افغان چارواکو، اوهرمُکلف افغان ته

محمد انور ولید

 
اې افغان چارواکیه ! فکري قوّت دې د بشپړو انساني اوشرعي غوښتنو سره سم په خورا امانتدارۍ او صداقت سره په کار واچوه ، تر څو له یوې خوا دې په لاس او ژبه دواړو باندې خلکوته ګټه ورسېږي ، او له بله اړخه د خلکو باور او یقین در باندې پوخ شي ، چې پر مټ یې بیا وکولی شې مردمي ملاتړ پرې د ځان کړې .
هرانسان له ځان سره ډېرې هیلې لري ، خو روا هیلې یې د هر چا خوښېږي او په تر سره کېدو کې یې مرسته ور سره کوي ، چې له داډول مرستندویانوڅخه مننه په کار ده . ته هم د روا هیلو لاره خپله کړه ، ترڅو خپل خلک درسره مرسته وکړي او ته ترې مننه وکړې .
له داسې چا سره دوستي او ملګرتیا وکړه چې ټول کړه وړه یې کټ مټ ستا په څېر صادقانه او تر هر څه ارزښتناکه وي . له تامع ، مکارو، ناوړه اوسؤ تغذیه کوونکو خلکو سره دوستي ستا او ټولنې دواړو په زیان او زوال سره تمامېږي . ځکه هغوی له تا سره په خپله نفسي مُّدعأ ملګري دي .
د انسان ژوند تل د پند اوعبرت له پاره له خوږو ترخو( نېکمرغیو او بدمرغیو ) سره تړلی چې له لوړو ژورو څخه تېرېږي . او دا یوه الهي آزموینه ده . خو ته په کې صابر ، صادق ، مُدّبر او قانون مند اوسه.
موږ انسانان یوه نه بدلېدونکي دستور ته اړتیا لرو ، خو  ته د خپل خدای (ج) او د خدای (ج) د بنده ګانو په وړاندې خپل ژوند پرته له نفساني غوښتنو داسې عیارکړه چې د حقوق الله او حقوق العباد و ترمینځ اړیکې په کې زیانمنې نه شي ، او تل تر روابطو آسماني قانون غوره وګڼه . ځکه بشري قانون یو وضعي دستوراو یوه بدلېدونکې وثیقه ده ، چې د هر زمامدار له تلو راتلو سره د بدلېدو را بدلېدو قابلیت په کې دﺉ . خو آسماني دستورد ټول بشریت له پاره یو تل تر تله او نه بدلېدونکې معتدله وثیقه او قانون دﺉ ، چې تغیر او بدلون تر قیامته پورې په کې ځای نه لري .
که غواړې چې تل بریالی وې ، مثبت فکر او مثبته هڅه کوه ، ځکه نه هیلي او مأ یوسي داسې ستره ناکامي ده چې له پښېمانۍ پرته بل هېڅ بدیل نه لري .
که غواړې چې تل د نورو له غلامۍ څخه خلاص وې ، نو په خپل ټاټوبي کې شریف او صادق اهل کسبه اوسه .
اې چارواکیه ! د هر چا د پوهې ، ظرفیت او وجدان کاسه بېله ده ، له همدې کبله ځان له هر کس او ناکس سره مه پر تله کوه .
که ته د خپل ښه والي جوهر نورو ته وښیې ، نور به ستا ارزښت ، وزن او مقام په درنښت سره درپه ګوته کړي .
د نوروښه خویونه پرځان عملي کړه ، ترڅوته هم د خپلو ښو خصلتونو پر مټ پر نورو باندې تل واکمن پاتې شې .
د نورو له ښو پند ، اوله بدو یې عبرت واخله ، ترڅو راتلونکې ژوند په ټولنه کې ښه در باندې تېر، او تاریخ مو کارنامې په زرینو کرښو له ځانه سره خوندي وساتي .
په نېکیو ځان پوه کړه اوعمل پرې وکړه ، ځکه ناطق ، عالم او عاقل انسان د خپل بد حالت څخه ښه حالت ته د بدلېدو او تغیرقابلیت په ځان کې لري . نوته هم دا فرصت له لاسه مه ور کوه .
تمه له خپل خدای (ج) نه کوه ، خو حرکت او سالمه کر کیله ستا خپل کاردﺉ . ځکه بې له حرکته برکت نه شته . څه دې چې کرلي ، همغه به بیا رېبې . زیار باسه چې د دروېشانو په دغه نیمګړې دنیاګۍ کې خپل کچکول له نېکیو ډک کړې .
اې افغانانو ! ددې په تمه مه کښېنۍ چې څه وخت فرصت  برابرېږي ، بلکي فرصتونه په خپله ځانته برابرکړۍ . ځکه د فرصتونو برابرول د هر مکلف انسان خپل ځانګړی پلان او ستراتیژي ده ، چې د منطق ،استقرأ ، پوهې او تجربې پر بنأ یې ګام په ګام په لنډ مهال ، منځ مهال او اوږد مهال کې د (لیس للانسان الاّ ماسعی) د فورمول له مخې په ځانګړي او ټو لنیز ډول عملي کوي .
اې افغان چارواکیو! هېڅکله یو پر بل باندې بخیلي مه کوۍ ، ترڅوحرص موایمان ، شتنمۍ او باور دری واړه  در څخه و نه توږي
د هر چا د راتلونکې جوړښت د هغه له موجوده ژوند سره تړاو لري . که تاسو هم د خپلې ښې راتلونکې خوبو نه وینې ، نو بنسټ یې پر ښه ژوند کولو سره پیل کړۍ ، او خپله راتلونکې له تېرې بدې ماضي سره مه تړۍ . ځکه د نن فرصت سباته در سره نه شته . او نه خو دا معلومه ده چې سباته څه پېښېږي .
+ اې چارواکیه ! هره شتمني په خپل ذات کې یو خدایي نعمت دﺉ ، او په لاس کې موجوده شتمني د نورو شتو ترلاسه کولو له پاره یوه وسیله ده چې باید شکر پرې وایستل شي . او شکران د نعمت یوازې د یوه خدای (ج) په عملي عبادت کې نغښتی او بس . تاسوهم خپله علمي پانګه د نوروعلمي کدرونو په روزلو سره وسیله کړۍ ، ترڅو په هېواد کې د علمي کدرونو پانګه زیاته ، او دا هېواد د نېستۍ څخه پرې هوسا او بسیا ، او تاسو د نعمت له کفران څخه پرې خلاص شۍ
+ خدایي نعمتونه داسې څه نه دي چې موږ یې لرو ، بلکي دا داسې شی دي چې موږ هغه نعمتونو ته ور رسېدلي یو . باید له لاسه یې ور نه کړو . روغ وجود ، غټ ماغزه ، مرد مي قوّت او خپلې طبیعي زېرمې او وخت ټول داسې نعمتونه دي چې باید پر خپل وخت اوموقع ترې ګټه پورته شي .
ښاغلیه چارواکیه ! لومړی خپل مطلوب او نوروته د منلو وړاحساس خپله ولوله ، زده یې کړه ، عملي یې کړه ، بیا یې  نورو ته ور زده یې کړه ، ورهبه یې کړه ، دا صدقه جاریه ده ، صدقه جاریه د روابطو قرباني مه کوه ، اوله خپل خدایه منندویه او شاکراوسه . ځکه چې په افغاني ټولنه کې یې ممتاز، استاد او چارواکی ګرځولی یې .
+ له خدای (ج) او رسول الله (ص) سره مینه لرل د ایمان نښه ده ، خوله هوا ، هوس او شیطان سره مینه لرل د بې ایمانۍ نښه ده . تاسې چارواکي په خاص ډول کوښښ وکړۍ چې له هوا ، هوس او شیطان څخه ځاننه  لیرې وساتۍ .
حقیقي مینه یو داسې جوهر دﺉ چې هغه په مصنوعي ډول له بل چا څخه نه زده کېږي ، نه مطالعه کېږي ، نه پلورل کېږي ، نه را نیول کېږي ، بلکي نوروته ورکول کېږي . تاسې هم خپل اسکیرلي مظلوم ملت ته حقیقي مینه ورکړۍ
+ ښاغلیه چارواکیه ! ستا په دماغ کې ستا د خوبونو خزانه ده ، خو ته یې ریښنینی  تعبیراومعنا د غلطو سوچونو پرځای په عمل کې پیاده کړه . ترڅودا خوبونه دې په ژوند کې ریښتینې بڼه خپله کړي .
+ اې چارواکیه ! مهمه خبره داده چې تاته څوک مهم اوغوره دي ، نه دا چې ته چاته مهم یې .
ته خپله نورو ته په درنه سترګه وګوره ، تر څو نور تاته په درنه سترګه وګوري .
+ هغه څه چې ته یې د ځان له پاره غواړې ، د نورو له پاره یې هم وغواړه . ځکه دا ستا د پیغمبر د حدیث پیغام دﺉ .
که تا ویل چې ته یې ، او ما ویل چې ته یې ، هم به ته یې ، هم به زه یم . که تا ویل چې زه یم ، او ما یل چې زه یم ، نه به ته یې ، نه به زه یم .
+ په ټولنه کې زموږښه ژوند زموږ له اصلاح سره تړاولري  . ځکه موږ ټول د خپل ځان ، کورنۍ ، ټولنېزنظام او نړۍ سره په روابطواوظوابطو دواړو کې د پخواني یونان د یوه مستشرق په خبره د داسې سمندرد اوبو په څېرسره شریک یو چې کورنۍ ، ټولنې ، هېواد او نړۍ ته ترې نهرونه او ویالې بهېږي . که د سمندر اوبه خوږې او رڼې وي ، نو د ویالو او نهرونو اوبه یې خامخا ور سره خوږې او رڼې وي . او که د سمندر اوبه ترخې ، تروشې ، اوچټلې وي ، نو د ویالو او نهرونو اوبه یې خامخا ور سره تروشې ، ترخې او چټلې وي . ځکه د انساني ځوځات وجود او ونه یوه ، او غم او درد یې هم سره شریک دﺉ . زیار
باسه چې ته هم د خوږو او رڼو اوبو سمندر ځان جوړ کړې ، تر څو نور در څخه ګټه واخلي .
کامیابه خلک هغه دي چې له نورو سره په روا چارو کې ګډه مرسته کوي ، نوروته ښې مشورې ورکوي ، له نورو څخه سالمې مشورې غواړي ، نورو ته سمې لارښوونې کوي او د سالمې ټولنې جوړېدو له پاره سالم احساس لري .
+ ستا لوی والی په علم ، ادب او خاکسرۍ کې نغښتی ، نه په تکبر او شیطاني چالاکیو کې .
+ ستا لوی والی تر هغو پورې څوک نه ویني ، تر څو چې هغه دې په عمل کې خلکو ته ښکاره کړی نه وي . کله چې ته په ریښتیا د لویانو کارونه وکړې ، نو تاته به هم د لوی په سترګه وکتل شي او خلک به دې ومني .
+ ستا د بریاوو او لاسته راوړنو پایلې  ستا د ورځنیو کارونو ترسره کول دي ، ځکه خو په خپلو موخو پسې پرله پسې اوچت او پاخه ګامونه واخله .
اې چارواکیه ! هغه وخت ته خوشحالېږي چې د خوشحالۍ احساس په ځان کې پیدا کړې ، ځکه خوشحالي په خپله تاته نه راځي . داسې روا څه تر سره کړه چې روح دې ور سره آرام ، او خلک در څخه راضي ، هوسا او بسیا شي .
+ اې چارواکیه ! لومړی له ځانه نا ځوابه پوښتنه وکړه ، بیا د پوښتنې ځواب پیدا کړه ، او وروسته یې حل کړه .
ترخپلو یارانو او ځان پورته کس ته سترګې په لار اوسه ، د دستار سړي له ځانه مه شړه ، ارذالو ته واک مه سپاره ، ځکه چې بیا به د هېواد ډېر شریف خلک هغوی ته د څه کار له پاره درېږي ، کاربه یې هم نه ورکوي اومأیوس به بېرته پرشا ترې روانېږي . چې بیا به د نظام د زوال پیلامه له همدې ځایه پیلېږي
ته هغه مهال بریالی یې چې خپل فکري قوّت د ملي او دیني ارځښتونو د پیاوړتیا له پاره عملاً و آزما یی .
+ ښه تجربه هغه ده چې له ډېرو تېروتنو دې په سبق اخیستوسره ترلاسه کړې وي . ځکه تاریخ د تېرو پېښو او بیا پېښېدو یوه ټولګه ده چې له بدو یې پندونه عبرتونه ، او له ښو یې د حال او راتلونکې د لارې مشال جوړېږي
له داسې خلکو سره د چارو د ښه تر سره کېدو په لړ کې سلا مشورې وکړه چې په خپلو رشتو کې ترټولوغوره متخصصین ، عالمان ، هوښیار، صادقان ، مُّدبراو خواوږي خلک وي
چاپلوسان او پرازیت ډوله عناصراو مطبوعاتي غله چې اصلآً په  هر نظام کې خپل کتلېستي خاصیت په کاراچوي ، چې پردي مضامین او پارا ګرافونه کاپي اوپېسټ کوي ،او بیا یې په خپل نوم نشرته سپاري ، چارواکي تېرباسي ، د تعمیري نظام په هرقالب او د انساني تعمیر په هر بنسټ کې د اصلي عنصر په صفت په خورا چالاکۍ د چارواکو له ناخبرۍ څخه پراستفادې سره ځان ننباسي ، باید ژر تر ژره په نښه او تعریف شي ، ترڅود ټولنیز نظام راتلونکې په خطر کې ورسره ونه لوېږي . خو په ملي کارونو کې چارواکو ته په کار ده چې هغه مهال د انتساب او روابطو پر ځای په انتخاب کې له وروستۍ
پښېمانۍ پرته د لږ سوچ کولو ګټوره لاره خپله کړي . دا ځکه چې وروسته بیا پښېماني هېڅ ګټه نه لري .
هر نظام په کور ننه جوړېږي ، له بهره د نظام جوړولو تپل کېدل په اصل کې د خپلې جغرافیې ، هویت ، خلکو ، خپلواکۍ او راتلونکې غلامۍ او تباهۍ پېلامه ده ، چې موږ باید ډېرورباندې باوري نه شو. ځکه پردی کټ تر نیمو شپو وي.اوپردي د خپلوموخوترلاسه کولواو پرنورو باندې د خپلو شرطونومنلو،زر، زوراوتزویرچلولوته ژمن وي . خوموږباید خپلوملي ارځښتونوته ژمن واوسو . نه په خپله خاوره کې د پردیوناروا ګټوته .
                      فاعتبروا یا اولی الابصار

 

 


بالا
 
بازگشت