د افغانستان د نجات لار ه کومه ده ؟

محمد انور ولید :   ۱۲ـ ۱۱ ـ ۱۳۹۳ هجري لمریز کال

د انساني هستۍ له پېله بیا تر ننه پورې د بني آدم د ځوځات تر مینځ د معاملاتو او افکارو پر سر ټکر او تصادم وجود لري . خو ځینې وخت دغه ټکر او تصادم د سعود تر مرحلې پورې رسېدلي ، ولې په ځینو وختو کې بیا په منځنیو او د نزول په خورا ټيټو کچو کې شتون لري . خوچورلټ له مینځه نه دئ تللی . ځکه چې د پېښلیک په تېرو دورو کې هم کټ مټ هماغه شان ـ یا هغې ته ورته پېښې بیا پېښې شوې دي چې توپیر یې ترمینځ یواځې په سعودي او نزولي ګراف او د پېښو په کمیت اوکیفیت کې لیدل کېږي . خو په اصل کې ټولې وروستۍ پېښې د مخکینیو هغو زیږنده دي ځکه سټې یې هماغه دوې دي  (حق او باطل ) .

پېښې دوه ډوله دي :

لومړی هغه پېښې چې انسان یې په خپل مینځي روا مینې سره په خپلو کې پنځولی ، هوسا کړی او بسیاکړی دئ ، د عروج او پخېدو مرحلې ته یې په ډاډ منه توګه رسولی دئ . د تمدن څښتن یې جوړکړی . د سالم انساني نیاو او عدالت په رعایتولو سره یې د واک او ځواک پرګدۍ ورکېنولی . آن تر دې چې د نړیوال مثبت تفکر اورغنده  اندېښنې او باور پر مټ یې سیمه ییزه او نړیواله لا تبعیضه مشري ور په غاړه کړې ده . داسې مشري چې د خپل واکمن قلمرو په محدوده کې د کوم ژوي دګوډېدو په اړه هم ځان مسؤول ګڼي . هغه درد یا خوشحالي چې په خورا لیرې پرته سیمه کې چاته رسېږي ـ دغه مشر یې سم ور سره محسوسوي . دا ځکه چې بنیادمان ټول د یو ابوالبشر اولاده ده . نو باید چې د یو او بل په خوشحالۍ او ښېرازه کېدو خوشحاله شي ـ او هغو ته وده او پراختیا ورکړي . او په غم یې غمجن شي او نور د هغو غمونوته د پای ټکی کېږدي .

هو ! د انساني سیرت دنده همدغه ده . او دا کار باید هغه څوک وکړي چې په علم ، عقل، جسم او حیا کې تر نورو غښتلی وي . ځکه رسالت او مسؤولیت هم د خبیرو او په کار پوهو خلکو پر غاړه دئ . هغوی به په انساني چوکات او قانون کې تل د حق له سټې اوبه خوري او د نورو تنده به د حیات پر اوبو له خپلې سټې ور ماتوي . دوی به د انساني قافلې مشري به په غاړه لري . داسې خلک انسان د انسان له اسارت ، غلامۍ او پرېشانۍ څخه ژغوري او د خپل فکري تعقل ، علمي بصیرت او درایت پر مټ داسې خدمات خپلو همنوعانو ته وړاندې کوي چې پر رڼایې نړۍ روښانه کړي ، په تودوخه یې نړۍ توده ساتي، پر نساجي تکنالوجۍ سره نړۍ په تن پټه ساتي ، په برښنایي، غږیزه ( صوتي ) او تصویري تکنالوجۍ غرب او شرق ، او شمال او جنوب سره تړي ، په پر مختللي تخنیک او تکنالوجي سره دکلونوکلونو سمندري او هوایي واټنونو ليرې څپې او فاصلې د انسانانو پرمخ را لنډوي او بالآخره انسانانو ته داسې قانون ډالۍکړي چې هر چاته د خپل وجدان د قاضي په وړاندې تر ډېرو زمانو پورې پرځای او مناسبې له انصافه ډکې پرېکړې ورکوي . ترڅو راتلونکي نسلونه هم د هغوی پر پله باندې پل کېږدي او د هغوی ټولې پرځای او مناسبې کړنلارې د خپلې لارې مشال او عادت وګرزوي .

افغانستان همداسې خلکوته اړتیا لري . دا مهال د (۲۱مې ) متمدنې پر مختللې نړۍ د کاروان په ژبه اوسنی وروسته پاتې افغانستان نه پو هېږي . ځکه نوره نړۍ په ستوریز نظام کې پلټنې کوي ، خوافغانان لا هم وخت او زده کړو ته اړتیا لري ، ترڅو پر مټ یې د خپلې ملي وثیقې له مخې خپلې روا غوښتنې او حقوق پرې تر لاسه ـ او افغانستان د سیمې او نړۍ له سیالو پر مختللوکاروانونو سره یو ځای کړي .

هو ! همدا د افغانستان د جوړولو او نجات لاره ده چې موږ ټول په ګډه د بېسوادۍ او جهالت پرځای د علم او پوهې لاره خپله کړو . بېځایه کینې او کدورتونه له خپلو زړونو یو بل ته سره وباسو . د نفاق ، ځانځانیو ، کرکې او دښمنیو پرځای د ریښتیني یووالي لاره ځانته غوره کړو . ځکه ملي یووالی داسې ډال ( سپر ) دئ چې د امپراتوریو ګوزارونو هم نه دئ مات کړی . ریښتینی ملي وحدت یو داسې پوخ ډاډمن کور دئ چې د نړۍ هېڅ درنده یې تر دروازه نه دئ ور ننوتی ، اوهېڅ ډول خوځنده ګانو ، ګزنده ګانو او حشراتو سوړې او ځالې نه دي په کې جوړې کړې . او نه خو دداسې کور مشري او ملکي پردیو کړې ده . ځکه دداسې کونۍ د ټولو نارینه او ښځینه غړیو وینه سُوچه او سپېڅلي وجدانونه لري . هغوی د خپلې کورنۍ پر سر له هېچا سره سودا بازي او معامله نه کوي . داسې اصیلو عناصروته د خپل کور هر غړی ـ او ټوله کورنۍ له دنیا او مافیها څخه هم زیات ارزښت لري ،  نو څنګه به یې واک پردی وي  ! دا هېڅ امکان نه لري .

ځکه د ريښتیني ملي یووالي د کور هر غړی ـ که هغه مشر وي یا کشر ، نروي او یا ښځه ، ټول یو بل ته په خپلو عهدونو باندې ولاړ او پابند خلک وي او د خپل سر په بدله له خپلو کړیو ژمنوڅخه نه پرشا کېږي . یو بل ته هېڅ درواغ نه وایي ، ځکه درواغ به ددوی په قاموس کې هم نه وي ، او بله داچې د کور بیت المال په امانته او خوندي توګه ساتي ، او هېڅ ډول خیانت نه په کې کوي . په ټولو عباداتو کې خپل خدای (ج) ته ـ او په ټولو معاملاتو کې خپل ملي کور او د ملي وحدت د کور ټولو غړیو ته صادق وي .  

خو که له یو بل سره په نارواوو ، درغلیو اوشخړو باندې لګیا وي ، نو بیا خو یې کور ړنګ ، د کور غړي یې په ژوند او مرګ سره ورک او شتمنۍ به یې د پردو خوراک وي . چې موږ داسې پېښو ته په لاندې ډول اشاره کول غواړو :       

دوهم : هغه پېښې چې انسان یې له بل انسان څخه لیرې کړی ، کرکې او نفرت ، تبعیض او ځان ځانۍ يې تر مینځ ځالې جوړې کړې ، او یو د بل په وړاندې یې د ژوبلو ، مرګونو او ورکېدو تر بریده په بدیو کې سره درولي . او تل د باطل له خوا تغذیه او تمویلېږي . په دغه ډول انساني کته ګورۍ کې انسانانو تل خپل انساني مسیر پرې اېښی ، حق یې تر پښو لاندې کړی ، او په داسې ناروا تجاوز او غصب کولو یې لاس پورې کړی چې هېڅ نارمل انسان خو هغه نه کولی او نه هم زغملی شي . ځکه تجاوز اود بل پرحریم باندې تېری انساني خصلت نه ـ بلکي یو حیواني صفت دئ ، چې په دې ترڅ کې متجاوز انسان ته نارمل او روغ انسان نه ویل کېږي . بلکي داسې انسان له فکري او فزیکي دواړو اړخونو څخه کاملاً یو ناروغ انسان دئ چې ژور تشخیص او دوامداره در ملنې ته اړتیا لري .

حیوان صفته انسانان تل له خپل ګیلم څخه پښې د باندې باسي او هېڅ حق ته غاړه نه ږدي ، تل متجاوز وي ، هېڅ دین ، هېڅ قانون ، هېڅ حق او هېڅ انسان ته درناوی نه لري ، هغوی ته یوازې خپل نفس او خپله خوښه ارزښت لري ، د ځنګل قانون او خپله مدعأ له بل هر څه نه ور ته ګران ، غوره او ارزښتناک دي .

همدلته د انسانانوتر مینځ په معاملاتي ژوند کې ټکر او تصادم راځي . ځکه یو انسان له خپل حق څخه د دفاع په خاطرد بل انسان د ظلم او ناروا په وړاندې درېږي او پېښه مینځته راځي . دا پېښه ورځ تر بلې سره غښتلې کېږي ، رېښې او ښاخونه پیداکوي ، لویېږي ، د نفاق او بدبختیو اور یې هرې خواته د پرازیت ډوله منافقو عناصرو په لاس او ژبه سره خورېږي او بالآخره په لویو دښمنیو او انساني او مالي زیانونو باندې بدلېږي . بیا به داسې بدبختي او انارشي هلته حاکمه وي ، چې مهارکول او مخه نیول یې د سر ښندنې غټه بیه غواړي ، اوپر رِغېدو یې کلونه او پېړۍ وخت تېرېږي ، چې د ښې ورځې لیدو په تمه یې نسلونه دا ارمان ګور ته ور سره وړي . هغه متل دئ چې وایي :

( په نېکو کې تلوار ـ په بدو کې مدار )

په پایله کې زما ټولو مکلفو انسانانوپه تېره افغانانو ته دا خواست دئ چې له هر انساني فرصت څخه دې ګټه پورته کړي ، او د نن کاردې سبا ته نه پرېږدي ، ځکه سبا معلومه نه ده چې څه پېښېږي ؟ زموږ یوه لحظه غفلت زموږ له سل کاله په شا تګ سره برابر دئ . موږ باید خپل بار د نورو پر اوږو ور وا نه چوو . هر افغان مکلف دي چې په لاس او ژبه نورو افغانانو او بېګناه نړیوالوته د شر پر ځای خیر ور ورسوي . ځکه په دنیا او آخرت کې هم حساب کتاب د په لاس ور غلي فرصت او کړو وړو له مخې ور سره کېدونکی دئ . نو مخکې له دې چې له موږ سره حساب کتاب وشي ، غوره او پر ځای دا بولم چې موږ باید له خپل ځان سره حساب کتاب وکړو .

هرکله چې موږ دې فرهنګ ته په خپل ضمیر کې ځای ورکړ ، بیا به موږ افغانانود افغانستان د نجات لاره هم موندلې وي . هو ! د افغانستان د نجات لاره همدغه ده . 

 

 


بالا
 
بازگشت