افغانستان د تاریخ په تګلوری کی

 

پروفيسورمحمد بشيردودیال

ارواښاد میر غلام محمد غبار د هیواد نامتو تاریخ لیکوال، ادیب او سیاسی – ټولنیزشخصیت، هغه ویاړلی څیره وه چی پیاوړی او زړور قلم به یی تر ډیره د خلکو او ولسونو هیر نشی. نوموړی له نن څخه پوره اوه دیرش کاله مخکی وفات شو. دهغه وخت نامتو بهرنیو او کورنیو خبری سرویسونو، راډیوګانو اومطبوعاتو دهغه د مړینی د خواشینوونکی خبر سره یو ځای، دده د علمی آثارو  او مقالو معرفی هم خپره کړه.  دده په ډیرو نامتو آثارو کی یو هم افغانستان در مسیر تاریخ کتاب و. دافغانستان دغه علمی تاریخ په ۱۳۴۶ل. کال په دولتی مطبعه کی چاپ شو، خو دهغه وخت دچارواکو له خوښی سره ځکه برابر نه و، چی یو شمیر واقعیتونه یی په په څرګند ډول بیان کړی وو، وروسته  بیا په ۱۳۵۷ل. کال دغه کتاب د نشر اجازه ومونده، خو د یوی اونۍ په ترڅ کی یی ټولی نسخی وپلورل شوی او یوه دانه هم د کابل په کتابپلورنځیو کی پاتی نه شوه. کله چی ددغه کتاب د نشر په هکله په ۱۳۴۶ کال کی بندیز ولګید، دهغه وخت زیاتره منورین په دی باندی خپه شول، اما د کتاب نه نشریدو نور هم ددی کتاب محبوبیت زیات کړ. د کتاب یو څو نسخی ښاغلی حشمت خلیل غبار له مطبعی څخه رااخیستی وی. آن د کابل ښاریو شمیر روڼاندو ددغو نسخو له مخی کتاب خپلو ځانو ته په قلمی بڼه ولیک ،ښاغلی نصیر مهرین ددی مسلی په هکله (اریایی ) درنی پاڼی کی خپل خاطرات لیکلی دی. کله چی زه د حبیبی په عالی لیسه کی زده کوونکی وم، زموږ د نهم ټولګی د کیمیا ښوونکی خدای بښلی نجف علیخان او د فزیک او ریاضیاتو استاد خدای بښلی غفور مرزا ددی کتاب ځینی برخی لوستی وی او ځنی وخت به یی په ډیر رموز او محرم ډول موږ ته ویلی. حبیبیه له پیله د روڼاندو او مشروطه خواهانو مرکز او د نویو نهضتونو ریښتینی مکتب و. زموږ د تاریخ استاد عبدالجبار خان به دی کتاب ته د یوه سپیڅلی تاریخ په توګه کتل، خو ما په خپله نه و لوستی. یو وخت ددولت دولوړو مقاماتو او د معارف دوزارت  د پریکړی له  مخی د زرنګار پارک کی  (داوسنی کابل ښاروالی شاته) یوه ځانګړی پخوانی ودانی د ځوانانو د کتابتون په نوم پرانیستل شوه، دا په حقیقت کی د عامه کتابتون یوه برخه وه. مامورین اووپرسونل یی د عامه کتابتون منسوبین وو. دا وخت د حبیبی  لیسی کی د اتم ټولګی لپاره جلا کانکور او د نهم ټولګی په پای ته رسیدوسره د ساینس او اجتماعیاتو د څانګو د جلا کیدو لپاره جلا کانکور اخیستل کید،  نو ددغو دوو کانکورنو د بریالی تیرولو لپاره به موږ د مازیګر تر پینځو بجو په دغه کتابتون کی مطالعه کوله. د لیسی مدیر خدای بښلی نادی و، وروسته بیا داکترصاحب باختری د لیسی مدیر شو، دوی دواړو د شاګردانود علمی سویی د لوړولو لپاره نهایت تلاش او هڅی کولی، ما به تل هڅه کوله چی د افغانستان در مسیر تاریخ کتاب هلته  ومومم، خو دا کتاب نه و موجود. په ۱۳۵۷ کال کی می بالاخره دا کتاب وموند، شین پلاستیکی پوښ یی و، د یو شمیر نورو پوښ ژیړ پلاستیکی و، همدا د افغانستان در مسیر تاریخ لومړنی چاپ و. اوس یی هغه نسخی نشته. وروسته بیا دا کتاب په زرګونو ټوکه له هیواد بهر او بیا دهیواد دننه چاپ شو، خو پښتو ژباړه یی نه وه. یووخت یی ما په پیښور کی ددوهم ټوک پښتو ژباړه ولیده او ومی پیرودله، خو کتاب پوره نه و، ډیر په تمه وم چی  د کتاب پښتو ترجمه هم را سره وی. په پای کی می تصمیم ونیو چی دا کتاب په بشپړ ډول( لومړی او دوهم ټوک) زه خپله وژباړم.  د میوند کتاب خپرولو موسسی دا کتاب څو ځله پخوا خپور کړی و، ما ددغی موسسی له متصدی ښاغلی عمر جان ته وویل، ده هم یوه ورځ دا خبره راسره شریکه کړه او د کتاب په ژباړلو یی ډیر زیات تاکید وکړ،  ما د ژباړی کار د ډیرو مصروفیتونو سره سره په ۱۳۸۹ کال کی پیل او کتاب په ۱۳۹۱ کال کی بشپړ وژباړل شو او میوند کتاب خپرولو موسسی ته می ورکړ. تیر کال په پوهنتونونو کی د عامه اداری او پالیسی پوهنځی تاسیس شول. موږ د تاریخ نصاب کی په معاصره دوره کی د اداری بڼی  او څرنکوالی هم د تدریس لپاره تصویب کړ، یعنی باید د عامه اداری محصلان دا زده کړی چی تیر وخت کی د هیواد اداری نظامونه په څه ډول و؟ ددی لپاره باید موږ بیلابیل ماخذ هم په پام کی نیولی وای. ما ته ترټولو یوغوره ماخذ د مرحوم غبار تاریخ ښکاره شو، دا وخت را یاد شول چی د غبار تاریخ ما په پښتوژباړلی و، له میوند کتابتون څخه می څو ځله د کتاب دچاپ په هکله پوښتنه وکړه، خو دوی ویل چی کتاب ښاغلی حشمت خلیل غبار ګوری او ممکن یو څه وخت ونیسی، له دی امله چی ددی کتاب د چاپ او خپرولو حق فقط حشمت خلیل غبار سره خوند دی ، نو هیڅ امکان نه لری پرته دهغه له لیدو اواجازی چاپ شی. تر څو چی څو ورځی مخکی عمر جان  تیلیفون راوکړ او یو څو ټوکه ژباړل شوی کتاب یی هم راواستاو. کتاب په ښکلی قطع او صحافت او د ښاغلی حشمت خلیل غبار په تاکید کټ مټ د پارسی د قطع او صحافت په شکل چاپ شوی دی. په کتاب کی یو څو ځایه طباعتی تیر وتنی شته، چی ډیر ژر به اصلاح او په بل ځلی چاپ کی به په پام کی ونیول شی. زه هیله لرم راتلونکی کی موږ دغه ډول مهم کتابونه آنلاین شکل باندی هم ولرو. که چیری ( آریایی ) درنه پاڼه دا کار کولای شی، دا به یو لوی خدمت وی. موږ باید د هیواد ریښتیانی اوعلمی تاریخ په هر ډول چی امکان لری وساتو. په دی کی یو هم د خدای بښلی غبار ( افغانستان د تاریخ په تګلوری کی) کتاب دی.  افغانستان د تاریخ په تګلوری کی هغه کتاب دی، چی زموږ ټول ملی ویاړونه یی راجمع، ثبت او خوندی کړی دی. ددی کتاب لوستل هر افغان ته دملی یووالی، اتحاد او اتفاق روحیه ورکوی. موږ ته ملی مقدسات او له هغو څخه ددفاع ارزښت بیانوی او حکومت چلول، نظام جوړول، دولت او دولتداری را زده کوی( البته د تیروتنو او پخوانیو شاهانو او امیرانو اشتباهات بیانول په خپله یوه زده کړه ده چی د تاریخی درسونو، پند اوعبرت بڼه لری) . دا کتاب تر هر بل اثر څخه د افغانستان مهم ستراتیژیک موقعیت را څرګندوی او ددی په لوستلو سره موږ پوهیدای شو چی ولی موږ د نړیوالود سیاسی – اقتصادی ستراتیژیو محراق یو او ولی وروسته تر تقریبا نیمی پیړی هر ځل له یوه یرغل او تاړاک سره مخامخ شوی یو؟ ددی کتاب عجیب کیفیت په دی کی دی چی د اوسنیو لاسوهنو اصلی ریښه او د نا امنیو سر چینه هم په دی کتاب کی موندلای شو!! د تعجب ځای دی چی پخوانیو مسایلو او لانجو په معجزه یی توګه دوام موندلی او د افغانستان د نن ورځی د یو شمیر ستونزو ریښه په (تیر) کی ښخه ده !! او په حیرانوونکی توګه خښه ده!!

“      افغانستان در مسیر تاریخ  “ باندی په دی وروستیو دیرشو کلونو کی ډیرو پوهانو لیکنی کړی دی، ددی کتاب په هکله جلا نور کتابونه خپاره شوی دی ، د هر چا نظر خپل او ددرناوی وړ دی، خو د کتاب دپښتو ژباړی نه شتون موږ ته یو کمی ښکاره شو، نو ځکه یی د خپرولو هڅه پر ځای وګڼل شوه.

 

ياداشت : سايت آريايی از زحمات  چناب پروفيسور محمد شريف  دودوال قدردانی نموده ، پايان کارترجمهً اين اثرگرانبها را به زبان پشتو به پوهاند صاحب  تبريک میگوييم. ما با افتحار حاضريم  ترجمهً اين اثر را در کتابخانه سايت آريايی به نشر برسانيم.

http://ariaye.com/ketab/ketab.html

 

 


بالا
 
بازگشت