ؤلسمشر سعودي عربستان ته په سفر ولاړ

محمد انور ولید: ۲۳ ـ ۱۲ ـ ۱۳۹۳ هجري لمریز کال

ؤلسمشرد شنبې په ورځ په عاجله توګه سعودي عربستان ته په سفر ولاړ . تر دې د مخه د خپلو کاري سلو ورځو په لومړیو کې  یو ځل د عمرې ادأ کولو په نیت سعودي عربستان ته ورغلی ؤ . خو د خپلو سفرونو تر ټولو لومړۍ موخه یې په هېواد کې د سولې او ټیکاو راوستو له پاره وه ، ځکه خو یې د سولې په اړه لومړی چین ، ور پسې پاکستان ، هند ، متحده عربي اماراتو ،  لندن ، د ناټو سر مشریزې غونډې او نورو هېوادو ته سفرونه وکړل . خو په چين کې د افغانستان ، سعودي عربستان ، هندوستان او پاکستا ن ؤلسمشران ټول پر دې سره را ټول وو چې په افغانستان کې څه ډول سوله را تلای شي .

ؤلسمشراشرف غني د مارچ په (۲۴مه) د امریکې متحده ایالاتو ته ور روان دئ ، مخکې له هغې سفر څخه د افغانستان د سولې په اړه باید افغان ؤلسمشر یو څه له ځان سره ولري . ځکه سوله په افغانستان او سیمه کې د امریکې له مرستې پرته  ستونزمنه برېښي . سعودي عربستان د امریکې کلک متحد ـ او پر افغان سوله باندې خورا اغېزمن هېواد دئ . ؤلسمشر اشرف غني هم سعودي عربستان ته د سولې په خاطر ورغلی ، ترڅو په ډ ک لاس امریکې ته ولاړشي . په امریکه کې به پاکستان ، هند ، د سیمې نور هېوادونه او نړیوالې نقشې هلته په پام کې نیول کېږي . د جګړو او سولې سرې او شنې کرښې به په کې په ګوته کېږي .  د هر هېواد رول او ونډه به په کې معلومېږي . ځکه ښایي هلته به ؤلسمشر اشرف غني له اوباما سره د افغانستان په اړه د ښاغلي کرزي د پیکه اړیکو د بیا راژندي کولواو په افغانستان کې د امریکایي عسکرو د پوځي تګلارې پر تمدید خبري وکړي . پنتاګون به په افغانستان کې په خپله پوځي تګلاره ، مدیرت ، حضور او د سیمې پرحالاتو باندې بحثونه او له سره کتنه کوي او افغان ؤلسمشربه  د امریکې سنا ته هم خپله قانع کوونکې وینا اوروي . ترڅو هغوی پر افغان نظام باندې باوري ـ او د پوځي او ملکي مرستو بهیر د هغه هېواد  د سنا له کانال څخه افغانستان ته پیل شي .

پاکستان چې په اصل کې د طالبانو کوربه هېواد دئ ، او افغانستان د پاکستان له لوري ترورېستي حملو ناآرامه کړی ، خو بل لور ته سعودي عربستان پر پاکستان باندې له اقتصادي ، سیاسي او مذهبي پلوه ډېرې اغېزې لري ، ځکه چې نواز شریف لس کاله په سعودي عربستان کې د پر وېز مشرف له لاسه په تبعید کې تېر کړل ، او قطر بیا د طالبانو د منځمهالې سر مشریزې کوربه او طالبانو ته په سیاسي اومالي لحاظ ډېرورنږدې هېواد دئ ، خو بل لورته هندوستان چې له پاکستان سره د کشمیر د مسْلې او ترورېستي بریدونو پرسرـ او له چین سره د چین د یوه مذهبي مشر ( دلیلاما ) پرسر لږ اختلافات لري ، ولې په دې وروستیو کې چین ته هم د پاکستان له لوري د ترورېستي بریدونو تابیا نیول شوې وه ، هغه داسې چې د سینکیانګ ایالت اړوند څو تنه اېغوریان چې په شمالي وزیرستان کې یې ترورېستي زده کړې کړې وې او د افغانستان له لارې چین ته ور اوړول کېدل ـ چې له نېکه مرغه افغان ځواکونو هغوی و نیول او چین ته یې ور وسپارل . او چین د پاکستان له اړخه خطر احساس کړ .

خو چین په ټوله سیمه کې د افغانستان ډېر نږدې دوست پاتې شوی او هېح ډول لاسوهنه یې په کې ونه کړه . د روسانو د اشغال پر وخت د مظلومو افغانانو تر څنګ ولاړ ؤ . سیاسي او اقتصادي اړیکې یې هم ترمینځ ډېرې تودې دي اوله افغانستان سره یې د ډېروسترو زېرمه ییزو او مواصلاتي پروژوقراردادونه لاسلیک کړي . خو بل لورته چین په پاکستان کې هم په ملکي او نظامي برخو کې ډېره پانګونه کړېده ، د حسن ابدال وا فېکټري ، او د ټېکسلا د مرګلې د ټانکونو جوړولو نظامي فابریکې هم د چین په مرسته پر مخ روانې دي . د ګوادر بندر هم چینایانو اجاره او رغولی دئ .  د سیمې له نورو هېوادو سره یې هم اړيکې ښې دي . له سعودي عربستان او نورو عربې هېوادنو سره هم سیاسي او اقتصادي اړیکې لري او د چين ډېر مالونه هلته پلورل کېږي له امریکې سره یې هم اقتصادي بازار ښه ګرم دئ . چین د سعودي عربستان ، هند ، او قطر له لارې پر پاکستان باندې د سولې له پاره زور راوړلای شي . ځکه خو چین د افغانستان په سوله کې رغنده اغېز لري .

ؤلسمشر غني هم ښایي سعودي عربستان ته د همدې له پاره خپل سفرپیل کړی وي ځکه په افغانستان کې د سولې له پاره پرقطراو پاکستان باندې دسعودي عربستان فشارپه اصل کې پرطالبانو او نورو مخالفینو باندې فشار دئ . او افغان ؤلسمشر باید له دې فرصت څخه رغنده او په احتیاط ګټه پورته کړي .

ځکه داسې خبرې هم په وار وار په رسنیو کې راغلې چې پاکستان د طالب نوم پر داعش ـ او د طالبانو سپینه جنډه یې پر توره اړولې ده ، نور همغه پخواني طالبان دي ، څه تو پير یې ور سره نه شته . چېرې نه چې پاکستان د تورورېزم تورنوم له خپلې لمنې پاک ـ او د جګړې میدان افغانستان پرې جوړ کړي . خو بل لور ته په دې وروستیو کې د افغانستان او پاکستان نږدې اړیکو هندوستان په شک کې اچولی . بلخوا پاکستان د ملااختر او ملاذاکر تر مینځ د جوړ جاړي په اړه منځګړتوب کوي ، خو مالومه نه ده چې دوی دا جوړ جاړی د افغان سولې له پاره کوي ـ او که د افغان سولې خلاف یې پر کوم بل دام اېښودلو لاس پورې کړی . ځکه هند او پاکستان یو له بل سره اختلافات لري ، او پاکستان وېره لري چې که په افعانستان کې سوله راشي ، هند ته به په افغانستان کې د نفوذ لاره پرې خلاصه شي . ؤلسمشر غني باید له ګاونډیانو او د سیمې له هېوادونو سره داسې اړیکې جوړې کړي چې د یوه هېواد د دوست کولو پر ځای بل له لاسه پرې ورنه کړي .  

بل دا چې ؤلسمشراشرف غني د مارچ په (۲۴مه) د امریکې متحده ایالاتو ته ور روان دئ ، مخکې له هغې سفر څخه د افغانستان د سولې په اړه باید افغان ؤلسمشر یو څه له ځان سره ولري . ځکه سوله په افغانستان او سیمه کې د امریکې له مرستې پرته  ستونزمنه برېښي . سعودي عربستان د امریکې کلک متحد ـ او پر افغان سوله باندې خورا اغېزمن هېواد دئ . ؤلسمشر اشرف غني هم سعودي عربستان ته د سولې په خاطر ورغلی ، ترڅو په ډ ک لاس امریکې ته ولاړشي . په امریکه کې به پاکستان ، هند ، د سیمې نور هېوادونه او نړیوالې نقشې هلته په پام کې نیول کېږي . د جګړو او سولې سرې او شنې کرښې به په کې په ګوته کېږي .  د هر هېواد رول او ونډه به په کې معلومېږي . ځکه ښایي هلته به ؤلسمشر اشرف غني له اوباما سره د افغانستان په اړه د ښاغلي کرزي د پیکه اړیکو د بیا راژندي کولواو په افغانستان کې د امریکایي عسکرو د پوځي تګلارې پر تمدید خبري وکړي . پنتاګون به په افغانستان کې په خپله پوځي تګلاره ، مدیرت ، حضور او د سیمې پرحالاتو باندې بحثونه او له سره کتنه کوي او افغان ؤلسمشربه  د امریکې سنا ته هم خپله قانع کوونکې وینا اوروي . ترڅو هغوی پر افغان نظام باندې باوري ـ او د پوځي او ملکي مرستو بهیر د هغه هېواد  د سنا له کانال څخه افغانستان ته پیل شي .

خو افغان ؤلسمشر به امریکې ته د خپل سفر وروستۍ پایله ترلاسه کول هم غواړي . د داعش د مخنیوي په خاطر به له امریکې څخه دافغان پوځیانو د پوځي اکمال ـ او د امریکایي عسکرو د مودي پرغځولو ټینګار وکړي .

خو امریکې ته د ؤلسمشر دا سفر به هم ستونزې ولري ، ځکه د (۲۰۰۴ ) میلادي ډ جون په میاشت کې چې پخواني ؤلسمشر حامد کرزي کومه وینه د امریکې کانګرس ته کړې وه له هغې را په ایسته د افغانستان او امریکې تر مینځ اړیکې ډېرې خرابې او سړې شوې چې ترمیم ته یې دا مهال ډېره اړتیا لیدل کېږي . او بیا رغولو ته یې باید افغان ؤلسمشر سر له اوسه  یو منطقي چوکاټ  جوړ کړي .   

 د امریکې مالي مرستې تر لاسه کول بله موضوع ده ، خو څه ډول باید دغه مرستې تر لاسه شي ؟ په داسې حال کې چې افغانستان ترستوني پوري په اداري فساد کې ډوب دئ ، دا چې څه ډول به د فساد ټاپه د افغانستان له ټنډې لیرې کېږي ، نو دا خو بیا څه وخت اخلي . ځکه ؤلسمشر غني باید په خپل نظام کې کاملاً ملي اصلاحات راولي .

د کابینې نیمګړیتوب بله ستونزه ده ، ځکه هلته د قراردانونو په برخه کې د اړوندو موضوع ګانو وزیران باید له ؤلسمشر غني سره موجود وي ، تر څو قراردادونه لاسلیک کړي ، چې پرته له وزیرانو یې امکان نه شته . مانایې داده چې د ؤلسمشر دا سفر به د ښاغلي کرزي د سفرونو په پر تله لږ څه ښه وي او لږ لاسته راوړنې به ولري . ډېره تمه هم نه ترې کېږي . ځکه سفر را لنډ ـ او د کابینې د جوړېدو ستونزه د ونډو او لیاقت په څلور لارې کې لا پرځای پرته ده .

 

  


بالا
 
بازگشت