حبيب الله غمخور

 

دخپل ولس په وړاندي ډيري جالبی لوبي

 

نن  مې په ډله ايزورسنيوکي دکرزی لخوا دافغانستان راتلونکو ولسمشريز وټاکنو لپاره ديولس کاندانو اودهغوي دمرستيالانوپه وياړ په ارگ کي ديوې تشريفاتي  اوډيري مجللي مېلمستياخبرپه ډله ايزورسنيوکي ولوست  اوپه بي بي سی پښتو ويب پاڼه کي خومې ددې ښاغلوعکسونه هم وليدل  . له عکسونه داسي  له ورايه معلکوميده چې نن پرون اونه هم نن سره مخالف دی .خودخبرپه لوستلو او اوريدلوکي پدې خبره پوه نسوم   چې ولي يوازي  ښاغلي سلطانزوی صاحب دمډياسره  پدې مېلمستيا کي مطرح وو.ايا کمزوری کانديدوو اوکه ترنورودمډياسره په خبرو ښه پوهېده ؟ ښه داپوښتنه بايد دمډياوالاوو نه وسی .

اصلی خبره داده چې  دهمدي ډله ايزورسنيو دمعلوماتوله مخې نړيوال سازمانو ددې يولس کانديدانو اوددوي دمرستيالوپر وړاندي ديوشمېر  په هکله پوښتنې لري اوددوي له جملې يوشمير په جنگی او بشری جنايتونو اودبشر پرحقوقوپه تيری تورن بولي .دټاکنو دشکايتونو داورېدو کمېسيون وايي پدې هکله به پوښتنې او گروېږنې وکړی .

خو تاسو فکر نه کوی ؟ چې دکرزی دابې وخته مېلمستيا يوځل بيا انتقالي عدالت پروسه اوپه افغانستان کي دبشری حقوقودرناوی ته په سپکه سترگه کتلو معنی  لري ؟

کرزی صاحب دا مېلمستيا هغه وخت کولاي سول چې داټولوکانديدانودخلکوپر وړاندي دگوتنيونونه ديوې باصلاحيته محاکمې ترپر ېکړې  وروسته برأت پيدا کړئ واي . ځکه دمېلمستيادخبرله مخې کرزی ددې يولس نفرو کانديدانوسره پر ډيرو مهمو مسائيلو خبري کړي چې هغه په هر حالت زموږ دملک په برخليک پوري تړلی اودولتی راز ورته ويل کيږي اوکرزی صاحب بايد ددولتی رازداری قانون  او اصول جدي په نظرکي ولري .

تاسو داسي فکر وکړئ ،که چېرې له دغومېلمنونه يوڅوک مجرم وبلل سو اوزندانی سو، يا ئې فرار  بهرته وکړ ،تردوي ډيرو نازولو فرارکړئ ؟ دازنداني اوفراری خونور دچاپه وړاندي کوم مسوليت نلري ،هرچيري چې وي ددي مېلمستيا رازونه افشا کولاي سی .نوکه داسی وسول چې يوزنداني اويا فراری ددې مېلمستيارازونه دکوم هيواد استخباراتی شبکې ته وويل ،چې ممکن دا اوس یې هم ورته ويلي وي ،خوهغه وخت به ددې وخت سره ځکه فرق ولري چې دښمن به هغه وخت ،ددې وخت په پيمانه  ترېنه په بله بڼه استفاده کوي .هغه وخت به دا ښاغلی کرزی ددې مسوليت پر وړاندي چي کار ، ترکار تيرسوئ ،دملت پر وړاندي کوم جواب وايي؟ يودری متل دی وايي ((دانا نکند کاري که بار ايد پشيمانی)).

 قانون خودادئ چې  که يونفرهم شکايت وکړی دهغه دشکايت په  اړوندي بايد محاکمه پرېکړه وکړي .

دلته خوموږ  مجرمين دسترپه سترگو گورو چې واک ته درسېدولپاره يوځل بياپدي بهسانه ځان سپينوی ،مگرکرزی صاحب پر خپل سر بېله دې چې خپل قانونی مسوليت په نزرکي ولري ،بياهم ديوه مصلح جمهوررئيس داکټ  په کولوسره چې کاملأ  مصلح او دمصلح په معنی او مفهوم ندی،خپل کانديد لری ،همدا يولسوکي ی کانديدسته اودانورلس پري پوهېږي اوپدې هم پوهېږي چې ول:ي کرزی ساحب داسي بي وخته درنه مېلمستيا جوړه کړه .دټول افغان ولس پدې باوردی چې  داډول بې وخته مېلمستياوی کرزی صاحب  دخپل ځان دنجات،ارگ ته نږدي کورترلاسه ولو اوخپل دلاسه ورکړی  شهرت  دبيا ترلاسه کولو لپاره کوي  .

دا لنډه ليکنه مې  پدې خطاروکړه چې له بده مرغه دهمدې ددوي په اصطلاح وطندوستوچارواکو دافغان دښمنو معاملو اودسيسوپه پايله کي  زموږ جگړه ځپلی هيواد په ډيرو نازکو اوخطرناکو حالاتوکي قرار لري .

هرهغه څوک چې داوطن په رښتيا ورته گران وي بايد ددي حاکميت دورستيو شپو او ورځو ورستيو معاملو اودسيسوته جدی پام ولری . ومن الله التوفيق

 

 

 


بالا
 
بازگشت