حبيب الله غمخور

 

رابرټ ګیټس  دکرزی صاحب نه دملت بابا جوړوي .

داسي ښکاري چې رابرټ ګیټس دامريکا دامنيتی تړون دلاسليک  سره  دکرزی دمخالفت بهانه هغۀ   ته په هيوادکي ددوي اوکرزی په خوښه لازم ځاي پيداکوي  .

پدې هرڅوک پوهيږي چې امريکا ديارلس کاله پخوادا کرزی صاحب له کومه کړ ؟ او ولي ئې دبن په کنفرانس کښي دکنفرانس په گډونکووبېله قيداوشرط نه ومانه ؟ اوتردې منلو وروسته څنگه اتومات  تر موقتی  دورې وروسته دانتقالي دوري  مشر وټاکل سو؟کله چي وټاکل سو ټولونو پلويانواومخالفينوئې دواړو همدا يوه خبره کول چې دا دامريکا اوبهرنۍ ټولنې دملاتړ زوردی چې کرزی صاحب ورنه برخمن دي ؛ دا ډول تعبير اوتحليل  رښتيا اوپرځاي وو.

تر انتقالي دوري وروسته داساسی قانون له مخې چې په همدې انتقالي دوره کي جوړ اوتصويب سو ،دټاکنو مسله مطرح سول .

دجهوری رياست لپاره ټاکنې وسوې  دټولو ناخوالوسره کرزی دجمهوررئيس په توگه وټاکل سو .کرزی صاحب اودهغه نړيوال ملاتړي ټول خوشحاله وه اوکرزی صاحب ته ئي مبارکی ويلې .کرزی صاحب دټاکنودهغه بهيرنه سرونه ټکاوه ،که څه هم په  هغو ټاکني کي  هم  په پېخر درغلۍ  وسوې چې ددرغلوتاريخ ئې بېلگه نلري ، خوچا کوم شکايت ونکړ اوهغه ټاکنې یې ددموکراسی تمثيل وبللې   .

کرزی صاحب  دخپل حاکميت په  لمړی دوره کي پردې ونتوانيد چې دافغان ولس اعتماد او اعتبارترلاسه کړي .

 دادوره پايته ورسېدل ،دقانونی  له مخې دجمهوری رياست لپاره ددوهمې دورې دټاکنو وخت راورسېد. داټاکنې هم  دټولو ناندريواوسر غړونو سرۀ  تر سره شوې ،دکرزی اودهغه دسيال ترمنځ جنجال دختم لپاره ټاکنې دوهم دور ته ولاړې  اوپه دوهم دورټاکنوکي کرزی چي اوس پسله پنځه کاله وايي  امريکا دده دناکامی لپاره هلي ځلې کوي ،بياهم دخپلې جنگسالاری کابيني او دولتی چارواکوسره پر دې ملت  دټاکنودپايلي په نوم  دامريکا اوبهرنيو هيوادونوپه زور وتپل سو .

اوس چي نور نسي کولاي دافغانسان داساسی قانون له مخې ځان يوځل بيا وټاکي،لمړی تلاښ داسي پيل سوچې امنيت ټکنۍ دی اوټاکنې نسي کېداي بايد دکرزی دحاکميت دوره اوږده سي ،پدې مخوه په څو ولايتونوکښي غونډي راوبلل سوې اودکرزی پلويانوپه هڅه داسي پريکړي وسوې چې ټاکنې بايد وځڼډېږي .له نېکه مرغه داهڅۀ ناکامه اونړيوالودفشارپه نتېجه کښي کرزۓی صاحب مجبورسوچي ټاکنوته غاړه کښېږدي اودټاکنولپاره ئي داسي ورڅ اومياشت ټاکلې چې دافغانستان په زياتو سيموکي واوری پرژتې وي ،په هرحال داهم خلکو ورسره ومنل.چې زه خپله تراوسه هم پردې باوری نه يم چي ټاکنوته دې غواړه کښېږدي،خپل وروستی تلاښونه به وکړي ترڅوپر حاکميت پاته سي . ددې هڅو ترڅنگ دخپل کانديد دبرياليتوب لپاره چي ممکن نړيواله ټولنه ئي وژ او لايق کس ونه بولي ،سرله اوسه ترهرچازيات  کرزی صاحب داخبره کوي چې ټاکنې بايد رڼې ترسره شي اوهيچاته به دمداخلې او لاس وهنې اجازه ورنکړي .ځکه خودا دازادو اوبې پري ټاکنو ډول  ږغ تر هرځا ي زيات له ارگ نه اورېدل کيږي .  ددې ډول دډنگولولپاره  کرزی صاحب دا بهانه  جوړوي چې وايي ، زه به دخپل حاکميت په شتون کي ټاکنې په دموکراتيک اودهر بهرني لاس وهنې نه په امان کي تر سره کړم .پداسي حال کښي چې دايوازي دادکرزی صاحب  وظيفه نده اونه هغه خپلې ورسپارل سوی دندي لکه چي ولس غوښتنه وه ترسره کړي . اساسي قانون دا دنده دټاکنودقانون په مټ دټاکنو دخپلواک کمېسيون اودشکايتونوداورېدوکمېسيون ته سپارلې ، چي ټاکنې پر خپل وخت اوپه سالمه توگه ترسره کړي .

اوس چې ويل کيږي دکرزی او بارک اوباماترمنځ دپردې شاته مسلوباندي جوړجاړئ لاندی سوی اوپه ډله ايزورسنيوکي شپه او ورځ همدادامريکاسره دامنيتی تړون دلاسليک خبره ده،  دامريکا ددفاع دپخواني وزير رابرټ ګیټس دکتاب له محتوياتونه دځان په گټه استفادې سره غواړي چې هم يې  پلوئ جمهوررئيس شي اوهم خپله دته دملت ددوهم بابا لقب ورکړه سي . داسي ښکاري چې دامريکا جهوری غوښتونکی غواړی چې کرزی په افغانستان کي پدې تېتول وساتي  .

داسي ښکاري چې دامريکاددفاع  دپخوانی وزير رابرټ ګیټس دهغه کتاب په مټ چې پدې ورستيوکښي ئي په هکله ډيري خبري اوتبصرې  کيږي له  ښاغلی کرزی نه دملت ددوهم بابا جوړوی  .

دا څو اونۍ دهمدې کتاب په هکله خبري کيږي ،څو ورځې وړاندي  دکرزی وياند وويل چې په ۲۰۰۹ ز کال کي ديونيم ميليون رايوته احترام ونسو،دموکراسی ترپښولاندي سول ، خوداځل به هيچاته حق ورنکړی چې په ټاکنوکي لاس وهنه وکړي .

ددوي په وينا په ۲۰۰۹ کال ټاکنوکي دکرزی پرخلاف امريکا دټاکنو په بهير کي لاس وهنه وکړه ،ځکه دوهم ځل ټاکنې وسولې .

کرزی صاحب غواړي داسي څرگنده کړي چي دخلکودرايو په زور دوهم ځل هم جمهوررئيس شو،چې داسي نه وه .دلمړئ ورځې نه تر نن پوري دا حاکميت پر ولس پدې اويا هغه نوم تپل سوی دي .دادافغان ولس داکثريت دملاتړنه برخمن دولت نه دی  . اودبلې خوا پدې خبره چي هيچاته به دمداخلې حق ورنکړي ،موخه ئي داده چې داځل دخپلې خوښی دکانديد په دفاع کي واردمخه لاداخبره   په تکرار کوي  . دوي دازادو اوبې پرې ،دموکراتيکو ټاکنو په غم کښي نه دی اودبلې خوا به کوم ليونۍ په افغانستان کي ټاکنوته دازادو اودموکراتيکو ټاکنو نوم ورکوي . کرزی صاحب  دا ډارلری چې دده دکانديد پرخلاف بهرنيان دبل کانديد سره مرسته ونکړي ځکه  افغان ولس پخپلو بې ځايه  اوتو بوتو ډاره وی اوداورته څرگندوی چې گويا همدا کرزی صاحب دی چې دامريکا لمړئ درجه مخالف افغان په نوم  بايد وپېژندل سي ،چينی خپلوان خوئي دنړيوالي سيالی قهرمان بولي او وايي امريکاته ئي ماته ورکړه ، چې په حقيقت کي داسي نده ،داټوله يوه لوبه ده، پدې لوبه کي کرزی دامريکانه په تکرار دخپل کانديددملاتړغوښتنه کوي  .کرزی صاحب به په خپل ټول قوت دا کوښښ وکړی اوهمدا اوس ئې کوی چې دده دخوښی سړۍ دافغانستان دجمهوررئيس په توگه وټاکل سي ، ترڅو خپله ارام اوسي . ځکه شپه او ورځ دارگ نه دايوه چيغه پورته کيږي چې چاته به دلاسوهنې اجازه ورنکړي .

کنه  نو داپوښتنه پر ځاي ده چې خلک ئې وکړي ،چې  دا څوکاله کرزی او ارگ  مېشتي ولي چوپ وه ؟ ولې ئې هغه وخت داخبره نه کول چي امريکا ديونيم ميليون خلکو رايي غير قانونی باطلې کړې اويا ئي غوښتل  چې کرزی بريالی نسي .مگرداپنځه کاله دکرزی حاکميت دامريکاله بېدرېغه مالي اومادي ملاتړنه برخمن نه وو؟ مگرداجگړه دکرزی پر سره روانه نده ؟ پدې پنځه کاله چې دوي ورته دامريکاسره دمخالفت رنگ ورکوی دافغانستان په اړه په نړيواله کچه کوم کارونه سوی ،کنفرانسونه جوړ سوی ،نړيوال ملاتړترلاسه سوی اوياپه نړيواله کچه مطرح سوی دی، ددې ټولوکارونو شاته امريکااړه وه اوده .کنه دادپاټکسالاسرواوترستونی په فسادکي غرق اوله ملت نه بېگانه دولت دچاپکاردی . مگربهرنيان پدې نه پوهيږي چې دادولت په کومه کچه دملت له ملاتړنه برخمن دي ؟ ډير ښه پوهيږي  اوهرڅه و رته لمر غوندي معلوم دي ،خوسياست سياست دی . اوس چې په امريکا کي هم دټاکنو وخت رانږدې کېدونکی دي اودامريکا ددفاع وزير رابرټ ګیټس دجمهوري غوښتونکودگوند دغړي په توگه دبارک اوباماپر خلاف چي دلمړئ ځل لپاره د دموکراتانوپه مرسته يوتورپوستۍ ولسمشرسو بايد دخپلو راتلونکو مبارزولپاره يودبل پرخلاف تبصرې ولري ،سره له دې  چې دادوي کاردی، زه لکه يوشمېر افغان څېړونکی نه غواړم امريکا غوندي هيواد سياسيونواودولتی چارواکوته نصېحت وکړم . خوپدې پوهېږم ددې سياسی سياليونه دځان په گټه استفاده کوی اوداسي څرگندوی چې همدا کرزی صاحب دی چي ددموکراسی او دموکراتيکو ټاکنو سره علاقه لري ،چي والله عالم .

ددې هڅو په تکراريادونوني  موخه  داده چي پدي ورستيو دريو مياشتوکي په افغانانو داومنل سی چي کرزی صاحب يوازنۍ شخص دی چي بايد ورته دقدراودرناوی په سترگه وکتل سي ،نوښه به داوي چي دملت بابا ورته وويل سي اوددې ترڅنگ يوتشريفاتی داسی موقف هم ونازول سی چې له يوې خوادده له شان سره برابروي اودبلې خواحقوقی مصونيت چې دکرزی صاحب لپاره حياتی ارزښت لري هم ترلاسه کړي  . پدې ټکي خپله تبصره رانغاړم  ،هغه افغانان چې له افغانستان څخه دلته بهرته راځي وايي چې داټول په کرزی صاحب پوهيږي چې دځان په خاطرداملت اوهيواد ورته يوه سې پولی ارزښت هم نلري  . اميدواريم چې کرزی صاحب دتگ پدې ورستيو شپو او ورځوکي موږ ته تردې زياتي ناخوالي اونړيوالي ناندرۍ په ميراث راپرې نږدي  .

 

 


بالا
 
بازگشت