حبيب الله غمخور

حبيب الله غمخور

د۲۰۱۴ ز کال مارچ ۱۶

راسئ دنړيوالونه ئې زده کړو!

درنو هيوادوالو ! دښاغلي مرحوم فهيم دفاتحې په هغومراسمو کي چې ددوي په وينادهغه دزېږېدوپه سيمه پنجشيرکي جوړه سوې وه ،دشمالی ټلوالي ټولو غړو برخه درلوده . په پنجشيرکي دفاتحې مراسم په وروستۍ بڼه داسلامی اوټولنيزو عنعنوترڅنگ يو سياسي ژيست په توگه جوړه سول ، داسي ښکاري چې ددې فاتحې له نامه نه يوشمېر ښاغلو غوښتل دپنجشيرنه چې زموږ دهيواديوه سيمه ده، دابي مسوليته څرگندونې پداسي حال کي وکړي چي دفاتحی کمبله اواره وه اوددي سيمې دخلکوپر پاکو احساساتو یې پداسي حال کي سودا گری وکړی چي ددوي يونږدې سيمي ايز دولتی لوړپوړی چارواکی چي په ژوندوني یې ترينه زياته گټه اخيستل مړسوی او دوي یې دويرپر کمبله ناست دي. نوتاسو فکر وکړئ ،پردې ډول افغانی ټغر دا ډول سياسي خبری چي په سيمه ایزواحساساتوکي راونغاښتل سي څه پايلي به ولري ؟ نه پوهېږم چې ولي موږ ديوچاپه غم او وير کښي خپلي شخصی گټې ولټو؟پدې فاتحه کي ددې پرځاي چي دمرحوم فهيم روح ته دوعاسوی واي،دکورنۍ دغړواونږ دې دوستانوسره ئې غمشريکی کړې واي ،دوي ترېنه دسياسی التماتوم داعلان دډگر په توگه نامعقوله استفاده وکړه او دافاتحه ئې داعلاميواواخطاريو دصادرو لوپه سنگر بدله کړه . ښاغلي قانونی په خپلو خبروکي چي ما هيڅ ترې دا توقع نه درلودل دبن کنفرانس جوړېدل دمرحوم فهيم دهڅواوسياست سمر وباله .چي داسي نه وه اونده .زه دبن دکنفرانس په هکله دهمدې کنفرانس دگډون والو ترهرچازيات خداي بخښلی مرحوم حاجی صاحب قديردمعلوماتو له مخې خبريم .ځکه نوددي کنفرانس په هکله دخپلو پخوانيو څېړنو اونظرپر خلاف يو ټکی هم نشم ليکلاي .ددې کنفرانس پدې ډول جوړونه اوگډونوالو رابلل زماد ارزوني له مخې زمالپاره دافغان ولس پر ملي اراده اوملي گټودنړيوالی ټولنې لخوا پښه اېښودل وه .خو دبن کنفرانس دجوړېدو افتخا رات که یې ولری په هيڅ صورت په فهيم پوري اړه نلري. ددې کنفرانس جوړول اودغه ښاغلي ورته راغوښتل ،دټولي اجندا ،طرحی اوپروگرام سره دامريکا لخواسنجول سوی پلان وو، چې داروپايي ټولنې سره شريک ،دامنيت شورا اوملگروملتودنورو اړونده ادارولخوا منل سوی وو .

دامنم چې دسي اي ئې دځانگړی استازي تر وروستی ليدو اوهغه ته رهمنايي کولو وروسته مرحوم  فهيم لکه نور دشمالی ټلوالی غړي دامريکايي الوتکولاندي ځغاستل اولکه نور ((دټانکيو امريکا)) چغې ئې وهلې . متاسفانه دبلې خوادفاتحي پدي مراسمو کي افغانانوته دډاکتر عبدالله لخوا دټاکنو دپايلوپه اړوندواردمخه اخطار ورکول دملي گټواودجمهوری رياست مقام ته دکانديد لپاره نامعقوله اودملي گټو له سياست سره په ټکر کښي ده . هرکانديد دومره بې شمېره وياندويان،پلويان ،مداحان لری چې زموږ عادي خلکونه ئي لاسره ورکه کړې اوکله هکله خومو حساسيتونه راپاروی .دغه ښاغلی کانديدان بايد خپل نظردخپلو وياندويانوله لاري په معقوله بڼه ترخلکو ورسوی ،نه داچي خپله هغه څه اوپه هغه ځاي کښي ووايي چې دهراورېدونکی سره سوال پيداکوی اودغه يا هغه ښاغلي ته درايي ورکولوپه هکله له سره فکر کوي .

هرڅوک بايدخپلوخبرو اوڅرگند ونوته جدی پاملرنه وکړی،اوس دبې مسوليته خبروداورېدو وخت نه دی اونه پدې بڼه يوڅوک ويلاي سی چې زه ملت ته جوپړکوم . که څوک په ټاکنوکي درغلی کوي دادافغان ولس استازی ندي،دادرغلی به هم همدا تاسوسيالان کوی ،خودتزلزل اولزاند حالت راتگ خبري موږ عادي افغانانوته اخطار دی .افغانانوته داخطار پايلي هر زبرځواک ليدلی اوپه راتلونکی کښي به ئي هم وگوری . دجمهوری رياست کانديدان نه بايد ديوي سيمي ،ژبي اوډلی په استازيتوب خبري وکړی . که داسي وي نوبياڅنگه دا ښاغلي کولاي سي دټولو افغانانونه دويته درايي ورکولو غوښتنه وکړي . TV 1 mars 16

يوه اړينه يادونه : زه دهيچاسره شخصی خوابدي نلرم ،ځکه پدي ديارلس کاله ماپه افغانستان کي دټيټ اولوړمقام تر لاسه کولولپاره هڅه نده کړې ،سره لدي چې په تکرار داغوښتنه رانه سوې ده . زه دلته دعزت ژوند لرم ،په وياړ ويلاي سم چي دسويدن دولتی ،ټولنيزي اوفرهنگی ادارې ماته دافغانستان داوسنی دولت تر ادارودعزت په سترگه گوري . اودبلې خوا مې نه غوښتل هغه ډنډته دپاکوکالوسره دخدمت په نوم ورودانگم چې پرې پوهېدم، کالي مي ناولي کيږي،نوم مې بدېږي اودخلکودنفرت وړگرځم .ځکه هلته دخدمتگار لپاره چي يوازي په تنخوا ژوندته دوام ورکړي دکارامکانات په هيڅ ډول مساعد نه دي .متاسفانه ټولي دولتي چوکۍ قيمت لري ،نوکه یې قيمت ورکوي ،گټه بايد ورسره وي .مایي نه دقيمت پيسې درلودي اونه دگټی سره علاقه . خوپدي زورېږم چي ولي له هيوادنه بهرزماله معنوی امکاناتونه نوراستفاده کوي . متاسفانه داوس لپاره زموږ يوشمېر بهرمېشتوافغانانولپاره دايوه ملي ستونزه ده،وبه گوروچي دانوی جمهور رئېس هرڅوک چې وي دافغانستان دپاک لاسو سودا اومسلک خاوندانوسره چي غوڅ اکثريت یې په بهرکي ژوندکوی ،کوم ډول چلند کوی،اوس خوټول دکړنلاری پر ځاي شعارونه ورکوي . دې خبري ته مې پدي خاطر اشاره وکړه چي زه له کوم چارواکي سره کوم حسادت نلرم ،خووطن لکه پربل هر افغان راباندي گران دي .دهيوادسره په جفاکي له هيچا اوهیڅ ډلي ،گروپ اوگوندسره په خپل ټول ژوند قانع سوی نه يم . غواړم ددې ټکو په څرگندوولوسره داټکی په گوته کړم ،چې زما داليکنه يوازي اويوازي دخپل جگړه ځپلي ولس دحقوقواوملي حيثيت نه ددفاع په خاطر ده ،په هيڅ صورت دجمهوری رياست کانديدان دځان په گټه ترينه استفاده نسي کولاي .زه نه غواړم چي دجمهو ري رياست کانديد ارگ ته درسېدوپه موخه زموږ په منځ کښي ملي ،ژبنی ،مذهبی ،سيمه ايز اونور بيلتون پاله لوبي را وړاندي کړي .ماته ټول افغانستان زما دزېږېدو اوخاپوړوځاي،ټولي ژبې دقدر، درناوي او دفاع وړ اوټول قومونوپوري اړېکي لرم ځکه ورته درناوي په سترگه گورم .

پدې خاطر ددي ملي بې اتفاقيو پيداکولواودلته دافغان ولس دملی گټوپرخلاف توکو پلورلو بازار دهر سودا گر سره مخالف يم . ومن الله التوفيق

 

 


بالا
 
بازگشت