پاکستان تجزیه کېږي


محمد انور ولید


کله چې په بّرصغیر(هندوستان) کې تور(بریتانوي) استعماري سیاست د سیمې د ویښو مفکرینو او سیاست والو د مبارزو په وړاندې ناکام او زور یې اوبه شو، نوله نن نه (
۶۷ ) کاله وړاندې یې سمدلاسه په سیمه کې د لوی هندوستان د مخکې جوړشوي تجزیوي پلان پرعملي کولو پیل وکړ، ځکه بریتانیې دمخه د آسیا د لویې وچې په تېره د افغانستان او منځنۍ آسیا د لاندې کولو، ځبېښاک او ښکېلاک خوبونه لیدلي وو ، چې تعبیر یې دوی ته یواځې په سویْلي آسیا کې د قناعت وړنه ؤ . بل لورته په سیمه کې ددوی (۲۰۰ ) کلنه پروژه له نیمګړي ارمان سره ختمه شوې وه ، هغه مهال بریتانوي استعمار پربله
استعماري پروژه له سره کار پیل کړ .
لومړنی کارچې انګرېزانوپه هندوستان او متنازع فیه سیمو کې وکړهغه داؤ چې دوی د قومونواو ؤلسونو ترمینځ د نفاق زهرجن تخمونه وکرل . جغرافیوي سرحدونه یې د قوم ، مذهب ، سمت ، ژبې لږه کیو او ډېرکیو په نومونو په منفي رقابتونو کې سره واچول . له هرې مخالفې سیاسي کړۍ سره یې بېل بېل ملي ضد او سیمه ییز ضد پروګرامونه او پلانونه پرمخ وړل . ولې په اصل کې یې ترهرڅه وړاندې د اسلام او کفر په نامه د بېلتون یوه ډراماتیکه پروژه د لوی هندوستان د وېشلو او پاشلو په خاطر جوړه کړه ، چې وروسته یې دغه لویه جغرافیه پرڅوغیرتوحیدي ټوټوداسې سره ووېشله چې په ټوله نړۍ کې
نوی دوه ځانی ماشوم هېواد ( غربي او شرقي پاکستان ) یې په سرکې ؤ . د پاکستان د جوړېدو له پاره انګرېزانو ته ترټولودکاروړاصلي اونږدې عناصرد لوی هندوستان د پنجاب اوکشمیرمسلمانان وو ، ځکه انګرېزانوهلته په مسلمانانو کې ډېرې ځالې جوړې کړې وې . چې بیا خپله انګرېزانوپه خپل لاس د خپلوشومو اهدافو ترلاسه کولو په خاطر سره تنظیم کړل . همغو کسانو د پاکستان په نامه د آزادۍ نارې سورې جوړې کړې . خو ترشا یې نورلاسونه وو . لومړنۍ پوځي ، استخباراتي ، تقنیني ، قضأیي او اجرأیي ټولې ادارې یې د یوه داسې انګلیسي تبعه مجهول الهویه پاکستاني ( علي جناح ) ترمشرۍ
لاندې جوړې کړې چې (
۳۶) کاله په انګلیس کې اوسېدلی او تربیه شوی ؤ، اوترانګلیسي ژبه پرته  په پاکستانیو ژبو او آن چې د انګرېزي پوځ پرجوړه کړې ژبه ( اردو ) او اسلام باندې هم هډ و خبرنه ؤ .
انګرېزانو د مسلمانانو دغه لویه کتله ځکه پرغربي او شرقي پاکستان او هندي مسلمانانو سره ووېشله چې انګرېزانوهمدغه په سوونو مېلیونه مسلمانان خپل دوښمنان ګڼل .ځکه یې په درېیو برخو سره ووېشل . یوه برخه مسلمانان په هند کې د محروم اقلیت په شکل پاتې شول چې تر ننه پورې په ټاکنو کې برلاسی نه لري . بله برخه یې د بنګال (بنګله دېش) مسلمانان دي ، چې هغوی هم د دیموکرات شیخ مجیب الرّحمن د کورنۍ ترڅپېړه لاندې دي . او درېیمه برخه یې خپله غربي پاکستان ؤ ، چې دا کارانګرېزانو قصداً د سیمې د مسلمانانو د مردمي زوراوبه کولو له پاره وکړ . خو ددې د پاره چې پاکستان
بیا له هند سره لاس یو نه کړي ، نو د بنګال ، جمو او کشمیر ستونزه او د کارګل سترا تیژیکه نقطه یې تر مینځ همداسې ککړه پرېښووله .
بنګال د جنرال یحیی په زمانه کې د هند په ملاتړخپلواکي ترې ترلاسه کړه او د بنګله دېش په نوم یې خپلواکي اعلان کړه . خو د کشمیر ستونزه یې لا هم پرځای پرته ده .
ولې ددې د پاره چې پاکستان تل د انګرېزانو ترلاس لاندې ، او د بیا ځلې راتلو زمینه ځانته پرې برابره کړي ، نو د مهاجر قومي مومنېټ ، بلوچستان او پښتونسنتان په نومونو یې په پاکستان کې د ننه نورې ستونزې اولانجې ترشا ورته  پرې اېښې دي . چې پر مټ یې هم د ننه پا کستا ن ، اوهم ګا ونډ یان پرې
تهد یدوي .
انګرېزي پوځ او سیاستوالویې ددې نوې جغرافیې له پاره د تزاري روسانو او ایران په توافق له هند او افغانستان څخه ځینې برخې په خپل زړه د علي جناح ترقیادت لاندې د پاکستان په نوم داسې بېلې کړې چې د بلوڅانو او پښتون قومونو پرسینه یې د ډېورنډ ناولې کرښه را کش کړه .هندي ، بلوڅي او پښتني کورنۍ او د هغوی پلرنۍ ځمکې او جایدادونه یې د شرمښ د وېش په قانون سره بېل کړل . په دغه بېلتون کې د هند او پاکستان ترمینځ یواځې (
۶۰۰۰۰) پاکستانۍ ښځې ، او د (۱۲۰۰۰) په شاوخوا کې هندي ښځې ورکې او و تښتول شوې ، چې بدۍ یې لا تر ننه پورې ترمینځ پاتې دي . ولې د هغو (۹۴) کورنیو
پرسپنګوچې انګرېزانوکوم د خانۍ او مشرۍ پېځوانونه  ورځړولي ؤ ، اکثریت یې له پنجاب سره تړاولري . هغوی ترننه پورې د پاکستان مشران پاتې شوي . وکیل ، وزیر ، صدراعظم ، ریْس جمهور، پوځي او استخباراتي مشران هم ټول له همغو کورنیولومړی په انګلیس کې ( اوـ کې ) کېږي او بیا وروسته په پاکستان کې پرد ند و ګومارل کېږي . دوی ته د انګلیس له خوا د ندې سپارل کېږي چې غربي خوا پښتون او بلوڅ سر درڅخه پورته نه کړي او باید له هر څه څخه محروم او وځپل شي ، ترڅو له یوې خوا له بلوڅ او پښتون قامونو څخه د انګرېزانو او پنجابیانو د پلرونو او نیکونو مخکیني کساتونه او بدلې
پرې واخلي ،  اوله بله اړخه پښتون او بلوڅ ځوځات د متمدنې پرمخ تللې نړۍ له کاروانه وروسته پاتې شي .د بلوڅو له قام سره د پاکستان ترجوړېد و د مخه وعده شوې وه چې د پاکستان ترجوړېد و وروسته به بلوچستان ته آزادي ورکوي . خو کله چې پاکستان جوړشو، نو د بلوچستان د آزادۍ پرځای د هغوی پرټولو طبیعي زېرمو باندې د پنجاب د واکمنې ادارې نېښونه ولګېدل ، بلوڅان له ټولو حقه حقونو محروم وساتل شول ، بلوڅانو او پښتنوته د دوهم لمبر کس په سترګه کتل کېدل ، او مشران یې ور وژل کېدل . غوث بیزنجو ، عبدالصمد خان اڅکزی ، او اکبر بکټي یې سترې وژل شوې نمونې دي . چې دا چلند
پنجابي ادارې د خپلو بادارانو په لارښوونه په ژوندۍ بڼه تراوسه پورې همداسې روان ساتلی
تر دا ننه  پورې بلوڅان او پښتانه وژل کېږي او مرموز استخباراتي قتلونه په کې روان دي . په دا تېره یوه لسیزه کې تر (
۸۰۰۰) زیات بلوڅان په زندانونو کې ژوندي ورک دي . او په پښتونخواه کې خو یوازې (پینځه زره) پښتون مشران ( آی اس آی ) په مرموز ډول وژلي دي ، چې پردې آمار ټوله دنیا خبره ده . او ژورنالېست ( سېلاب مسید ) دغه ارقام او آمارهغه مهال له غږیزو رسنیو سره شریک او افشأ کړل چې پاکستان لومړی پرحنوبي ، او بیا پرشمالي وزیرستان باندې پوځي بریدونه پیل کړل .
کله چې د انګرېزانو لاس له افغانستان څخه دری ځلې ورلنډ شو ، نو بیا افغاني شاهزاده ګانو له هغو روسیې چارواکو سره خپلې اړیکې ټینګې کړې چې ګرمو اوبو ته درسېد و خوبونه یې لیدل . روسانو په افغانستان کې کارګري ، پوځي ، سیاسي ، او تعلیمي پروګرامونه پیل کړل ، چې له امله یې ډېری افغانان په مارکسېستي مفکوره وروزل . خو د ماکیاول تزاري زامنو دا کار د دووهدفونو په خاطر په افغانستان کې تر سره کاوه :
لومړی دا چې دوی د تور استعمار لمن ور ټولول په سیمه کې غوښتل .
دوهم دا چې په راتلونکې کې یې افغانستان خپل (پينځلسم ) ایالت فرض کړی ؤ .
خو په دغو دواړو اهدافو کې یې غاښونه ووتل .
روسانو چې کله په افغانستان کې خپلو مستقیمو مداخلو ته زور ورکړ، انګرېزان پوه شول چې روسان خپل وار ړومبی کول غواړي ، انګرېزانو ته چې  د افغانانو مزاج او خاوره ښه ورمعلومه وه . نو همدغه ځای یې روسانو ته غوښت . انګرېزانو لومړی روسانو ته پرافغانستان باندې د پوځي یرغل پټه مشوره ورکړه ، ترڅو خپل حریفان ( د تزاري روسیې میراث خواره) پرې تضعیف کړي . روسانوهم د برېژنېف ترمشرۍ لاندې پر افغانستان باندې لومړی د پرله پسې کودتا ګانو له لارې حملې وکړې ، ور پسې یې په مستقیم ډول د (
۱۳۵۸) هجري لمریز کال د جدی په شپږمه  نېټه د شپې له خوا پرافغانستان باندې د
ځمکې اوهوا له لارې پوځي تېری وکړاودا هېواد یې اشغال کړ. لس کاله روسانو دا خاوره ترخپل اشغال لاندې داسې وساتله چې د بېرته وتلو لاره ورباندې ورکه شوه ، او انګرېزانو به د تعنې په شکل ورته ویل چې : روسانو خپله خپل ځان په تلک کې بند کړی . خو وروسته د سر او مال ترډېرې بیې پرېکولو بېرته ووتل . انګرېزانو بیا له دې فرصت نه پرګټې اخیستو سره امریکه په غیرمستقیم ډول دې جګړې ته له ځان سره را کاږله . بل لورته یې د پاکستان په لاس د افغان مجاهدینو سیاسي ، پوځي اومردمي سنګرپرڅوټوټو سره ووېشه ، ډلې ټپلې یې په کې را وټوکولې ، ما په خپلو سترګو ولیدل چې د
پېښور د څمکنیو په سیه کې د عمر فاروق د لیسې په د فتر کې د افغان مجاهدینومشران سره را ټول او په یوه خوله سره سلا شول . خو په وروستیو کې چې کله پاکستاني چارواکي او د انګلیس سفیر دې دفتر ته راغلل ، یو یو مشر یې ور وغوښت ، وروسته چې مو ولیدل ټول له خپل تعهد څخه اوښتي وو او د ملي وهدت خبره یې ور ړنګه کړه .
پاکستان د روسانو پاتې وسلې او مهمات څه په خپله د مجاهدینوپه لاس ، او څه د طالبانو په لاس او خپل مستقیم یرغل سره غلا او له مینځه یووړل . د مجاهدینو قوت یې ورختم او افغان اردو یې ټوله ړنګه کړه ، ترڅو انګرېزانو خپل ځانته د نړیوالې ټولنې په ملاتړ د څلورم ځل له پاره افغانستان او سیمې ته د بیا راتلو زمینه پرې برابره کړه .
انګرېزانو له یوې خوا طالبان لومړی د پاکستان په هغو مدرسوکې جوړکړل چې اصلي مُهتممین یې له تېرو (
۵۵) کالو را هیسې په مالي لحاظ د (سي آی اې ) له خوا اکمالېدل ، خو همزمان یې (آی اس آی ) ته دنده وسپارله چې د مجاهدینو په لیکو کې دې د جهاد او مجاهدینو بد نامولو او د ؤلسي باوراو ملاتړ له لاسه ورکولو په خاطر پخواني خادستان ننباسي ، ترڅود نر او ښځو څخه جوړه شل کلنه په هر ډول وسلو روزل شوې او سمبال ( شل مېلیوني ) افغان ملي اردو په ملي او اسلامي روحیه بېرته مخ پرې را وا نه ړوي . ځکه دا وسلې او دغه ترخولې پورې مسلح افغانان هېڅ ګاونډي او نړیوالو نه شوای
زغملای . ځکه یې لومړی افغان جهاد او مجاهدین د نړیوالې توطیْې پر مټ بد نام کړل . بیا یې له نړۍ ، افغانستان ، او سیاست څخه لیرې د طالبانو داسې پروژه پرې را خوشې کړه چې  ټولې وسلې او مهمات یې له افغانستان څخه پرې را ټول او پاکستان خپل پوځي ګودامونه پرې ډک کړل .
خو له دې پروژې سره جوخت یې داسې ضد او نقیض نقشې هم د خپلو استخباراتي کړیو پر مټ د سیمې د خلکو د اذهانو مغشوشولو په خاطر په پاکستان کې خپرې کړې چې په هغو کې د لوی افغانستان ، لوی تاجکستان ، لوی پنجاب  او لوی هندوستان نقشې کښل شوې وې .
ور پسې په غربي غږیزو رسنیو کې داسې اعلانونه خپاره شول چې له بلوچستان څخه (
۳۰۰) ځوانان د پوځي ټرېنېنګ له پاره امریکایي سمندري ځواکونو خلیج ته وړي . وروسته بیا همدغو رسنیو اعلان کړه چې د بلوچستان په تفتان دښته کې د یوه امریکایي شرکت ( دالتون ) له خوا( دری ) واړه چریکي پوځي هوایي ډګرونه جوړشوي ، خو معلومه نه شوه چې داکار په خپل سر تر سره شوی ، او که د بلو چستان ، یا اسلام آباد د حکومتونو په سلا مشوره دا کارترسره شوی ؟ ولې وروسته بیا امریکایي توغندیو وښووله چې پرخوست ، کندهار او ننګرهار باندې څه ډول نا چاودلي تو غندي را پرېوتل ؟ ښايي پردې سره
امریکایانو خپل مؤثر پوځي اهداف پرطالبانو باندې د برید د تابیې له پاره له همدغو وړوچریکي میدانونو څخه ټاکلي وي . ځکه بیا همداسې وشول .
که چېرې پاکستاني چارواکو له امریکې سره په دې پلان کې شرکت درلود ، نو بیا د امریکې ضد چین ته ولې پاکستان د ګوادر بندرجوړولو پروژه ورسپارلې وه ؟ په داسې حال کې چې امریکا د نړۍ له ها بلې خوا ددغه بندر یا متبادلې نږدې لارې ( چاه بهار ) او ګوادر بندرخپلولو په لټون پسې راغلې . چې عراق او افغانستان د همدې هدف قرباني شول ، ترڅو د منځنۍ آسیا اساسي زېرمې له همدغو نږدې لاروسمندرته پرې انتقال او څه د سیمې پرهېوادونو باندې وپلوري ، اوهم د چین د توسعه وي اقتصادي پرمختګ او د روسانو د بیا سر را اوچتولو مخه پرې ډپ کړي .
خو له دې نه داسې برېښي چې د پنجاب ادارې له جوړېدو څخه ترننه پورې له هرچا ( دوست او دوښمن ) سره کټ مټ د امریکې او انګلیس په څېر دوه مخی چلند کړی اوکوي یې . دوی خپل باج اخلي اولومړی د خپلو نږدې دوستانو پرسرتل معامله کوي . پردۍ جګړه او پردی اورد همدغو ناروا معاملوله پاره عربي شېخانو او پاکستاني چارواکو سیمې ــ په تېره افغانستان او عراق ته راوړی ، او وروستی ځواب به یې هم دوی په خپله د خپل سر، مال اوناموس په بدله وایي
کله چې طالب رژیم هم په دیني ، پوځي او سیاسي لحاظ بد نام ، په ملت کې منفوراوښه تجرید شو، ورپسې انګلیس او امریکې په افغانستان کې د خپل لومړني ملاتړپه خاطرد د سېمبر(
۹مه) د ستوري پېښه د تخارپه علاؤالدین کې د عربي چینل پرمټ ترسره ، او له هغې دوه ورځې وروسته یې د د سېمبر (۱۱مه) پېښه خپل ځانته پر افغانستان باندې د روا یرغل له پاره په پنتاګون اونړیوال تجارتي مرکز باندې ترسره کړه . چې دا دواړه پېښې کټ مټ همغه د ډېورنډ د ناولې کرښې او وزیرستان د توطْیې یوه ښکاره انګرېزي کاپي ده . هغه وخت هم د ډېورنډ د کرغېړنې کرښې او د وزیرستان د بد نامې سناریو تر
مینځ دوې ورځې توپیرؤ او دا ځل هم ددغو دواړو پېښو تر مینځ دوې ودځې ځنډ ؤ ، چې وروسته د پاکستان د استخباراتو ریْس او جنرال مشرف امریکې ته ور وغوښتل شول . هغوی ته یې ټایْم ټېبل او د ضرب الاجل شپه وښووله . خپل پوځیان یې د شمال له لیکو په هلیکوپټرو کې ترې انتقال ، او طالبان یې یواځې ورته پرېښوول . په داسې حال کې چې کوردینات هم ټول پاکستانیانو ایتلافي ځواکونو ته ورکول . طالبان یې وروسته له (
۴۵ ) ورځوجنګ څخه پسې واخیستل ، اوبیا یې همغه مات شوي طالبان بېرته د پاکستان په لاس له سرحدي سیمو نه جګړې ته را کاږل .او په افغانستان کې یې (۱۳) کاله ور باندې
تېرکړل .
ایتلافي قواوو پرافغانانوخپله سترګه پخه کړه . بې ګناه افغانان یې شهیدان کړل . خپلې اتومي ، بیولوژیکي او کیمیاوي وسلې یې پرې وآزمویلې . یواځې فرانسې ددوی په خپل قول په کاپیسا ولایت کې خپل (
۴۰۰۰) زره پوځیان پراتومي وسلوآزمویلو سره ټرېنېنګ کړي . امریکایانو، انګرېزانو، پولنډیانواو ایټالویانوهم ورته کارنه په افغانستان کې ترسره کړي او خپلې اتومي او ذروي وسلې یې د نړیوال تش په نامه منشورخلاف زموږ په خاوره کې کارولې دي . جرمني ځواکونو ( پي آر ټي ګانو) بیا له شمالي پولو څخه د منځنۍ آسیا پرلورخپل استخباراتي جالونه وغوړول . پاکستان خو بیا هم د
شلو یورانیومو کنجاړې په هلمند کې چپه کړې دي . دا داسې وسلې ، مهمات او توپالې دي چې تر زرګونو کالونو پورې به افغان راتلونکي نسلونه او شنه نباتات په مرګونو اوسؤ شکل سره ګواښي .
دا چې بهرنیو ځواکونو په دغو پوځي بېسونو کې څومره غلاګانې وکړې ـ هغه به وروسته ښکاره شي . خو افغانستان په کې د خپلو ګاونډیانو د شومو توطیؤ ، او د افغان مشرانو د غلطو سیاستونو ښکارشو .ځکه چې امریکا او انګلیس د ناټو په ملاتړ سیمې ته ددې له پاره راغلي چې :
لومړی : په آسیا یي هېوادونو کې خپلې له کاره لوېدلې وسلې و پلوري . لکه پر افغانانو او عراق باندې یې چې د وېتنام د شرمېدلې جګړې له کاره لوېدلې وسلې او پو ځي ګاډي په نړیوال قېمت پلورلي .
دوهم : ددې وسلو د پلورلو له پاره خلک له یو بل سره په جګړو اخته کوي ، ترڅو دوی ته د خپلو وسلود پلورلو مارکېټونه پیدا شي .
درېیم : د سیمې د هېوادونو په تېره د افغانستان او منځنۍ آسیا پر زېرمو او د خلیجي هېوادونو پرتېلو خپل تسلط حاصلول غواړي ترڅو پراقتصادي زېر بنأوو یې د خپل استثمار تورې وزرې ور وغوړوي .
څلورم : د اسلامي نړۍ فرهنګ او اسلامي هویت د خپلو وارداتي غیرانساني کلتورونود یرغل پرمټ ور مسخ او بد نام کول یې ترټولو ستر هدف دﺉ ، تر څو ځوانانو او ماشومانو ته یې خپل دین او مذهب بد ور معرفي کړي ، او په فلمونو او رول پلې ادأ کوولو سره د جندر په نامه ځوانان عادت کړي . او مسلمانو ځوانانو ته د غربي عدالت له مخې په  اصطلاح د بشرنمایشي حقوق د خپل (
۳۳) ماده ییزنړیوال  قانون له مخې وروښیي . خو په بد ل کې یې د مسلمانانو ټول آسماني کتاب پرې تر پښو لاندې کړي .
پینځم : د امریکې او انګلیس اصلي هدف په سیمه کې له دې جګړه ییزو توطیْؤ څخه یوازې دادﺉ چې اسرایْیل پیاوړی او وساتي ، وسعت ورکړي ، او مسلمانا ن وځپي ، او په توکړو یې سره ووېشي .
کله چې د امریکې په مشرۍ ناټو ځواکونو افغانستان اشغال کړ ،  انګرېزانو لومړی د هلمند ترټولو آرامه سیمه نا امنه کړه ، او په قصدي ډول هلته ورغلل . د سنلېس په نوم مؤسسه یې په کابل کې وګومارله چې د تریاکو کرکیلې ته مشروعیت ورکړي . ګلالۍ مومنده یې مرستیاله وه ، زه یې هم په خپله انټر کانتيننټل ته وربللی وم ، او ما دغه خبره د ژورنالېستانو په مخکې ور رد کړه ، خو بیا هم دوی خپل کار وکړ. (
۱۳) کاله پوره انګرېزانو د هلمند له سنګین ؤلسوالۍ څخه په شنوبا ډ یو لرونکو چورلکو کې د میلیا ردونوډالرو په ارځښت هېرویْین ، اود دوومیاشتو په موده کې یې له دیشو
ؤلسوالۍ څخه د (
۲۵) میلیاردو ډالرو په ارځښت خام یورانیوم وړي ، او دا خبره (سي آی اې ) خپله هغه مهال افشأ کړه چې پر سر یې له انګرېزانو سره اختلاف راغۍ . پر دې خبره ټوله دنیا خبره ده . چې بیا وروسته خپله امریکا خپل (لس زره) پوځیان هلته ورولېږل ، اواعلان یې وکړ چې انګرېزان دې د کندهار، زابل اوارزګان سیموته ولاړشي . خو وروسته بیا هم انګرېزان پرخپل ځای د هلمند په قرار ګاه کې پاتې شول . شاهزاده ګانو یې له هېلیکوپترو څخه هلمندیان په نښه کول او خپله سترګه یې پرې پخوله چې بیا حمله پرې وشوه او دوی ترې و تښتېدل .
نن چې امریکا او ورسره نړیواله ټولنه یې د چین او روسانو د نظام قراول په وړاندې په متناظر ډول شتون لري ، او ددې اړتیا هم نه ویني چې پاکستان غوندې هېوادونه دې باج ترې واخلي ، مناسبه یې دا بللې چې لومړی د پاکستان په نامه پروژه با ید نوره ختمه کړي . او ددې پروژې د تړلو له پاره یې وار له مخه بېلتون پال بلوڅ او پښتون غورځنګونه ، مهاجرقومي مومېنټ ، او نورې ډلې ټپلې په کې را ټوکولې او پاللې دي چۍ مشران یې همدا اوس په لندن او امریکه کې ناست دي . عمران خان خپله د انګلیس ، اوپروفیسورالقادري له کانا ډا څخه تمویلېږي . هغوی نن په پاکستان کې ټول حکومتي ،
نا دولتي او اقتصادي نها دونه د امنیت له لحاظه له خطر سره مخ کړي . اقتصادي پروژې او د کاروبار مرکزونه او لوی بازارونه په ټپه ولاړ دي . پردوامداره اعتصابونو یې میاشتې ووتلې . خو د پنجاب د میراثي خپسې واک هېڅوک په یا د و صوبو کې نه مني . انګرېزان او امریکایان هم نورله پاکستان څخه ترسپنګو پورې راغلي . اوس ددې وخت را رسېدلی چې پاکستان نور په دغه ډول له جنجالونو ډ که جغرافیه کې محد ود پاتې نه شي . ځکه په نړۍ او سیمه کې یې د امریکې په مشرۍ نړیوال ایتلاف ته ډېر تاوانونه ور واړول . اوس امریکه او انګلیس خپله دا جغرافیه په سیمه کې نه غواړي او دا خلک یې
په غاړه کې ور واچول .
دا ځل د پاکستان له پاره د امریکې او انګلیس ګډه پروژه په اصل کې داده چې د پاکستا ن د غیر تضمیني اتومي پروګرام دروازه باید بنده ، محدوده او دایْره یې کوچینۍ شي . او بخیل پنجابي واکمن هم خپله د  (
۱۰۳) اتومي سرګلولو لرونکې شتمني له نورو صوبو سره شریکول او خورول نه غواړي ، بلکې ددې پرځای یې اتومي کنجاړې په نورو صوبو او ګاونډیوعایْقو سیمو کې په پټه ښخوي ، او له پنجاب څخه یې باسي .
له بله اړخه استثمارشوې صوبې نورنه غواړي چې د پنجاب تر څپېړه لاندې خپل ژوند ته دوام ورکړي . هغوی د پنجاب له اسارت څخه ځان خلاصوي او خپلواک حکومتونه او نظامونه غواړي . امریکې او انګلیس اوس مهال داصوبې په څنګ کې ورسره نیولې . ځکه ددوی په سیمو کې د امریکې د سیمه ییزو اقتصادي کانالونو د غځېدا امکانات ډېردي . او پنجاب اداره بیا په ډېره ژوره توګه د چین زړه ته ورننوتی ، چې دا بیا د امریکې او انګلیس سیمه ییزو پروژو ته ډېر سخت تاوان دﺉ ، او امریکا او انګلیس به هېڅکله دا ونه زغمي . ځکه خو اوس د بلوچستان ، سند او سرحد صوبو خپلواکیو ته پرله پسې ترجېح
ورکوي او متضاد جهتونه یې په وړاندې تقویه کوي .
کله چې داصوبې یو پربل پسې د خپلواکۍ اعلان وکړي ، غرب یې ترشا ودرېږي او په رسمیت یې و پېژني ،  د پنجاب اداره او ورسره اتومي پروګرام یې خپله محد ود کېږي . چې بیا امریکا په ډېره آسا نۍ سره د هغوی اتومي سر ګلولې مهارکولی او ترلاسه کولی شي . ځکه امریکه او ورسره ناټو ټلواله ددې د پاره سیمې ته نه ده راغلې چې یواځې د منځنۍ آسیا زېرمې دې خپلې کړي . بلکي ددې د پاره هم را غلې چې ترشک لاندې ټول اتومي ځواکونه یو پربل پسې له منځه یوسي او یا یې د ځان کړي ، ځمکنۍ زېرمې ( معد نونه ) ترې غلاکړي ، ترڅو ټوله نړۍ ـ په تېره منځنۍ او سویْلي آسیا او د افریقې شرقي او
شمالي برخې خلع سلاح ، خلع صلاحیت ، خلع اقتصاد او ځانته محتاج کړي .     
د هغوی همدغه بېزنېس او حِرفه د ه . ځکه ټوله نړۍ په خپلو سترګو وینۍ چې په ډېر لنډ وخت کې یې روسان پرمجاهدینو، اومجاهدین یې د طالب په نامه پر پاکستان باندې ووهل ، وروسته د پاکستان په ملاتړ خپله ایتلافي قواوو د القاعده ، ترورېست او طالب په بهانه پر طالب رژیم برید وکړاو افغانستان یې په دې پلمه د ځمکنیوزېرمولاندې کولواوغلاکولو له پاره اشغال کړ. په همغو سیمو کې یې خپل نظامي بېسونه واچول چې دوی د هوا له لارې عکاسي کړي وو . د پېړیو پېړیو شتمنۍ یې غلا کړې . په اصطلاح قانوني لحاظ یې د کرزي حکومت ( مافیا یي کړۍ ) پر افغانستان باندې حاکمان جوړ کړي وو
. او (
۱۳ ) کاله یې افغانان دده په سمبولیکه څېره ور باندې و غولول .
نوموړي د خپل واک په وروستیو کې د افغانستان انتخابات په قصدي ډول په شرمو وشرمول . چې ټولې دنیا ولیدل . چې د بیان یې څه حاجت نه شته .
ښاغلی کرزی له څه وخت نه چې له دندې لیرې کړی شوی ، اوس پر بله توطیْه اخته دﺉ . او هغه دا چې د نوموړي له ګوښه کېدو څه موده وروسته کله چې اشرف غني پاکستان ته ولاړ او له پاکستان سره یې د هند ضد  نظامي تړونونه لاسلیک کړل ، نوکرزی  په غیر رسمي بلنه هند ته ولاړ او هلته یې بیانونه ورکړل اوڅه خاصې لیدنې یې وکړې . وروسته له هغې چین ته په سفر ورغی ، او له دې وروسته بیا روسیې ته روانېږي .
دده له دې مانورو څخه دا سې برېښي چې دا سړی له کومو جهتونو څخه د پټو معا ملوله پاره د سیمې ذي دخلو هېوادونو ته د سطرنج د دانې په څېراستول کېږي .
هو! دا ټوله سناریو په سیمه کې د راغلې ټلوالې او ورسره سیمه ییزو حکومتونو ده چې په سیمه کې د ټلوالې پاتې کېدل او د جګړې د غځېدا بوی ترې راځي
عراق یې لومړی له ایران سره په جګړه اخته کړ ، بیا یې خپله د بیو لو ژیکي او کېمیاوي ډله ییزو وسلوپه پلمه ترهوایي او ځمکني برید لاندې ونیو . همدا اوس  سنیان پرشیعه او شیعه پر سنیانو باندې وهي ، فرقه یي جنګونه یې په کې شروع کړي .
په ایران کې خو سني او کردان له سره مسلمان نه بلل کېږي .
ترکیه هم کردانو ته له تمدنه لیرې غرني انسانان وایي ، خو مصطفی کمال اتاترک چې د ترکیې کاملاً سنّي اکثریت یې له کلونو را په ایسته په اروپایي موډل ورګډ کړی ـ او له اسلام څخه یې منحرف کړي ـ اوحزب سلامت ملي او اردغان یې په اصلاح کولو کې سرونه سپین کړل ـ هېڅ نه وایي .
په مصر کې خو د امریکې او اسرایْیلو په ملاتړ د پرله پسې نظامي کودتا ووڅه کمی نه شته . کله چې په کوم اسلامي هېواد کې د قانون له مخې یو اسلامي نظام را مینځته شوی ، هغوته په اسرایْیلو کې توطیْه جوړه شوې ، نوره کفري نړۍ یې پر ضد درېدلې ، د آل سعود کورنۍ او د خلیج شیخانویې د اسلامي نظام پر ځای د کفري ناقانونه کودتایي نظامونو مالي ملاتړ کړی .
امریکه د سوډان تېلو ته له پخوا را هیسې تبې نیولې وه ، آخر یې لوی سوډان په شمالي او جنوبي سوډان سره ووېشه ، ترڅو دوی ته د تېلو واک په کې پیدا شي .
پرلېبیا باندې یې هم دا ډول ګزارونه وکړل او د قذافي د دوه مخې څېرې څخه پراستفادې یې پرلېبیا باندې د تېلو او اتومي تأسیساتو ړنګولو له پاره نظامي بریدونه وکړل ، چې امریکه لا تراوسه په کې ښکېله ده ، ځکه اصلي هدف ته په کې نه ده رسېدلې .
الجزایْر، تونس او مراکش یې هم په همدې تبه نیولي . او د یمن خو یې لا دمخه نفس پرې وایست .
په سوریه کې خو د غرب دا ترننی لا دوام لري . د داعش په نوم ډله یې عراق او سوریې ته ورد ننه کړه . ذروي وسلې او مهمات هم دوی هغوی ته ورکړل . ورپسې یې عراق ته په دې پلمه یوځل بیا خپل عسکر ور دا خل کړل . ترڅو له یوې خوا د سوریې اتومي تأ سیسات له منځه یوسي ، او پرعراق باندې یو ځل بیا چورتالان ورګډ کړي . او له بلې خوا دا خاوره نوره پردرېیو برخو ( شیعه ، سنّي اوکردانو ) باندې ووېشي . چې په دې ناورین کې بله ورځ سوریه ، لېبنان اردن ، او خپله ترکیه هم ورګډه ده . د دوی په حریمونو کې به هم د شیعه ، سّني او کردانو په نومونو نوې جغرافیې جوړېږي ، چې همدغه امریکه او
همدغه انګلیس او اسرايْيل به یې په وېش کې ترشا ولاړ وي . استعمار پلوه عناصر به په څنګ کې ورسره نیسي ، او استعمار ضد هغه عناصر به په مختلفو نومونو نیسي ، له هېوادونو به یې باسي او په مرګ به یې محکوموي چې په خپلو هېوادونو او سیمه کې د استعمار پلانونه او نقشې ور معلومې وي . او پرهغوی به د ملي خایْنینو نومونه ږدي . دا مهال په افغانستان ، او ټوله سیمه کې همدغه سناریو روانه ده .
د خپلواک ، سرلوړي او پر مختللي مسلمان افغانستان ، او په کور هوسا او بسیا افغانانو په هیله .
تل دې وي افغانستان ، تل دې وي په افغانستان ، سیمه او ټوله نړۍ کې ریښتینې سوله . مړه دې وي د تل پاتې سولې اصلي د وښمنان
.

 

 

 


بالا
 
بازگشت