سیلاب

دخلق دموکراتیک ګوندمشران لوټماران نه وو

پدې وروستیوکې یوشمیرافغان لیکوال دجنرال عبدالقادردخاطراتوپه اړه لیکنې کوي چې یو ددغو لیکوالو څخه ښاغلی مصلح سلجوقي دۍ ۰ دنوموړي په دویمه لیکنه کې چې دآریایي په ویب پاڼه کې خپره شوېده پردې مسئله بحث شوی چې ګواکې دخلق دموکراتیک ګوند مشرانوملي شتمنۍ لوټ کړې دي۰ لیکوال دخپلې ادعا داثبات لپاره دجنرال عبدالقادر دخاطراتودکتاب د۱۲۹ مخ څخه را وړي : «۰۰۰، اما امین پنجاه ملیون دالر ودیګر دارایي های که ازخانه نعیم خان بدست آمده بود بشمول سی وپنج خشت طلا وشصت وچنددانه پوندطلایي را خورد۰ بعدازهفت ثوروقتي این دارایي ازخانه نعیم خان بدست آمد،من آنرا به جمع میثاق قیدکردم۰ اما ازآنجا که میثاق به امین فروخته شده بودومطیعش  بودآن دارایي به حساب دولت قیدنشدآنرا بردند، درهوا زدند۰۰۰ » ددې اقتباس پر بنسټ ښاغلی سلجوقي  داسې قضاوت کوي  :«  این بحث كه سرمایه ی ملی كشور را حفیظ الله امین یا عبدالكریم میثاق دزدیده است ،برای من كه طرفدار هیچ یك از این احزاب نبوده ام، چی فرقی می كند كه كدام یك دزدیده اند. برای من فقط این مهم است كه سرمایه ملی كشور را برده اند و این عمل توسط سران حزب دیموكراتیك خلق انجام شده است» ۰ 

دښاغلي سلجوقي پورتني قضاوت وهڅولم په دې هکله  لنډه تبصره وکړم۰ که چیرې دجنرال عبدالقادرماضي ، پرونیو کړنو،لالهانده دریځونواودپرله پسې کوڅوبدلولوته چې دموسم په بدلیدوسره بدلیدل وکتل شي هغه دهرچا سره و اودهیچا سره هم نه و اوهغه یوازې اویوازې دمسکودافغاني ضد موخواو پلانونو پلې کونکی و۰ پردې بنسټ دهغه ننی څرګندونې هم د افغانستان په اړونددکرملن دواکمنو دشیطاني سیاستونوڅخه خړوبیږي۰ که څه هم ما دنوموړي دخاطراتوکتاب ندی لوستی او لیوال هم نه یم چې هغه ولولم دا ځکه چې دجنرال عبدالقادرپه شان  سیاستوال کتاب ،خاطرې ، څرګندونې اومرکې چې د بهرنیوڅارګرو شبکواو ادارو سره تړاو ولري ،دپردیودپلانونو پلې کونکی پاتې شوی وي او سربیره پردې دښواخلاقواوښه نوم څخه هم بې برخې وي دلوستلوارزښت نلري اوپرهغو لیکنې اوتبصرې دوخت دضیاع پرته بل څه نه دي۰ دپردیوداجنټانولیکنې، خاطرې اومرکې بیله شکه دبهرنیوڅارګرو شبکودشیطاني اوکرغیړنوموخو څخه اغیزمنې دي اود لوستونکودذهنونو دمغشوشولواومنحرفولواوپه ټولنه کې دمعنوي کړکیچ دژورولو اوپراخولوپرته بله پایله نه لري۰

 د۱۳۵۷ کال دثورداومې نیټې دسیاسي بدلون وروسته دسردارنعیم خان دکورڅخه د ترلاسه شويو پنځوسو میلیونو ډالرو، نوروشتمنیواودسروزرومسئله چې ګواکې هغه حفیظ الله امین یا عبدالکریم میثاق وخوړلې باید وویل شي چې داادعا دجنرال قادرنه بلکې دروسیې دڅارګرې ادارې  ده ۰ مسکوچې دخپل هژمونیستي سیاست له امله دافغانستان دلاندې کولو خیالونه لرل دافغانستان دخلق ګوند په واکمنیدو سره دنورمحمدتره کی څخه داهیله لرله چې هغه به دخپلوسیاسي او ایدیولوژیکي باورونوله امله دمسکو غوښتنواوارادې ته غاړه کیږدي خو تره کی داسې سیاسي څیره نه وه چې د پردیواوپه هغوکې دمسکو دلاس وسیله شي۰ مسکو دې حالت ته په کتوسره دقادرپه شان خپلو اجنټانوته دنده وسپارله چې دتره کي تر مشرۍ لاندې واکمنۍ خلاف مخالفتونو، سبوتاژونو او توطئولاس پوري کړي۰ نوهماغه دي چې دثوردپوځي پاڅون دری میاشتي وروسته دجنرال قادرپه څیرپه مسکوپورې تړلوڅېرودپوځي کودتا ناکامه هڅه لرله چې دعمل مخکې یې توطئه کشف او هغوی ونیول شول ۰ دهغوی دناکامې پوځي کودتا په اړه اعترافات په رسنیوکې هم خپاره شول۰ البته مسکوخپلو هژمونیستي موخوته درسیدوپه موخه په ګوندکې دباوراواعتماددله منځه وړلولپاره خپلوهڅوته ادامه ورکړه ترڅووتوانید دامین په واسطه تره کی له واکه ګوښه او ووژني۰ امین د تره کي په وژلو سره په واکمن ګوندکې په بشپړه توګه باورله لاسه ورکړ او شورویانوداهلې ځلې هم پیل کړې چې هغه لا نورهم تجرید او کمزوری کړي۰ لدې امله شورویان پدې لټه کې شول چې د واکمن ګوند ځینې مشران اوکلیدي کدرونه وهڅوي چې شوروي اتحادته پناه یوسي ۰ یوددغوکسانونه کریم میثاق وچې شوروي لوی سفیر خپل سکرترهغه ته ورلیږلی و چې دهغه ژوندله ګواښ سره مخامخ دئ اوشورویان چمتودي چې هغه ته په خپل هیوادکې  پنآه ورکړي۰ میثاق نه یوازې دا غوښتنه نه وه منلې بلکه امین ته پدې اړه هم رپوټ ورکړی و۰امین ددې رپوټ اودشوروی سفارت دمشکوکو پټواوبربنډوهڅوله امله شوروي سفیر له افغانستان څخه وشړلو ۰ دامین اومیثاق ددې شوروي ضد  چلنداودریځ له امله وچې دروسانوددښمنۍ کچه یې لا زیاته کړله اودهغوی دمعنوي اوفزیکي شخصیت دترورلاره یې غوره کړه۰ هماغه دي چې امین یې  په خپل تیري سره وواژه اودهغه دشخصیت دبدنامولولپاره یې په هغه دسي آی اې دجاسوس اودملي شتمنیودلوټولو پراخ تبلیغات پیل کړل۰پدې کې هیڅ شک نشته چې دجنرال قادرله لورې دامین اومیثاق په پته دغلا ادعاوې دروسیې دڅارګرې ادارې دارادې څخه اغیزمنې دي۰ ښاغلی سلجوقي پدې کارکې لا پرمخ ځي او دامین یا میثاق په ځای خلق دموکراتیک ګوندپه مشرتابه داتورلګوي چې هغوی دهیواد ملي شتمنۍ لوټ کړې دي اوخپله دافتواصادروي چې « این عمل توسط سران حزب دیموكراتیك خلق انجام شده است۰»  ښاغلی سلجوقي ښایي اوریدلې اویا لوستلي وي چې کله شورویانو افغانستان اشغال،  امین یې ترور ، دهغه دکابینې غړي یې  زنداني کړل او ببرک کارمل یې واک ته ورساوه ۰کارمل هم په خپلومرکواوویناووکې حفیظ الله امین دملي شتمنیوپه لوټولواودسي آی اې دجاسوس په توګه معرفي کاوه۰ خونه یې دامین اونه يې دهغو دوزیرانو او نورولوړپوړوخلقي چارواکودکورونوڅخه لوټ کړې ملي شتمنۍ پیداکړې اونه یې په هیواداویا دهیوا څخه بهر دهغوی بانکي حسابونه پیدا کړل۰ اودسي آی اې سره یې د اړیکواسنادهم ولس ته وړاندې نه کړل۰اوس دښاغلي سلجوقي څخه داپوښتنه کیږي چې امین یادخلق دموکراتیک  ګوندمشرانو پنځوس میلیونه غلاکړي ډالراودسروزروخښتې څه کړلې۰ تردې مهاله هیڅ سرچینې دخلق دموکراتیک ګونددمشرانو دبانکې حسابونو ، منقولو اوغیرمنقولو جایدادونو اوسوداګریزو شرکتونو په هکله څه ندي ویلې داځکه چې هغوی پخپله واکمنۍ کې ملي شتمنۍ ندي لوټ کړې۰ ددې څرګند واقعیت څخه چې دخلق دموکراتیک ګوندمشرانوملي شتمنۍ نه دي لوټ کړي اوپه فساد ککړنه وودنوموړي ګوند سیالان اومخالفان هم  سترګې نشي پټولی څرنګه چې حامدکرزي د ۲۰۱۱ کال په سپتمبر کې دامریکې دسي بي اس  دټلویزیون سره په مرکه کې داسې وایي « د شوروي داشغال پرمهال دافغانستان په حکومت کې پنځه په سلوکې دنن په پرتله فساد نه وو۰»   

دافغانستان واکمنیوته په کتوسره  ویلی شوچې دهیواد دواکمنانوپه ډله کې د افغانستان د خلق دموکراتیک ګوند مشران هغه استثنایي مشران وو چې دشتمنیواوثروتونودټولولوپه هکله فکرنه کاوه اوهغوی غله اولوټماران نه وو۰  افغان ولس ته دیحیی د کورنۍ ځمکې اوجایدادونه څرګند دي او دننیوپردیو کینولوواکمنو دلوټماریواو چوراوچپاوکیسې اوپه اداره کې دلوړې کچې دفساد دشتون ترخه واقعیتونه په پرله پسې توګه په کورنیو اوبهرنیورسنیوکې ترسترګوکیږي ۰ دخلق دموکراتیک ګونددواکمنی وروسته دهیوادپه ملي شتمنیوپیل شوی چوراو چپاوچې تردې مهاله لا دوام لري که له یوه پلوه داسلام دټیکه دارانو اودناټويي اشغالګرودجهادي اوغیرجهادي افغان ګوډاګیانواصلي ماهیت اوڅېره بربنډوي له بل لوري یې  دافغان ولس ملي هویت اوتاریخ ته  سترزیان هم رسولی دۍ۰

 دښاغلي سلجوقي دلیکنوپه اړوندډیرنورهم څه شته  چې پرې مکث وشي خومشت نمونه خروار پورتنۍ څوکرښې کولی شي دښاغلي سلجوقي د لیکنې موخه بربنډه کړي چې هغه دیوه ناپییلې څیړونکي اوروڼ اندي په توګه قلم نه دی کارولی۰ ده ته پکاروه چې دنعیم خان دکورنه دترلاسه شوواسعارواودسروزروخښتو چې هغه یې ملي شتمني ګڼي تبصره کړې وای چې داملي شتمنۍ ولې دافغانستان بانک داسعاروپه خزانه کې نه ساتل کیدې چې دنعیم خان په  کورکې پرته وه ۰ هیله ده چې ښاغلی سلجوقي دجنرال عبدالقادردخاطراتوپه اړه دخپلولیکنوپه راتلونکې سلسله کې په دې رڼا واچوي چې دنعیم خان په کورکې په دې لوړه کچه دبهرنيو اسعاراودسروزروخښتو شتون ته په کومه سترګه ګوري ۰ یا داچې دنوموړي کور دافغانستان دمرکزي بانک داسعارود ساتلو خزانه یا دنوموړي بانک کومه څانګه وه ؟ 

داخبره هم دیادولووړده چې دجنرال عبدالقادرخاطرات لدې امله په شننواوارزونونه ارزي چې جنرال هڅه کړېده چې دخپل ماموریت ټول دوران داسې انځورکړي چې دهغه ټولې هڅې پدې راګرزیدلې چې هغه هیواداوخلکوته دچوپړمصدروګرزي خونورداسې نه وو، دی سپین اونورټول توروو۰ له بله دهغه په څرګندونو کې منطقي تسلسل نه ترسترګوکیږي او دخبرواوعمل ترمنځ یې د یووالي څرک هم نه لګیږي ۰ دساري په توګه دښاغلي سلجوقي په دریمه لیکنه کې دجنرال  له خولې  لولو :« روزي حیدر رســولي ِمرا دید و گفت بچیم! رهبر در مورد تو هدایتي داده است. ميداني که مسلخ کابل، مربوط وزارت دفاع و موسســه یي غیر انتفاعي است. سرمایهء این مسلخ خلاص شده. خورده شــده. بردند و خوردند! داوودخان گفته است آدم صادقي مثل قادر ميتواند آن را دوباره ســر پا بیاورد. رهبر نام تو را گرفت، من هم تایید کردم. برو رییس مسلخ شو.» با شــنیدن این گپ رســولي، فوراً کلهء من صدا کرد. فهمیدم که داوودخان حالا مي خواهد مرا بخرد » (ص١٢٥ ) که چیرې پورتنی خبرې ته ځيرشوجنرال دداوودخان له لوري دهغه پیرلو ته ګوته نیولې ده چې ګواکي دی چمتو نه ووچې دداوودخان په چوپړکې ودریږي خوعملآهغه دمسلخ ریاست ومانه اوپه صداقت سره دجمهوررييس په چوپړکې ودرید، دهغه باوریې ترلاسه کړترڅودهوایي اوهوایي مدافعې دقوماندانۍ درستیزوالۍ ته ورسیږي۰

پای 

 

 

 


بالا
 
بازگشت