.

 عبدالباری عارض

  

 ټاکنیز فساد

له بده مرغه هڅه کیږی فساد او قانون ماتونی د لاسته راوړونو تر نامه لاندی پټ سی کله چی د لاسته راوړونو خبره کیږی نو دوه ډوله لاسته راوړنی مطرح کیدای سی یو هغه لاسته راوړنی چی زموږ په کورنی ظرفیت منځ ته راغلی دی د بیلګی په توګه، هیواد د نشه ای توکو په تولید، پروسس او قاچاق کی د نړۍ لمړی مقام ترلاسه کړ همدا رنګه په مالی او اداری فساد کی هیواد توانیدلۍ دی د نړۍ پام ځانته واړوی خو یوازی پر هغه بسنه ونه سول اوس هڅه کیږی ټاکنیز فساد هم لاسته راوړنه قیاس سی.  د سړکانو جوړول،د تعلیم، مطبوعاتو او صحت په برخو که وړاندی تګ او نوری پرمختیاوی هغه لاسته راوړنی دی چی د امریکا او ناټو د حضور او د هغوی د ملیارډنو ډالرو مصرف په پایله کی رامنځ ته سویدی، په هیڅ ډول دولتی چارواکی د دا ډول پروژو او لاسته راوړونو جوګه کیدای نسی په ځنی مواردو کی چارواکی صرف د فساد په موخه څه ناڅه په پروژو کی شریک وه او بس.

 ټاکنی او ورسره ټاکنیز فساد په هیواد کی په وروستۍ لسیزه کی پیل سویدی یقین دۍ چی د نننۍ نړۍ د ملا شمزۍ ټاکنی او ولسواکی ده پر همدی بنسټ افغان ولس هم د ترقی په موخه هڅه وکړه د نړۍ د متمدنو هیوادونو په قطار کی ودریږی په پاک نیت یی د ټاکنو هرکلی وکړ او په پراخه ټنډه یی ګډون پکښی وکړ، له بده مرغه د ټولنیزو انترنیتی،چاپی او تصویری رسنیو په هنداره کی له ورایه ښکاری چی د فساد پاچاهانو د ولس هوډ ته پام ونکړ، د واک په وروستیو شیبو کی هڅه کوی ارګ د ټاکنیز فساد په مسند بدل سی. 

سربیره پر هغه چی ولسمشر په کراتو په ټاکنو کی د حکومت د نه لاسوهنی ډاډ ورکړ اما ولی ولس ورځ تر بلی پر ارګ بدګمانه کیږی او په ذربین کی یی څاری؟  علت دا چی د ولایاتو څخه د حکومتی چارواکو د لاسوهنی خبرونه او ویدیو ګانی خپاره سوه حتی ځینی چارواکی په خاص ډول په ګوته سوه خو پر موقع عکس العمل یی ونه لید ، دا چارواکو ټولو د یوه نوماند په ګټه کار کاوه هغه څوک چی ولس یی د اوسنی ولسمشر په هڅه نوماند بولی، د نورو ترڅنګ غالبا اکثریت والیانو او امنیه قوماندانانو د ټاکنو په بهیر کی لاس درلود یوازی ځنی یی رسوا سول . بله ستونځه چی ارګ ته یی مشکوک رنګ ورکړ هغه پرله پسی میلمستیاوی دی چی بی ضرورته د ټاکنو په تړاو په ارګ کی جوړیږی کله د عبدالله او زلمی رسول لپاره ، کله هم د غنی په ګډون، هغه لاپریږده چی ارګ د ټاکنو او شکایتی کمیسونو د مشرانو دوهم کور ګرځیدلۍ دۍ دا کړنی ولسی بدګُمانی نوری هم پیاوړی کړیدی.   

  ممکن واکمنان به ځنی مجبوریتونه احساسوی چی له کبله یی ټاکنیز فساد ته لاره پرانیزی. د بیلګی په توګه په تیرو دیارلس کلونو کی دری ستر فسادونه د هیوادوالو او نړیوالو د توجه محراق وګرځیدۍ ، لمړی د یو ملیارډ ډالرو چور او تالان د کابل بانک په توطیه کښی ، چی په ډیر تاسف تاوان یی د ملی بودیجی څخه اعاده سو ، دوهم ځنی رسنیو په کندهار کی د عینو مینی پروژه د یو ستر فساد روښانه بیلګه بولی، دریم په ډوبۍ کی د غیرقانونی شتمنیو پانګونه. هیره دی نه وی زموږ په هیواد کی فساد په دود بدل سویدۍ او مختلف ابعاد لری هر زورواکی د خپل توان په اندازه فساد کړیدۍ خو پورتنی دری فسادونه سربیره پر افغانانو د نړیوالو پام هم ځان ته اړولۍ دۍ او د سترو فسادونو نوم یی خپل کړیدۍ. له بده مرغه دا دری  واړه د لمړی درجه واکمنانو څخه انګیرل کیږی، نو احتمالا ارګ د مجبوریت له مخی د دفاع په مُرچل کی ټاکنیز فساد ته لاس واچوۍ ولو که دا فساد پر ولسی حقونو تیری او د هیواد په تاوان هم وی خو د ځان ساتنه فرض بولی.

کله چی محترم زلمی رسول په یو نامریی پاور د قدرتمندو کسانو په وړاندی ټاکنو ته را ودانګل نو د ارګ په هکله ولسی شکونه او بدګُمانی  زور واخیست داځکه چی په تیرو دیارلس کالو کی او وړاندی تر هغه زلمی رسول په هیواد، جهاد او سیاست کی د پام وړ رول ندۍ لوبولۍ او نه هم د کوم سیاسی ګوند ، خوځښت او ډلی ملاتړ له ځانه سره لری.  د امریکایانو تر راتګ وړاندی د زلمی رسول نوم د افغانستان خلګو ته یو نا اشنا نوم ؤ خو وتوانیدۍ د دریو مطرح نوماندانو په قطار کی حساب سی په دی ترتیب د غرض خاوندان وتوانیدل د خلګو د رایو په ویشلو  ټاکنی دوهم پړاو ته یوسی په حقیقت کی یو ګام د هدف خواته نیژدی سوه. کومه لوبه چی پیل سوی وه اوس د واکمنانو د هیلو موجبات جوړ کړه،دا یقینی خبره ده چی د ټاکنو مهم سیالان ډاکتر اشرف غنی او ډاکتر عبدالله دی او په معنی کی جهادی تنظیمونه چی نمایندګی یی ډاکتر عبدالله کوی او تکنوکراتان چی استازیتوب یی ډاکتر اشرف غنی کوی د واک د ترلاسه کولو په موخه یو د بل په وړاندی مبارزه کوی حتی په حقیقت کی د دوو ایډه لوژیو ترمنځ مبارزه ګڼل کیدای سی د غنی سره مشهور تکنوکراتان او تجربه لرونکی حکومتوالان لکه علی احمد جلالی ، حنیف اتمر،سرور دانش او نور نور، د عبدالله شاته د کورنی جنګ مشهور قوماندانان او تنظیمونه لکه عطامحمد د اسلامی جمعیت،محقق د اسلامی وحدت، احمد خان د اسلامی حزب، ولاړ دی. که ټاکنی په یقینی ډول دوهم پړاو ته ولاړی سی نو غالبا به همدغه دوه نوماندان سیالی سره وکړی . کله چی راتلونکی لسیزه د تحول د لسیزی په نامه یاد سوه په دی معنی وه چی نور باید تنظیمونه د واک د انحصار څخه لاس په سر سی او واک عملا ولس ته وسپاری. مګر اوس هڅی کیږی د زلمی رسول او عبدالله د ایتلاف تر نامه لاندی د ځان لپاره په راتلونکی اداره کی د پښی ځای پیدا کړی او کله چی د ایتلاف موضوع مطرح کیږی نو ارګ ته عبدالله ارجحیت لری ځکه چی د دوی انډیوالی د لمړی بُن د غونډی څخه پیل او په ایتلافی ډول یی دیارلس کاله ژوند سره تیر کړۍ دۍ. خو که واقعا بیا ځلی هیواد د ایتلافو او مصلحتو قربانی سی  نو و راتلونکی ته هیلی د اوبو پر مخ خط دۍ. راتلونکی ایتلافی اداره به  تر اوس په مراتبو خرابه حکومتداری رامنځ ته کړی ځکه بیا به سهمیه وی او هره ډله به قانون ماتوی.

دا یقین دۍ چی هیواد یو بنسټیز ملی وفاق ته اشد ضرورت لری ځکه د ډیری مودی راپدیخوا فرصت طلبو افرادو او کړیو د شخصی ګټو لپاره ولس پر ژبه، نژاد، سمت او قوم سره ویشلۍ ساتلۍ دۍ نو ځکه اړینه ده چی دا وفاق د مدنی ټولنو او دموکراتیکو سیاسی بنسټونو په پیاوړتیا رامنځته سی نه د مشخصو مهرو یا کړیو ترمنځ د ایتلافونو په نومونو.  د هیواد شرایطو ته په کتو او د مخالفتنو د کچی د کمیدو په منظور ډاکتر غنی ته به اړینه وی چی واکمنانو ته د انتقالی عدالت او فساد په هکله په یو ډول د ډولونو داسی ډاډ ورکړی چی حقوقی بنسټونه هم متضرر نسی اولااقل هغوی د یو مودی لپاره احساس د ارامتیا وکړی کیداسی د تحول او تداوم ټیم په زغرده واضح کړی چی که موږ حکومت ولرو د هیواد نامناسبو شرایطو ته په کتو علاقمند ندۍ د انتقالی عدالت د پلی کیدو او د فساد د څیړونو په هکله اقدام وکړی مګر داچی د افغانستان ولس د خپلو استازو په وسیله په راتلونکی پارلمان کی بل ډول پریکړه وکړی.

 

 


بالا
 
بازگشت