حقیق

د امنیتي مسؤلیتونو لېږد یو نوی آزمېښت

له کله نه چې په ۲۰۰۱ زیږدیز کال کې ایتلافي ځواکونه په سر کې یې امریکایی پوځونه افغانستان ته راننوتل وروسته له ۲۰۱۱زیږدیز کال نه په دغه ډله کې امریکایی پوځونو دخپلو وتلو لړۍ رسماً پیل کړه. او دادی ویل کیږي چې د۲۰۱۵ کال دجنوری دمېاشتې له پېل نه به په پشپړه توګه ددغو پوځونو څخه امنیتی مسؤلیتونه افغان لوري ته وروسپارل شي .

په همدې اړوند افغان جمهور رییس یو حکم صادر کړي او یو عالیرتبه پلاوی یی ټاکلی چې د امنیتي مسؤلیتونو دبشپړ انتقال مراسم په شانداره او رسمي توګه ترسره شي. چې دغه پرمختګ او دامنیتی مسؤلیتونو انتقال هم دافغانستان خلکو او هم نړېوالو ته یو ښه زېری دی او دې سره دافغانستان دتاریخ نوې شیبې پیلیدونکې  دي.

خو یو څه چې دافغانستان خلک باید ورته پام وکړي هغه دتېرو تجربو نه تکرار دی چې په تېر وخت کې یې زموږ هیواد له  سترو ناورینوننوسره مخامخ کړی دی. کله چې له افغانستان څخه دشوروی اتحاد لښکر په وتو شو نو هغه پروسه چې دسولې لپاره په افغانستان کې تر لاس لاندې وه او هم هغه نړېوال بهیر چې د ژنیو د مذاکراتو ترنامه لاندې دافغانستان دکشالې لپاره په لاره اچول شوی ؤ دیو شمېر بهرنیو او کورنیو دسیسو ښکار شو اوهم دیو شمېر ډلو د غفلت او ځان غوښتنې له کبله یې دافغانستان په خلکو ستر ناروینونه تحمیل کړل. په دغه وخت کې زموږ دیو شمېر ګاونډیانو او پخوانیو کمونستانو دسیسې به کله هم زموږ تاریخ هېرې نه کړي چې په څه ډول یې دافغانستان خلک په خپلو مېنځو کې سره واچول او په څه ډول یې زموږ کابل ښار او د افغانستان نورې یو شمېر سیمې له بدمرغیو سره مخامخ کړې.

 سره له دې چې اوس حالات بدل شوي او هغه شرایط په افغانستان کې نشته خو هغه متل دی چې وایي (مارخوړلی له اوږده پړي نه هم ډاریږي) نو اوسني حالات هم که بیخي هغه وخت ته ورته نه دي خو یو شمېر شباهتونه سره لري ، لکه هغه وخت هم روسي پوځیان ووتل خو مشاورین موجود وو او د هغه وخت له دولت سره یی مرستې جاري وې ، هغه وخت هم جګړې موجودې وې او اوس هم جګړې موجودې دي ، هغه وخت هم شورویانو نور له مجاهیدیونو سره جګړه بس کړه او یواځې مشورتی رول یی درلود اوس هم دامریکا دفاع وزارت وایی چې له ۲۰۱۵ کال وروسته به دوی ملاعمر نه په نښه کوي، دغه وزارت  په خپله وینا کې داجوته کړې چې له یادې نېټې نه وروسته نور دوی هغه څوک نه په نښه کوي چې دامریکا دګټو لپاره خطر نه پېښوي نو ددې خبرې همدا مانا ده چې نوره به جګړه بیخی افغاني کېږي اودواړولوروته به افغانان وي چې یو بل به وژني لکه څه ډول چې مخکې هم همداسې ؤ ...

مهمه خبر داده چې هیڅ بهرنۍ د افغانستان دګټو او زموږ دخلکو د هوساینې پروا نه ساتي او نه هم زموږ په درد دردمند کېږی لاهم که زموږ له درده او کړاوه کومه ګټه لاسته راوړي نو ددغو کړاوونو په زیاتونه کې له هیڅ شی نه سپما نه کوي او هغه به دخپلو ګټو لپاره کاروي. نو دا پرموږ ده یعنې خپله پر افغانانو ده چې خپل هیواد جوړ کړو او خپل غم په خپله وخورو او خپلو کړاوونو ته دپای ټکی کېږدو.

دافغان دولت مخالفین هم نور داسې پلمه چې ددوی جګړه توجیه کړي په لاس کې نه لري له بل لوري عام افغانان هم په خپل هیواد کې دسولې او کراري غوښتونکی دي نو  ټول ښکېل لوري باید دافغانستان دخلکو دنیکمرغۍ په فکر کې واوسي او پرېنږدی چې دبهرنیو پوځو نو دجګړیز ماموریت په ختمېدو سره بیاهم  پخوانۍ تجربې تکرارشي او  ددې موخې د لاسته رواړو لپاره دسولې پروسه او هغه بهیر چې دخبرو اترو لپاره په پام کې نیول شوی دټولو لورو له خوا باید په صادقانه توګه پیل او عملي شي.

په داسې حال کې چې د امنیتی مسؤلیتونو دبشپړ انتقال په هکله ټول ولس ته مبارکی باید وویل شي خو داهم باید ورپه یاد شي چې دا دغمیزو پای نه دی،  دبهرنیو ځواکونو په  وتو او دهغوی د جګړییز مأموریت  په ختمېدو سره  که داهیله مو ږته پیدا کېږي چې نوربه زموږ ملکي هیواد وال نه وژل کیږي، که دا سې به وشي چې نوربه زموږ به کلیو او بانډو بمبارونه نه کیږي، که داسې به وشي چې نور به زموږ هیوادوال په لار کې دبهرنیو ځواکونو دکتار دتېریدو له امله  نه تم کیږي، که چېرې نورد شپې له چاپو څخه به زموږ بېګناه هیوادوال  په امن کې کیږي ، که   نوربه دخپلو بېګناه هیوادوالو  له نیولو او دبهرنیو له زندانو نه خلاصېږو ، که چېرې نور به زموږ ماشومان د الوتکو له غږونو له خوبه نه راویښېږي، که چېرې به نور زموږ خپله هوایی فضا او ځمکنی واک خپل کیږي ...خو داهم ممکنه ده چې زموږ خپل مېنځي جګړه لاهم زور واخلي ، داویره هم شته چې افغانان ونه شي کولای یو ګډ تفاهم ته سره ورسېږي ، داسې امکان هم شته چې دګاونډیو اوسیمې هیوادونو د دسیسو ښکارشو، داسې هم کیدای شي چې زموږ اقتصادي وضیعت خراب شي...

نو ددې لپاره چې له بدو پایلو سره مخامخ نه شو ، هم زموږ هیوادوال هم دولت ، هم مخالفین او ټول افغانان باید لاسونه سره ورکړي او داسې تجویزونه دخپل هیواد دراتلونکي لپاره ونیسي چې دنېکمرغۍ پر لور مو وکاږي او له بدمرغیو نه مو وساتي. اوهغه دسولې او تفاهم لار، یوبل ته دتېریدنې لار، دتیرو تجربو نه تکرار ، یو دبل دزغملواو دخپل راتلونکي لپاره دفکر کولو لارده چې موږ دغې موخې ته رسولی شي او په دې اړوند زموږ هرهیوادول په خپل وار سره مکلف دی چې د خپلې ښې راتلونکې لپاره هغه څه چې په توان کې لري هغه ونه سپموي.

 

 


بالا
 
بازگشت