حقیق

په لوی لاس هیواد دبحران په لور مه بیایی

دادی افغانستان کی  په ددو پړاوونو کې ټاکنی ترسره شوې او د په نږدې وختونو کې به یی پایلی اعلان شي  ، سره له دی چی دملت لپاره دغه ټاکنې  ستونزمنی وی او ډیر مصارف وګالل شول ، وخت ضایع شو ، زموږ امکانات ولګیدل... خو ترسره شوې او که خدای کول نور نو دوروستیو او نتیجه ورکونکو پړاوونو  لورته ته درومو . خو یوه خبر داندیښنی وړ ده چی دغه انتخابات ددی پرځای چی دخلکو دپیوستون لامل شي اودهیواد دپرمختګ پرلور خلکو ته زیری ورکړ شی دهیواد دروان سیاسی بهیر یوه برخه وګڼل شی او اوږدیدل یی دهیواد او خلکو به خیر وګڼل شي  یو شمیر رسنۍ،  شنونکی ، کمپاینران او دتعصب په لمن کی نغاړل شوی کسان په اګاهانه او نا اګاهانه توګه لګیادی دخلکو په مینځ کی په ناوړه تبلیغاتو بوخت دي او په خلکو کی دبیلتون او دهیواد دناکراره راتلونکي بی ځایه تبلیغ کوي.

دغه کسان داقتصادي بحران خبري کوي ، داختلافونوخبره کوي ، په خلکو کی تشویش خپروي چی که دغه کار یی دوام ومومي دوی په لوی لاس هیواد دناکراری او بی ثباتي په لور بیایی .

که چیري واقعیت ته وکتل شي زموږ هیواد اوس داسي پړاو ته داخل شوی چی نور انشاالله پخوانیو ستونزو، خپل منځي جګړو ، کودتاه ګانو او دبدمرغیو وخت تري تیرشوي. زموږ خلکو دخپل منځي اختلافونو ، جګړو ، ناکراریو... تجربه لیدلی نور نه غواړي چی پخواني حالت ته وګرځی سره له دي چی زموږ بهرنی دښمنان او کورني یوشمیر ناپوهه او یاهم خرڅ شوی کسان او کړي دنورو په اشاره او دنورو داجیر کیدو په بدله کې زیار باسي او دسیسي جوړوي چې هیواد دبحران او ناکراری لورته بوځي خو که خدای کول ددوی دغه هدف به کله هم ترلاسه نشي . کیدای شی دغه هڅی او تبیلغات زموږ دهیواد په حالاتو لنډمهاله ناوړه اغیزې ولري خو په اوږده مهال کې کوم خاص اغیز نشی درلودلای.

له بل لوري هغه کسان چی فکر کوي ریښتیا هم افغانستان دکړکیچ پرمخ روان دی او په دی اړوند خپله هم داسې تحلیل وړاندي کوي چی دافغانستان حالات به ناسم شي باید دخپل فکر لوری بدل کړي ، که هرڅومره منفی فکر وشي همغه اړخ درنیږی او که مثبت فکر وشي او دهیواد دښې راتلونکي لپاره تبیلغ وشي حتما به مثبت لوری ځواکمن شي .

هغه کسان چی ډلیزی رسنی کاروی ان که خپله شخصی پاڼه کاروی مخکی له دی چی خپلی شخصی ګټی په پام کی ونیسی باید چی ټولنیزو ګټو ته ډیر پام وکړي او داسی کار ونه کړي چی دټولنی دبیلتون سبب وګرځی .  هغه ډول چی که  پرون ټوپک په ناروا کاریده او دناروا ټوپک کارونکی قاتل او مجرم دی داسی هم نن د قلم خاوند که په ناروا خپله پوهه اوسواد کاروی ګناه کار دی او راتلونکی نسل به یی ونه بخښي .

دافغانستان دخلکو هیله داده چی ټاکنی ددوی په ملی یووالی  او دهیواد په پرمختګ تمامی شی او له دی هیواده نور کرکه اوزورواکي  خپله لمن ټوله کړي نو هرهیوادوال مکلف دی چی په دی اړوند خپل مسولیت ترسره کړي .

ټاکنی او بل هررقابت حتما یو ګټونکی یو بایلونکی لری دنړي په هیڅ هیواد کی هم سل په سلو کی رڼی ټاکنی نه کیږی او هرومرو هلته په یوډول نه یو ډول یوڅه خدعه موجوده وي او هرومروبه که ټول نه دټیم ځینې غړی خو له خپل نفوذ نه به ځینو برخو کی کار اخلی خو کله چی د رسمی څانګو له لوري  پایلی اعلانیږي بیا کاندیدان هغو ته احترام کوی او یوبل ته مبارکی ورکوی ان په داسی وختو کی چی کاندید ښه پوهیږی هم چی په ټاکنو کی درغلی شوی او ستونزی وې خو دملی ګټو لپاره او دملت دهوساینی لپاره له خپلو شخصی ګټو تیریږی او خپل رقیب ته مبارکی وایی .

په دی هیله چی په افغانستان کی یووخت هغه ډول سیاسی فرهنګ دود شي چی موخه په کی یواځی دخلکو او هیواد خدمت وي او یواځی په کی ملي ګټو ته فکر کی وشی . او انتخابات او دی ته ورته بهیرونه ددی پرځای چی په خلکو کی دبیلتون اوناکراری  لامل شي بلکی ددوی په مینځ کی د یوالی ، همغږی ، پرمختګ او پیوستون لامل شي. هغه کسان چی دراتلونکی په هکله اندیښنه لري باید چی په لوی لاس خپل هیواد دبحران پرلور بو نه ځی ، خوشبین واوسی او دغه تیری لاسته راوڼې په اوبو لاهو نه کړي ، موږ وویل چی هیواد مو نور ناسم لوري ته انشااالله نه ځی او داسې کوم څرک او شرایط وجونه لری چې هیواد مو منفی لورته خدای مکړه ولاړشي خو که چیري خپله منفی تبیلغ وکړو ، مایوسه شو ، بی صبره شو، بهرنیو هیوادونو ته مو دتګ شوق پیدا شي ، پرځان اعتماد له لاسه ورکړو، دخپل هیواد په وړاندې بی پروا شو، خپلو ملي ګټو پرځای شخصی ګټو ته ترجیح ورکړو ... نو داسې کوو چی په لوی لاس هیواد دناخوالو لورته بیایو او خپله دخپلو ستونزو درامینځته کیدو لامل کیږو.

ځینی تشویش لري چی ګواکي افغانستان کی به دسوریی او عراق شرایط خدای مکړه تکرار شي هغوی ته دی وویل شي چی موږ دغه مرحله تیره کړې موږ اوس دعافیت په قدر پوه یو اوس په افغانستان کی هغه شرایط وجود نه لر ی، عامه ذهنیت زموږ به هیواد کی دکراری او ثبات غوښتونکی دی ، ملت نور بدمرغی نه غواړي ، ملت دیووالی او کراری غوښتونکی دی او انشاالله همداسې به کیږي او هیواد به مو دکراری او پرمختګ پرلور ګامونه اخلی خو دهرپرمختګ لپاره باید ستونزې وګالو او دهراوچت خیز لپاره باید یوڅه راټیټ شو اوسنی ستونزې به دراتلونکو پرمختګونو لپاره وګالو او مطمین یو چی انشاالله افغانستان دبری پرلور روان دي او موږ به بریالی ، سرلوړي او پرمختللی واوسو.

-------------------------------------------------------------------

   


بالا
 
بازگشت