غلام محمد جلال

 

 

لاس په لاس ، دمثبت بدلون په لور!

 

https://fbcdn-sphotos-b-a.akamaihd.net/hphotos-ak-prn2/1459953_1495021240722333_1364094052_n.jpgدرنو دوستانو،دافغانستان روڼاندو،ملي شخصیتونو،ځوانانو، درنوخویند اومیندو! باور لرم چې په غوڅ اکثریت به له ماسره همغږي وۍ چې دافغانستان روڼ اندي په وروستیو شلو کلونو کې له هر بل وخت نه زیاد ،د تحمیل شویو ستونزو سره لاس او ګریوان دي، خو د روښانه لاملونو له مخې ندي توانېدلي چې دخپل هيواد دملي گټو په خاطر سیاسي لاسبریو ته ورسېږي .نه یوازې دا،بلکي ښکاره ئې وینو چې ......... حالاتو ، ستونزې ورځ تر ورځې پراخوي او لګیا دي چې زموږ پر وړاندې د سکندرمقدنی په دود دېوالونه هم ودروي، څو ونشو کړاي چې د سیاسی بی بضاعتیوله پولوڅخه ،ها خوا واوړو. جوته ده چې هېواد، د یو شمیر پانګوالو او ځواکمنو په امر ونهی د پېچلي روزګار په اور کې سوځي . خو ولی او تر کله ؟ نظامي او امنیتې وضع مخ په ځوړ ځي او خلک مو له بې امنيتی نه سرټکوي ،دفساد ډولونه پراختیا مومي،دخلکو اقتصادی حالت هره ورځ له داد وبېداده اوړي او که همداسې دوام وکړي نو ليرې نده چې دهیواد دوګړو له نیمایي څخه هم زیاته برخه له فقرڅخه دټيټ ژوند ترکرښي لاندي راځي .خو موږ لا هم انتظار باسوچې نورڅوک دي وضع ښه کړي بیا به موږ ورته ورشو او یو څه به وکړو! دغسې ستړې کوونکو شېبو،دسیاست ډګرته د راوتلو ډېر ښه چانسونه له موږه اخیستي دي چې له بده مرغه نه بیا هغه چانسونه په لاس کې را ځي او نه هم هغه وخت او زمان بېرته را ګرځېدلای شي .ځکه خو نو د ننۍ وضعې سره جوخت په هېواد او له هغه نه بهر د مترقی غورځنګپالو وضعیت هم، اندېښنه پارونکی برېښی . آیا ! دا اندېښنه تاسې هم نه ځوروي؟ چې د هېواد روڼ اندوبيلابېلی کړی، دیوه سراسری همغږۍ پر ځای ، ورځ تر ورځې د ویره اچوونکی پاشلتیا اوبېلتون پر لوردومی ؟ چا،دروزګار په ناتارو کې داسې نغاړلي یو چې سمې لارې هم ، راته غرونه ګړنګونه ښکاري؟ او پر هواري لارې تګ هم ضرر او زیان انګیرو؟ د هېواد روڼ اندي او په ځانګړې تو ګه هغوی چې دهېواد په دننه کې دي په مختلفو دلایلو د سیاسی فعاليت له ډگرنه ګوښې ساتل شوی دي .آیا فکر نه کوئ چې زموږ چوپتیا به ددې سبب شي چې دا وضع ، همداسې وساتل شی؟ بیا هم ولې؟ او تر کله؟ چي خبره رانه اوږده نشي ، تاسو درنو هيوادوالو اوپه ځانگړې توگه روڼ اندوته خپل وړانديز په لاندی ټکوکي رانغاړم : «»-آیا ،له اوسنې حالاتو څخه ستړي شوي نه یو؟ «»-آیا، فکر نه کوو چې، ورځ تر ورځې فرصتونه او دروزګار ښه شرایط اونړيوال کټورسياسي امکانات له لاسه ورکوو؟ «»- آیا ،فکر نه کوو چې ورځ تر ورځې موږ په فزیکی لحاظ هم په تحلیل ځو او څو کاله وروسته به څه راته پاتې نه وي چې یې وړاندې کړای شو؟ ددې پر ځاي که داسي وليکل سي

«»- آیا ،فکر نه کوو چې ورځ تر ورځې زموږ دهغه نسل په توگه چې دخپل هيوادپه وړاندي ملي مسوليت لرو اوددې مسوليت دترسره کېدو لپاره په ټولونړيوالو سياليواولوبوترځوان پوهېږو اوپدې هکله ځکه تجربه لروچې زموږ په سياسي ژوندکښي داډول نړيوالو لوبواوسياسی سياليو نندارچيان وو . نوکه موږ اوتاسو همدا اوس له دې تجربې نه استفاده ونکړوچي نړۍ واله ټولنه وايي موږ په افغانستان کي ديوي بې مثاله ټولنې جوړېدوته ژمن يو ،نوکله به یې تري وکړو؟ راسئ دافغان ولس اوځوان نسل په وړاندي داخپل ملي اوتاريخي مسوليت په مېړانه سرته وروسسوو .

«»-آیا، فکر نه کوو چې جوړ شوي غورځنګونه،نهضتونه او نورو کړیو له هر لامله چې وی، ندي توانېدلي چې دخپلو هیلو یو پر لسمه برخه هم د عمل په ډګر کې پلې کړي؟ ټول پوهېږو چې دا و ضع هیڅ روڼ اندي ته د قناعت اومنلو وړ نده او یوه شېبه هم څوک دا نه غواړي چې زموږ په تاريخی اووياړلي هيوادکښي دې ،دا سیاسي ناتار همداسې دوام ومومي.ځکه خو غوڅ اکثریت دا غواړي چې ژر تر ژره دې یو سراسری مثبت ټولنيزاوسياسي بدلون رامینځ ته ، دې ناوړه وضعې اوحالت ته دې دپای ټکی کېښودل شي . زه ديوافغان په توگه دې باور ته رسېدلی یم چې په حالاتو کې دمثبت بدلون راوستلو د پاره او د روزګار له بن بستونو څخه دهيواد دژغورلوپه موخه ،چې زموږ افغان روڼ اندو پر وړاندې پراته دي ،بایدلمړی په خپل ځان کې مثبت بدلون راولو او بیا دیوه نوی سياسي ،ملی تفکر پر بنا، هېواد او خلکو ته دخدمت یوه نوې دژغورنې لار غوره کړو. «»-آیا، فکر نه کوو چې دې هیلو ته درسېدلو لاره دتفاهم غوښتونکو روښانفکرانو یو سراسري غورځنګ را مینځ ته کول ملی اړتياده ؟ چې نوي فکري خط ولري او ملي مسایلو سره ددغه تفکر پر بنيا د نوی نړی لید او چلند له مخې غبرګون ښکاره کړي؟ هغه داسې غورځنګ وي ، چې پکې د افغانستان هر روڼ اندی ،نه د قومی ، سمتی ،ژبنی اومذهبی تړاوونو له مخې، بلکي د ملي اند او سياسی تفکر دلوړوالي او پراختیا پر بنسټ خپل ځان اوځاي پېدا کړای شي . داسي غورځنګ چې د هر روڼ اندي سیاسي کور وګڼل شي او هيڅوک پکې د رهبرۍ دلاسته راوړلو د پاره سیاسي ،اخلاقي او ټولنیز نورمونه تر پښولاندې لولوهڅه و نکړي . ددې کار د پاره دهېڅ کومي وړاندوینې نسخه نده جوړه شوې چې پرهغې د موافقینو اومخالفینو بحث پېل شي، بلکي ، ستاسو درنو اوسپېڅلوافغان روڼ اندو اودهيوادپدغه ناخوالوزورېدونکو نظریات به دراتلونکي ملي لید ډولونه او فکری خطوط یا کرښو وټاکل به زموږ ټولولپاره هغه تګلاره وي چې په مټ یې وکولاي سود داسې یوملي خوڅښت يا نهضت نوم اوکړنلاره خپله کړو . در نو دوستانو، د افغانستان خوږ و روڼ اندو، خویندو او وروڼو! که د داسې یو غورځنګ پلوی یاست،نو را ځئ چې همدلته خپل نظریات او فکري خطوط سره شریک کړو اوپه یو ه ګډ تفاهم سره د یوه نوی افغاني غورځنګ چارچوکاټ و جوړاوبنسټ اېښودلولپاره لاس پکارسو. دافغانستان روڼ اندې ټولنې د رغنده نظریاتو په هیله .

په مینه او درناوې

 غلام محمد جلال

 

 

 


بالا
 
بازگشت