حبيب الله غمخور

حبيب الله غمخور

۲۰۱۴ ز کال دنومبر دوهمه  

راسئ د دخپلوملي گټواوناخوالو په  هکله  يوڅه فکر وکړو!

پدله هغه چې ډاکتر اشرف غنی دحين سفر په درشل کي داټکی په گوته سوچې دوهم کاری سفربه یې دپاکستان دلمړی وزيرپه بلنه پاکستان ته ،يوځل بيا په ډله ايزورسنينوکښي دافغانستان اوپاکستان ترمنځ پر اړېکو خبري کېږي اودمسلې دسزرگونی ځله څېړنې لپاره کارپوهان اوسياسي څېړونکی رابولي ،يوپه بل پسې گردی ميزونه دتودوبحث کوونکو کوربه دی .هرڅوک ددې مسلې  حل ته له خپلې فکری دربچې گوري ،يوشمير کرزی ملامت بولی ، بله دله نړيوال اودريمه پاکستانی ملکی چارواکي ،پنځمه پاکستاني جنرالان اوداستخباراتو چارواکي ،شپږمه په ټول پاکستان اوچانگړې توگه کوزه پښتونخوا اوبلوچستان سياسی گوندونه اوقومی مشران ملامت بولي اومه دديورينډکرښه ملامته بولی  .خوپه يوه خبره کي ټول په اتفاق دی ،ددې پرځاي چې موږ افغانان اودافغانستان دولتی مشرتابه په گډه ددې تاريخي ستونزي دحل لپاره ديوې علمی اوعملي لاري چارودلټولوپه فکرکي سواوپردولتی مشرتابه فشار راوړوچې دملي امنيت راوستلو معقولي لاري چاروولټوی ،هريو پاکستانی چارواکو اونړيوالوته دخپلي ملي ستونزي دحل لپاره لارښودنې کوی .داسي لارښودنې دې محترمينودکرزی په ۱۳ کلن حاکميت او پاکستان ته دهغه دشلو ((۲۰ ))   سفرونودتگ اوراتگ په وخت کښي کړې ،چې ديوه غيران گټه یې نده رسولې .

دادی اوس  په نږدې راتلونکی کښي ډاکتر اشرف غنی  ددولتی چارواکوپه وينا به ورته تشريفاتی سفرووايم روان دي . داسفرددې پرځاي چې په هکله یې ډير ژرورفکراوددي لپاره دکارپوهانو اونزرخاوندانوسره تريولړمشورواونزراورېدو ورسته تنظيم سوی واي په ديره عجله تنظيم  سو ،ځکه خوددې سفرنه دځانگړولاسته راوړنه زما له نظره تروخت دمخه ده .پاکستاني چارواکي پدېڅ پوهېدل چې حوک به ولسمشر وټاکل سی ځکه ئي دوړاندي لاددې سفرلپاره اماده گی درلوده ،خوبل لوری ته داکتر اشرف غني پدې نه پوهېده چې هرومروبه هگه بريالی کيږي اوخدپاکستاني چارواکولخوابه سمدواره بلل کيږي .

اړينه خوداوه چې پرفې سفرفکر سوی واي دپاکستان پروړاندي دمعينې پاليسی چارچوب جوړسوی اودمُينو طرحواسوپلانوسره تللي واي .په هرحال موږ افغانان  په هرحال دده اوهيواد دخواخوږوپه توگه  دته دبرياووډک سفرغواړو .

غواړم په همدې پلمه دملي گټو اونړيوالی سياسي ديپلوماسی  داصولو په نظرکي نيولو سره ددې مسلې په هکله دخپلو درنو کارپوهانو سره دزړه خواله وکړم   .

زه غواړم  زماله نيمگړی پوهی له نظره څوټکو ته دازموږسياسي مبصرين ياکارپوهان متوجه کړم .

۱- کله چي د افغانستان - پاکستان داړيکوخبره کووهغوي ته یې نه بايد ورزده کړ و،چي کومه کړنه او دافغانستان  په اړوندکوم ډول  هڅې اوديپلوماسی غوره کول  دپاکستان  لپاره گټوری تمامېږې . پدې يوه خبره بايد پوه اوسو چې پاکستان دخپل جوړښت  نه بيا ترنن  پوري   په سياسي ،اقتصادي اوفرهنگی برخوکي موږ ته سرخوږی پيښوي ،نه موږ دويته . اوداکار دخپلو معينو پاليسيو اوموخوله مخي چي په سياست کي موږ ورته دپاکستانی چارواکو لخوا په سيمي کښي ددوي دستراتېژی  ژوروموخوته درسېدود پاليسی نوم ورکړی  له افغانستان اوهندوستان سره خپلې هراړخيزی اړېکي جوړوي  ،هغوي پدې هکله چې څنگه خپلو مخو ته چان وروسی دير وړاندي دی اوزموږ مشوروته نه غوړنيسی اونه هم اړتيالري  .دايوفلسفی منل سوی اصل دی چې ددښمن مشورته څوک غوږ نه نيسي  ،خپل کارکوی .

۲/  زموږ  سياسي مبصرين  بايد پدې پوه وی چې ،پاکستان  په خپل ټول قوت  دسياسي اوپوځې (استخباراتي) لارو په افغانستان کي دخپل ۍوړښت له لمړئ ورځې نه  خپلو مخو ته درسېدولپاره هڅې کوي .دوي پوهېږو چي داداقتصادي همکاريوخبره دتلويزيونی مبصرينو خبره ده ،داڅولسيزي یې گوروچې پاکستان هم دافغان سره سوداگریزي اويوه اندازه فرهنگی اوعلمی مناسبات ساتي اوهم زموږ په هيواد کي دخپلې معينې پاليسی او اهدافوته درسېدولپاره پټه اوبربنډه لاسوهنه کوی  ،امنيت موراته گډوډوی .پاکستان پدې پوهيږې چې څنگه دافغانستان څخه خپلې گټې ترلاسه کړي .

زه چي کله اورم  ،چي زموږ سياسي څېړونکی اوکارپوه دوستان دتلوېزيون پر پرده پاکستان ته لارښودنې کوي خندا راسی .

متاسفانه دافغانستان دولت  دسيمې اوپه ځانگړې توگه دهمدې پاکستان  په وړاندي  په خپلو سياسي اوديپلوماتيکو  پاليسيوکي ناکام پاته دی ،تراوسه يوه معينه ،علمی اوعملې پاليسی نلري .دادی پدې نوي دولتی مشرتابه کي هم تراوسه له پاکستان سره په  اړېکو کښي   هغه دښاغلی کرزی دحاکميت  بهرنۍ  سياست پلی کېږی ،سره له دې چي پرې پوه دي هغه سياست ناکام وو .اړينه ده چي دگاونډيوهيوادونوسره دهراړ خيزو اړيکو اومناسباتوساتلوپه موخه يوه نوې اومعقوله علمی اوعملي ديپلواسی ولرو .

اميدواريم زموږ دولتی چارواکي خپلې ستونزی حل اوددي ستونزودحل لاري ولټوي .نه پاکستان اونه هم ايران اوچين ،روسيې مشرانو اوبارک اوباماته لارښودنه وکړو . دازموږ دکارپوهانو دا ډول  خبري چي غواړي دټولي نړۍ مشرانوته په يوه ناکام اوشاته پاته هيوادکي لارښودنې وکړي ، دهغوي  لپاره ددغو لارښوونکو دنظرياتو داوريدل  دقبول  وړندي .  يوه عادي پوښتنه مطرح کيږي ، داچي دا زموږ کارپوهان دومره پوهيږې چې په هره مسله کي هرچاته معقوله لارښودنې کولاي سي نوداخپل هيوادیې ولي په ټولو بدمرغيوکي ډوب  پاته دی؟  پدي خبره خپل دنظر لمڅی راټولوم ،هرڅوک حق لري خپل نظر وړاندي کړي . دهيوادجوړونې په لوردټولوبرئ زما لپاره يوازنی هيله او افتخاردی . ومن الله التوفيق

 

 


بالا
 
بازگشت