  هم نه و خبر چی  خواښی  یی  هم په دغه روغتون کی  کار کوي اما سرتیری  سمندر پوهیدی چی  مور یی  په دغه روغتون کی  کار کوي، خو ده له هغی  څخه ځان پټاوه.

په هیواد کی  شرایط دغسی  راغلی  و، چی  د یوی  کورنۍ غړي، پلار، مور، زوی، زوم په یوه روغتون کی  وو. پلار زخمي، مور کارګره، زوی سرتیری یا پیره دار، او زوم بیا د لوا قوماندان و. کوتره د لونګ ښځه د زخمی  جنګسالار لور، د روغتون د کارګری  لور د سرتیری  سمندر خور، یو د بل نه سره  پیژندل  حتا یو د بل دښمنان وو.

سرتیری  سمندر یوازی  پوهیدی، چی  مور لری  او دلته په هم دی  روغتون کی  کار کوي. ټوپکوال قوماندان هیڅ فکر نه کوی  چی  دی زوی لري؛ ځکه دی خو بی  زویه و. کوتره هم نه وه خبره چی  ورور لري. مور یی  هم نه وه خبره چی  لور، زوی او میړه ټول یی  په دغه روغتون کی  دي.

په هغو شپو کی  چی  قوماندان لونګ په عملیاتو کی  مصروف و، په  دغه روغتون کی  د کوتری  زوی (زمری) پیدا سو. قوماندان لونګ چی  له وظیفی  څخه ستړۍ راغې، د خپلی  مور د لیدو له پاره کور ته ولاړ. مور او د کوتری  نیکه پر قوماندان لونګ  زیری  وکۍ، چی  زوی دی  پیدا سوی دی، شکر دی کوتره هم جوړه ده. ټول خوشحاله وو، او مبارکی  وویل سوه.

قوماندن لونګ په خپل کورکی تر لږناستی وروسته د خپلی  مور او د کوتری  د نیکه سره یو ځای  هغه روغتون ته ورغلل، چی  کوتره پکښی بستر وه. قوماندان لونګ د کوتری  او خپل زوی تر لیدو وروسته، غوښتل له روغتون څخه ټول یو ځای کور ته ولاړ سي. د درملنی  ډاکټر ور ته وویل:

- ضروری  دوا او د کوچنی  له پاره په کارڅه درمل به درته را وړم او بیا به رخصت سئ.

ډاکټر ولاړ، لازم او اړین څه یی  په یوه کارتن کی  واچول، د کوتری  مور چی  هلته کارګره وه، هغی  ته یی  په لاس ورکړل، چی  د ډاکټر سره دغه صندوق د ناروغ تر کوټی  ورسوي. د کوتری  مور خو نو د لونګ د مور په لیدوسره اوس شک نه لری  چی  قوماندان لونګ دی  د هغی  د مزدوری  خاله زوی دی نه وي. او دا چی  غوږیدلی  وه، د ټوپکوال قوماندان لور د خپل مزدور سره تښتیدلی  ده، مګرباوری  نه ده، چی  کوتره به د لونګ سره را تښتیدلی  وي، که د بل چا سره؟

 

هغی  علاقه درلوده چی  ژر د قوماندان لونګ ښځه وویني. کله د نا روغ کوټی  ته ورسیدله، ډاکټر ته اجازه ورکړل سوه، چی  کوټی  ته دننه سي، مګر دکوتری مور ته د ننوتلو اجازه نه وه.

دکوتری مور سخت خفه او نا اُمیده سول کوتره اونورچی  کله کور ته  تلل  دکوتری مخ په چادری کی پټ ؤ ،مور یی مخ ونه لیدی چی خپل لور وپیژنی خیر بدی ورځ  دوی کورته  په خیر سره ولاړل.

قوماندان لونګ  چی دوی کورته ورسول زړه یی راغونډ کی، خپلی مور، کوتری  او د کوتری  نیکه ته یی  وویل، د کوتری  پلار او ستا زوم می  زخمی  نیولی دی. کوتره او د کوتری  نیکه دواړو وویل:

-کشکی  دی  دا ظالم وژلای وای.

د لونګ د مور زړه هم ورته پړسیدلی  و، خوداچی کوتره ډیره پر ګرانه وه، نویی  زوی ته وویل:

- زویه، ښه دی چی  ژوندی دی  نیولی  دی. زویه، ته باید رحم ولری  ،ستا او دوی تر منځ باید دا توپیروی تابه خدای دخپلو ښو بدله درکړی .

لونګ وړاندیز وکړ، چی   سبا  سهاربه مو روغتون ته ور ولم، له هغه سره به وګورئ، اوس هغه بندی  او زخمی  دی. که څه چی زخمنونه یی ډیر سخت نه دی خو هغه د غرور او تکبر وخت یی  نه دی. اوس یوعاجزه او بیچاره سړی دی. ما ځان نه دی ورښوولی او ده هم نه یم پیژندلی.

په سبا چی روغتون ته ورغلل. د روغتون په منځ کی  د مخه تر دی  چی  ناروغ ته ورسیږي، د کوتری  مور په مخه ورغله. هغی  خپل پلار چی  شل کاله  یی نه و لیدلې، وپیژاند چی  د قوماندان لونګ سره را روان و. دښځی  دتوانه  ووتل یو دم یی چغه کړل، د خوشحالۍ څخه په ژړا سوه، ځکه هغی  هیڅ فکر نه کاوه، چی  پلار دی  یی  ژوندی وي.

ور و یی ځغستل، د پلارپه پښو کی  یی  ځان ور واچوه. پلار چی  ولیدل یوه سپین سری  ښځه يی  پښی  مچوي، سره له هغه چی  دی هم د چوغی  کیدو نه و، بیا هم ورچوغئ سو، ښځه یی  را پورته کړه، د ښځی  ستر ګو ته یی  وکتل، د هغی  تر سترګو د اوښکو لاړونه را وتل. ده وپیژندله چی  دا یی  ورکه لور ده. پلار هم باور نه کاوه چی  د هغه لور دی  ژوندۍ وي.

پلار چی  زیات زوړ و، خپل کنترول له لاسه ورکړ، د خلګو په مخکی  یی  خپله لور په غیږکی  ټینګه ونیوله، پر دا سر او مخ یی  مچوله او ژړل یي پدی وخت کی کوتری  هم خپله مور وپیژندله؛ دی  هم د چادرۍ روی بند پورته کی، د مورسره غاړه تر غاړه سوه. اوس نو پلار، لور، مور، لور او نیکه ټول په ژړا  او لاس تر غاړه سول.

قوماندان لونګ چی  اوس لوی افسر ؤ، ټول ډاکتران او د روغتون کارکوونکی  او مراجعین ګوري، حیرانی  واخیسته، چی  پر دا سپین میدان د خلګو مخ ته څه نارې، ژړاګانی  او ماتم جوړ سو. لونګ ډیر ژر دوی ټول یوی  کوټی  ته دننه کړل. هلته پلار، لور او لمسۍ ښه په ژړا ځانونه سره ستخ کړل.

بیا د کوتری مور او لونګ مور یود بله سره مچ کړل،اوس دکوتری مور هغسی بیچاره سویده لکه یو وخت چی د قوماندان لونګ مور د دوی مزوره وه په دی  منځ کی  دکوتری   پلار له مشری  لور څخه پوښتنه وکړه، چی  د مور، خور او  ورور دی  څه احول سته که نه؟

هغه مړه دي، ژوندی  دي، چیری  به وي؟ لور یی  ور ته وویل:

- پلاره، هغوی شکر ژوندی دی هم دلته په دغه روغتون کی  څو کاله مخکی  پیدا کړل. اوس می  دا دی تاسی  پیدا کړلاست.

د کوتری  مور ولیدل چی  د کوتری  په غیږه کی  کوچنی دی، ژر يی  له کوتری  څخه پوښتنه وکړه:

-زویه ، واده سوی  یې؟ چا ته یی  ورکړی یې؟

-  کوتری خپلی  مور ته وویل:

- هو، موري؛ ورکړی یی  یم. د لاس په ګوته نیکه ته اشاره وکړه، چی  یعنی  ده ورکړم.

بیا یی  مور خبره ورغبرګه کړه، چا ته؟

کوتری  د لاس د ګوتی  په اشاره: ده (قوماندان لونګ) ته.

د لونګ هم د خپلی  خواښی  رنګ یو څه ور په یاد سو. دلونګ مورچی  زیاته هوښیاره وه، کوتره او د کوتری  نیکه یی  پوه کړل، چی  د نا روغ پوښتنه به بیا بله ورځ وکړو. ځکه ټول په دی  پوهیدل چی  د کوتری  د پلار په وړاندی  خو ترهر چا زیا ت د کوتری  مور دهغه څخه ډیره کرکه او نفرت لري، نه چی  د هغه په لیدو سره، نوری  ستونزی  او رسوایی  را منځ ته نه سي. هغه د کوتری  مور ته وویل:

- درځی  ښه به داوی  چی  ستاسی  کور ته ولاړ سو، نیکه به خپل بچیان وګورې، کوتره به خپله مور، انا، خاله او ماما وویني.

د لونګ هم د خپلی  مور خبره خوښه سوه. دوی ټول د کوتری  د مور کور ته ولاړل، په کلونو کلونوسره جلا سوواو ورکو سره پیدا کړل. قوماندان لونګ او موریی  دوی ټول سره پریښوول، او دوی خپل کور ته ولاړل. کوتری  ته یی  وویل چی  سبا به دوی ټول خپل کور ته را ولې.

- په سباورځ چی  کوتره او مور سره یوازی  سول، د کوتری  مور و کوتری  ته وویل:

- زویه! د پلار او ستا د لیدو په خوشحالی  نه پوهیږم، زما سر د خواریو دی، پدی نه پوهیږم چی  ولی  می  خدای زوکلوي، دا دی څه کم یو کال کیږی  چی  ورور دی  له کوره وتلۍ دی، کور ته نه راځي.

د کوتری  دا لومړی ځل و، چی  اوری  "ورور"! حیرانه سوه. مور ته یی  په تعجب حتا د کرکی  او نفرت په سترګه وکتل او ویی  پوښتل:

- ورور مي؟ زما ورور د څه و؟ ما خو ورور نه درلود!!!... موري! بل میړه دی  کړی دی؟

مور یی خپلی  لور ته بیا په ژړا سوه او په ژړا یی خپلی لورته و ویل:

- نه، نه، لوري؛  قسم په خدای که می  بل مړه کړی دی .دغه یی  وخت دی چی  زه تا ته د اولاد د په نس کیدو، له کوره څخه د تیښتی  او ستاغوندی  لور د پریښولو او خپلو سرګردانیو ټوله کیسه وکړم: "خدای دی  د چا د سر پر دښمن هم داسی  خوارۍ نه تیروي. زویه! اصلی  کیسه داسی  وه. ............. اوس د شکر ځای دی چی خاله (د لونګ مور) ژوندی  او د لی ده هغی ته هرڅه معلوم دی.

هغی  ټول داستان او لیدلی  خوارۍ ټکی په ټکی لور ته بیان کړی او ور زیاته یی  کړه، چی  ستا خواښی  د دی  داستان ژوندۍ شاهده ده.

کوتری دخپلی مور پر  تیری کړل سوو خواریو ډیر وژل او د خپلی مور لاسونه او پښی  یی ورمچ کړی. موری ما فکر کوی چی یوازی به  دلولنګ پر مور خواری تیری  سوی وی . خوستا خواری او دید د نی هم تر هغی په کمه نه دی بیا نو کوتری هم  مورته د خپل فرار،تیښتی او د لونګ سره دواده کولو  کیسه وکړل ، د لونګ د مور د زړ ورتیا او د دی سره د مرستی کولو او د نیکه د راوستلو ټول بیانو ورته وکړل.

 دکوتری مور لورته وویل:

- زما هغه وخت دغه ستا د میړه نوم خوښ و،مګر ستا پر ورور می د لونګ نوم ځکه کښينښود چی د لونګ د مور بیچاری ژوند ډیر سر ګردانه ؤ. نو می  د سمندر نوم خوښ سوو  سمندر اوس شکر ځوان ؤ،  هغه غواړی  وپوهیږی  د چا زوی دی. ما دغسی  چی  تا ته می   دزړه حال ووایه، ده ته  خومی  له شرمه ویلای نه سواې. زما څخه پرهمدغه خبره مرورسو او له کوره ووت، بیا کور ته نه دی راغلې.

کوتری  د خپلی  مور د ژوند په غم لړلی  داستان ډیره خفه سوه او په چورتونو کی  ډوبه سوه. تر څه ځنډه وروسته، هغی  خپلی  مور ته وویل:

- موري! د  سمندر په نوم یو هلک خو زما د میړه سره سرتیری دی.

د کوتری  مور ډیره خوشحاله سوه، او وی ویل:

-شکردی، زوی  سمندر جان  می هم پیدا سو.

اوس نو ټول په خوشحالی  سره د کوتری  کور ته روان سول.

څه وخت چی   کوتره د خپلی  مور، نیکه، انا، خاله او ماما سره یو ځای  خپل کور ته را ورسیدل، ګوری  چی  په کور کی  یی  خواښی  یوازی  ده. د میلمنو له پاره هم کوم ځانګړی ترتیب نسته، له خواښی  یی  وپوښتل:

لونګ تر اوسه پوری  کم شئی می د پخیدو له پاره نه دی  را وړي؟

خواښی  یی  په کراره ور ته وویل:

- نه زویه، سهار وختی  له کوره ووت، ما ته یی  وویل، زه ژرسودا را وړم؛ دا دی تر اوسه نه دی راغلی؛ خدای دی  په خیر را ولي.

- اوس به زه او ته د غرمی  غم وخورو، دی به هم را ورسیږی.

لږ شیبه وروسته، د سرای دروازه پرانیستل سوه او لونګ د سودا سره په سرای را ننووت. مور یی  شکر وایست، چی  زوی یی  په خیر کور ته راغی. د هغی  د لونګ د نا وخته راتلو خبره هیره سوه او پوښتنه یی ځینی  و نه کړه. مګر کوتره په قهر وه. څو چی  کوتری  ځان و ګیلی  او جګړی  ته جوړا وه، لونګ د خپلۍ مور، خواښی  او د کوتری  له نیکه څخه په بخښه ویلو سره اجازه واخیستله چی  زه باید کار ته ولاړ سم، یو ضروری  کار پیدا سوی  دي.

قوماندان لونګ له دوی څخه خبره پټه کړه؛ د لونګ په بیرته کار ته تللوسره د کوتری  مور، انا او نیکه یو لږ شان مړیجن غوندی هم سول.

دشپی کله چی لونګ کورته راغلی ټولو ته یی کیسه وکړل. چی خُسر می له شفانی څخه  تښتیدلی دی او سمندر هم ورسره تللی دئ د لته دکوری مور چی مخکی یی یوازی کوتری ته د خپلو خواریو بیان کړی ؤ ، اوس یی د خپلی مور،پلار او لونګ په مخکی  دسمندر دپه نس کیدو ټوله کیسه وکړی.

 د دی داستان په اوریدو سره ټول حیران سول د لونګ پر خپلی خواښی ډیر زړ وسؤ.خو د سمندر د تیښتی په سبب نه پوهیږی چی څنکه  سمندرد قوماندان سره وتښتیدی.ایا سمندر خبر سوی ؤ چی قوماندان یی پلار دی؟ آیا قوماندان پوهیدۍ چی سمندر یی زوی دی؟ که څنګه.

دا سولونه نا حله پاته وه قوماندان لونګ دوی ټول ښه ساتل او دلونګ مور هم دوی نازول. نور بیا

 

+++++++++++++++

 

یوولسمه برخه

لونګ سرتیری سو

 

هلته چی  دحکومتی تلاشۍ پر پوسته  باندی  لونګ د جلب او احضارسړو له موټر کښته کړ، نو د لونګ مور، کوتره او د هغی  نیکه هم له موټره ورسره کښته سول. دوی  هم  دری سره هلته د تلاشۍ د پوستی  څنګ ته په انتظار کښینستل.د کوتری او دلونګ دمور بیچاره  ګانو ترسترګو اوښکی بهیدې ګوری چی څه به پیښ سی نژدی  غرمی  ته د جلب او احضار سړو لونګ او دوه دری نور هلکان  کوم چی  عمرونه یی  وجلب ته برابر وه دموترونو را کښته کړی وه ټول  یی یوځای  ښار ته وړل.

 څه وخت چی عسکری موټر دښار پرخوا حرکت کاوه  نو د لونګ مور، کوتره او د کوتری  نیکه هم  دغه موټر ته ورپورته سول. که څه چی  سرتیرو یی  مخا لفت کاوه، خو د دوی زارۍ  او دلونګ  دمور ژړا وه چی  د  لوی افسر پر زړه خدای د رحم اوبه  تیری  کړې اجازه یی ورکړل چی  دوی موټر ته پورته سی .مشر افسر عسکروته یی وویل ښځی  ورسره دی  تر ښاره  به یی په موټر کی  ورسوو.

لوی عسکری موټر ښارته د رسیدو سره سم د جلب او احضار دکمیسارۍ  مخته ودریدی. لونګ او نورهلکان یی دموتره کښته  او دکمیسارۍ آفسرانو ته یی وسپارل .د کمیسارۍ سړو د خپلو اصولوبرابر  لونګ اونورو جلبیانو ته فورمی وا چولي یوه افسر دلونګ څخه د تذکری  غوښتنه وکړه لونګ تذکره  نه لرل د لونګ مور چی دلیری  خپل لونګ ته کتل  او دوعاګانی یی کولی  ژر افسر ته ورنژدی  سوه.افسر ته ویی  ژړل، چی وروره   دغه یو زوی  لرم، کونډه یم، رحم را باندی  وکړئ، دا زوی می  را خوشی  کړئ ددی زاریو ګټه نه کوله.

نو دلونګ مورو افسر ته وویل:

- وروره  زوی  خو می تذکره نه لری، اما دغه د پلار تذکره یی  را سره ده واخله. یوه عسکر دلونګ دمور څخه تذکره واخیستل دمکلفیت افسرلعل ته یی ورکړل.

د مکلفیت افسریوپخوانی ښوونکی  لعل محمد  خان ؤ، چی ټولو لعل باله. هغه دلونګ دپلار تذکره واخیستله. کله چی یی تذکره پرانستل په تذکره کی یی د اکبرغمجن پر عکس باندی سترګی و لګیدی.لعل د اکبر دعکس په لیدو سخت غمګین سو، او بی  اختیاره یی  تر سترګو اوښکی  راغلې.

ټولوناستوافسرانو ولیدل چی دتقوا لرونکی لعل محمد خان سترګی له اوښکو ډکی سوی. دا پدی چی دلونګ دپلار دتذکری په لیدلو سره لعل محمد خان ته د اکبراو نیک محمد معلم د بی  ګناه وژلو کیسه  ورپیاد سول. دا غمجنه کیسه په کلی کی هر چا اوریدلی  وه.اما آفسر لعل محمد خو اکبر او معلم نیکو دواړه له نژدی  پیژندل.

  افسرلعل محمد خپل  قلم پرمیز کښسښول او کار یی  بس کړ. یوه اوږده دخفګان ساه یی و ایستل نورو افسرانو ته یی  وویل" دغه هلک به سبا چهره کړو" افسرلعل محمد راغی او د لونګ د مورپه خوا  کی  پرمځکه  کښیناست.

دلونګ مورته  ویل:

خوری! ما وبخښه، ما تاسی  و نه پیژندلاست، داکبرکاکو دعکس په لیدو اوس پوهه سوم چی ته خو زموږ د کلی  د اکبر کاکو ښځه یې.

د لونګ مور  حیرانه  پاته سول چی دا لوی آفسر ما څه پیژنی ؟ اوبیا د لوی افسر تر سترګو اوښکی  را بهیږي. باور یی راغی چی حتمی دی پیژني ،نو اړتیا نسته چی ځان پټه کړم . افسر لعل محمد ته یی وویل  هو وروره  زه  دشهید اکبر ښځه یم.

افسر لعل محمد د لونګ مور ته وویل:

- خوری پرخدای ګرانه یی چی  زه  نن دلته وم که نه اوس به خدای خبر لونګ په کوم لیری  ولایت کی  سرتیری وای.

لعل محمد چی  پخوا یوازی  په لعل معلم مهشور ؤ، اوس لوی افسر دی. نو افسر لعل دلونګ مور او نیکه ته ځان ور وپیژندی ویی ویل  زه ستاسی دکلی معلم لعل یم. دوی  ته یی بلنه ورکړل چی راځۍ  زما سره کورته به  ولاړ سۍ. دلونګ مور دمعلم لعل نوم دخپله  وروره (معلم نیک محمد) څخه ډیر اوریدلی ؤ چی ښه سړی دی. دمعلم لعل وړاندیز یی ومانه  لعل هم دوی  ټول خپل کور ته بوتلل.

 تر ډوډۍ او چایو ورکولو وروسته یی  لومړی د لونګ مور ته خپله خواخوږی او ډاډ ګیرنه وویل. وروسته یی دلونګ دموره څخه پوښتنه وکړه وخوری پدی خبره می پوهه کړه تاسی څنګه او دڅه دپاره ښارته راغلاست؟

د لونګ مور معلم صاحب لعل ته وویل:

- وروره، ستاڅخه به یی  څه پټوم. ښار ته موږ یوه مجبوریت را وستو که څه چی هلته  په کلیو کی ملا صاحبانو موږ ته ویل ښارته سره کُفارراغلی  دي دښار خلګ هم ورسره کافرسویدی. دمسجدو څخه یی  سینما ګانی جوړی کړیدی اذان نسته .

 اه وروره! اوس نو ته  راته  ووایه  چی  د دی  سرو کفارو په څنګ کی  به موږ ژوند وکولای سو؟ که رښتیا داسی  وي،  نو اوس لا سری وخت دی، موږ به  پر بله ولاړسو، چی  خدای مکړه وروره  دلته می  دا لونګ زوی څوک را کافر نه کړي.

معلم لعل د لونګ مورته په خندا وویل:

- خوري، موږ ته وګوره چی  کافران سوی  یو که نه؟

د لونګ مور وویل:

- نه وروره، خدای دی  خوله نه را کوي، په تاسی  کی  خو والله که هیڅ بدلون راغلی وي.

معلم لعل د لونګ مورته وویل:

-خوری! هغه چی  کافرو، هغه هلته هم کافروه او دلته هم کافر دی.هرڅوک یو مجبوریت لری ،موږ دا سره  اوسپین مخی کافران نه دی  را بللی. او نه مو را وستلی  دي، دوی  په خپله راغلی  اوپه خپله به ځی. خوري! څه وکړو چیری  ولاړ سو؟ تا خو په کلی اوپاکستان  کی هر څه د سر په سترګو ولیدل، ایا اکبر کاکو کافر ؤ، که ستا ورور معلم نیک محمد کافرؤ؟

دلته دکوتری نیکه چی دمازیګر اومښام لمونځونه دکوردباندی په مسجد کی کړی وه،ملا،مسجد اوپه جمعه دزیات شمیرخلګو لمونځ  یی لیدلی وه.خبره ونیول دکوتری مورته یی وویل خوری ! ټولی خبری درواغ دی. دوی دغه خبری کولې چی  د ماخستن اذان یی واوریدی.

 دکوتری نیکه ایضافه کړه  ماخودغسی ډیرخلګ یوځای په ملا پسی ولاړه بل ځای نه وه لیدلی،داوس تازه کولوسم ځای اوهرڅه برابرټولوخلګو خپل لمونځونه وکړل.

د لونګ مور وویل:

- وروره  دخپل ورور او میړه په باب څه ووایم، ورور خو می  څه کوې، چی خپله ملا ؤ، د اکبره سره می  زیات تر پنځه ویشتو کلونو ګډ ژوند تیر کړ، قسم په خدای که هغه یوه ورځ هم لمونځ قضا کړی وي اویا یی دبل حق خوړلۍ وي.

- ښه نو خوري، چی  خبره داسی ده اوس نو ته خپله راته ووایه:د هغو په نوم  مجاهدو  اود هغوی دقوماندانانو کړنی  اسلامی  وې؟  هيڅکله نه اوس د پاکستان د ای.ایس.اي. نوکران موږ ته اسلام را ښیې. زموږ افغانان پاک او سپڅلی  خلګ دي، د پاکستان او نورو پردیو هیوادونو په اصلی  مقصد نه پوهیږي.

معلم صاحب لعل د لونګ د مور زخمی  زړه ته لاس ور وړئ.

د لونګ مور په جرأت  سره  ورته وویل:

- وروره! قسم  په خدای ج درته یاده ووم ، درواغ  هم نه وایم ، د رواغ جن دی مخ تورسی. دهغو (پوپکیانو) یو کار هم مسلمانانو ته نه پاته کیدئ داسی عملونه یی کول، چی ته باور وکړه په ویلو اویادولو یی  زه چي یوه افغانه ښځه یم و لچي شرمیږم.

ښه خوری اوس  به نوزه درته ووایم :که  چیری تاسی غواړی په ښار کی  ژوند وکړې، نو په ښار کی  هغه ځوانان چی  عمرونه یی عسکرۍ ته برابر وي، هغه باید جبری  دوه  کاله  دمکلفیت  عسکری  اوبیا د احتیاط دوره  خدمت وکړي. اوکه نه په ښارکی پر دغه سن برابر هلکان ګرځیدلای نه سی.

که ستا خوښه وي اوس لا  زه کولای سم لونګ د ځان سره سرتیری کړم، د شپی  به پر کور وي، یو څه تنخوا به هم لري.

د دی  خبری  په اوریدو چی  لونګ به "د شپی  پر کور او معا ش به  هم لري" د لونګ مور څه چی  کوتره هم خوشحاله سوه. په تنخوا خو د لونګ مور پوهیدله چی  اکبر به کور ته راوړله. لعل  معلم صاحب  دوی ته دا هم وویل:

- که د خدای رضا وه، تا ته به هم ستا د میړه او ورور د شهادت وثیقی  در جوړی  کړم، د دوی دواړو تنخواوی  به هم درکول کیږي، کوپون به لری، او ارام به  دلی خپل ژوند کوې.

تر زیاتو خبرو او دلایلو ویلو وروسته د لونګ مور ومعلم لعل ته وویل:

- ستا خوښه ده، ته می  په دین او دنیا ورور یې، ته په پوهیږې، په څه کی  چی  زموږ خیر ګڼې، هغه به کوو.

بله ورځ لونګ  دمعلم لعل په مرسته  اوسپارش سرتیری سوو. دلونګ په عسکری کی لږ وخت تیر نه ؤ چی معلم صاحب لعل  نوره مرسته ورسره وکړه، د لونګ د پلار اکبر او ماما ملا نیک محمد د شهادت وثیقی  یی  ورته جوړی  کړې. لونګ  موراوس د هغو حقوق په لاس را وړل. او په دی  کار سره یی په ژوند  کی  پوره بدلون راغلۍ هغو د ځان له پاره کور په کرایه ونیو او دمعلم لعل دکوره ووتل.

-ښه خبره ده، کوتره څه وایې؟ رښتیا د لونګ غوندی  ځوان بیا چا ته رسیږي.

د لونګ مور، د کوتری  نیکه ،معلم صاحب لعل ،د هغه کورنۍ  دمسجد ملا را وستۍ  د لونګ او کوتری  د نکاح او د واده مراسم یی پر ځای کړل.

 دکوتری او لونګ تر داده وروسته نود کوتری  نیکه هڅی  پیل کړي، چی  د خپلی  ښځی  او اولادو پته پدی لوی ښارکی معلومه کړي دکوتری نیکه خوڅو ځله پخوا هم ښار ته راغلی  و، نو ځکه دی په ښار کی  لږ بلد و. د کوتری  د مور د ورکی  خو زیات کلونه تیرسوی  و. دوی فکر نه کوی  چی  هغه دی  ژوندۍ وي. له بلی  خوا، نه پوهیدل چی  هغی  به پرکومه خوا مخه کړی وي. شاید بل میړه یی  کړی وي، او نور... نور فکرونه يی په سر کی  ګرځیدل.

نورلونګ یو کلیوال هلک نه دی  لونګ په ښار کی  ژوند کول زده کړل. هغه اوس یو سرتیری دی، او د لیک او لوست د زده کړی په کورسونو کی  درس هم وایې. مور او ښځی  ته یی  هم کور ته د لیک او لوست د زده کړو ښوونکی  ورځی  اوهغو ته هم لیک او لوست ور زده کوي.

 بل اړخ ته، د درو تنو معاشونه یی  هم کور ته راځی  او دری  کوپونونه هم لري. د کوتری  نیکه سپین ږیری  دی  مسجد ته ځی  او کور ته راخي، او ضمناً  دخپلی ښځی او  اولادنو دپیداکیدو پوښتنی او تلاښ کوی.

د لونګ دمور  ژوند د اقتصاد له پلوه ښه وه. شپږ میاشتی  وروسته لونګ د زده کړو له کورسونو څخه په ښه نومره بریالی سؤ. د لونګ خو کتاب لوستل او لیکل له پخوا څخه هم زده و. نو معلم صاحب لعل ورسره بیا هم مرسته وکړه، لونګ یی  له سرتیری څخه د بریدمن رتبی ته  ور پورته  اوافسرکړۍ.

لونګ ته خدای ښه ځوانی،قد اندام  او استعداد ورکړی و، هر څه یی  ژر زده کول. د خپل کار، فعالیت، او جنګی  مهارتونو له کبله د څو لنډو کلونو په بهیر کی فوق العاده ترفع ګانی وکړی لوی افسرسو او د یوی  عسکری لوا تر قوماندانۍ پوری  یی ځان ورساوه.

 د ښار د خلګو او حکومتی  خلګو خولو ته ولویده. په هر ځای  اوهر مجلس کی  د قوماندان لونګ نوم د نمونی  په ډول یادېده. هغه په صداقت، جرات، مړانه، ښایست، او زړه ور قوماندان په نوم مشهور سو.

د کوتری  موراو د ټوپکوال قوماندان ښځه چی  ډیر کلونه پخوا کله چی  د هغی  میړه غوښتل، هغه بیګناه و وژني، خو ښځه په توره شپه کی له کوره وتښتیده، هغی چی د ښار په لوی روغتون کی  د اجیری  په توګه  ځان ته کارپیداکړی هلته یی  کارکاوه د خپل میړه څخه چی یی کم کوچنی لاره ، هغه کوچنی  سمندر  نواوس ځوان سوی  ؤ.

 نورپه شفخانه کی دکوتری مور د  سمندردمورپه نوم بلل کیدل .د کوتری  ورور  سمندر په ښوونځۍ  کی  و. څه وخت چی  د کوتری  مور د خپل کار پر وخت په روغتون کی  د ناروغو او زخمی  سرتیرو له خولی  څخه د قوماندان لونګ د ځوانۍ او غیرت خبری  اوريدلی، نو په فکر کی  به  یی  ورګرځیدل، چی  دا لونګ به څوک وي ؟

 ځکه ښه رنګ او ښه اخلاقی  هلک خو هغه زموږ د مزدوری  خاله زوی لونګ  و. بیا به یی د ځانه سره ویل، نه، هغه به نه وي. هغه ګوره، دا ځای او دونه لوړ منصب.

شپې ورځی  تیریدلی یوه ورځ یی  په روغتون کی  له ډاکټرانو څخه واوریدل چی  نن قوماندان لونګ د خپلو ناروغو سرتیرو  لیدو ته  شفاخانی ته راځي. دکوتری مور  اونور کارکونکی وګمارسول چی ژر ژر صفایی  وکړی. دکوتری مورخپل کار پای ته ورساوه. غرمی  ته نژدی  دادی هغه ښایسته جګ ځوان افسرپه نظامی  دریشی  کی  روغتون ته راغۍ.

د کوتری  مور چی  په واقیعت کی د قوماندان لونګ سکه خواښی هم وه، په غورغور لونګ ته وکتل، کټ مټ هغه د دوی د مزدوری  خاله زوی یی باله زړه یی  څو ځله راغونډ کړ چی  خبری  ورسره وکړي، خو جرأت یی  و نه کړ. د ځانه سره یی  بیا وویل:

- نه چی  کوم بل څوک وي،اوکه هغه وی چی زما  لخوا دهغه پیژندګلوی پرځان بده ونه ګڼی.

بله ورځ یی  له ناروغو  او زخمی سرتیرو څخه د قوماندان لونګ د کلی  او کور پوښتنی  پیل کړې، د هر نا روغ او زخمی  څخه یی په داسی  حا ل کی  پوښتنی  کولی  چی  بیریدله هم، که یو ځل چا وویل چی  د څه له پاره پوښتنه کوې؟

نوهغی  په ډیر احتیاط سره پوښتنه کوله: دا ستاسی  قوماندان لونګ  ډیرښه سړی دی ، دی څوک او د کوم ځای  دی؟

لکه څنګه چی  دی  خپل ځان وخلګو ته سم نه سوای ورپیژندلای، لونګ بیا تر دی  هم په ژوند کی زیاتی  ستونزی  درلودلی. د هغه خپل سرتیری  هم د ده په اصل او نسب نه وه خبر.

 دکوتری مور چی   د شپی خپل کور ته ولاړه، له ډیری  خوشحالۍ يی  خپلی  مور، خوراو ورورته چی  هغوی پخوا لا په روغتون کی  د کار کولو پر وخت دی پیدا کړی  وه ،اوس یو ځای سره اوسیدل. د دې فکر نه ؤ چی د خپل زوی په مخکی یی دا سی خبره یاده کړه:" مورجانی  خدای می دی غاړی نه بندوی  والله دغه  دلوا قوماندان لونګ   چی هرځای یی خلګ خبری کوی نن په شفاخانه کی د نژدی  ولیدئ کټ مټ هغه زموږ د مزدوری  خاله زوی ؤ"

 دکوتری مور پدی  خبری یادولو سره ځان ته بله ستونزه را وزیږوله. هغی  چی  ټول وختونه له خپل زوی څخه دا خبره پټه ساتله،نه یی غوښتل چی زوی یی خبرسی  چي دوی څوک دي .مګراوس یی خبره  تر خوله ووتله زوی  سمندر یی زلمی دی، لا هم نه پوهیږی  چی  دی پلار لری او پلار یی  ژوندی اویو توپکوال قوماندان دی.

مور خپل زوی  له واقعیته نه و خبر کړی. سمندر چی د مور له خولی  څخه دا خبره واوریدل چی د دوی دمزدوری زوی په فکرکی ډوب سوو. سمندر خپله مور ټینګه ونیوله:

- مور! ستاسی  د مزدوری  زوی؟ یعنی تاسی مزدوران لرل؟ ما ته خو دی  دا خبره تر اوسه نه وه کړې، اوس رښتیا را ته ووایه، ته دچا لور او زما پلار څوک دی؟ چیری  دی؟  څه سول ؟مړ دی او که ژوندی؟

 دسمندرمورحیرانه پاته سوه او پر خپله خبره پښیمانه وه. هغه رازچی  دی  څه کم شل کاله پټ ساتلی و، اوس مجبوره سوه، چی  ویی  وایې. مګر، د خپلی  خبری  د اثبات له پاره چی  د دی زوی  سمندر د قوماندان زوی دی، دا خواره پلاس کی کم  سند نه لری  او که یی زوی قوماندان ته ورهم سی  هغه یی کله منی چی  دا ده زوی دی.

د دی پيښې یوازنی شاهدان خو یو خدای او بله د کلی د لونګ مور وه، چی دلته نسته او بس. نونه یی سوای کولای زوی ته قناعت ورکړی. نوربیا

 

 

´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´

 

لسمه برخه

کوتره په شپه کی والوته

 

داهغه شپه  وه چی توپکمار دخپلۍ  لور کوتری دورکړی  خوشحالۍ کول خپلوسړوته یی دسبا ورځی دمیلمنودعزت کولو اوکارونو ویش کاوه .ده  خپلی خبری نوی پوره کړی چی  یوپیره دار راغی او قوماندان ته يی  داسی ویل:

- " حاجی قوماندان صاحب نن بندی  ته  چا ډوډۍ را نه وړه؟"قوماندان  دنور توپکوالو په شان چی دخپلو بادارانو(i,s,i)  څخه یی زده کړی وه ،دهغوی  دپلانو اوخواستو برابر یی  هر مکتب لوستۍ اوحکومتی  مامور، سرتیری  او افسر تروروی اوچی ژوندی به څوک پلاس ورتی هغه یی  دپیسو په مقابل کی تبادله  اوخوشی کاوه اوکه به یی پیسی ورنه کړی هغه یی وژل.

 توپکیانو دبندی دساتلو هیڅ مناسب ځایونه او تدبیرو نه لرل.اما خپل خُسر یی  ژوندی بندی  ساتلی و. د دی  خبری  په اوریدو چی کری ورځ یی بندی خسر وږی پروت دی ،خدای  سته، قوماندان له ځانه سره څه خړ سو. ځکه قوماندان اوټول توپکوال پوهیدل چی بندی  د ده خُسر او د  هغی کوتری نیکه   دی چی سبا یی بل ته کوزده کوی.

قوماندان پر لونګ ږغ وکۍ:

- هلکه لونګه! پورته سه، کور ته ولاړ سه،وګوره که د خوړو څه وه، بندی  ته يی راوړه.

لونګ  چی په یو عالم غمونو اوفکرونوکی ډوب  پروت ؤ، تردغه وخته په دی هم نه پوهیدی، چی  دغه بندی  د قوماندان خُسر او پر ده د مینی  کوتری  نیکه دی. لونګ ځکه په ډیره مینه له ځایه ولاړ سو، او د قوماندان کور ته ولاړ، چی  که وکولای سی  کوتره له نژدی  وګوری  او ځان په دی  پوه کړي، چی  دکوتری تصمیم څه دئ اوڅه کوي؟

لونګ چی دقوماندان کورته ورغۍ  د قوماندان دهری  ښځی دخونی دروازه  یی جلا جلا ور وټکول  د څه خوړو د تیاریدوغوښتنه به یی  ځینی  وکړه، خو د ده بیچاره په خبره  هیڅ یوی هم غوږ و نه ګراوه. ځکه  دقوماندان ښځی  پوهیدی  چی  بندی  خو د کوتری  نیکه او د دوی د بنی  پلار دی.

 لونګ ته خدای ور کړه، دغه یی  پلمه وګڼله او راغی  د کوتری  د خونی  دروازی  ته. دکوتری دخونی د دروازی  ځنځیر وشرنګاوه، او په کښته اواز يی  ور ږغ کړل ور ته وی  ویل:

- لونګ یم ، لونګ!

کوتری  چی تیره شپه لونګ نه ؤلیدلی ډیره غمجنه او دځان سره  یی زیات ژړلی وه ،ځکه پلار ظالم یی د هغی  له خوښی  خلاف،تصمیم لاره  چی سبا یی بل چاته کوزده کړی. کوتری دلونګ سره ژبه کړی وه او دلونګ سره یی مینه وه .نو له ډیره ګرومه او  خواشینۍ څخه یی زړه پړسیدلی  و نه پوهیدل چي څه وکی.

څه وخت چی  یی   د لونګ  شرین اواز واوریدی لکه داسمانه چی یوه غیبی ناره پروسی ژریی دروازه خلاصه کړل لونګ يی  په خپله  پسته غیږه کی  ټینګ ونیو، خپړی  یی  په ولګولې. لونګ ور ته د خپل کار او فعالیت خبری  لنډی  وکړې، او د تیښتی  پلان یی  ورسره شریک کړ. بیا يی  ور ته وویل، چی  پلار دی  را استولی  یم، دهغه بندی  دپاره ډوډۍ راکړه چی وریی وړم.

کوتره د دی  خبری  په اورېدو شکمنه سوه،  ځکه دا نه پوهیدل  چی  بندی  به د دی  نیکه وي. باور يی  نه را تی چی  د هغی  نیکه دی  د دې  پلار تر اوسه ژوندی ساتلی  وي. بیا هم کوتره ژر، ژر خپل له خونی  را ووته، څه د خوړو شیان يی  سره جوړکړل او لونګ ته يی  ورکړل.

- کوتری لونګ ته وویل:

- دا معلومه که، چی  بندی  څوک دی؟ نه چی  زما نیکه وي. هغی  بیا لونګ ته وویل، زه پر خپل نیکه زیاته ګرانه وم، که  هغه ؤ  او کولای  دی سوای، زما او ستا د مینی  او تښتی  بیان ورته وکړه، که مو په وسه وه، نیکه به هم د ځان سره وتښتوو دلاری ملګری به مو وي.

لونګ په یوه کاسه کی خواړه را واخسته  کوتری ته یی دتیښتي  دتیاری نیولو وخت ورکړی. لونګ خواړه را وروړل پیره دار لونګ ته اجازه ور کړه، چی  په خپله د بندی  کوټی  ته ډوډۍ ور وړي. لونګ له بندی  څخه وپوښتل، چی  څوک یي؟ هغه ور ته وویل، زه د قوماندان خُسر یم.

لونګ خوشحاله سو په یوه شیبه کی  دکوتری نیکه په خبره پوه کۍ. مؤظف پیره دار، فکر کاوه چی  لونګ خو تر ټولو پیره دارانو زورو حتا د مقاماتو سړی  او د قوماندان د کور سړی دی، له بندی  سره د لونګ تماس یی یوه معمولی  خبره وبلله.

لونګ چی  د بندی  سره خبره پخه کړه. هغه لوښی  چی  خواړه یی  پکښی  را وړی  و، هغه یی  د بندی  سره پریښودل. خپله  بیا دقوماندان کور ته ولاړ، خپلۍ مینی  ته يی  حال ووایه. کوتری  وختی  لا خپله غوټه تړلی  وه.

کوتره له کوره را ووته، د مؤظف پیره دارسره يی  په خبرو ځان اخته کړ. په دغه وخت کی چی کوتری دپیره دارسره خبری کولی  لونګ راغی ، پیره دارته يی  وویل، هغه د ډوډۍ لوښی  می  د بندی  سره هیر سوی  دي، کلۍ را کړه، چی  زه لوښی  را واخلم، تاسی  خپلی  خبری  کوئ.

 ځوان ،مجرد او له هر څه محرومه انسان پیره دار، په خپل ژوند کی  د ځوانی  انجلۍ په نرم او پاسته ږغ کی  خبری  نه وی  اورېدلي، وانجلۍ ته يی  مخا مخ سم کتلای نه سوای؛ پر خبرو يی  داسی  خوند اخیستئ، چی  له خوښئ يی  بدن خوله خوله سوۍ و. په ځان نه پوهیده. دبندی دکوټی کلۍ  یی لونګ ته ورکړه.

لونګ  لوښی پرځای پریښودل، بندی  یی  خوشی  کی، بندی بیړه  تر کوره  دباندی  ووتۍ. لونګ خالی  کوټه قفل کړه، بیرته راغی، کلی  يی  پیره دار ته ورکړه. کوتره  او لونګ دواړه هم  دکوره راووتل .لونګ ،کوتره او دکوتری نیکه دری سره یوځای سول .

اوس نو کوتره پداسی شپه دکوره دلونګ سره تښتی چی سبا يی  د ورکړی ورځ وه.هلته په بل کلی  کی  د لونګ مورخو د سبا شپی (جمعی) شپی ته  دلونګ او کوتری  راتلوته انتظارکی وه. خوحالات  بل شان  سوی وه لونګ د کوتری  او دکوتری دنیکه  سره یو ځای دپنجشنبی په شپه د کور او کلی  څخه په تیاره کی راوتلی وه.

دلونګ موربه لاسبا خپله تیاری نیول چی دادی  یوشپه مخکی لونګ ،کوتره  او دکوتری  نیکه ورته راورسیدل.

 دلونګ مور لکه څنګ چی لونګ ته به یی ویل "زویه ! زه لدی وروسته ښځه نه یم بلکی  دنرمیړه پشان  به ستا ترشا ولاړه یم په رښتیا چی دلونګ مور پدغه شپه  د دوی دراتګ تود هرکلی وکی. وروسته یی خپل دخوارۍ  څه چی لرل ټول ځای پرځای پرښول په تیاره کی  څلور سره د لونګ د مور له خونی  هم ووتل.

تصمیم یی داسی ؤ داسی ځای ته ځانونه وروسوی  چی  دقوماندان  له ظلمه څخه یی ژوند مصؤن سی. دوی دحکومت تر کنترول  لوی ښار وړاومناسب ځای بلۍ. هغوی  څلور واړو د شپی  په تیارکی خپل مزل کاوه او تر لوی  ښاره یی ځانانونه رسول. هر یو  پرلاره د ځان سره فکر کاوه، چی  چیری  ځو؟ 

نیکه یی  فکر کوی  څنګه به خپله نوره کورنۍ پیدا کوم؟ که د قوماندان سړو پیدا او ونیولو، څه به را سره وکي؟ د لونګ څخه هم خوشحالی  هیره وه.خو دلونګ موربه ټولوته دیلداری ورکول چی خدای مهربانه دی،هرڅه به الله وتعالی سم کړي.

کوتری  دلونګ سره دمینی په وجهه کور پریښود.لونګ  دکوتری سره دمینی  لرلو له امله دیوه زورور قوماندان بدی پرسر واخیستل ،دلونګ مور دخپل زوی د ارزو دپوره کولو په منظور دټول خواری پرځان منلي دی.کوتره  د لونګ په تشویش پوهیدله، د خپل لونګ پر اوږه یی لاس ورکښیښود داسی  یی ورته و ویل:

زما لونګه!

ـ فکر مه کوه یو ځای به ژوند کوو

که ژوند نه ؤیو ځای  خوبه مرو.

لونګ جواب ورکړی:

تا چی  لاس کښیښود پر ما

زه نو ولی سر کښینږدمه  پر تا

دوی دکلی  څخه د لوی ښار پر خوا نژدی اوه ساعته  په تیاره کی منزل کړی وه چی  ورباندی سهار سوو.سخت ستړی وه ،ښارهم نور لیری نه وو دا دی یوه د خاورو ډکه لارۍ (ټرک) ورته ودرېد. دوی  هم ورپورته سول. پرهغه لنده خاوره کښینستل.لمر څرک  موټر حکومتی  تلاشی ته تم سو، تلاشی  والو لونګ له موټر څخه کښته کۍ. لونګ د جلب او احضار دګروپ په لاس کښیووت. لونګ به دالته پریږدو وبه ګورو چی دقوماندن په کورکی سهار څه روان دی.

سهاردقوماندان په کورکی:

سهار وختی  د ټوپکوال قوماندان په کور کی  ټول نر او ښځی  بیا په  خپلو کارونو بوخت  سوه. د کوتری د خونی  دروازه ټینګه پیش  وه. ټولو ښځو فکر کاوه چی   کوتره  شرمیږي، ځکه نو دخونی څخه د باندی  نه را وځي. څاښت سووښځو په خپلو منځو کی  یوی بلی ته سره وویل:

- کوتره  که بیده وی  باید  چی اوس یی را ویښه کړو.که شرمیږی  هم یی له خونی  را وباسئ، څه يی  جوړه کړو، اوس به مرکه والی  ښځی  را ورسیږي، دا به لا بیده وي.

یوه میره یی ورغله،  دکوتری  دخوني دروازه يی   ور وډبوله. بیا هغی  هغه بلی  بنی  ته ور ږغ کړل، چی  را سه، ته دروازه ور وټکوه، ګوندی  ستا په ږغ به دروازه خلاصه کړي. هغی  هم خپله وسه وکړه او ناری  یی  کړې:

-کوتري، کوتري!

خو کوتری  ځواب ورنه کړ. نو هغه دریمی  میری  يی  وویل، چی  لونګ ته ور ږغ کړئ، چی  هغه دکوتری  پلار  خبر کړی  هغه به راسي، زموږ په خوله دا نجلۍ له خونی  دادی  نه را وځي. دوی په لونګ پسی  هم ډیر احوالونه وکړل، لونګ هم پیدا نه سو.

په دی  وخت کی  ږغ و سوو، چی  هغه دی د کلی  سر ته مرکه وال را ورسیدل دکوتری یوی میری جرات وکئ، له خپله کوره را ووتله او قوماندان ته یی د یوه توپکی  پر لاس احوال ورکئ، چی  یو ځل کور ته را سه. قوماندان چی خبر سو ښځه يی  را وتلې، نو په زړه کی  ښځی  ته وخښمیدی، دغسی  قهرجن او چوپه خوله کور ته راغی.

ښځويی  ورته وویل، سړیه! له یوی  خوا، مرکه والی  ښځی  هغه دی  را رسیږي، له بلی  خوا، کوتره له خونی  نه را وځي. قوماندان په ډیر قهر راغی او د کوتری   د خونی  دروازه يی  په لغته ووهله، دروازه پاشنه سوه، مګر، له هغه لوری  یی کوم غبرګون و نه لید. قوماندان څه ښنځل منځل وکړل او خپلوښځوته وویل:

            ورسئ، اوس یی  نو په زوره  را وباسئ.

ښځی  چی   خونی  ته  ورغلی  خونه يی  هر څه وپلټله، په خونه کی کوتره نه وه.

ښځو بیا قوماندان ته احوال  ورکئ، چی  کورته راسه . قوماندان بیا خښمیدلۍ  کورته راغۍ .ښځو خبر کی چي کوتره خو په خونه کی  نسته.

قوماندان فکر کاوه، په کورکی به چيری  بل ځای پټه وي. هغه بیا وویل:

-وګوری هر چیری  چی  وی  پیدا يی  کړئ.

ښځو کوراوباغچه ټوله و پلټل د دوی ټولی  هڅی  بی  نتیجی  سوی. خبره لڅه سوه، چی  کوتره نه سته. د قوماندان لونګ په کار سو. هغه وپوښتل، دا لونګ چیری  دی؟

په لونګ پسی   يی  سړی  واستول.  لږشیبه وروسته، دا خبرهم ورته راغی، چی  لونګ هم نه سته. قوماندان  امر وکړ، ولاړسئ، د لونګ کور ته، هغه را ولئ، هلته یی  بندی  کړئ دی ولی بیله خبرتیا په داسی مهمه ورځ چی دکار ورځ ده کورته تللۍ دی.

په دغه وخت کی  مرکه وال نر او ښځی  د انجلۍ د ورکولو او دستمال وړلو په نیت را ورسیدل. ښځی  کور ته ننوتی  او نارینه په سراچه کی  ځای  پر ځای  سول. چای  تیاری  وي. خلګ کار کوي، د ورجو او غوښو تر دیګو لاندی  اورونه بل دی او دیګونه په مستی  کی  ایشي. میلمانه د قوماندان سره ناست وه، خو قوماندان سخت نا ارامه معلومیدی.هر څوک پوهیدی، چی  کومه خبره خو سته.

قوماندان ته پرله پسی  څوک راځی  او په غوږ کی  یوه خبره ورته کوي. د هر قاصد تر خبری  وروسته، د قوماندان وضعه نوره هم خرابیدله.

دا خبرهم ورته راغی، چی  بندی  هم د شپی  تښتیدلی دی. قوماندان اوس په دی  خبره یقینی  سو، چی  فساد یی په لورکی دی او هغه هم تښتیدلی  ده. لږ وروسته، دا خبر هم ورته را وړل سو، چی  لونګ هم نه سته: حتا د لونګ مور هم له خپله کوره کډه سوی  ده او څوک نه پوهیږي، چی  چیری به تللی  وي.

د قوماندان وضعه تر پخوا هم نوره  خرابه سوه. مرکه وال چی  هر څه ورته وايې، دی  په مجلس نه سی  ور ګډېدلای؛ قو ماندان لکه د ډیرو اوبو ژرنده  چی اوبو پر سر اخیستی وی دی  هم خپلو چورتونو اوغمونو داسی   پر سر اخیستی  و.

د غرمی  د ډوډۍ وخت را ورسید. په همدی  وخت کی  څوک راغئ، له قوماندانه يی  وپوښتل، چی  ډوډۍ وکاږو؟ هغه د تایید په توګه خپل سر وښوراوه. کله چی  د لاس پری  مینځلو ګډوی  او دوشئ ګانی  را وړل سوې، مرکه والو د لاسونو له مینځلو څخه ډ ډه وکړ.

 هغو غوښتنه وکړه، چی  قوماندان صاحب اول زموږ کار را خلاص کړه، چی  زړه مو بیغمه سي، بیا به د خیره سره لاسونه ومینځو او ډوډۍ به په خوند وخورو.

قوماندان غوښتل ځان تیر کړي. هغه نه پوهیدی څه وکړي. په کورنۍ او دوستانو کی  خو هغه  داسی  څوک نه و پری  ایښي، چی  دی ور سره مشوره وکړي. مهمه او خطر ناکه  خبره يی  لا  دا وه چی  مرکه وال هم تر ده کمزوری  نه وو، چی  دی يی  د نورو په شان په خپلو ټوپکوالو و بیروي.

قوماندان د پاڼ او پړانګ ترمنځ ولاړ و، هرڅه يی  هیر سو ل. د مرکه والو مشر وویل:

- تر څو زموږ شیرینی  او دستما ل را نه کړې، ډوډۍ نه خورو.

قوماندان د مرکه والو مشر سپین ږیری له مجلسه ولاړ کۍ. کله چی یی د ناستو خلګو څخه جلا کۍ بیا يی  ورته وویل، چی  د شیرینی  ورکولو ته اوس چمتو نه دی، بیا به وروسته ګورو.

مګر مقابل لوری  د قوماندان خبره و نه منله او فکر يی  وکۍ، چی  امکان لری  قوماندان به د زیاتو پیسوغوښتونکی  وي؟ نو يی  ورته وویل:

- ګوره، دوستی  د سلو کلونو لاره ده، ما تر قوم، کلی  او سیالانو  مه شرموه،  کنچوسه هر څه چی  غواړې، ووایه.

قوماندان د عادت خلاف، چی  هیڅ وخت يی  داسی  نه کول، مرکه وال ته وویل:

- یوه شیبه صبر وکړه.

قوماندان خپل کور ته راغی، خپلو دروسره ښځو ته يی  وویل:

-اوس څه وکړم؟

- ښځو يی  ورته وویل چی  دلته په کور کی  هم  راغلی ښځی  غوښتنه کوی  چی یوځل  انجلۍ وګوري.

قوماندان خپلو ښځو ته وویل، چی  شیرینی  به ورکړو. اول خو به کوتره پیدا کړو، او که هغه پیدا نه سوه، نو بیا به زرکه ور ته ور واده کړو. ددی  خبری په اوریدو يی  ګرانی   ښځی  دونه بد یو وړل چی مه  يی  کوه خبری  ،په قهر يی  میړه  ته مخ را واړاوه، او بیا یی  ورته وویل:

- ماینه (د کوتری  مور) دی  ښه پیدا کړه، چی  پاته د هغی لور سوه، پام چی  دا کار و نه کړي؛ او ګوره! زه خپله لور زرکه د کوتری  په عوض کی  چا ته نه ورکوم.

قوماندان بی نتیجی  بیرته میلمنوته راغی. مرکه وال بی له ډوډۍ خوړلو ډډه  وکړه  ولاړ سول. د خلګو سپکاوی خو وسو، اوس نو د هغو غبرګون ته قوماندان ځان چمتو کاوه.    دمینی ورکه ، دلور ورکه ،دخسر تیښته  د ده له چنګاله ،دلته دخلګو سپکاوی اوس  نوقوماندان د ځان د ساتلو په ویر  اخته سو. نوربیا

 

+++++++++++++

نهمه برخه 

 

دکوتری  او لونګ  لیونۍ مینه

 

د لونګ او کوتری  ترمنځ د کوچنیوالی  دوستی  اوس د ځوانۍ په لیونۍ مینه وا وښته. د لونګ او د قوماندان د لور ترمنځ مینه د دوو نه تجریبه لرونکو ځوانانو مینه وه. د دوی د ډیر احتیاط سره سره د ډیر وخت له پاره دا مینه پټه پاته نه سوه.

د لونګ او کوتری  ترمنځ په مینه ناکه اوپاکه مینه د قوماندان یوازنی  کشره ښځه څه، بلکی  دری سره په کور کی  ناستی  ښځی  ښی  پوهیدلې. څنګه چی  دوی ټولو کوتره خپل لور نه ګڼل. میروګانوکوتره د بنی  لور بلله.پس دری  واړه بنی خوښی وی چی کوتره بدنامه سی. دوی خوشحاله په دی وی  چی کوتره دیوه مزدور سره جوړه ده.

د قوماندان درو سرو ښځو په ګډه کوښښ کاوه چی  د کوتری  او لونګ ترمنځ د مینی  اړیکی  د بد نامی  تر پولی  ورسوي.خو کوتری اولونګ  په ډیر احتیاط  او مهارت دټولو په نهامه په شپه کی په سرای،  پر بام، کله هم  په باغچه کی  سره لیدل، د خپلی  مینی  د ټینګښت او بی  خطره پایښت تارونه یی نغاړل.

دوی دواړه چی به هر ځل سره مخا مخ کیدل، د مینی  او محبت کولو پرځای يی  ټول وخت په دی  تیریدئ، چی  نور به څنګه پر مخ ولاړسي. نژدی  یو کال دوی په پټه سره لیدل. د کورنۍ انجلۍ کوتری خو په توان او اختیار کی  یوازی  او یوازی  خپله اراده او خپل ځان و. هغی  به لونګ ته اطمنان ورکوئ:

- ځان درسره وژنم، تر خپل سر در سره تیره یم او تر مرګ به درسره یم، بی له تا می  ټول ځوانان په دین او دنیا وروڼه دي، نور ته پوه سه او کار دي.

لونګ چی  د کوتری  صادیقانه، د مینی  ډکی  اوغیرتمندی  خبری  اوری، حیران  به سو، چی  څه وکړي؟ لونګ یو غریب ،یتم ،بی کسه  نوی ځوان دی .داسی په فکرکی ډوب  دخپلی مورلیدو ته  ولاړۍ اوس په دوه زړه کی  دی، چی  د خپلی  مور سره مشوره وکړی که نه؟ ځکه لونګ پوهیدی څه وخت مخکی  چی  هغه د قوماندان ځای ته تلۍ، مور يی  دومره ډیره خوښه نه وه.

لونګ حیران و چی  څه وکړي؟... یوی  خوا ته هغه کوتره چی  مور یی دکوره وتلی او ورکه سوی  وه، د نیکه کورنۍ  یی ورکه، پلار یی  هغه د سړو  دسر قاتل انسان،بل خواته  خپله غریبی  ،یوازنۍ کونډه مور،بی  کسی ،پردی کلۍ دا ټول غمونه او جنجالونه به دی څنګه پر سر واخلي؟  اخر څه وکړي؟

هلته دکوتری سره په هرځل لیدنه کی  کوتره دغیرت او مینی  خبری  ورته کوي. لونګ زړه بایللی دی، نه په ناسته پوهیږی  او نه په ولاړه هر څه چی  فکر کوي، بله لاره  اوچاره نه ويني. بیله خپلی مور څخه بل تیرونۍ  خوا خوږی  او دوست نه لری چی ده ته مشوره ورکړی دخپلی مور څخه دبری سربیره زیات شرمیږی هم ،نوتوکل یی پر خدای کی  زړه يی  را غونډ کۍ، راغئ؛ خپل یوازنی مرستندوی   مور ته کښینستۍ ټوله کیسه بی  پر دی او روکه  ورته وکړه.

مور یی  چی  د خپل زوی  خبری واوریدی او د هغه مینی  ته  یی وکتل، په فکرونو کی  ډوبه سوه، سر يی  پر زنګنونو کښیښود؛ ټولی  تیری  پیښی  یی  يو ځل بیا په فکر کی  له سره را وګرځیدلی  او تر یوی  اوږدی  دمی  وروسته يی  سر را پورته کړ، او اوږده ساه يی  وایستله.

د لونګ د مور نو د لونګ سره د خبرو پر وخت دغه تکیه کلام و: لونګه زویه! مورکه دی  ستا بلا واخلي! زه چی  تپیدم، ستا له پاره تپیدم؛ زما یوازنۍ هیله ستا خوشحالی  او ستا د زړه ساتل دي. که زما د سر په بیه هم دا خبره تمامه سی  ځان به تر تا جار کم.

هو، زویه! زه پوه سوم چی  پر کوتره دی  زړه بایللی دی، په هر ډول چی  وی  دا کاربه  انشا الله کوو. زه ستا د دغی  غوښتنی  د پوره کیدو په لاره کی  درسره یم. دلونګ مور له ځایه ورو  ولاړه سوه، خپل زوی لونګ يی   پر سراو مخ مچ کړ او په زړه پوری  یی  ټینګ  ونیوی، بیا يی  ورته وویل:

- ګرانه زویه! پخوا ښځه وم، اوس نرمیړه یم، ستا په خاطر د کوتری  د پلار پر ټولو بدیو او دښمنیو سترګی  پټوم. زه چی  تا لرم، عزت لرم؛ نو مور دی  ستا بلا واخلي، فکرمه کوه."غر که هر څومره لوړ سی پر سر يی  لاره سته".

ښه سو، چی  خبره دی  کړم، "صلاح د مړو هنرده" ته بی غمه اوسه، په یوه اوونۍ کی  د ننه د ننه به زه هر څه سم کړم. یو ځل به زه خپله هم کوتره له نژدی  ووینم. په رنګ کی  خو کوتره ښایسته او په خوی کی هغه وخت چی مالیدلی وه یوه حیا ناکه نجلۍ وه، مګر دا څو کاله ما نه ده لیدلې، ښه دی  زه به یی  یو ځل بیا هم له نژدی  ووینم.

لونګ خوشحاله او زړه یی باغ، باغ سو. د خپلی  غیرتی مورجانی  لاسونه يی  مچ کړل،  دموره یی رخصت راواخیسنۍ او بیا د قوماندان ځای  ته په خوشحالۍ او هوس ولاړۍ. د شپی د ډوډۍپروخت یی  په کوتره ځان ولید، خو د خبرو موقع نه و. د ماخستن تر لمانځه وروسته يی  تلوار و، چی  د خوب په پلمه له مجلسه ولاړ سي.

 لونګ ته مځکه ځای نه ورکوي په زړه کی  يی  اور بل ؤ غوښتل یی چی  ژر د کوتری  سره وګوري، څو دغه خپله خوشحالی  د هغی  سره نیمه کړی او ور ته ووايی  چی  مور يی  ورسره منلی  ده او هغه به مرسته را سره کوي.

کله چی  دا نور ټوپکوال ځوانان پری وتل، لونګ د قومندان کور ته تیر سو، په زړه يی  نو یو الله خبر و، خو د کوتری  سره مینی  یی بیره او وحم له مغزوتښتولی  وو.

کوتری هم د ننه په کور کی  خپلی  دوی  سترګی  د خپل زړه وړنکی  لونګ  دراتلو په انتظار دسرای د دروازی د غلام ګرد پر لوری  پیره دارانی  کړی وې. په خپله خونه کی  دننه د پردی  تر شا په تیاره کی   د بت په شان ولاړه وه.

دا شپه نو د دوو یو پر بل ګرانو له هر څه محرومو ځوانانو له پاره د امیدونو او خوبونو د رښتیا کیدو یوه دخوښیو ډکه پیلامه وه، خو خورا ګرانه پیلامه .

کله چی  لونګ  تر غلام ګرد د سرای غولی  ته ور تیر سو، کوتره د سترګو په رپ کی  لکه لمبه پر را تاو سوه او لونګ ته یی  پر ځیګر، ځیګر سوکان ورکړل او بیا یی  لونګ په خپله نرمه غیږه کی  ټینګ ونیوی.

لمړی ځل دی چی کوتره اوکونګ سره غاړه او غړۍ سول. لونګ د کوتری  د زړه درزا په خپلو غوږ اوریدل. کله چی  یی  د کوتری  ومخ ته وکتل، ویی  لیدل، چی  د کوتری  تر سترګو اوښکی  پر نازکو باړخوګانو داسی  رڼی  رڼی  را بهیدلې. کوتری  لونګ ته وویل:

- څونه وځنډېدې؟ تا خو ویل ژر راځم.

-لونګ وویل، یوازی  یوه شپه نه وم.

-کوتری وویل ماچی ویل کال تیرسوو.

- لونګ، را سه،چی  زیری درباندی  وکړم!

- کوتره،ښه، ژر سه را ته وایه!

لونګ وویل:

- ولاړم، زړه می  راغونډ کی، خپلی  مورجانی ته می  ټوله کیسه روکه او صفا وکړه. پوهیږې؟  چی هغی  را سره خوښه کړه،چي زه له تا سره واده وکم.

کوتری  وویل:

-ښه، مور دی  نورڅه ویل؟

مورمی راځي اوستاسره خبری کوی.

د لونګ او کوتری  شپه په دی  ډول سوالونو او ځوابونو داسی  خوږه او لنډه  تیره سوه چی  دوی یو د بل په لیدو او کیسولا ماړه نه وه، درنګ ملا د سهار اذان وکۍ. ډیرو لږو ځوانانو به په خپل ژوند کی  داسی  یوه شپه تیره کړی وي.

د بلی  ورځی  په سهار لونګ بی  خوبه و. سم کار یی نه سو کولای، مګر نسبت نورو ورځو ته زیات خوښ و. په اتاق کی  را ټول جنګیالي، قوماندنان، عربان او پاکستانيان ټول د لونګ رفتار، بی  خوبۍ او خوشحالۍ ته د شک په سترګه کتل.

د لونګ مورهم چورتونه وهل. هغی دځانه سره فکر کاوه، که د قوماندان لور ته په مرکه ورسم، باور یی نه را تۍ ، چی  خیر دی وویني. ځکه پوهیدله چی  دا اوزوی یی غریبان دی. دې  په خپله هم د هغوی د کور مزدوری  کړی ده او لونګ هم د دوی  مزدوراو دمزدوری زوی دی.

دا زما ورتګ اومرکه به قوماندان بده وګڼي، هغه به دا د ځان سپکاوی وبولې. له امکانه لیری  نه ده چی  زوی می  په یوه تور تومتی  کړي. هغه به بندی  او حتا د مرګ خطر یی  هم سته. پیسی  نه لرو، چی  د جګ ولور او لوی واده خبره ور سره وکړم.

د لونګ مورپه چرتونو کی  د خپل میړه او ورور وژنه او د قوماندان نا پاکه کړه وړه هم په زړه کی  ور تیر سوه، او نوره هم په فکر کی  ډوبه سوه، چی  په را تلونکی  کی  به د هغه سره څه ډول دوستی  پالي؟...هغی  چی  هر څومره فکر وکړ، نو دا دوستی  هیڅ ممکنه نه وه!

دلونګ مور د ځانه سره وویل: نو یوازی  دا یوه لاره را ته پاته ده، خیر دی د لونګ په خاطربه قسم مات کم، د قوماندان کور ته به وروسته له ډیره وخته یو ځلی  ورسم، خپله به مخامخ د کوتری  سره له نژدی  وګورم.

د لونګ مور بله ورځ د قوماندان کور ته ورغله. د قوماندان ښځو د لونګ د مور په ورتګ زیاتی  خوشحاله او هم حیرانی  سوې. ښځوبیا هم دلونګ دمور عزت وکئ. ځکه  دلونګ مور وروسته له زیات وخت تیریدو څخه د دوی کور ته بیا ورغلی  وه.

کوتره چی   د لونګ  د مور د ورتلو په مقصد  پوهیدله، د لونګ د مور په لیدو زیاته خوښه وه. د لونګ مور هڅه کوله چی  د خپل ورتګ سبب یوازی  وکوتری  ته ووایی  او د هغی  د خولی  خبری  وا وري. د ماپښین د لمانځه پر وخت، کوتری  د لونګ مور ته د اودس تازه کولو ګډوه له اوبو ډکه کړه او ور ته ویی  ویل:

- خاله، داوداسه اوبه دغه دي، لمونځ به زما په خونه کی  وکې.

د لونګ مورخوشحاله سوه، تر اودس تازه کولو وروسته، د کوتری  خونی  ته ولاړه،  کوتری  د لمانځه مسله ور پسی  ور وړل. دلونګ مور د لمانځه تر ادا کولو مخ کی   کوتری  ته د خپل ورتګ سبب ووایه، چی  ما ته لونګ خبره کړی ده، غواړم ستا له خولی  یی  هم وارم.

- زویه! موږ خو ډیرغریب خلګ یو، زه او لونګ خوهیڅ شی کور، ځای  او پیسی  نه لرو، ته څنګه زما د زوی  سره واده کول غواړې؟

کوتری  په ډیرجرات سره د لونګ مور ته وویل:

- موري! په هر څه خبره او پوهیږم، ډیری  پیسی  زما پلار لري. دغسی  ډیری  ماینی  هم لري... په خدای باور وکه چی یوه ورځ مو د خوشحالۍ  ګوله نه ده خوړلی  ټول ورځ په کورکی  وهل ،ډبول ، جنګونه او دعوی  وي.

- موري! بی له لونګه نور ټول نارینه وما ته وروڼه دي.

کوتره د دی  خبری  په کولو سره په ژړا سوه، او د لونګ د مور پر لاسونو ور پریوتله او په ژړا کی  یی وویل، بی له لونګه ژوند نه غواړم، ته می  مور سه، زه به دی  لور سم. هر څه چی  را ته وایې، هغسی  کوم.

د لونګ مور د کوتری  اوښکی  ور پاکی  کړی او وعده یی ور سره وکړه. کوتری ټه یی و ویل :زویه ! زه لاره جوړوم، ته بیغمه اوسه. کوتری چی دلونګ دمورمهربانی او ډاګیرنه واوریدل نویی  د هغی  لاسونه ورمچ کړل  ورته ویی ویل موری !زه دی بل زوی سوم او د لونګ مور هم کوتره پر تندی  مچ کړه.

دلونګ مور د لمانځه تر ادا کولو وروسته، کوتری  ته وویل زویه  بیا به لونګ ته نوری  خبری  وکړم .اوس به زه ولاړه سم چی  دا مندی  دی  اشتباه ونه کړی چی  ډیر وخت می  ستا په خونه کی  تیر کي. د خونی  را ووتل د قوماندان له ښځو څخه یی رخصت واخیست او د هغوی له کوره را ووته.

 -په لاره کی  یی لونګ ولید او پوهه یی  کړ، چی  خبره سمه ده. بیا بله ورځ یو ځلی  کور ته راسه.

ماښام چی  کوتری  او لونګ بیا سره ولیدل، کوتری  ژر لونګ وپوښتۍ:

- مور دی  څه وویل؟

لونګ ور ته وویل:

- مور می ستا څخه خوشحاله وه، ما ته یی  وویل، یو ځل بیا کور ته را سه.

کوتری  لونګ ته وویل،  نوڅه ته ګوری ژر ورسه، چی  مور دی  خا مخا څه در ته وایې.

لونګ کوتری  ته وویل:

- اوس شپه ده، سبا به ستا له پلاره اجازه واخلم، کور ته به د مور لیدو ته ورسم.

اما کوتره نا ارامه وه، نه پوهیدله چی  د لونګ مور به کومه لاره پیدا کړي، چی  زما او د لونګ واده وسي. په دی  خبرو خبروکی  بیا پر دوی سهار سو.

بله ورځ چی  لونګ د مور لیدو ته راغی، د لونګ مور هغه ته وویل:

- زویه! د پنجشنبی  په شپه به کوتره له کوره را وتښتوې، ما به هم خپل یو څه ضروری  شئ مئ سره تړلی  وي، دری سره به دا کلی هم لکه خپل دپیدایښت ټاټوبۍ چی مو پریښود پریږدو. دا ځل  نو مجبور یو په اصطلاح د کُفری  حکومت تر کنترول لاندی  ښار ته به ځو.

که څه چی ما خو ښار لیدلی نه دی زویه اما خدای بخښلی پلار به دی کیسه کول، چی ښاریو غټ ځای دی هلته په ښار کی  خلګ ډیر دی هلته  به ژوند  اوګذاره وکړو.خلګ وايی  تر کلی  په ښار کی  کارونه زیات دي. یوازنی د پټیدو ښه ځای ښار دی. هلته  په ډیروخلګو کی موږ خلګ څه پیژني؟

 تر هغو به هلته ژوند کوو تر څوچی دا ټوپکوال خدای (ج) ورکوي. د ځوان لونګ هم د مور خبره خوښه سوه.

لونګ چی  شپه په خپل کور کی  د مور سره تیره کړه، سهاریی هوس ؤ چی ژر ولاړسی. ځکه لونګ غوښتل چی  کوتره خبره کړي څو تیاری ونیسی .په دغو وختونو کی  لا کلی  یو مخ تور سوی  نه و، څه کورنۍ لا پر خپلو کورونو کی  پاتی  وي. تر لنډ ځنډ وروسته، لونګ بیرته د قوماندان ځای ته ورسیدی.

لونګ هلته ولیدل چی  په دا یوه شپه کيٍ وضعه بدله سوی ده. د قوماندان په کور کی  د یوی  لویی میلمستیا له پاره تیاری  نیول کیده. د کور په مخ کی  څو سړيو لرګی  ماتول، څو تنو نورو په سراچه کی  د دیګدانو په جوړولو او څو تنه نور د مځکی  په اوارولو او سمولو  سره بوخت وو.

سره له دی  چی  نیم کلی تور ولاړ دی، خو څه خلګ را جمع سوی  دي. په همدی  وخت کی  لونګ را ورسید. قوماندان چی  لونګ ولید، لونګ ته یی  وویل:

لونګه !ته چیريغیب وي؟ د کار پر وخت ورک سي. ځه، دلته څه کوی  چی  ولاړ يې، کور ته دننه ورسه، د ښځوسره کومک وکه.

لونګ د وضعی  په لیدو په چورتونو کی  غرق سو. هغه نه پوهیدی چی  اصلی  کیسه څه ده؟ کله چی  کورته دننه سو، ګوری  چی  په کور کی  ښځی  پورته او کښته کیږي. ښځو چی لونګ ولیدی اوس نو هرکار په لونګ کوی دی هم د ښځو سره په کار لګیا سو. هڅه يی  دا وه چی  ځان پوه کړي.

د نورو ورځو په خلاف نن خپله مینه (کوتره) نه سی  لیدلاي. کوتره دخونی نه راوزی ټولو ښځو ښه کالی  اغوستی  وو، پسولونه يی  په ځانو ځړولی  وو، د ټولو لاسونه سره وو، هری  ښځی  د ناوی  په شان ځان جوړ کړی و. د لونګ دا اوله ورځ وه، چی  سنګار کړی اوجوړی کړی ښځی  ویني.

اوس خو لونګ چټ ځوان و؛ په هر څه ښه پوهیدی، مګر دا چی  خپله کوتره نه سی  لیدلای، یا هغه له خونی  نه را وځي، نو لونګ سخت غمګین و. تر ماښام پوری  لونګ د ښځو سره کار وکړ، مګر کوتره یی  ونه لیدله.

شپه سوه، لونګ راغی، د نورو جنګیالیو په مجلس کی  کښیناست، خو فکريی  ډیرخراب و. لونګ همدلته  دنور توپکیانو دخولې خبر سو، چی  سبا سهار د قوماندان سرکښ له کوره سړی  او ښځی  راځي، د  قوماندان د لور (کوتري) شیرینی  او دستمال وړي.

د دی  خبرپه اوریدو سره نه یوازی د لونګ پر سر بلکی  په سینه کی  اور بل سو، مځکه سره سوه، د ده پر شپه سوه؛ نه پوهیدی، څه وکړي. یوی  خوا ته قوماندان ډیر خوښ و، او وېل یی چی  د یوه لوړ کور سره يی  د دوستۍ خبره سوی  ده. لونګ له مجلسه ولاړسو، او ولاړي. هغه په خپله چریکی  بستره ننووت، له ځانه سره یی د غم په دنیا کی  لاره لټوله.

 قوماندان راغي، شا و خوا يی  وکتل او په مغرورانه ډول يی  وویل:- هلکو، پام مو ونیسئ، چی  سهار د میلمنو ښه عزت وکړئ، دغه می  مشره لور ده زوی نه لرم  دا زوم به می  زوی هم سی.لونګ غمجن پروت دی هرڅه پرخپل زړه تیروی اولار لتوي. نوربیا

 

+++++++

 

دکوره  دوتلی ښځی برخلیک

اتمه برخه

 

 دکوتری  مور د قوماندان ښځه  چی  دحتمی مرګ څخه د ځان د خلاصون او پټیدو په تلاښ د میړه د کوره ووتل خپل یوازنی لور کوتره یی ترشا پریښول کلی  پر کلی  څوځان یی  ترلوی ښاره رسولۍ ؤ. په ښار کی تر څو میاشتو وسیدو وروسته  یی زوی پیدا سوی  و.

که څه چی د ښځی په کلۍ کی  لا د لونګ نوم خوښ و، بیا یی هم پر خپل زوی  د "سمندر" نوم کښیښود. د قوماندان ښځی  د خپل ژوند د اړتیاوو د پوره کولو له پاره د کلۍ د لونګ د مورڅخه په الهام اخیستلو سره کارکولو ته ملا وتړله.

دی د خواریو او مزدوریو ځان نه سپموئ. یوه ورځ یی خپل ماشوم زوی  دتداوی دپاره روغتون ته  وړی  وه. هلته په شفاخانه کی یوی  ښځینه ډاکتری ترڅه معلوماتو  وروسته مرسته ورسره وکړل په روغتون کی یی د پیاده په توګه د کار موقع  ورته برابره کړل .

 ترکار پیدا کیدو وروسته ښځه د معاش خاونده سوه.زوی یی  د روغتون په وړوکتون کی  بی له پیسو د ورکړی ورساتل کیدی او روزل کیدی. وخت ډیر ژر تیریدی کوچنی سمندرد سترګو په رپ کی  ښوونځۍ ته د تلوعمر ته رسیدلی و. مور خپل زوی ښوونځۍ   ته شامل کی.

د سمندرد مور چی  اوس یی په خپل معاش  او کوپون ګذاره کیږی. ژوند  یی یوڅه رونق ونیوی ، نوپلار، مور، ورور او کورنۍ وریاد سول ،خپله یوازنۍ پردی ګرانه لور(کوتره) یی تر بل هر چا ډیره یادیده او هر وخت يی  دا هیله وه، چی  که څوک ورته د خپلی  مور، پلار، ورور، خور او لور احوال دکلی را وړي.

 د خپلی  لور کوتری  په باب  خو یی  پدی ډیر تشویش کاوه. ځکه دی ته خو معلومه وه چی کوتره به اوس پیغله وي.د سمندرمور په دی  فکرخراب ؤ چی  میری ګانو به  د دی لورچا ته ورکړی وي؟  دکوتری دمور دا تشویش پر ځای ؤ واقیعت دی میره هیڅ کله دمور پشان مهربانه نه وی. نو دکوتری مور به روغتون ته د دوی له ولسوالۍ څخه هر ورغلی ناروغه ته ورتلل  په غیر مستقیمه توګه به یی د کلی  په احوال ځان خبروۍ.

هغی  به له هر ناروغه  سره راغلی پایوزان جلا جلا پوښتل،څو خبره سی  چی  په کلی  کی   څوک مړه او څوک ژوندی  دي؟  یوه ورځ يی  په روغتون کی  د یو بسترسوی  ناروغ له خولی  واوریدل، چی  ویل یی: زموږ د کلی  ټوپکوال قوماندان هغه چی  ښه ډیر کلونه پخوا یی  ښځه  ژوندۍ ژړانده تری تم سوی  وه، څه وخت د مخه یی  پیغله لورهم د خپل مزدور لونګ سره  جوړه راغله  او دکوره وتښتیدله.

د دی  خبری  په اوریدو سره د کوتری مور په زړه کی  خوشحاله سوه، چی  لور یی (کوتره) په خپل بخت پسی  تللی  ده .د پلار ظالم او د هغی  د کشری  ښځی  له نا رواوو خلاصه سوه. هغی ته دا خبره یقینی  بريښيدله چی په کلی کی خو دلونګ په نوم بیله دخاله دزوی لونګ څخه بل هلک نه ؤ.دی خبری  د هغی  زړه ته بشپړه تسلی  ورکوله.

کــــوتره

کوتره چی په  ښایست کی وتلی  پیغله  ځینی   جوړه  سوی   وه، ډیره  هوښیاره وه، او په ټولورازونو ښه پوهیدله. هغی  تل له ځانه سره د خپل برخلیک په هکله سوچونه کاوه. په هغه کور کی  چی   دا لویه ده، یو خوا ته بی  پروا او ظالم پلار،  بل خواته د مور ورکه، د نیکه بنديتوب، د انا، خاله او ماماګانو څخه را جلاوالۍ او د هغوی  پرنا معلومه خوا تلل، د مور د بنو(میرو) سره په کور کی  ژوند،دا ټولی ناخوالی وی چی د دی  ژوند په رښتیا ور سخت او تریخ کړی ؤ.

په وروستیو وختونو کی  خویی  پلارهم کور ته چندانی  نه ورتلۍ پدی  چی یوه ښځه یی ورکه سول او د بلی سر خفه،د دوو نور ښځوڅخه خولا پخوا لاس پرسر ؤ. قوماندان د خپلو نورو ټوپکوالوسره په اتاق کی  اوسيدۍ.هلته یی  هلکانو خدمت کوۍ، مګر هغه پخوانۍ دبدبه يی  نه وه پاته.

 سره له دی  چی ډیر وخت تیرسوی  و، بیا هم کله نا کله يی  په زړه کی  د لونګ د مورسره خیالی یادونه او مینه یی په زړه کی را ژوندئ کیدله. هغه به غیرمستقیم له هلکانو څخه د لونګ او د هغه د مور پوښتنه کوله، خو بیرته به یی ځان تیر کی.

هلته  دوطن په پای کی د لونګ مورخپلی خواری کاږي، غاز پر غاز ،یکی  پریکي (غِران پرغِران) سر پر سر سره ږدي. په دی  فکر کی  وه چی  په خپل ژوند کی  د لونګ جان کور ور جوړ کړی او ناوی  یی  وویني. دا نو د لونګ د مور وروستۍ    ارزو او خورا لویه هیله  وه.

لونګ د  خپلی مور یوازنی زوی ؤ. هغه به نو ۱۷ یا ۱۸کلن ځوان و. ښه روغتیا ، ښه قد او بازو خدای ورکړی وه. مور یی ښه کالی  او صدرۍ  اوڅپلۍ په اغوستل، د پاچ لنګوټه یی په سر تړله، او بهرام جانۍ چوټي، یا زرینه سوچه چوټي  یی په پښو کولې. دکلیو ډیرو انجونو په زړونو کی  یی  ځای نیولۍ ؤ. د کلی په ټولو ځوانانو کی  دلونګ  جوړه نه وه.

دا یی  لا څه چی لونګ د مسجد سبق ویلی و، حتا لیک یی لیکلای او لوستلای سو. په هر کور او کلی  کی  نر او ښځی  په ښه رنګ، ځوانی  اوښو اخلاقو یادا وه. د کلی ډیرو انجونو ته هغه یو پیژندل سوی ځوان و.د هری نجلۍ زړه غوښتل چی د لونګ سره واده وکړي.مګر بی کسی اوغریبی  ټولی  در وازی دلونګ  پر مخ تړلی  وې.

د لونګ اسکیرلی  مور چی  د ټول کلی په راز، خیر او شر پوهه وه، د ټولو کورنیو نجونی  یی ښی  پیژندلي، د هر چا سره يی  دوستی  زړه نه غوښته او هر چا ته یی زړه نه سو ورنژدی  کیدلای. په خپله غریبۍ او خوارۍ يی  څه پیسی  سره یو ځای  کړی وي، چی  د لږ ولور د ورکړی وسه درلوده او یوه خوشحالی  پری  جوړولايی  سوه. هغی  به هر وخت ویل چی  دغه یو زوی می  دی، هر څه چی  لرم او ګتم، د ده د خوشحالی  له پاره يی  لګوم.

-یوه ورځ چی  لونګ کور ته راغې، د ډوډۍ خوړلو پر وخت يی  خپلی  مورته وویل:

ادې!زموږ د کوره سره نژدی  قوماندان تیرېدئ، روغبړ می  ورسره وکۍ، زه يی  اول ونه پیژندم، وروسته ورسره ملګروهلکانو ور وپیژندم. ډیر خوشحاله سو...مورجانی  تا ته يی  هم ډیر سلامونه ویل. ما ته يی  وویل: "هلکه، ستا څخه خو ښه ځوان جوړ سوی  دی. مور خو دی  بیخی  ښه ښځه وه، دا ډیرکلونه زموږ کره نه ده راغلې، جوړه خو ده؟

 بیا يی  زیاته کړه: چی  ته هم نه را ګرځې، ډیر خو سره لیری  نه یو؟ په څه خواری  اخته يې؟ ما ورته وویل، یوازی  د خپلی  مور خدمت کوم او په مسجد کی  سبق وایم.

لونګ یوه سا واخیسته او بیا یی مور ته وویل:

- قوماندان را ته وویل، راسه زموږ انډیوال سه، جنګ ته دی  نه استوم. تا به د ځان سره ګرځوم، په تا باور لرم. هلته زما سره عربان، د مقاماتو سړی  او نور ډیرخلګ سته، هغه به سبق هم درته وايې.

د دی  خبرو په اوریدو یی  د مور د زړه شرک سو، سر یی  پر له وګرځیدۍ او په فکر کی  ډوبه  سوه، بیا را پورته سوه، د ځانه سره ګډه سوه:"یا خدایه! میړه او یوازنی ورور دی  را څخه واخیستل، د تربرو له بیری  می  کور او  کلۍ پریښود، اوس دی   بیا دلته  دا ظالم قوماندان را ته بلا  کئ... ولي، ما څه ګناه کړی ده ؟"

د لونګ د مور زړه ته تیره سوه، چی  قوماندان له دی  لاس نه اخلي، او په دی  چل لاره خلاصوي. هغی  خپل زوی ته څه و نه ویل، او چوپه خوله پاته سوه.

لونګ چی  اوس چټ ځوان و، پوه سو، چی  د مور یی نه ده خوښه. هغه ته یو ځل بیا د خپل ښوونځۍ سوځیدل، د پلار او ښوونکی  بی  رحمانه وژنه، له هغه د کتابونو اخیستنه او سوزونه ور په یاد سول.

 لونګ هم په فکرونو کی  لاهو سو، او د هغو بد مرغو ټوپکیانو بڼی  یی  تر سترګو سوي. یو دم لکه له خوبه چی  راویښ سي؛ د هغه ظالم اواز یی  په غوږ کی  ازانګه وکړه. هغه لږه شیبه وروسته،  بیرته له فکرونو او سوچونو را ووت.

د هغه په زړه کی  چی  هر څه تیر سوی و، خو د اوس له پاره يی  په ښکاره څه و نه ویل.

لونګ هم یوکلیوالی  ځوان و،وبیکاره کلیوالی  ځوانانو ته په کلیو کی  د ناستی  او ولاړی  ځایونه، د مجلس او بنډار ځایونه همدغه د ټوپکوالو اتاقونه وو. د هر ځوان د بنډارسره مینه وي. ټول د کلی  ځوانان په دی  مصیبت لړل سوی  و.

لونګ به  دخپلی   موره په پټه د ورځی  یو ځل د قوماندان اتاق ته ور تلۍ.هغه هلته کلیوال او غیر کلیوالو پاکستانیان،عربان او نور ډول ډول خلګ لیدل. چاي، ډوډۍ او مجلس هلته وو.

د ترور، وژلو، سوځولو او نړولو کیسې، چور او دڅه پلاس راوړلو کیسی به هلکانو کولی. په ورځ کی یوځل به د نه ووځوانانو دجلب وجذب دپاره   د عربی  او پاکستاني(ISI) نماینده ګانو لخوا پر هغه دنیا (اخرت) کی  د جنتونو، حورو او غلمانو وعدی  او زیری ورکول کیدی.

قوماندان له نورو ټوپکوالو کسانو څخه په جلا کوټه کی  اوسيدئ، او زیات وخت د مخابری  په نوم  یوه په کوټه کی  د دوه ښایسته هلکانو سره چی  په دواړو يی  تور خو ښایسته، ښوی د میکس یا ټټرون کالی  اغوستل ناست او پروت وو. د مخابری کوټی ته هیڅوک بی له  دهغه  داجازی  ورتلای نه سوای. هر هغه څوک هلته ورتلای سوای، چی  زیات به ورته اعتباری  ؤ.

د لږ وخت په تیریدو، لونګ په خپله ناسته، پاسته، کړو، ښایست او جرأت سره د عربو او پاکستانیانو پاملرنه ځان ته  وروا ړوله. لونګ ته اجازه ور کړل سوه، چی  په ټولو کوټو او سرایو حتا د مخابری  اتاق ته هم بی له تلاښۍ او پوښتنی  ورسي. لونګ په دی  ډول د دوی په کار او خدمت کی ځان مشغول کړ.

لونګ ته وخت نا وخت د نورو جنګیالیو او افرادو په نیامه (پټه) کوم عرب او یا پاکستانی وال(isi)  څه لاس هم نیوی څه پاکستانۍ کلداری به یی  ورکړی دا کار د لونګ د نور فعاله کیدو او تشویق سبب ګرځیدئ.

قوماندان  هم پر لونګ نسبت نورو جنګیالیو ته زیات اعتماد کاوه. هغه د لونګ مور له یاده نه وه ایستلې. قوماندان د خپل کور ټولی  چاری  لونګ ته وسپارلې. اوس نو لکه مرغانو ته چی  دانه وا چوی  او یا هیلیو ته مله په اوبو کی  کښینوې.

د قوماندان په خام  خیال که یی  د لونک مور یو ځل بیا په نصیب سي.لونګ سربیره پردی  چی  د جنګیالیو، پاکستانیانو،عربو او مخابری  کوټو ته بی له اجازی  ورتلای سی، د قوماندان کور ته هم په خلاص مټ لاس رسی پیدا کړی و. د لونګ مور هغه وخت  پدی کارخبره سوه، چی  کار تر کار تیر و.

 هغی بیچاره د لونګ د را ګرځیدو هڅی  دخپل توان برابر وکړي، خو بی  ګټی  وي. هلته د قوماندان  په کورکی  دقوماندان درو سرو ورپاته ښځو نسبت نورو مزدورانو ته لونګ ته لا هماغسی د کوچنیوالی  په سترګه کتل، چی  د خپلی  مور سره به د دوی کور ته راتلئ. هغوی به لونګ له نازه لونګین باله.

د قوماندان د هغی  مشری  تښتیدلی  ښځی  لور (کوتره) چی  د لونګ همزولی وه، کله چی  به لونګ د خپلی  مور سره د دوی کور ته ورتلئ، هغه وخت دی  د لونګ سره لوبی  کولې؛ اوس دواړه برابر ځوانان وو، وروسته له ډیرو کلونو یی یوبل سره پیداکړل .په لیدو يی  هغه تیری  خاطری  په زړونو کی  را تازه سوې،  دلیدو په هغه اوله ورځ یی  په زړونو کی  مینه سره را پیدا سوه یو پربل سره مین سول.

نوربیا

 

============

او ومه  برخه

دقوماندان ښځه دکوتری مور ورکه سوه:

 

وروسته له څه وخته تیریدو د قوماندان مشره ښځه په ځان وپوهیدله،له هغی  شپی  څخه چی  میړه یی دخپلی خونی څخه په بد نیت   دلونګ دمور په تلاښ  راوتلۍ ؤ په تیروتنه اوسر ناخلاصی د دی سره پرېوتۍ ؤ کوچنی په نس سوی  دئ.

په زړه کی  خوشحاله وه، مګر دا چی  څنګه او په چا به دا ومني، چی  دا کوچنی یی  د خپل میړه څخه دی، له دی سببه  یی تشویش او بیره لرل.

ښځی  خپلی  بني، میړه او دوستان نسوای خبره و لای، چی  د هغی  کوچنی په نس دی، ځکه د دی   پښتنی  سره مخا مخ کیده  د چا  څخه دی کوچنی په نس سوو؟ نو هڅه يی  کوله غټ کالی  وا غوندي، مخامخ پر چا ور نه سی  د هر چا څخه  یی ځان پیچئ.

په دغه شان د حمل اخیستلو یی  پنځه میاشتی  تیری  وي، چی  یوه ورځ یی  کشره بن پری  شکمنه سوه. هغی  ته تشویش پیدا سوځکه د کشری  ښځی  پلار د خپلی  لور د ورکړی پر وخت د لور د غوښتنی  په اساس په قوماندان دا خبره منلی  وه، چی  زما د لور تر ودولو وروسته به د خپلو نورو ښځوسره مینه نه کوی  او قوماندان هم دا شرط  منلی و.

د قوماندان کشره ښځه، د دی  پر ځای چی  د میړه سره خبره سپینه کړي، اول غواړی  ځان پوره باوری  کړی چی  مشره بن يی  په رښتیا امیدواره ده که نه. ځکه دی  هم په  خپل نس کی  اولاد درلود. یوه ورځ کله چی  مشره بن يی  خپلۍ کوټی  ته ولاړه، لږ وروسته دا بی له دی  چی  اجازه واخلي، داسی  ښوی په خونه ورننوته.

په دغه وخت کی مشری  بنی  يی  کالی  بدلول. کشری  بنی  د مشری بنی هر څه  لڅ اود سر په سترګو ولیدل. پر سر يی  لکه د اور لمبه چی  وګرځي.لنډ له کوټی  را ووته، په ځغاسته خپلی  خونی  ته ولاړه او دروازه يی  په ځان پسی  پیش کړل.تر ماښامه د خونی  را ونه وتل هغی  په خپل ځان خولی  ولګولې، خپل ویښتان يی  وشکول، او بالښتانو ته يی  سوکان ورکړه. داسی پوچی  خبری  يی  له خولی  څخه را وتلی چی  د باندی  هم اوریدل کیدی.

دوی  نوری  بنی  او د قوماندان لور(کوتره) نه پوهیدل، چی  څه پیښ سوي؟ بنی دواړی  راغلې، د مشری  بنی  يی  وپوښتل؛ چی  څه دی  په وکړل؟ چی ښراوی کوی اوبد وایی، مشره ښځی  ځان بی  خبره وښود. تر ماښامه پوری  ښځه له خپلی خونی  را و نه وته.

مشره ښځه خو و پوهیدل چی  د میړه نازولی ښځی می نس ولیدی.خبره می تر میړه رسیږی داچی هغه به څه وایی او یا به څه کوی دا هغه څه دی چی  دا یی تر مخه  فکر نسی کولای د شپی  نا وخته کله چی  میړه  یی کور ته راغلۍ، د پخوا په شان  د خپلی  کشری ښځی  خونی  ته ننوتۍ  چی د معمول خلاف د خونی  دروازه  کلکه  تړلی  وه.

 دروازه یی ور وټکوله، بیا یی په زور سره  دروازه پوری  وهله او خونی  ته  ورننووت ښځه د قوماندان مخی  ته ولاړه نه سوه، سلام يی  وا نه چوۍ، سربیره پرهغه یی ژړل، ښیراوی  یی کولي. قوماندان ښځی  ته نژدی  کښینستۍ، په ناز يی  وپوښتل څه پیښه ده؟

ښځی  یو دم د خپل میړه وغاړی  ته د جنګره پیشی  په شان خپلی  سری  منګولی  ور وا چولی  او کمیس يی  تر لمنی  ور څیری  کړ، پر مخ یی  ورتو کړل، او بیا یی ورته وویل:

- درواغجنه! ستا چی  هغه خوښه وه، نو زه دی  څه کولم؟  کله چی  قوماندان خونی ته  د ننه سو. مشره ښځه یی راغله  غوږ یی ونیوی خپله غوټه  خو یی لا وختی  ټوله کړی وه.

په خونه کی  د ننه چی  قوماندان د خپلی  ګرانی  ښځی  خبری  وا وریدلې، هک پک پاته سو، نه پوهیدئ چی  په کومه ورانه يی  ښځه خبره سوی  ده، چا خبره کړی ده؟ ځکه  ده خو ډیری  تیروتنی  او لاس وهنی  کړی وي.

قوماندان د ځان سره فکر کاوه چی  امکان لری  د لونګ مور به څه ورته ویلی  وي، ځکه چی  هغه تر هغی شپی وروسته بیا  دا ډیر وخت کیږی چی زموږ کور ته د کالو منځلو او د ښځو سره مرستی  ته نه راځي.سخت وارختا سو، په خبرو کی  ګنګوړه سو. بیا یی ژر ژر وویل:

"ته څه وايې؟ څه وايې؟...څوک؟...څوک می خوښه ده ؟"

ښځی  یی  خبره  ورسره اوږده  نه  کړل ، د میړه د چورتونو او تشویش خلاف یی د خپلی  مشری  بنی  نوم پر خوله راوړی.

قوماندان په زړه کی  شکر وکښي، داسی  خوښ سو، لکه هیڅ چی  نه وی  پیښ سوی د ځانه سره  یی وویل، شکرچی  د لونګ د مور او یا د بل ادرس خبره نه وه.

د خپلی  ښځی  په باب خو مطمئن ؤ. نو زیاتی تر قسمولاندی  سو او خپلی  ګرانی  ماینی  ته يی  وویل، چی  ستا سرقران دی، ما دی  ووهی  چی  ستا تر واده وروسته می  بیا د هغی  د خونی  پرده هم نه ده ور پورته کړې. ته څه وايی  هر چا چی  څه درته ویلی  دي، رښتیا نه دي.

ته زما خبره ومنه. ښځی  يی  بیا ور ته وویل، زما خبری  رښتیا دي، زه درواغ نه وایم،  تهمت هم نه تړم ،که زما خبره نه مني، ورسه، خپله د هغی  نس وګوره، دا  له کومه سو؟

قوماندان حیرانۍ واخیستۍ، چی  دا څه را ته وايې. هیڅ يی  باورنه را تلۍ. په پای کی  يی  فکر وکړ چی  البته دا مشره ښځه به می  د کم بل چا سره جوړه سوی  وي.

که داسی نه وی نو څنګه یی نس ډک سویدئ ؟ولی  په ځان خو يی  باور و، چی  لاس یی  نه دی وروړی. وروسته له ډیرو خبرو اوریدو او چُرتونو څخه درد ورغلۍ. ولاړسو، ټوپک ته يی  لاس کړ، ګرانی  او کشری  ښځی  ته يی  وویل:

- نور دی نو خولک  را تنګ کی ما ډیر وژلی  دي، خو په خپلوانو او خپلی  کورنۍ کی  به دا لومړی وار وي، چی  خپله ښځه وژنم. دا دی  اوس ور ځمه، که ستا خبره رښتیا وه، هم دا نن شپه يی  په دغه ټوپک، هلته په خپله خونه کی  ځای پر ځای وژنم.

کشره ښځه یی په زړه کی  ډیره  خوښه سوه، ځکه باوری وه او په خپله يی  د بنی  غټه سوی  خیټه لیدلی  وه. هغی  خپل میړه ته وویل:

-که ما  تهمت تړلۍ و یا زما خبره درواغ سول، نو بیا را سه، په دغه ټوپک ما مړه که. ما خپل خون دربخښلۍ دی. مشری  ښځی  چی  د خپل مرګ خبره وا ورېده، باوری  سوه، چی  بی  پوښتنی  وژل کیږم، ځکه قوماندان به ډیر ځل په کور کی  خپلو ښځو ته ځان ښکاره کاوه.

قوماندان به کله کله د خپلو نارواوو اعمالو او قتلونو کیسی  کولې. ویل به يی  د مقاماتو (ISI) چی  څه هدایت وي، هغه می  تل سر ته رسولی. د فلانی  لور هغه چی  مکتب ته  به تلل، هغه می  ووژله؛ فلانی مامور، فلانی ښوونکی، فلانی بزګر او په لسګونو د اردو او پولیسو سرتیری  ټول ما ترور کړی دي....

د مشری  ښځی  دوی  پښی  خپلی  وی  او دوی  يی  نوری  پور کړې. پخوا تر دی  چی  ټوپکوال میړه يی  له خپلی  خونی  را ووزي، په یوه شیبه کی  که څه هم چی  شپه او تیاره وه، بیا هم له کوره ووته او پرنا معلومه خوا ولاړه.

قوماندان چی  ټوپک په لاس له خپلی  خونی  راووت، هلته د شا له خوا يی  کشری  ښځی  دواړه لاسونه چپه پسی  پورته او له خدایه يی  وغوښتل، چی  بن يی  ووژل سی  او قوماندان په یوه بلا اخته سي.

کوم څه چی  د دوی هیله وه، هغسی  و نه سول. د دوی دواړو د هیلو خلاف، کله چی  قوماندان د مشری  ښځی  خونی  ته ورغلۍ، ګوری  چی  "ځای سته او جولا نه".  یوازی   یی  لور کوتره  په خونه کی بیده  ده.ټول سرای او هر څه نور يی  وپلټل، ښځه يی  پیدا نه کړه. د کشری  ښځی  ادعا په ظاهره رښتیا سوه.

قوماندان ته اوس دوی  خوارۍ ور پیښی  سوې. له یوی  خوا وخپلی  ګرانی  ښځی  ته بی اعتباره سو او له بلی  خوا یی مشره ښځه  وتښتیدله دا شرم ورته باته سو....

نور د قوماندان له سترګو خوب والوت. هغه هڅه کوله چی  خپلی  کشری  او ګرانی  ښځی  ته دا ثابته کړی چی  یوازی  دا ورباندی  ګرانه ده، او د دی  د بنی  سره نه دی یو ځای سوې.

بل خوا ته په دی  فکرکی  هم و، چی  دا تښتیدلی  ښځه به يی  د چا سره یو ځای سوی  وي؟ دا شرم به چا ور اړولی وي؟ هغه فکرکاوه حتمی  به می  ښځه زما په ټوپکوالو کی  د کوم ټوپکی  سره جوړه راغلی  وي. هغه خپل هر ټوپکی  ته په مغزو کی  د شک په سترګه کتل.

نه پوهیدی  چی  چا به دا بد نامی  ور اړولی  وي؟ او بده يی  لا دا چی  ښځه يی  ژوندۍ ژړانده ورکه سول. د ښځی  و پلرګنۍ ته به څه وايې، چی  لوريی  چیری  ده؟

قوماندان ټوله شپه ګرانی ښځی  ته په زاریو او د بلی  ورکی  ښځی  په با ب په چورتونو کی  تیره کړه. په دی  شپه يی  لا فکر کاوه چی  ښځه به می  د خپل پلار کور ته تللی  وي. په دغه چورتونو کی  شپه پرسهار سوه، سهار یی نه غوښتل څوک خبر کړي. په پټه خوله يی  د خپلی  ښځی  د پیدا کیدو په موخه (کونډ پی ) پیل کی.

تر ټولو مخکی  يی  د خسر کور ته ښځی  وا ستولې، چی  معلومه یی  کي، هغه د پلار کور ته تللی  ده او که نه؟ کله  چی له هغی  خوا، ښځو احوال ورته راوړۍ، چی  ښځه هلته نه ده تللی  اوس يی  نو نور هم فکر خراب سو.

نویی شا و خوا په پټه خوله معلوماتونه کول، څو ټولی  هڅی  يی  بی  نتیجی  سوي. پدی منځ کی ورځی  تیری  سوې. دا دی د تښتیدلی  او ورکی  ښځی  پلرګنۍ خبره سوه، چی  لور يی  د میړه په کور کی  نسته. هغوی راغلل، د قوماندان څخه یی  د خپلی  لور د مړی  یا ژوندی  معلومات غوښتنه کول.

قوماندان خپلی  خسرګنۍ ته سم ځواب نه درلود. د ښځی  د تیښتی  اصلی  سبب چی  څه پیښ سوه، نه سی  څرګندولای. د ښځی  مور او پلار فکر کاوه، چی  قوماندان به د دوی لور وژلی  وي. قوماندان چی  نه يی  خپله ښځه وژلی  او نه بندی  کړی وه، او نه یی کولای سوای هغه تریخ حقیقت چی  دی هم سم نه په پوهیدی، بیان کړي.

قوماندان  په دی  باور و، چی  ښځه يی  خرابه نه وه او که پرهغی  تورهم وتړي، خپله لمن پورته کوي.

وروسته له ډیرو بی  نتیجو هلو ځلو، د ښځی  خپلوان مجبوره سول، هلته د ټوپکمارو په نوم محکمی  ته ورغلل دخپل  زوم (قوماندان) د لاسه عارض سول دخپلی لور مړی اویا ژوندی غواړی  . دا هغه وخت و، چی  ټوپکسالاران پرکلیو حاکم وه .

په محکمه کی زور او زرو خبره سرچپه کړه. د ټوپکوالو محکمی  د قوماندان خوا ونیوله. د ښځی  پلاريی  بندی  کړ او تور يی  پر ولګا وه، چی  د قوماندان ښځه يی  پټه کړی ده.

تر زیاتو وهلو او ټکولو وروسته، دتوپک سالارانو قاضی  حکم وکۍ چی  د ورکی  ښځی  پلار دی  خپله لور د میړه کور ته حاضره کړی او پنځه زره افغانۍ نغدی  جریمه دی  هم تحویل کړي.

کله چی  د لور پلار ته د محکمی  پریکړه د قاضی  له خوا واورول سوه، سړی  وویل:

- د خدای روی دی، هم می  لور وژل سویده ، هم ما بندی  کوئ او هم می  جریمه کوي؟  دا څنکه  اسلام مو دی دا عدالت او انصاف نه دی؛ زما سره دی  عدالت وسي!

خو قاضی  ورته وویل، تا پر یوه جهادی  قوماندان تهمت تړلی دی  او درواغ دی ویلی دی. هغه موږ یو مجاهد دی. زموږ د سنګر انډیوال دی، د سرو روسانو سره جنګیږي، محکمی  د شریعت سره سمه فیصله کړې، باید عملی  سي.

په کلی  اوکورونو کی  خبري، ورځ تر بلی  ډیریدلی او تودیدلي. د خُسر کورنۍ اوس د خپلی  لور د مرګ او ژوند خبره هیره کړه، د خپلۍ کورنۍ د یوازنۍ مشر او سپین ږیری  د خلاصیدو وسه هم نه لری او د پنځو زرو افغانیو د جریمی  د ور کړی وسه خو بیخی  نه لري. په حقیقت کی  یی زورد جهادی  قوماندان سره برابر نه و. په عجز، زاریو او مرکو يی  نفس وخوت، چی  د قوماندان له شره ځان خلاص کړي.

ډیری  هلی ځلی یی وکړی خو ګټه یی و نه کړه. په پای  کی  دی  ته مجبوره سول چی  د جریمی  د ورکړی له امله خپله لږ مځکه ګرو کړل. لنګه غوا او مردارهډی یی  په کمه بیه  ورته خرڅ کړل . مګرد خپلی  لور پیدا کیدل يی  تر وس وتلی  خبره وه ځکه دهغی دمرګ اوژوند معلومات نسته.

له بلی  خوا، دخسرکورنی دمحکمی لخوا د وراستول سوی ماسل څخه په تنګ سول ځکه  ماسل هره ورځ ډوډۍ او پیسی غوښتی. په پای کی  د قوماندان د خسر کورنۍ یوه شپه د هغه د نارواوو او نا دودو کړو او د محصل د محصلانۍ څخه د ژغورلو په موخه، خپل کور او کلۍ پریښود او د شپی  په تیاره کی  ښار ته  ور وتښتیدل.

***          ***          ***

د قوماندان کشره ښځه چی  امیندواره وه، قوماندان او ټوله کورنۍ ور ته خوشحاله او په دی  هیله وو، چی  ګوندی ښځه زوی و زیږه وی؛ خونه دی  هم لور وزیږله. په دی  ډول قوماندان او کشره ښځه یی د لور په زیږیدو نورهم غمجن سول.

د دکوتری  مور د قوماندان ښځه د مرګ څخه د ځان د خلاصون او پټیدو په تلاښ د میړه د کوره ووتل کلی  پر کلی  ځان یی  تر ښاره رسولۍ و. په ښار کی  يی  څو میاشی  وروسته  یی زوی پیدا سوی  و. د ښځی  چی  په کلۍ کی  لا د لونګ نوم خوښ و، خوپر خپل زوی  یی  دسمندرنوم کښیښود. د قوماندان ښځی  د خپل ژوند د اړتیاوو د پوره کولو له پاره د کلۍ د لونګ د مور  څخه په الهام سره  کار ته ملا وتړله.

هغی  د خواریو او مزدوریو ځان نه سپموئ. یو وخت خپل ماشوم زوی  دتداوی دپاره روغتون ته  وړی  وه. هلته  یوی  ښځینه ډاکتری  ور ته په روغتون کی  د پیاده په توګه د کار موقع برابره کړل .بس د معاش خاونده سوه.

زوی یی  د روغتون په وړوکتون کی  بی له پیسو د ورکړی ورساتل کیدی او روزل کیدی. وخت ډیر ژر تیریدی کوچنی دسمندر بیا د سترګو په رپ کی  ښوونځۍ ته د داخلیدو عمر ته رسیدلی و. مور یی هغه ښوونځۍ   ته شامل کړ.

دسمندرد مور چی  اوس یی په خپل معاش  او کوپون ګوزاره کیده، نو کله کله یی  پلار، مور، ورور او کورنۍ په فکر کی  مخ ته مخ ته کیدل. خپله یوازنۍ لور(کوتره) یی تر بل هر چا ډیره ور په یادیده او هر وخت يی  دا هیله وه، چی  که څوک ورته د خپلی  مور، پلار، ورور، خور او لور احوال را وړي، په تیره بیا د خپلی  لور کوتری  په باب یی ډیر تشویش درلود. ځکه هغه به اوس پیغله وي.

دسمندر مور په دی  فکر کی  وه، چی  بنی  به يی  لور چا ته وده وي؟ روغتون ته چی  به د دوی له ولسوالۍ څخه هر ناروغ را وړل سو، دا  به ناروغ ته د خدمت په بهانه ورتله او په غیر مستقیمه توګه به یی د کلی  په احوال ځان خبروۍ.

هغی  به له هر ناروغه او یا د هغه سره راغلو پایوازو څخه  پوښتنی  کولی  ،څو خبره سی  چی  په کلی  کی   څوک مړه او څوک ژوندی  دي؟  یوه ورځ يی  په روغتون کی  د یو بستر ناروغ له خولی  واوریدل، چی  ویل یی: زموږ د کلی  ټوپکوال قوماندان هغه چی  ښه ډیر کلونه پخوا یی  ښځه  ژوندۍ ژړانده تری تم سوی  وه، څه وخت د مخه یی  هغه پیغله لورهم د خپل مزدور لونګ سره وتښتیدله.

د دی  خبری  په اوریدو سره دسمندر د مور تشویش زیات سو، خو په زړه کی  خوشحاله سوه، چی  لور یی (کوتره) په خپل بخت پسی  تللی  ده او اوس د پلار ظالم او د هغی  د کشری  ښځی  له نا رواوو خلاصه ده. هغی ته دا خبره یقینی  بريښيدله چی   لونګ خو هغه د کلی  د خاله زوی و، او همدی  خبری  د هغی  زړه ته بشپړه تسلی  ورکوله.

نوربیا

 

 

قبلی

 


بالا
 
بازگشت