ؤلسمشر غني ، او د مونېــــــــخ غونډه

محمد انور ولید:    ۱۸ ـ ۱۱ـ ۱۳۹۳ هجري لمریز کال

ؤلسمشر غني د جرمني مونېخ ته په رسمي سفر رسېدلی ، تر څو هلته په هغه غونډه کې ګډون وکړي چې د ترهګرۍ ضد جګړي په اړه په کې خبرې کېږي . ؤلسمشر دې غونډې ته ځکه ور بلل شوی چې دا مهال تر ټولو ډېر افغانستان د ترهګرۍ ښکار ګرځېدلی دئ  .

خوتمه ده چې  افغان ؤلسمشر به هلته په یاده غونډه کې د افغانستان د ملت غږ پورته، او د خپل ترهګریزو جګړو ځپلي ملت ور پېښې ستونزې به له نړیوالو سره شریکې کړي . ځکه افغانستان همدا اوس له هغو وارداتي ترهګرو سره لاس او ګرېوان دئ چې سرایت یې ټولې سیمې او نړۍ ته شونی دئ .

په دې غونډه کې کېدای شي پر ترهګرۍ سر بېره د ترهګرۍ پر پیدایښت ، عواملو ، اصلي ځالو ، روزنې ، تمویل ، تجهیز ، پټن ځایونو ، او د صدور پر سر چینو هم خبرې وشي . خو افغان ؤلسمشر به د خپلې مجبورۍ او مکلفیت له مخې ددې غونډې له ګډونوالو وغواړي چې نړیوال دې  د ترهګریزو پروژو د تولید او کارونې پر ذي دخلو خواوو ( پاکستان ) باندې فشار راوړي چې هغوی خپل دې عمل ته نور د پای ټکی کېږدي ، تر څو په افغانستان ، سیمه او نړۍ کې سوله او ټیکاو را مینځته شي . 

له بل اړخه د (۱۳۹۴) هجري لمریز کال پسرلی را روان دئ ، او پاکستان هم ډېر باوري او صادق نه ښکاري چې دوی به په افغانستان کې له موسمي جګړو څخه لاس واخلي . ځکه پاکستان دا مهال په ټوله نړۍ کې د ترورېزم په تولید ، تمویل ، تجهیز ، ټرېنېنګ او صاردوونکي هېواد په توګه پېژندل شوی . خو اوس پاکستان ظاهراً له خپلې لمنې څخه دغه څو کلن تور داغ پاکول (پټول ) غواړي ، نو ځکه یې افغان او پاکستاني طالبانو ته د داعش نوم ورکړی ، هغوی یې په خپلو کې پرڅو ډلو سره وېشلي چې کله نا کله خو یې تر مینځ ځینې مصنوعي شخړې او برخوردونه هم را مینځته کېږي ، تر څو افغانان، سیمه او نړۍ باور پرې وکړي چې دوی واقعاً داعشیان ـ او له بل ځایه یوه راغلې ډله ده چې هم پاکستان ، او هم افغانستان او ټوله سیمه ترې متأثره ده . اوس پاکستان په دې پلمه له یوې خوا له نړیوالوڅخه د خپل کاذب ملاتړ په خاطر مالي ، سیاسي او نور پوځي امکانات پرې تر لاسه کوي ، او له بل پلوه ځان افغانستان او منځنۍ آسیا ته پرې رسوي . چې کېدای شي ددې تر شا به د سیمې اونړۍ نور لوی طاقتونه هم وجود ولري ، او له طالبانو څخه به د کبانو د توت ، او له پاکستان څخه به د کب نیولو د چنګکې په څېر کار اخلي ، خو هغه څوک چې توت او چنګکه دواړه دهغوی په کنټرول او واک کې دي ـ د پردې شاته د اصلي هدف تر لاسه کولو له پاره ولاړدي .

افغان ؤلسمشرته په کار ده چې د مونېخ غونډې د خبرو په دې سطرنج ډوله لوبه کې پاکستان دا ځل بیا د تېر په څېر لوبه ترې و نه ګټي ، ؤلسمشر غني باید نړیوال وهڅوي چې پر پاکستان باندې زور راوړي ـ هغوی عملاً مجبور کړي چې له ترورېزم سره د مبارزې په وړاندې له افغانستان سره مرستې وکړي ، ترځو افغانستان ، سیمه او نړۍ د پاکستان له دې مرموزو پټو خوځښتونو څخه نو ر په امن شي .که چېرې په ریښتیا سره نړیوال او د سیمې هېوادونه غواړي چې په سیمه او نړۍ کې ثبات ټینګ شي ، نو لازمه ده چې د افغانستان له ګرېوانه د ترورېستانو لاسونه نور د نړیوالو فشارونو پر اساس ور لنډ ، او پر ځای یې په افغانستان کې دایْمي سوله ټینګه کړي . ځکه د افغانستان ثبات او سوله د سیمې او نړۍ له ثبات او سولې سره ، او بې ثباتي او نا امني یې د سیمې او نړۍ له بې ثباتۍ او نا امنۍ سره تړلې ده .

پاکستان دا ځل د طالبانو نوم په خلافت اسلامي اوداعش باندې بدل کړی . د پاکستان څارګره اداره د افغانستان ، د سیمې د نورو هېوادو او ټولې نړۍ په سترګو کې خاورې ور دوړوي . دوی هڅه کوي چې د سیمې او نړۍ پر هېوادونو باندې دا ومني چې نور ترهګر او طالب په پاکستان کې فزیکي شتون او ځای نه لري . په داسې حال کې چې د ټولو تر هګریزو توطيؤ د چوچه کشۍ ، ودې او تکثر ماشین همدغه اوسنی پاکستان دئ .

که چېرې په دې غونډه کې نړیوال د ؤلسمشر غني دغه پرځای وړاندیز ته غوږ ونه نیسي او هغه همدا اوس عملي بڼه خپله نه کړي ، نو څه کم یوه نیمه میاشت وروسته پسرلی پیلېږي ، هوا ګرمېږي او د داعش او خلافت په نومونو د طالبانوپسرلني عملیات پیلېدونکي دي . له بل لوري خپله امریکایي رسنۍ وایي چې : په افغانستان کې به طالبان تر ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ میلادي کلونو پورې د افغانستان ټولو ښارونوته ورسېږي . شنونکي هم وایي چې : دا مهال پاکستان د طالب پروژې په له سره رغولو او تر میم باندې لګیا دئ . او کلک هوډ لري چې ددې پرژې د تطبیق له پاره غښتلی چمتو والی ، تضمین ، او د ګډې نړیوالې همکارۍ روحیه له ځانه سره ولري .

دا په داسې حال کې ده چې د نړیوالې ټولنې د ګډې همغږۍ دا غونډه د ترورېزم پر ضد مبارزې له پاره جوړه شوې . افغان ؤلسمشر ځکه دې غونډې ته په رسمي (یوولسم ) سفر ور بلل شوی چې دا څو کاله افغانستان ددې جګړې قرباني شوی دئ . خو پاکستان ځکه ور بلل شوی چې پر پاکستان باندې د ترورېزم د تولید ، پر ورښت ، تمویل ، تجهیز ا ، صدور  او حمایې تور پورې دئ . نړیوال غواړي چې پاکستان دې له دي بلا څخه نور لاس په سر شي ، او پاکستان بیا ددې پر خلاف له نړیوالو څخه نوره مرسته هم غواړي ، چې دې شومې پدیدې ته نوره وده هم پرې ور کړي . ترڅو د شرقي او سویلي خوا څخه د هند مخه پرې ونیسي ، او غربي خوا افغانستان د تل له پاره د خپلو بې کیفیته توکو د خرڅلاو د مارکېټ په توګه ځانته پرې محتاج ، لوېدلی اوضعیف وساتي . خو ؤلسمشر غني به هېڅکله پاکستان ته ددې اجازه ور نه کړي چې نور دې افغانستان د پردیواهدافو له پاره د خپل سر او مال قرباني پرځان ومني .   

 

 

 


بالا
 
بازگشت