د اسلامي اورپکو سونامي



ولي منګل

امريکا په خپل لاس د اسلامي بنسټپالنې او اورپکو د واښو داسې چمن وکاره, چې اوس يې څومره ريبي لا زرغونيږي او لا شين کيږي.
۳۵ دېرش کاله مخکې متحده ايالتونو او په سيمه کې د هغوی تالي څټی متحد پاکستان ,په چټکۍ سره په افغانستان کې د نويو واکمانانو او د شوروي اتحاد د نظامي مداخلې پر ضد رواني - تبليغاتي او نا اعلان شوې جګړه پيل کړه .
امريکا ته د ويتنام د جګړې دغچ اخېستلو يوه زرينه موقع په لاس ورغله او پاکستان په سيمه کې د شوروي اتحاد د نفو‌ذ له خپريدو نه په ډار کې و. دا هغه څه و چې هغوی يې د شوروي اتحاد او د نوي افغان دموکراتيک دولت پر ضد په " ګډه جبهه " کې سره متحد کړل. پاکستان د اسلامي اورپکو ژرنده جوړه کړه او امريکا پرې د پرېمانه مرستو سونامي راخوشې کړله . سره له دې چې هغوی دواړه تر يو حده ددغې ګډې جبهې نه بريالي راووتل , خو هغه د اورپکو ژرنده په قووت سره لا چالانه ده او څرخيږي او اوس هغه د اورپکو او بنسټپالو د ژرندې د توليد سونامي د هغوی په لور ورماته ده. څومره ښه يې ويلي" څه چې کرې هغه به ريبې".
متحده ايالتونه, پاکستان او د هغوی متحدين اوس په ډېره ګرانه بيه ددغې جګړې پور پرېکوي . په زرګونه عسکر يې په دې جګړه کې مړه او معيوب شول , افغانستان يې د نړۍ د ګم نامو سپاهيانو د ککريو په هديره بدل کړ. دا هغه جګړه ده چې د هغوی تر کوره هم ورسيده, او د جګړې جنګي ماشين په ترليونه ډالر وخوړل , هغه ډالر چې د خپلو خلکو نه يې د مالياتو په نوم لوټلي و.

د پايدارې آزادۍ د عملياتو په نوم جګړه
'
enduring freedom operation ' چې جورج ډبليو بوش پيل کړه, اوس که هغوی هغې ته هر نوم ورکوي , په حقيقت کې د يوې پايدارې اسلامي او شرعي نړۍ د غورځنګونو سره روانه ده , چې پای نه لري او په دې جګړه کې برياليتوب هم ناممکن دی.
خو د امريکا لپاره له يوې خوا جګړه ننګه غوا ده , او له بلې خوا جګړه جګړه ده , هرهغه څه چې بری لاس ته راوړي د هغوی لپاره سپېڅلي دي. ددغه هېواد د حاکمو کړيو لپاره د ګټو لاس ته راوړنو په وړاندې اصول او اخلاق يو بې ارزښته شی دی.
" اسلام او افغانستان په خطر کې دی ! "
متحده ايالتونو
۳۵ کاله وړاندې ددغې چيغې په مرسته افغانان 'مقدس جهاد ' ته راوبلل . د افغانستان د نوي دموکراتيک جمهوري دولت او د هغوی د ملاتړي شوروي اتحاد پر ضد هر جنګيدونکی افغان ته د مجاهد او غازي نوم ورکړل شو, او هغه جګړه چې په سر کې متحده ايالتونو سپنسر کوله , پکې مليونونه افغانان ووژل شول ; خواوس ۳۵ کاله وروسته هر هغه افغان چې د دوی او د هغوی د لاس پوڅو پر ضد جنګيږي د ترورېست نوم ورکول کيږي ,او اوس د تروريزم په نوم هره ورځ افغانان وژل کيږي . خو دا چې د هغوی لپاره په سياست کې اصول , نورمونه او اخلاق يو بې ارزښته شی دی, د نن دښمن او ترورېست سبا کيدای شي, د هغوی لپاره په مجاهد او دوست بدل شي.تاريخ شاهد دی, همدغې امريکا د افغانستان په جګړه کې عادي ملايانو ته په سپينه ماڼۍ کې د مېلمه پالنې تر څنګ د افغاني قهرمانانو نومونه او لقبونه ورکړل, خو اوس هم هغو کسانو ته د جګړه مار او لوټمار نوم ورکوي.

مستفرقه دموکراسي

د دموکراسۍ هغه تياتر چې متحده ايالتونو او د هغوی نانځکو متحدينو د افغانانو نندارې ته راوړاندې کړ, اوس افغانانو هغه بېرته د هغوی پر مخ ور استفراق کړاو دموکراسي يې پخپله ټوله روغه مانا چټله کړه. اوس به هرو مرو هغوی د افغانانو لپاره د سپينې ماڼۍ او پنتاګون په لابرتوار کې يو بل فورمول جوړوي. داسې فورمول چې په سيمه کې خپله ولکه ولو چې په هر قيمت وي وساتي.
تېري ټاکنې
تېرې د
۱۳۹۳ کال ولسمشريزې ټاکنې بيا هم د تېر په څېر په نندريو سره تر سره شوې او انتخاباتي غوبل د افغانستان درمانده * لوټې لوخړې کړ.
حامد کرزي پرته له دې چې د واک پر سر دې هډوکي مات شي او وينه دې وبهيږي وروسته له ډېرو خنډونو او تاکتيکونو چې د واک د عمر د اوږدولو لپاره يې مهندسي کړي و, واک پرېښود .اوس ګران افغانستان د ” جان کېري د سټوکراسۍ ” پر لور يو بل باب غوړولی دی.
دا د اختاپوت په ښکېلاک کې راګير بېوزلی ولس اوس غبرګ ولسمشران لري, دوه حاکمان او دوه حکومتونه د غيرحاضرې کابينې لري. په راتلونکې کې به دوه د وزېرانو او واليانو غونډونه که خدای کول هم ولري, او موږ به ټول په لوړ غږ وايو…
” د ملي وحدت حکومت “
که د افغانستان تاريخ ته زير شو, په دې هېواد کې تل د ملي وحدت حکومتونه و. په عنعنوي ډول پښتون ددغه هېواد تقريبآ سمبوليکه مشري کړې ده, خو د دولت په امورو او اداره کې نورو ټولو وروڼو قومونو تل پراخه برخه لرلې ده.
اوسنی د “ملي وحدت حکومت” د نورو په پرتله کې نه شي راتللی , ځکه هغه د زور او جبر له مخې جوړيږي او يا کوښښ کيږي چې جوړ شي; او که جوړ نه شي , آيا دغه د خطر او وېرې زنګ نه دی ? آيا دغه زنګ په حقيقت کې د هېواد د ټوټې ټوټې کيدلو پيلامه نه ده?
دملي وحدت حکومت په قوي احتمال خپل پينځه کلنی عمر نه شي پوره کولی. ځکه هغه د بهرنيانو د پراخې مداخلې او د ځينو محدودو او په ولس کې د منفورو زورواکانو د فشار او زور په نتيجه کې جوړيږي.
راتلونکی حکومت د افغانانو هغه بې شمېره غوښتنو او هيلو ته چې : امنيت به ښه شي; اداري فساد به ورک يا کم شي;اقتصادي حالت به ښه شي, ځواب نه شي ويلی. برعکس جکړه به لا شدت پيدا کړي;اداري فساد به په اداري انفجار بدل شي; اقتصادي حالت به په يو تمام هېوادني غميزه بدل شي; او له بلې خوا به په ارګ کې د واک پر سر نندرۍ په ټکرونو بدلې شي.
د ملي وحدت حکومت په اغلب ګمان د يوه راتلونکي لنډمهاله حکومت لپاره چې, په هغه کې وسله وال مخالفين , د اوسني حکومت ځينې ځواکمنې کړۍ او په هېواد کې د ننه او بهر معتبر شخصيتونه او ګوندونه ګډون وکړي, کېدای شي يوه ښه وسيله او بديل وي. احتمالآ دا ډول د " دوو واکمنو حکومت " په افغنستان کې د بهرنۍ ټلوالې په لاس د همدغه هدف لپاره ډيزاين او جوړ شوی وي.
څېرې بدليږي تاريخ او سياستونه تقراريږي . د شوروي اتحاد ولسمشر ګرباچوف د نوي سياسي تفکر دوکتورين چې, په نتيجه کې يې د غرب سره سړه جګړه پای ته ورسيده, او په افغانستان کې يې خپل نظامي او حربي حضور ته د پای ټکی کېښود , په افغانستان کې د متحده ايالتونو د ننني سياست سره ورته والی لري.
له بلې خوا په افغانستان کې د هغه وخت د ملي. روغې جوړې سياست , په حقيقت کې د وسله والو مخالفينو سره د واک د وېش وسيله وه ; خو په خواشينۍ سره د ځينو داخلي کړيو او خارجي جاسوسي شبکو په مټ هغه تخريب شوه او په پايله کې د افغانستان غميزې دوام وموند.
سره له دې چې هر هغه ګام چې د سولې د راتګ لپاره اخيستل کيږي د ستايلو وړ دی, خو دې وطن ته چې سياست بازانو او تاريخ ليکونکو ورته ” د امپراتوريو قبرستان ” ويلي, هر ګام بايد په پوره پام او احتياط سره واخيستل شي

افغانستان يا د نړۍ د ګمنامو سپاهيانو هديره

په افغانستان کې متحده ايالتونه او د هغوی متحدين په حقيقت کې د ګټلې جګړې ډګر پرېږدي او ځي.  هغه جګړه چې د امريکا په تاريخ کې تر ټولو نورو نيواګرو جګړو اوږده شوه او  هغه جګړه چې د هغوی لپاره د سر او د مال په بې ساري زيان تمامه شوې ده . په داسې حال کې چې وسله وال مخالفين او طالبان عملآ اوس په دې پوی دي , چې که بهرني پوځيان وي يا نه وي جګړه هغوی نه شي ګټلی. د طالبانو لپاره نور هغه وخت او هغه تاريخ نه شي تقرار کيدای, چې په سپينو جنډو په کابل ورننوځي او نه بيا د افغانستان هغه خلک غولولی شي چې يو وار يې غولولي .

د متحده ايالتونو د واکمنو کړيو نوي پلانونه

په سيمه کې د روسيې , چين , هند اقتصادي او نظامي ځواکمنتيا او د " نه ماتيدونکي ايران" , عمده عوامل کيدای شي
امريکايي سياسي ستراتيژيستان دې اړ کړي وي  چې په افغانستان کې څرنګه چې هغوی فکر کاوه , خپل قوي نظامي , اقتصادي او سياسي نفو‌ذ نه شي ساتلی , هغوی پوی شول چې دغه سيمه په تاريخي توګه د روسې  او نورو ګاونډيانو د تاثير  او نفو‌ذ برخه ده .
او تر دې نوره  ډالرو ته اور اچول او د خپلو پوځيانو وينه بهول احمقانه کار دی.
خو دا په دې مانا هم نه ده چې امريکا دې خپله " پخه مړۍ" د نورو  دسترخوان ته ورغوزاره کړي.  د ښکېلاک , زبېښاک دا خصلت دی چې هغه هېواد چې هغوی يې نه شي دايمي لاندې کولی, يا يې وېشي او يا يې داسې زبېښي او ځپي چې د نورو له مفاداتو نه هم ووځي .  دا ډول تاريخ کيدای شي يو وار بيا په افغانستان کې تقرار شي. 
همدلته ده چې د سپينې ماڼۍ پر مېز يو بل په وينو لړلی پلان پروت دی .
ددغې 'خونړۍ اجنډا ' يوه برخه د هغې جګړې اوږدول دي, چې افغانستان يې په واقعيت کې د خپلو او د نړۍ د ګمنامو سپاهيانو په هديره بدل کړ .
خو ددغې خونړې اجنډې په جګړه کې به يو فرق داوي, چې امريکايان به نور په دې جګړه کې نه مري, بيا به هم لکه د تل په څېر په لومړي سر کې افغانان مري او بل فرق به يې دا وي چې داځل به ددغې خونړۍ جګړې اور  د ايران چين , تاشکند او دوشنبې تر لمنو ورسيږي.
تر هغې چې افغانان "  د ملي وحدت حکومت "په هډوکو سره جوړيږي, افغانستان به يو ځل بيا د اسلامي نړۍ د پرازيتو , داعشيانو,النصريانو او " نويو طالبانو "په غوامنډه بدل شي.

 

 

 

 


بالا
 
بازگشت