محمد آجان غلجی


 

نیلسن مانډیلا د آپارتاید ضد ستر مفکر او اتل   لارښود 

 د خبری اژانسونو په حواله نیلسن ماندیلا  په ۱۹۱۸ م کال د سویلی آفریقا په ختیځه سیمه کی په یو واړه کلی کی زیږیدلی  او له مدیبا قوم سره یی تعلق درلود؛ هغه په ۹ نه کلنی کی خپل پلار له لاسه ورکړ ؛ مانډیلا په ۱۹۴۳ م کال کی په افریقایی کانګرس ګوند کی د یوه فعال په توګه شامل شو ؛ وروسته یی د دغه ګوند د ځوانانو څانګی بنسټ کیښود او د ګوند د ځوانانو د څانګی مشر شو  ؛ هغه له کلونو زندان وروسته د افریقایی کانګرس ګوند مشر او لارښود وټاکل شو ؛ مانډیلا د حقوقو په رشته کی  زده کړی کړی وی ؛ په کال ۱۹۶۰ م کی دآفریقایی کانګرس ګوند فعالیت د وخت د آپارتاید رژیم له لوری غیرقانونی اعلان شو  ؛ مانډیلا او ملګری یی مخفی او په پټه سیاسی فعالیت ته مخه کړه ؛ موده وروسته مانډیلا ونیول شواو پری د ورانکاری او دتشدد له لاری دحکومت د نسکوریدو تورونه ولګول شول 

ښاغلی مانډیلا په محاکمه کی خپله دفاع په خپله وکړه او ویی ویل ؛ ( چی ډیموکراسی او آزادی ټولنی ته درناوی لری ؛ چیری چی ټول خلک آرام ژوند وکړی  او برابر حقوق ولری ؛ زه  هیله لرم چی دا هدف به تر لاسه کړم  ؛ خو که اړتیا وه نو دهمدی عقیدی لپاره  مرګ ته تیار یم ) ؛ په کال ۱۹۶۴ م کی د وقت واکمن توکمپال رژیم مندیلا ته د  عمری  بند سزا ورکړه  په ۱۹۸۰ م کال کی د ماندیلا دوست او سیاسی یار ښاغلی تیمبو ؛ چی جلاوطن و ؛  دښاغلی مانډیلا د خوشی کیدو لپاره  کمپاین پیل کړ ؛ له توکمپالی سره دکورنی فعالی مبارزی تر اړخ ؛ نړیوالی ټولنی د آپارتاید رژیم پر ضد هغه بندیزونه نور هم سخت کړل چی په ۱۹۶۷ م  کی یی عملی کړی و ؛ په ۱۹۹۰ م کلونو کی  کورنیو او بهرنیو فشارونو نتیجه ورکړه او دهغه وخت د سویلی آفریقا جمهور ریس  اف ډبلیو ډیکلارک ؛ له افریقایی کانګرس ګوند نه بندیزونه لری او ښاغلی مانډیلا یی له بنده  خوشی کړ ؛  پدی توګه سویلی آفریقا د ګڼ توکمیزی  ډیموکراسی لپاره  خبری اتری پیل کړی ؛ په ۱۹۹۳م کال کی ښاغلو نیلسن مانډیلا او د هغه وقت جمهور ریس ډیکلارک ته د نوبل د سولی  نړیواله جایزه منظوره شوه  ؛ پنځه میاشتی وروسته تر دی په لمړی ځل دټولو توکمونو په ګډون ډیموکراتیک انتخابات ترسره او ښاغلی نیلسن مانډیلا پکی دولس مشر په توګه وټاکل

دیادونی وړ ده چی ښاغلی مانډیلا ته د هغه د بند په بهیر کی  په سویلی آفریقا د توکمپاله واکمنو له لوری څو ځله وړاندیز وشو چی له سیاست نه د لاس په سریدو په شرط  له بنده خوشی کیدای شی ؛ مګر مانډیلا هر ځل د نه ځواب ورکړ او په زغرده  یی هغو ته وویل   چی دی له خپل ولس سره یو ځای آزادی غواړی  اود توکم  پالی له یرغملتوبه  داولس د نه آزادی  په صورت کی د ځان لپاره  بند ته ترجیح ورکوی 

څرنګه چی جوته ده نیلسن ماندیلا په سویلی آفریقا واکمن توکمپال رژیم چی د یوه خشن او ظالمانه سیستم په توګه یی د هغه هیواد د غوڅ تور پوستو اکثریت ټول انسانی او بشری حقوق په روښانه توګه تر پښو لاندی کول ؛ همدی ښکاره حقیقت ته په پاملرنی  په خپل هیواد کی له آپارتاید سره دمبارزینو تر خوا ودرید ؛ هغه  عملا  د ژوند په اوږدو کی په  واضحه توګه ثابته کړه چی  د ټولو انسانانو په مساوی حق ؛ له توکمپالیه د خلاصون او د یوی انسانی ټولنی د جوړولو چی هر څوک پکی د رنګ ؛ عقیدی ؛ مذهب ؛ سیاسی باور او نورو بشری او انسانی حقونو د بحالی په لیاره  ؛ پکی بی توپیره یو شان امتیاز او الزامات ولری  ؛ هغه پدی ښکلیو مفاهیمو پوره وقوف ؛ باور  او صداقت  درلود؛ مانډیلا دی اوچتو باورونو ته په صداقت او وفاداری  له یوه مستبد او وحشی نظام سره د ستونزمنی او اغیزمنی  مبارزی ملا وتړله او پدی لیار کی یی بیساری قربانی ورکړیی ؛ هغه د عزیز ژوند ۲۷ اوه ویشت  کاله د یوه بربری  نظام تر سختو څارنو او شکنجو لاندی  په ستونزمن بند او غیر عادی جیلونو کی  تیری کړی  ؛ دژوند په اوږدو  کی یی د توکمپال نظام د غړیو او پیروانو ډول ډول توهینونه ؛  دسیسی ؛  بی شماره او بیساری فزیکی او روحی  شکنجی  په ځان تیری او ومنلی  ؛ مګر هیڅکله له خپل جایز موقف او روا جدو جهده په شا او ستړی نه شو ؛ توکمپال نظام چی په ټول طاقت چلولو  هغه  له خپل دریځه مات ؛ په شا او پښیمان نشوای کړی ؛ نو په وار وار یی تذویر او شیطنت ته مخه کړه څو پدی توګه د آزادی دلاری لارښود او فعال  په دام کی واچوی ؛ څرنګه چی پاس هم یادونه شوی هغه ته یی له توکمپالنی سره له جدو جهده د لاس اخستو او سیاست نه د ګوښه کیدو په بدل کی له بنده د خوشی کیدو او نورو امتیازاتو د ترلاسه کولو وړاندیزونه پیش کړل ؛ خو مانډیلا ؛ د هغه ملګرو او پیروانو خپلی  عقیدی  ته په صداقت ؛ د ټاکلی  لاری ریښتین ولی ته  په باور او پدی لیار کی بری ته په یقین  سره د حکامو  دی غولونکو  پیشکشونو ته په نه ویلو خپل هیوادنی او انسانی هوډ ته وفاداره پاتی او د بیشمیره قربانیو په ورکولو دبری سرحد ته ورسیدل ؛ بلاخره یی  د آپارتاید او توکمپالی ته په سویلی آفریقا کی چی دنړی په کچه په توکمپالی کی تر ټولو سخت ؛ او کرکجن  سیستم و د ۱۹۹۴ م کال په ټولټاکنو کی چی په سویلی آفریقا کی د لمړی ځل لپاره په ډیموکراتیکه توګه تر سره شو او ښاغلی نیلسن مانډیلا په غوڅ اکثریت پکی بریالی ا و په هغه هیواد کی د لمړی تورپوستی اولسمشر په توګه وټاکل شو :؛ او پدی ترتیب  د نړی تر ټولو کرکجن توکمپال رژیم او سیستم ته دپای ټکی کیښودل شو

ښاغلی مانډیلا د آزادی دلاری  د زیرک مبارز ؛  له آپارتاید او توکمیز توپیره  دخپل اولس او پلرنی ټاټوبی دخلاصون د هوډمن او نه ستړی کیدونکی فعال او لارښود په توګه نه یوازی په سویلی افریقا بلکه د نړی په کچه پراخ او نیک شهرت ته ورسید ؛ د نړیوالو او په تیره د آزادی او ډیموکراسی د لارویانو  د بیساری درناوی  وړ وګرځید 

مانډیلا له واکمنیدو د مخه  تر ډیره کچه له آپارتاید سره د اغیزمنی مقابلی  دریښتینی او سالمی  لارښوونی ؛  هری قربانی ته عملا د چمتو شخصیت ؛ له توپیر او توکمپالنی سره د جدوجهد  د نهضت بریالی لیډر او د حقیقی آزادی د بحالولو  د وتلی قهرمان په توګه   نړیوال شهرت درلود ؛ چی  د هغه شریفانه مقاصدو ؛ هومانیستی دریځونو ؛ سرښندنو ؛ او بریو   دنړی یو شمیر وګړو او مخکښو جنبشونو ته یی د الهام او پیروی  حیثیت لاره ؛ خو  د ۱۹۹۴ م کال د ټولټاکنو په پایله کی د اولس مشر په توګه له واکمنیدو وروسته  یی  په زړور انسانی چال چلند کی د هغه د ژوند او ستر شخصیت بل استثنایی اړخ راڅرګند شو چی دی یی په نړیواله سطحه بیساری انسانی شهرت  ته  لوړ کړ ؛ چی هغه دده او همفکرانو له لوری د بښنی او ځغم مسله وه

 

دمانډیلا دبښنی او ځغم سیاست ؛ خورا بریالی تجربه

-------------------------------------------------------------------------------------------------

د قدیم او راورسته تاریخی پیرونو  تجربی ښیی چی دنړی په سطحه  د پاڅو نو نو په پایله کی را منځ ته شوی نظامونه او واکمن د خپلو مخالفینو او پخوانیو واکمنو نه سمدستی په غچ اخیستنه بوخت شوی  او په زرګونه مخالف وګړی یی وژلی ؛ په جیلونو کی یی وراسته کړی او په لسګونو زره یی له ډیرو حقو نو بی نصیبه کړی ؛ ځورولی  ؛ تحقیر کړی  او پدی توګه یی کرکه  او د غچ اخیستل په مقابل لوری کی ژوندی ساتلی ؛ څو بل لوری بیا د  فرصت موندلو پر مهال خپل انتقام واخلی او پدی توګه د دایمی کرکی او غچ اخیستنی تنور په ټولنه کی تود پاته شی ؛ مانډیلا د هند د نیمه وچی د خپلواکی سربراه او لارښود ګاندی د عدم تشدد سیاست دفلسفی تر اغیز لاندی  د خپلی بښنی سیاست تدوین او پلی کولو نتیجی ته ورسید ؛ دیادونی وړ ده چی ګاندی پخوا تردی چی د هند د نیمه وچی د خپلواکی د جدو جهد لارښونی ته ورودانګی  د مانډیلا په ټاټوبی سویلی آفریقا کی یی ژوند کاوه ؛ که په تاریخ کی د بښنی په هکله د نړی په حدودو کی  د بعضی لیډرانو او سربراهانو له ځینو محدودو او سمبولیکو اقداماتو تیر شو ؛ نو ښاغلی نیلسن مانډیلا دنړی په ښکاره تاریخ کی لمړی لیډر شو چی  دبښنی او ځغم علمی او منطقی تیوری او سیاست یی را مینځ ته او په هغه یی د زړه له کومی ؛ صداقت او بی توپیره  د خپل هیواد داولس مشر په حیث عمل وکړ  او دافضیلت او ستره پانګه  یی هم خپل اولس او هم نړیوالوته  په میراث پریښوده ؛  هغه د قدرت په مهال خپل ټول مخالفین  ؛ د دنیا تر ټولو بد  توکمپالی نظام مشران ؛ فعالین او کارکونکی ؛ او آن هغوی چی دی او د ده ملګری او همفکران یی بی موجبه  په جیل کی د بند پر مهال په دوامداره توګه شکنجه کړی ؛ ځورولی او تحقیر  کړی و ؛ بی له توپیره وبښل او په سرکاری عهدو یی پریښول ؛ پدی توګه یی استثنایی او عالی ځغم  له ځانه وښود ؛ او لویی یی خپل اولس او نړیوالو ته په عمل کی  ثابته کړه 

 همدا ځانګړتیا وه چی دنیلسن مانډیلا په اړه یی  په نړی کی پراخ تایید او ستاینی جلب کړی  ؛ یعنی د ده ځغم او د آپارتاید د واکمن نظام  د پخوانیو چارواکیو پر وړاندی  د کرکی نه لرلو دریځ و  ؛ ښاغلی مانډیلا  د خپلی واکمنی په وخت  پدی اړه له بی بی سی سره  په یوه مرکه کی څرګنده کړه چی څنګه د داسی ځانګړتیا په لرنی توانیدلای و ؛ هغه وویل ( که دوی ونه بښو ؛ نو دکرکی او غچ احساس به پاتی وی ؛ موږ وایو ؛ راځی تیر هیر کړو ؛ راځی ځانونه  له اوس او راتلونکی  سره وتړو ؛ او داچی ووایو د تیر وخت وحشی کړه باید هیڅ کله تکرار نشی ) ؛ پدی توګه  نیلسن مانډیلا لمړی په خپلی مبارزی ؛ او بیا په همدی ځانګړتیا د نړی په لرو بر کی د بشریت او انسانیت بیلګی ویاړ ګټلی ؛ او د خپل هیواد تاریخ کی یی د اولس جوړونی څیری ویاړ تر لاسه کړ 

د مانډیلا بل فضیلت او ځانګړتیا پدی کی هم وه چی کله ۱۹۹۹ م کال کی متقاعد شو ؛  د اولسمشری له عهدی لاس په سر  او په څو کی او قدرت د سریښیدو او پاتی کیدو هیڅ ډول هڅه یی ونګړه  ؛ او په تاریخ کی د ډیرو تیرو او ځینو اوسنیو په څیر یی دپاتی کیدو لپاره ناجایزه پلمو  او بهانو ته مخه نکړه او پدی ډګر کی یی هم ځان ثابت او  لویی یی  وښوه ؛ سرتاج عزیز د پاکستان  اوسنی د امنیت شوری سلاکار چی څو ځله یی له مانډیلا سره لیدلی  ؛ د هغه له قوله وایی ( مانډیلا پدی عقیده و چی هوښیار سړی هغه دی چی د څه مودی وروسته واک بل ته وسپاری  

نیلسن مانډیلا  له تقاعد کیدو وروسته  په خپله ټولنه او نړی  کی  د یو ستر شخصیت په توګه د لوړ درناوی  خاوند و ؛ هغه په دی موده کی په ځانګړی توګه  د آفریقا د لویی وچی هیوادونو او دنړی د نورو سیمو  لکه د فلسطین او اسرایل د لانجی ترمینځ د یو شمیر شخړو د هواری  کامیابه منځګړیتوبونه وکړل او په زړه پوری پایلی یی تر لاسه کړی

د ماندیلا د اصولی ځغم ؛ تیریدنی او بښنی  سیاست چی په سویلی آفریقا کی یی د ورورولی په بحالیدو ؛ د ثبات په ټینګیدو ؛ د کرکی او غچ په مهاریدو ؛  سیاسی او اقتصادی  غوړښت په راوستو کامیابه رول ولوباوه  ؛ دا د ټولی نړی ؛ په تیره د واکمنو او سیاستوالو له پاره  د یوی بریالی تجربی په توګه د الهام ؛ پیروی او پند بیلګه کیدای شی ؛ د  نړی لروبر اوسنی او راتلونکی لیډران ښایی او باید ددی با ارزښته تجربی درناوی او پیروی وکړی څو د غرور ؛ ځان غوښتنی او غچ په لومو کی کینوځی ؛  د ځان  او خپل اولس لپاره ستونزی او غمیزی و نه ځیږوی .

 

 ! د ښاغلی مانډیلا مړینه 

------------------------

مانډیلا په روغتون کی له دری میاشتنی درملنی وروسته د ۲۰۱۳ م کال د دسامبر په ۵ پنځمه د ۹۵ کلونو په عمر ومړ ؛  د هغه دمړینی خبر ته د نړی په ګوټ ګوټ کی  د سیاستوالو غبرګونونه  سملاسی و ؛ د نړی ټولو مشرانو ؛ سیاسی ؛ او فرهنګی مطرحو څټو د ژور خپګان  په ښوولو او د جنوبی آفریقا دولت او اولس ته د خواخوږی پیغامونو په لیږلو  غبرګو نونه څرګند کړل ؛  په ټولنیزو رسنیو ؛  فیسبوک او ةویټر کی هم دنړی  په لروبر کی خلکو نیلسن مانډیلا ته  خپل درناوی او پیرزوینی وړاندی کړی ؛ د مانډیلا   د لوړ شخصیت او کړنو په اړوند د نړی ډیرو مشرانو د  هغه د یاد ؛ د ملی ورځی  په غونډه او پخوا تر هغه  څرګندونی وکړی چی دلته د بیلګی په توګه د څو تنو لنډی خبری را  اخلم  ؛ د سویلی آفریقا اوسنی اولسمشر ښاغلی  جاکوب زوما وویل ؛ ( . . . د نړیوالو پراخ غبرګون د مانډیلا ستروالی ښیی  . . . او  ؛ زه به مانډیلا په دی په یاد ساتم چی د هر چا لپاره یی  د سولی غوښتنه کوله  او له هر اړمن سړی سره یی مرسته کوله . ، . ) ؛ تر مانډیلا وړاندی  د جنوبی آفریقا سپین پوستی جمهور ریس  ایف ډبلیو کلیرک د هغه په اړه وویل ( د مانډیلا تر ټولو لوی میراث دادی چی ټول یی سره یو موټی کړل او په بری سره یی د تیری زمانی دکړکیچونو او دنن ورځی د سوله ییز ژوندانه  تر منځ یو پل جوړ کړ . . . ) ؛ د ملګرو ملتونو سرمنشی بانکی مون هم وویل ؛ (  هغه د انصاف  او برابری سمبول و؛ زمونږ پر ژوند یی ژور تاثیر درلود ؛ موږ ته یی دا راوښودل چی  په آفریقا او نړی کی ډیر څه ممکن دی ؛ هغه نه یوازی زمونږ د  وخت  یو لوی مشر و ؛ بلکه یو استاد و ؛ څه یی چی ویل هغه یی  عملی  کول . . . ) ؛ د امریکا اولسمشر باراک اوباما څرګنده کړه  ؛ (  ښاغلی مانډیلا  له هغه څه زیاتی لاسته راوړنی  لرلی چه له یوه انسانه یی اټکل کیدای شی ؛ اوباما مانډیلا  یو داسی انسان وباله  چی تاریخ  يی په لاسونو کی واخیست  او داخلاقی نړی لیندی یی د عدالت په لور کږه کړه . . . زیاته یی کړه مانډیلا  نور په موږ پوری اړه نلری  ؛ دی اوس د زمانو انسان دی  . . . اوباما دا هم وویل ؛  هغه لکه د نړی ملیونونو انسانانو ته ؛ زما لپاره هم ښه بیلګه او د الهام منبع و . . . ) ؛ او زموږ ولسمشر ښاغلی کرزی  وویل ؛  ( نیلسن مانډیلا ومړ  ؛ هغه  د بشر د  درناوی ؛ برابری  او آزادی لپاره زموږ د عصر د بیلګی  وړ شخصیت و ؛  یو داسی بی کبره څوک چی  نه یوازی یی د سویلی آفریقا  د تور پوستو لپاره  د آپارتاید پر ضد مبارزه کړی ده ؛ بلکه زموږ  ټولو د عزت  لپاره یی منډی وهلی  دی ؛  تاریخ به یی  په زرینو ټکو یادوی  ؛ هغه چی مانډیلا یی حق لری )

د مانډیلا له مړینی وروسته د هغه هیواد د اولسمشر  ښاغلی زوما له لوری  د مانډیلا د یاد لمانځنی او نی اعلان شوه چی په دی موده کی  په سلګونو زره د جنوبی آفریقا وګړو په وار سره له نژدی هغه ته درناوی وکړ او په ملیونونو نورو پدی ورځو کی  د هغه هیواد په ګوټ ګوټ کی  عبادت ځایونو او ټولنیزو مرکزونو ته په حاضریدو او د ویر او  خپګان په ښودو سره یی د هغه د لوړ شخصیت درناوی پر ځای کړ

د دسامبر په لسمه ۱۰ د سه شنبی په ورځ  د مانډیلا د یاد ملی مراسم   د جوهانسبورک د ښار په ملی لوبغاړی کی د هغه هیواد د نوی زره نه زیاتو وګړو او د دنیا له سلو نه زیاتو دولتی او حکومتی مشرانو او د نړی مشهورو څټو په ملتیا په  بیساری برم او درناوی تر سره شو  ؛ د هغه مړی د دسامبر په ۱۵ د ده په پلرنی کلی کی خاورو ته  سپارل کیږی

د مانډیلا د مړینی په تړاو ؛ د سویلی آفریقا د اولس  ویر و احساسات او د نړی د مشرانو او نړیوالو پراخ غبرګون او خواخوږی  ؛ د هغه  د اوچت انسانی شخصیت  او نیکو کړنو  مناسب پاداش  او  حق و  چی په ښه تو ګه  ادا شو ؛ اله دی پی ورحمیږی 

افریقا او نړیوالو یو ستر شخصیت ؛  د حق لپاره  هوډمن او  نه ستړی کیدونکی  مبارز ؛ د ځغم او بښنی بنسټ ایښودونکی ؛  د سولی او عدالت سمبول له لاسه ورکړ  ؛ مګر د هغه آیدیی ؛ ؛ آرمانونه ؛ تجربی  او کړنی ؛ د دنیا عدالت غوښتونکو ؛ د ورورولی او برابری پسندو لپاره د  بډای میراث او لارښود په توګه پاتی  دی 

 

 


بالا
 
بازگشت