د افغانستان منتخب ؤلسمشرته څو د پام وړ ټکي :

درنه ؤلسمشره !

ترهرڅه وړاندې لومړی د اسلام د سپېڅلي پیغمبر(ص) مسنونه تحفه ( السّلام علیکم ) او نېکې هیلې در ته وړاندې کوم .

ورپسې درته د الله (ج) څخه د ښه صحت تر څنګ ددغه درانه ملي مسؤولیت د ادأکولو په ټولو اړوندو برخو کې د سترحیرانوونکي بري غوښتونکی یم .

الله (ج) دې وکړي چې له سوګند یادولو او د حضرت ابوبکر صدیق (رض) د یادې خطبې سره سم د افغان ؤلس ، نظام او خاورې ریښتینی خادم جوړ شۍ .

وروسته له دې د زړه له کومې پرته له چاپلوسۍ څخه د ملي ارمانونو ترسره کېدو په خاطر لاندې څو سپینو ټکو ته ستاسې توجه زما یوازینۍ هیله ده :

د افغانستان د ملت ؤلسمشره !

+   تاسې ترما ښه پوهېږۍ چې د هرملت عروج اولوړېدل دخدای ورکړونعمتونوپه شکرادأ کولو کې نغښتی . خپله ملت ، جغرافیه او ملي شتمنۍ زموږ خدای راکړي نعمتونه دي . خو موږ یې د متفکروعلمي پخو تجربو ، او د خپلو خلکود باورراتلو پراساس د عادلانه او متوازن تعمیل په خاطرمکلف کړي یو چې ددې نعمتونو شکرانه ادأ کړو . ځکه افغاني سیاست او د افغانستان دغه اوسنی بحراني حالت هم دا ایجابوي چې باید تاسې اولی الامر د خپلې متخصصې اوعلمي اډاڼې پراساس د افغانستان له پاره یوه کاري ، صادقانه اوعملي کېدونکې داسې دوامداره سترا تیژي له ځانه سره ولرۍ چې پر مټ یې د افغان خاموش اکثریت رابطې د حکومتي چارواکو له وجداني نیاو سره تړاو ولري ، ترڅوحق الله او حقوق العباد دواړه په عدل او قسط  سره په کې عملي شي . ځکه تاسې په اصل کې د خپلو خلکو حقوقو ادأ کولواو خدمت ته ځان کاندید کړی . او دا د خدای تعالی یوه لویه پېرزوینه ده .خو

که چېرې په دې حقوقو کې خیانت وشي ، خدای تعالی یې هېچاته نه ور بښي او انتقام یې په دنیا او آخرت دواړو کې ترې اخلي . چېرې نه چې تاسې په دې آزمون کې پاتې راشۍ .

ولې ددې پرخلاف که چېرې افغانان او افغان حکومت د خپل خدای ورکړي نعمت ناشکري وکړي ، پرخپل دښمن او کورني او بهرني منافق نېک باور ولري او د خپلو شخصي ګټو له پاره له هغوی سره چټلې او له میکروبونو ډکې زهر جنې سلا مشورې کوي ، خپلې نفسي رأیې ته پرقرآن او سنتو ترجیح ورکوي ، خپله خوشحالي او خپله ګټه د خدای ، د خدای د رسول ، دین او ترملي ګټواوچته وګڼي ، نو له همدې ځایه به خدای مه کړه زموږ ټولو زوال او نابودي پیلېږي .

+   ښاغلیه ؤلسمشره ! له لومړنۍ وینا او ورپسې قاطعیت څخه خو دې داسې برېښي چې د اسلام دین اوملت دواړه درته ګران دي . اوتاسې ته دا هم معلومه ده چې افغانستان له څلورو لسیزو را هیسې د پردي سیمه ییزاو نړیوال اور په لمبو کې وریت شو . افغانانو خپل ځانونه ، خپلې شتمنۍ ، اوخپل ملي ارزښتونه په کې له لاسه ورکړل . هم وژل کېږي ، هم تجرید ېږي اوهم تورنېږي . پرنظام باندې یې د فساد او قاچاق ټاپې ووهل شوې . درانه افغانان په کې رنګ شول . دا ځکه چې موږ تراوسه پورې یو باوجدانه ، ملي ، متخصص اوعلمي مدیریت نه درلود . له همدې وجهې د افغان ؤلس ترمینځ ډېرې کورنۍ او سیمه ییزې ستونځې او لانجې را ټوکېدلې دي چې هواري ته یې لاره موندل یوه اړینه ملي اړتیا ده . خو زما پر خپل آند د افغاني ستونزو د حل او دایْمي سولې د اعادې له پاره که چېرې په ملي ، سیمه ییزه او نړیواله کچه د فساد او فتنو د انګېزو سر مزي ( زوراومکر) د وقایوي ټولنیزعلاج په خاطرلومړی سره وپېژندل شي چې د چا له خوا ؟ د چا په ملاتړ ؟  څه ډول ؟ په کوم کمیت او کیفیت ؟ او د څه له پاره مینځ ته راغلي ؟ څوک دا پروسه د کوم هدف له پاره زموږ په خاوره کې اوږدول غواړي ؟ څوک زموږ له مجبوریت څخه ناوړه ګټه پورته کوي ؟ موږ څنګه کولی شو چې د کورني ، سیمه ییز او بهرني مُضر د جامعې ، مُخل د امنیت ، او مشهوربالفساد عناصرو د وراني مخه نیولی شو ؟

دا به ډېره پرځای وي چې بیا د معقولې سترا تیژیکې لارې له طرح شوې نقشې سره سم عملي او دایْمي سوله مینځ ته را شي . ځکه په سوله کې آرامي او ورور ګلوي ده . په سوله کې خوشحالي ده . سوله د هر چا خوښه ده . په سوله کې یوموټی کېدل او ځواکمن کېدل  دﺉ . په سوله کې فکري او مکتبي اړخونه نغښتي دي . په سوله کې ځانګړي او ټولنیز کارونه او ملي ګټې پرتې دي . په سوله کې پرمختګ دﺉ . سوله د تفرق ، بېلتون ، افراط ، تفریط او د زور له حکومت او اېل کولو څخه کرکه لري . ځکه چې په داسې اعمالو سره تل اصلي هدف له مینځه ځي او حقیقت په کې قرباني کېږي . او د افغانستان خلک له تاسو څخه همدا شی غواړي . صادقانه سوله یو داسې ډاډمن ژوند او نه غوڅېدونکې برحقه جګړه ده چې د پېښو په وړاندې تروروستۍ سلګۍ پورې نه شلېدونکی دوام لري .

که چېرې تاسو په دې پرله پسې جګړه کې د زغم ، صبر او تحمل څخه په علمي او تجربوي ساحو کې کار واخیست ، تاسې فاتح یاست .

+   ؤلسمشره ! افغانستان له دری نیمولسیزو را په ایسته د پردیو سیالیو پربېرحمانه  آزمون ځای بدل شوی . هر اړخیز زیانونه ور اوښتي . خو د افغان بچیانو له پاره د رغنده ښوونې او روزنې اصل ته چې د یو ملت ژوندۍ روح او جسم دواړه په کې نغښتي او د یو ملیتي سالم وجود ټولوسیستمونو ته متوازنه او معیاري وده او ژوند ور په برخه کولی شي ، ډېره سخته ضربه رسېد لې ، چې د بیا رغونې له پاره یې نیمه پېړۍ وخت ته اړتیا شته . ځکه پاک عاطفي چال چلن ، دوستانه اړیکې او سالمه روزنه د عقل په پوخوالي کې چې لومړی د پټو استعدادونو را بر سېره کولو ، او بیا د سترو شخصیتونو په جوړولوکې ښکاره رول لري . تاسې هم دیوه ملي زعیم په توګه دنده لرۍ چې دغه اصل له پامه ونه غورځوۍ ، بلکې د اوسني عصر او زموږ د خلکو له اړتیاوو سره سمه سالمه ، متوازنه اوپرعلمي اوتجرباتي معیارونو برابره قانوني وده ورکړۍ.  ځکه همدغه سترشخصیتونه خپل ملت ، سیمې اوټولې انساني نړۍ ته د خدمت کولو مصدرجوړېږي . خو متأ سفانه چې زموږ ماشومانو له تېرو دری نیمو لسیزو را په ایسته له ډز ، ترپ ، خرپ ، وژلو، ژوبلو، مهاجرتونواو نورو تخریبي اعمالو بل څه نه لیدلي او نه یې اورېدلي دي . افغانان د تاریخ په اوږدو کې د پردۍ جګړې له پاره د جنګ سوټي او د سوخت مواد دي چې په کور د ننه ، او له کوره دباندې د سیمې او نړۍ په کچه هر کس او ناکس د خپلو شومو اهدافو له پاره ترې ناوړه کاراخیستی . دا ځکه چې مغرضو کورنیو او بهرنیو عناصرو د خپلو شومو اهدافو له پاره لومړی افغانان د جګړې خواته را کش کړل ، بیا یې بېسواده او ځانونو ته اړ او محتاج کړل ، او وروسته یې د خپل ملت او خپلې خاورې پر ضد استعمال کړل . خو (۳۵ ) کاله وروسته افغانان پردې پوه شول چې پر موږ او زموږ پر اولادونو باندې څه لوبې روانې دي ؟ !!..

اوس افغانان غواړي چې د غلامیو له دا ډول غړوندیو خپلې غاړې خلاصې او پردی ژغ له خپلو اوږو وغورځوي . که چېرې ؤلسمشر دې اصل ته له سره ژوره او دقیقه کره کتنه وکړي ، او تعلیم او تعلم په لومړنۍ ، منځنۍ او لوړه کچه د مداري ډوله حلقو څخه و ژغوري ، نو دا متوازنه ښوونه او روزنه به د اوسنیو او راتلونکوافغان نسلونوله پاره ډېره ګټوره تمامه شي .

+  ؤلسمشره ! ټوله نړۍ او خپله افغانان دا سې کره ثبوت او بعینه شواهد په لاس کې لري چې په افغانستان کې د مخدرو موادو کر کیله ، تولید او قاچاق په نړۍ کې ساری نه لري . په میلیاردونو کلنۍ ګټه  یې نورو ته ده او پر نشو یې بیا زموږ ځوان کهول اخته کړی . دا ولې ؟ غواړم په یوه ادبي ټوټه کې نشه او نشیان در په ګوته کړم :

(( د نشې اثر پر بدن باندې بده اغېزه کوي ، د چا په خوله کې چې یو ځل د کوکنارو پۍ ور څڅېدلې ، او یا یې د بنګو شنې لوخړې تر سپنګو را وتلې ، بیا یې له کار روزګار څخه مخ اړولی ، تر زیان پرته یې چاته بله ګټه نه ده رسېدلې ، ځکه خوخلک نشه او نشه یان نه خوښوي . په نشه کې ټولنیز نفرت دﺉ . آن تر دې چې د نشې خمار خلک مست کړي ، مین کړي او بیا یې په داسې مرګ وژلي چې وینه یې هم ځمکې ته نه ده تویې شوې .

نشې ډېرې دي . د پاڼو نشې . د لېونۍ ځوانۍ او مستۍ نشې . د هستۍ او نېستۍ نشې . د واک ، ځواک ، تخت ، بخت او عیاشۍ نشې . مذهبي ، ژبنۍ ، توکمي او ګوندي نشې . چې داهره نشه بېله ونه ، بېل ښاخونه او بېلې پاڼې لري . خو د نشې اثر په پاڼه کې دﺉ . ولې د پاڼې نوم اورېدل ، پاڼې په سترګو کتل ، د پاڼې پېژندل ، د پاڼې تعریف ، خوند ، رنګ او د هغوی اثرات سره بېلول ستا سې چارواکیو دنده ده . وروسته له هغې نه که پاڼه ستاسې او د ملت د اولادونو په ګټه وه ، نو استعمال یې کړۍ . او که په زیان د ر ته تمامېدله ـ نو پاڼې خو لا څه ، ګورۍ چې بوټي او تخمونه یې هم پرې نه ږدې او ویې سوځوۍ ، خو د کرهڼې په پاکه ځمکه کې دغه ناولي بوټي ته د کر کیلې دغه سپېڅلی مقام مه ورکوۍ . ځکه چې دا بوټی له یوې خوا د ځمکې ځوښا خوري او شیمه یې باسي ، او له بلې خوا ددغه بوټي د استعمال له لاسه د انساني وجود د هستۍ فزیکي حالت په کېمیاوي نېستۍبدلېږي . د انساني ژوندانه اسره ، هڅه اوآند د مړینې او لا بودۍ په عمر خوړونکي سېلاب کې ورلاهو کوي . دغه ده انسان دښمنه پاڼې ! چې د انسانیت د شعار پر ضد د نشو او خمارپه کوډګرو جامو کې د انساني کرامت ـ وقار ـ حیثیت ـ پت ـ عزت ـ ژوند ـ هویت ـ تشخص ـ خود ارادیت ـ خپلواکۍ او کورواکۍ پر خلاف یې هر خوشبین او پله بین انسان ته خپله شنه ژبه کله ګونځې ، او کله هم خلاصه را ایستلې ، کله یې ور ته خندلي او د نا مهربانې دایي په څېر یې د شیدو غوندې مرګ بښونکې شیره په خوله کې ور څڅولې ، خو کله یې هم ژړلي او د مکر او تمصاح اوښکې یې د په غېږ کې پرانه انسان پر شونډو ور تویې کړې او بهولې دي ، او یا خو یې له خولې شنې لوخړې جګې شوې او په شنه آسمان کې یې د سرطان مېکروب زیږوونکې او وژونکې ناروغۍ تیت کړې او پاشلې دي . د هغه هوښ او آرام یې د بې هوښۍ او ناآرامۍ په ګرد جنو سیلیو کې ور پټ کړی ، او له دې دنیا یې د خپلو ټولو نیمه خوا ارمانونو سره مخه ښه کړې او د ژوند سپر لی یې په رژېدلي خزان ور بدل کړی دﺉ . د خپل کوټه بخت له لاسه یې د امیدونو ځوانه نیلۍ د نه هیلیو په څلور لاره کې بې څښتنه زین کړې ترې پاتې ده . او هغه د تل له پاره د مرګ په ابدي خوب بیده شوی . آه خدایه ! ته موږ د باغ حرم له دې پاڼو څخه نور خلاص کړه . تر څو د تېر ژوندانه د ترخو بدمرغیو پر ځای د یوه روښانه ـ هوسا او بسیا سباؤون لمرڅرک په خپلو سترګو ووینو . اللِّهم آمین ، ثم آمین . ))

+   درنه ؤلسمشره !  افغانستان ، افغان نظام او افغانان داسې کاري با ایمانه او با اخلاقه په انساني سیرت برابراو درانه با انصافه ټیم ته اړتیا لري چې د دندې له پیل څخه ترآخره پورې یې نیتونه اوعملونه د افغانستان خلکو ، حکومت  او افغان خاورې ته روغ وي . ځکه روغ نیت ، کلکه اراده ، او پوخ ایمان بري ته د رسېدو تر ټولو آسانه او بې خطره لار ده . ریښتینولي ، تقوا ، امانت داري ، تواضع ، سخاوت ، حِلم ، مېړانه ، قناعت ، وفا ، صبر ، استقامت ، رحم ، حیاء ، زړه سوی او عفوه  انسان د انساني عروج لوړو پوړیو ته رسوي . له همدې کبله ستاسې ټیم باید له هر ډول فساد او مافیایي سیستمونو څخه پاک او پر ملي ضد ناروغیو باندې اخته نه وي ، ترڅوافغانان در څخه راضي او خدای تعالی  د خپلو کړو عملونوثواب او بدله درکړي . خو په ناوړه اعمالو (اداري فساد ، مافیایي او نورو لوېدلیو کارونو باندې معتاد آزمویل شوي عناصر) په کابینه کې پرحکومت باندې د خلکو او نړیوالواعتماد له مینځه وړي . ځکه خلک او نړۍ شک کوي چېرې نه چې له درغلیو ډ که تېره (۱۳) کلنه تیاره دوره او یا د هغې کاپي به یو ځل بیا خپلې تورې وزرې پر افغان جغرافیه اوافغانانو باندې په تکراري ډول وغوړوي . په هغه دوره کې خوهم مرستې ولاړې او هم د خلکو او نړۍ باور . که چېرې په ریښتیا تاسو د خدای تعالی او خپلو خلکو ملاتړ او مرستې ته اړتیا لرۍ ، نو له خپلې جغرافیې اوخپلو خلکو سره په ریښتیني ډول په روغ نیت ، پاخه ایمان او کلکه اراده مرسته وکړۍ . بري ته د رسېدو یوازینۍ لاره همدغه ده .  هغوی له دغه حالت څخه وژغورۍ .او افغانان ، د افغانستان خاوره او نظام ټول دا مهال اخلاص اوریښتینې مرستې ته اړتیا لري . ځکه ریښتیا په حقیقت کې د ټولو مصیبت زیږوونکو ناولو ناروغیو معالج طبیب ، او درواغ د ټولو ګناهونو مور ده . اوهېڅ ډول نظام په چل ول او درواغو باندې نه چلېږي . اود درواغو مزل لنډ دﺉ .

+    ؤلسمشره ! که تاسو له خپلو لوېد لو او ځورېد لو خلکو سره مرسته وکړه اوهغوی مو را پورته او یا پورته کېدو ته برابرکړل ، له مظلومانو سره مو ښه وکړل ، یتیم مو د ډاکو ګرانو له منګولو او باډي ګارډۍ څخه را خلاص او متخصص مو ترې جوړ کړ، هېکله به خدای تعالی تاسې یوازې پرې نه ږدي ، تل به مو خدای مل او د خپلو خلکو ملاتړ به در سره وي .

+   ؤلسمشره ! ستا د عروج او پخېدو یوازینۍ لاره ستا باعمله علم ، ښه خوی خصلت او ښه عالمان ملګري دي چې له دینوي او اخروي زوال څخه نجات درکولی شي او تل به په عزت اووقارکې ژوندی او خوندي وې .

 که زما دا نیمګړې مشوره منۍ ، نو له بې علمه او بې ثمره خلکو څخه په ملي سیستم جوړولو کې ځان لیرې وساتۍ . ځکه چې علمي سیستم به ستاسې د ساتلو او څارلو ضمانت کوي ، خونا اهله کسان به پرتاسې باندې ځانونه ساتي . زما له تاسې داتمه ده چې علمي خزانو جوړولو او غني کولو ته د تعلیم او تعلُُم له لارې ډېرپام ور واړوۍ ، او د علمي سخاوت دروازې د ملت د بچیانو پر مخ پرانیزۍ ، تمه لرم چې  تاسې به هم په راتلونکې کې په دغه ډول علمي پانګې سره د بخیلۍ ، کبر او توطیْو ټولې دروازې وتړۍ .

+  ښاغلیه ؤلسمشره ! لکه څنګه چې تاسې ته ښه جوته ده علم هم ډېراړخونه لري ، خو په حقیقي توګه ترټولو ښه علم د قرآن کریم علم دي ، ترټولو ښه زده کوونکی د قرآنکریم ، او ترټولو ښه ښوونکی د قرآنکریم ښوونکی دي . ځکه په قرآنکریم کې الله تعالی په خپل بالغه حکمت سره ترټولوغوره انساني خویونه بیان کړي . او ترټولو ستر ستر حکمتونه په قرآنکریم کې یاد شوي دي . انساني نظامونه هم له بابا آدمه تر دې دمه پورې د انساني خصلتونو او حکمتونو پر اساس جوړ شوي . شریعت چې د بشرله پاره یو ترټولو ستر ادب بلل شوی هم په قرآنکریم کې راغلی . نو ځکه خو د قرآنکریم زده کړه اهمه او ضروري ده . تاسې ؤلسمشرهم د خپلې اړوندې جغرافیې اتباع په تېره افغان مېرمنې د مثبت علم زده کړې ته وهڅوۍ ترڅو راتلونکي نسلونه په علمي بنسټ خپلې ټولنې ته وړاندې او د قرآنکریم د هدایاتو په رڼا کې همغه علم ور باندې عملي کړۍ . ځکه چې ښځه په کورنۍ ، ټو لنه او نړۍ کې لومړنۍ معلمه او د انساني تعمیر د لومړنیو خښتو معماره ده . که د کورنۍ بنسټ روغ ؤ ، د ټولنې او نړۍ بنسټ خامخا ور سره روغ دﺉ ، او که د کورنۍ بنسټ کوږ ؤ ، نو د ټولنې او نړۍ بنست خامخا ورسره کږېږي .

+   ښاغلیه ؤلسمشره ! پوهېږم چې تاسې اوس مهال له خپل ملت ، سیمې او نړۍ سره مصروف یاست . او انساني پرګنې هم د خلقت له مخې مخالفې سره پیداشوې دي . هر ډول خلک د هر ډول پېښو په اړه در سره ګوري . خو زما مشوره د یوه افغان او یوه ورور په صفت تاسې ته داده چې کله کوم مخاطب در سره خبرې کوي ، خبرې یې بشپړې واورۍ . مه یې قطع کوۍ . خو تاسې په موقع د تمهید په ډول پراصلي موضوع په سړه سینه ، آرامو ماغزو، علمي او تجربوي بنسټ پستې او نرمې خبرې ورسره وکړۍ ، هرې پوښتنې ته یې ادبي ، منطقي او علمي ریښتینی ځواب ووایۍ . ترڅودعکس العمل پرځای د عمل جامه واغوندي . تاسې باید دمدبرو ښوونکو خوی خپل کړۍ .

+    درنه ؤلسمشره ! افغانستان یوه سنتي ټولنه ده چې خلک یې تربل هرڅه دیني اصولو ته ډېردرناوی لري . حتی د ځان پر بیه .  زه د یوه ورور په صفت تاسې ته دا مشوره در کوم چې تل پنځه وخته لمونځ په جماعت سره ادأ کوۍ . د بېوزلو سره مرسته وکړۍ . د خپلو مشرانو اواستادانو درناوی وساتۍ . له اضافي او غیر شرعي خبرو ځان وساتۍ . د نن کار سباته مه پرېږدۍ ځکه معلومه نه ده چې سبا ته څه پېښېږي . په ښو خویونو ځان عادت کړۍ . تر څو دوستان مو ډېر او دوښمنان موکم شي . د افغانانو په مینځ کې ورورولي زیاته کړۍ ، ځکه دا ستاسې د پوره ایمان نښه ده . له خدای تعالی څخه ووېرېږۍ ، او له خلکو ډارمه لرۍ  . له چا سره کړې ژمنې د خپل سر په بدله پوره کړۍ . ځکه ریښتینی با ایمانه ژوند تردرواغجن ژوند غوره دﺉ . په ملي امانت ساتلو کې صادق اوسۍ ، ترڅو له خپل ملت سره دې د ورورولۍ مزي لا پسې غښتلي شي . د کسات او بدلې اخیستلو پرځای په ملت کې د بښلو فرهنګ رواج کړۍ . خو دا هم په یاد ولرۍ چۍ موږ ټول د خدای تعالی بنده ګان یو ، او دا حق نه لرو چې د بنده حق بل بنده ته ور وبښواو یا یې ورهبه کړو ، او نه هم په بیت المال کې ناروا تصرف کولی شو . خو تاسې دیني علماوو ته دستور ورکړۍ چې په دې اړه خلکو ته د اسلام له نظره معلومات ورکړي . ځکه چې الله تعالی ترکسات او بدلې اخیستلو پربښلو ډېرخوښ دﺉ .

+   ښاغلیه ؤلسمشره ! خلک خوارۍ ،غریبۍ ته وهڅوۍ ، له نا امیدۍ څخه یې وژغورۍ .پرهغوی باندې رحم او زړه سوی وکړۍ ، تر څو خدای تعالی پر تاسې باندې ورحمېږي اوله بې رحمۍ او قهر څخه چې په اصل کې د خدای تعالی ډېر لوی غضب دﺉ ـ ځان وساتۍ ، ترڅو خلک آرامي احساس ، او هوسا او بسیا ژوند ولري . ځکه چې آرام ژوند په زیار او کوښښ کې ، اوغمونه ، بد بختي ، ټنبلي او مړینه په بېکاري او نا امیدي کې ده . اوهغه کسان چې د کار کولو وس په کې وي او کار نه کوي ، هغوی ترټولوخواراو محتاج وي . او بېکاري داسې ناروغي ده چې د سړي دین ، عقل اومینه ټول خوري ، لټ او بېکاره سړی تل د کورنۍ ، ټولنې اودولت پراوږو باروي . خوکوم کسان چې کارروزګارکوي ، هغوی پرځان باوري وي .

+  ګرانه ؤلسمشره ! که غواړۍ چې تل کامیاب اوسۍ ، د خپل ملت په ډاډمن ملاتړاو ویساینې سره خپلو کارونوته په پوره متانت ، صبر او استقامت له سلا مشورو سره جوخت دوام ورکړۍ . ځکه هرکارچې په سلاوي ـ بې بلاوي . خو سلا مشوره له چا سره ؟

سلا مشوره د ګوتو په شمارله داسې څو کسانو سره وکړۍ چې اهلیت ، بصیرت ، درایت ، پوهه ، غټ ماغزه د پېښود تحلیل او پېژندلو له پاره ، اوکلکه اراده د قانون د تطبیق له پاره په کې موجوده وي . د هېواد ، سیمې او نړۍ پرحالاتو پوه وي . خومشوره له پرازیت ډوله چاپلوسانواوخود غرضه عناصروسره مه کوۍ چې پرته له خپلې سوء تغذ یې څخه نه ستا حکومت ته ګټه رسوي اونه هم خاموش اکثریت ته . بلکي د هغوی شتون په یوه نظام کې یو سترغضب دﺉ .

+   درنه سرچارواکیه ! که غواړۍ چې د دوزخ له اوره په امن پاتې شې ، نود خپلوغریبو هېواد والود حقوقو د فاع وکړۍ . اود بېوزلو روا غوښتنې د خپل واک پرمهال ورپوره کړۍ . نا اهله کسانو ته یې مه دروۍ . ځکه هغوی یې نه کار ور خلاصوي ، او نه سم چلند ور سره کوي ، بلکي نا امیده بېرته پر څټ ترې روانېږي .

+   ښاغلیه ؤلسمشره ! هېڅکله ترنورو ځان کبرجن اولوی مه ګڼۍ . نورو ته په سپکه سترګه مه ګورۍ.ستاسې لویوالی ، عزت او وقار په تواضع کې نغښتی . خپلوعیبونواصلاح کولو ته متوجه اوسۍ ، ځکه ملت ستاسې تقلید کوي ، ترڅو ملت درسره اصلاح شي . افغان کهول ټول یوه انساني هستي ده ، اوانساني هستۍ ته خدای تعالی هم اشرف المخلوقات ویلي . اوانسان د کرامت اوعزت څښتن دﺉ . تاسې هم خپل عزت د نورو په عزت کې ولټوۍ .

+   درنه ؤلسمشره ! شتمن افغانان وهڅوۍ چې کله یې مال د نصاب حد ته ورسېږي ، باید زکات ورکړي ، ترڅو مال یې حلال ، اوملي پانګه پرې غني شي . خو تاسې خپله او نور مکلف افغانان هم باید د خدای تعالی شکر د خپل وجود پر زکات ( لمونځ کولو ، روژه نیولو او حج ادأ کولو) سره ادأ کړۍ . 

+   ښاغلیه ؤلسمشره ! د هېواد ماشومان ستاسې بچیان دي ، هغوی ته د ښوونې او روزنې داسې زمینې برابرې کړۍ چې د سبا ورځې ریښتینې میندې ، پلرونه ، ښوونکي او مخکښان ترې جوړشي ، ترڅو تل د خپلو عیبونو اصلاح کولو ته متوجه وي ، ځان ترنورو غټ ونه ګڼي ، پټه خوله یې عادت وي ، ظلم او زیاتی په عدل ، نفاق په یووالي ، کرکې په مینه ، غمونه  په ښادیو ، او تیارې په رڼاوو بدلې کړي .

+   افغان ؤلسمشره ! داسې کموزنه او سپک خلک چې ترعقل یې قهر ډېر وي ، تامع ، بخیل ، بې ادبه ، ټګ ، هوس ران ، حریص ، بې حیأ، دروغجن ، بد ګومانه ، کبرجن ، د بدانو مل او له خدایه نه ډارېږي ، پردندو مه ګومارۍ . له نېکي حرامو خلکو څخه ځان لېرې وساتۍ ، ځکه په تنګه ورځ کې مو یواځې پرېږدي . شیطان ته په خپله ملي ځاله کې ځای مه ورکوۍ ، ځکه هغه داسې دښمن دﺉ چې هېڅکله به موآرام ته پرې نه ږدي . چغلي ګرو ته ځای مه ورکوۍ ځکه چې چغلي د یوه ملت له پاره تر ټولو ستر آفت دﺉ . په بشپړعقل او پاخه تد بیر پوه ، عادل ، منصف ، عاقل او مسلکي خلک پردندو وګومارۍ ، ترڅو له شراو فتنو څخه پرې خلاص شې . که داسې ونه کړۍ نو همدلته ستا او خاموش اکثریت ترمینځ فاصلې او شکونه را ټوکېږي . اوبیا وروسته ملي ناورینونه زیږوي چې مخه نیول یې په ګرانه بیه درته تمامېږي .

ښاغلیه ! موږ باید د پردو په تمه هم لاس تر زنې کښې نه نو ، ځکه چې پردي زموږ کوراو ژوند نه  را جوړوي . موږ باید خپل کور د یوویشتمې پېړۍ له غوښتنو سره سم په خپله په علمي او تخنیکي اصولو برابرداسې جوړکړو چې افغانان خپله هوسا ، بسیا او په امن ژوند په کې وکړي .

+   ښاغلیه ؤلسمشره ! ظالم هېڅکله مه بښۍ ، ځکه د ظالم بښل په اصل کې پرمظلوم باندې ظلم دﺉ . ددې ترڅنګ که مو تېروتنې کړې وي خپلې غلطیانې ومنۍ . خپل ملت مه غولوۍ . ځکه چې دا ترټولو سترخیانت دﺉ . خپل ځان د اسلام پراصولو برابر وساتۍ . ځکه چې اسلامي نظام تل پرعدل او قسط باندې ولاړوي .

+   د اسلام د اصولو خلاف هره رأیه اوعمل که هغه د اکثریت غوښتنه وي ، یا د اقلیت ، دواړه مردود او منل او تعمیل یې ستره ګناه ده .

+   شخصي نفساني ، غیر انساني ، غیر منطقي ، غیرعلمي اوغیر شرعي غوښتنې او تمایلات قرآن په ټینګه نه مني ، اوهغه ردّوي . ځکه د الهي اموروخلاف ټول وضعي دساتیر شریعت نه مني . که تاسې ؤلسمشرهم د خپلو تفسیاتي مُدعاوو او تمایلاتو پرځای د اعتدال لاره خپله کړۍ ، دا به د افغاني نظام او افغاني ټولنې پر ګټه وي .   

+   ښاغلیه سر چارواکیه ! که عدل کوږ هم وي ،  بیا هم د ظلم تر سموالي ښه دﺉ ، که دعادل چارواکي د پاچاهۍ ماڼۍ هرڅومره کږه وږه هم شي ، بیا هم د چا حق نه په خپله خوري او نه هم پردی حق نورو ته ورهبه کوي ، ځکه عادل مشر تل د یتیمانو وصي ، او د مسکینانو ساتونکی وي ، ماشومان روزي او په ټولنه کې صالح بالخیرمشران پالي . تاسې ؤلسمشر هم باید د یو خواخوږي شپانه په څېر پر خپل رعیت مهربانه وۍ . ترڅو خپل وګړي د لوږې ، تندې ، سړې ، تودې ، مرګ او ژوبلې څخه خوندي او ژوندي وساتۍ . ځکه ؤلسمشر د خپل ملت زړه دﺉ . که زړه روغ وي ، نو ټول ملت ور سره روغ دﺉ ، او که زړه ناروغ او فاسد وي ، نو ټول ملت ورسره نارغه او فاسد دﺉ . ؤلسمشر باید د یو خواخوږي پلار په څېر وي چې په کوچینیوالي کې د خپلو بچیانو د سوکالۍ ، او په ځوانۍ کې د هغوی د تعلیم کولو لارې چارې لټوي ، ترڅو تر مړینې وروسته د هغوی د زیار ثمره هغوی ته پرېږدي .

+  درنه ؤلسمشره ! تاسې تل باید خپل مرګ او د خدای پاک حساب کتاب سترګو ته ودروۍ . چېرې نه چې په آخرت کې له قبر څخه را پاڅې ، او ټول پټ رازونه موښکاره ، لوی او واړه ګناهونه مو په موقوت کتاب کې لیکلي وي او خپل عملونه در باندې شاهدي وایي . چې بیا به د قیامت په ورځ د خدای تعالی (ج) ، پیغمبر (ص) ، فرښتو اونوروعالمونو په وړاندې د خپل علم ، مال ، وجود او رزق په اړه پوښتنو ته بې ځوابه ولاړ وې . 

وما علینا الاالبلاغ   

                    مننه : 

                      ستاسې کشر ورو :  ( محمد انور ولید )         

 

 


بالا
 
بازگشت