حبيب الله غمخور

 

زموږ ويده چارواکي اوس راوېښېږي!

دافسوس ځاي دی چې زموږ چارواکي لس کاله ورسته دقدرت اوغفلت له خوب نه رابيدارېږي . ددې پرځاي چې زموږ دهيواد دټولنيز ،سياسي ،اقتصادی اوفرهنگی ژوند په ټولوبورخوکښي ئي دخپل کاری مسوليت له مخې دافغان ولس گټي ساتلي واي،هرڅه ترې نه هيروه اوس چې دډيروچارواکودحاکميت گوته په شمار ورځی پاته دی اوهرچارواکی دراتلونکی لپاره ځانته نجات لاري چاري لټوی دملت دگټوپرخلاف دبهرنيو دهڅوپر وړاندي دمقاومت  لپاره  گوياله دې غافل خوب نه  رابيدارسول اوډله ايزورسنيويا په بله اصطلاح مطبوعاتوته  چې په پرمختللې نړۍ کښي ددولت څلرمه قوه بلل کيږي  پسله لس کاله فکرسو اوددوي په وينا غواړي  دپردوله منگلونه یې خلاصه کړي، چې موږ اوس ددوي په خبره ډير باورهم نه کوو.داهم ممکن يوتبليغ وي لکه يوکانديد چې يې دځان لپاره کوي .په هرحال داهم  دهغه  خبر لنډيز اوپرهغه يوه وړه تبصره چې ما دډيسمبرپر ۲۴ په بې بې سي پښتوويبپاڼه کی ولوست  :

"افغان خصوصي رسنیو کې بهرنیان کار کوي"

زموږ دهيواد دکاراو ټولنیزو چارو وزارت وايي یو زیات شمېر بهرنيان د افغانستان په خصوصي رسنیو کې په ناقانونه توګه کار کوي  د دې وزارت چارواکي وايي ډېر ژر به په دې اړه څېړنې پيل کړي.

خود افغانستان د ازادو رسنیو دملاتړ اداره نی وايي له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پرته بله هره دولتي اداره حق نه لري چې په مستقیمه توګه د رسنیو په چارو کې لاس وهنه وکړي.

په افغانستان کې څه باندې ۵۰ تلوېزیوني شبکې فعالیت کوي چې یوازې د شپږو تلوېزیوني شبکو ۴۵ بهرنيو کاروونکو د کار او ټولنیزو چارو وزارت څخه د کار جواز تر لاسه کړی دی.

په دې وزارت کې د بهرنیانو د کاري جواز د څانګې مشر سید کاظمي فخري وايي د افغانستان په سفارتونوکې بهرنیانو ته د لنډې مودې ویزې د صادرولو له امله د بهرنیانودڅارنې چاره ستونزمنه شوې ده.

پوښتنه داده چي داکاردبهرنيودلاسوهني اوزموږ په ډله ايزورسنيوکي دمداخلي زمېنه برابروی ؟ نو بياولي دبهنرنيو چارو وزارت  اوداطلاعاتو اوکلتور وزارت دبهرنيو اړيکو ریاست چوپ پاته دی ؟؟؟ ولې دوي پر خپل وخت اودادولس  کاله چوپ وه ؟ دوي ددې چوپتيا په اړوند کوم دلايل لری ؟ اياچاترېنه پوبښتنه کړېده؟  

دبي بې سی پدې خبرکي د چاواکولخواراغلي چې  ((یو زیات شمېر بهرنیان په ناقانونه توګه کار کوی، همدا لا مل دی چې موږ د څارنې ګرځنده ډله را منځ ته کړې چې هغوی ونیسی . ))

دشرم خبره ! اوس  پسله دولس کاله ،پدې رسنيوکي دبهرنيو دمداخلي مخه  نيسی ،په پښتوکي يومتل دی وايي ((سل ئې مړه کړل دی ئې لابدی نه بولي )) خواطلاعاتو اوکلتور وزارت دې ښاغلي داندي ويلي  چې  تراوسه ددې   تش په نوم ادارې درامنځته کولونه  ئې څومره کسان نيولی،ډيپورټ کړي او دډله ايزورسنيوله لاری ئې خپل هيوادوال اونړيوال پرې خبرکړي دي ؟

په تېرو څه باندې لسو کلونو کې چې په افغانستان کې په پراخه کچه خصوصي رسنیو په فعالیت پیل کړی ،چې پنځول تلوېزيونی چېنلونه،ترسلوزيات راډيويي نشرات اوتر۳۰۰ زيات چاپی نشرات  لري .

په دې ټولورسنیو کې د بهرنیو کارکوونکو او د دې رسنیو مالي سرچینې د بحث توده موضوع ده. خواړونده چارواکو اوڅارنوالی غوږ پرې نه دئ گرولی ،داچې ولي ؟ له دې اړونده ادارونه هم  باید پوښتنه وسی چې دکوم دليل له مخې داشاوخوا لس  ،دولس کاله زموږ په هيوادکي ډله ايزی رسنۍ فعاليت کوی ،نه ئې دپانگی سرحينه معلومه اونه هم داچې دابهرنيان دچاپه غوښتنه اودچاپه اجازه دلته راځی اوزموږ د هيواد په فعالورسنيوکښي کارکوی .

که دنړۍ نوروهيوادوته نظرواچو هلته ترډله ايزی رسنۍ هيڅ شی ساده اوتصادفی نه رسېږي داخوپر ېږده چي مالی پانگه یې بهرنۍ وي اويابهرنيان ددولت له اجازې پرته هلته ديوې ثانيې لپاره  کاروکړي .خوزموږ اړونده چارواکی په نوروشخصی مسايلو اخته اودبلې خواپه حقيقت کښي مسلکی هم ندی ،ځکه خوميدان زموږ دهيوادبهرنيو لاسوهنکوته خالي دي  ،څه چې غواړی هغه کوي  . ډيري داسي چاپی رسنۍ سته چې له ورايه معلومېږي چې داچيري ترتيبېږی ،څه په کومه بهانه پکښي نشرېږي .دارسنۍ چي داونيزواو ورځپانوپه بڼه په افغانستان کي نشرېږي په بهرکي تنظيمېږي اوبيادبرېشناليک په مټ ترافغانستان پوری رالېږ ل کيږي اوبيادلته ددوي ترحمایې لاندي کسانولخوا په دير ښکلی صحافت اوبڼه خپرېږي ،راډيوگانی اوتلوېزونی پروگرامونه هم په همدې محارت  تنظيم اوپرمخ بېلول کېږي .

که هيوادوال ورته متوجه  وی موږ ئي هره ورځ اوروچې په راديويې اوتلوېزيونی نشراتوکي ځنی ويونکی دمعين پلان له مخې دافغان منلي ترمينالوژي پرخلاف بهرنی اوايرانی اصطلاحات استعمالوي اوپدې بڼه غوړي زموږدگاونډيانو دکلتوری يرغل ر يښې وځغلوی .

په دې وروستیو کې د ملي امینت عمومي ریاست له رسنیو غوښتني چې د فعالیت له پيله د خپلو مالي سرچینو او د کورنیو او بهرنیو کارکوونکو په اړه دې ادارې ته معلومات ورکړي. دشرم خبره ده چې پسله لس کاله ددولتی امنيت اداره چې دهمدې موخولپاره جوړ  سوې اوس ددې رسنيونه غواړی چې دخپلو مالي سرچينوپه هکله دويته معلومات ورکړي .ولي دوي زموږ دهيوادپر پولودبهرنيانودراتگ مسله ترکنترول لاندي نلري او ولي ئي نه تعقيبوی چې دڅه لپاره راغلی اوپه حه مصروف دی .داخويوعادی کاردی اوپه ټوله نړۍ کښي دايوه معمولي خبره ده چې بهرنۍ بايد ترکنترول لاندي وي .

لویې څارنوالۍ هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره رسنیو ته ګوت څنډنه کړې چې د هر ډول ناقانونه کړنو په پایله کې د رسنیو له مسؤولینو سره قانوني چلند وشي.

دلوي څارنوالی گوتنيونې خوموږ ته معلومې سوې چې دا ښاغلی خپله حقوقی دنده څنگه اودچادخوښيو لپاره سرته رسوی ،فکرکوم پدې اعلاميه کښي به ئي بيایوچاته  کوم پلان  په نظرکي نيولي وي .

 خو په افغانستان کې د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره نی مشر مجیب خلوتګر په یوه خبري غونډه کې وویل  د ملي امنیت او لویې څارنوالۍ دا ډول چلند قانوني نه دی.دا چاره باید د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د رسنیو د کمیسیون له لارې ترسره شي، او هېڅ یوه دولتي اداره حق نه لري چې په مستقیمه توګه د رسنیو په چارو کې ښکېل شي.

نه پوهېږم چې ښاغلی رهين دژوندون تلوېزيون  پرخلاف دسيسه کول هلته داښاغلي مجیب خلوتګر  چيري وو.موږ خوئې يوه خبره وانه ورېده اونه دژوندون تلويزيون په دفاع کي ودريد، چې اوس ديوې عادی ټولنې په توگه ځانته  داواک اوصلاحيت  ورکوی ؟ دملي امنيت ،څارنوالی او دکار او ټولنیزو چارو وزارت پر کړنويا گام پورته کولو انتقادکوی ؟

د ملي امنیت اداره ملي مکلفيت لري چې زموږ دټولنيزژوند په هره برخه کښي دبهرنيو اوکورنيو دښمنانودهرډول پټو اوښکاره لاسوهنو مخه ونسی  .دادوي کارمسوليت دی اودهمدې لپاره دا اداره دډیر لوړ کاری صلاحيت سره دنړۍ په ټولوهيوادو کي  جوړه اوفعاليت کوی .دنی رئيس صاحب به دکوم چاپه اشاره دخپل تش په نامه صلاحيت نه داډول استفاده کوي چې يوازي دده ددفتر په څلوروديوالوکي دمنلوده،ځکه  دا اداره بې پرې فعاليت نه کوی اونه هم بايد زموږ په کورنيو چاروکي  دخپلو بهرنيو ومشاورينو اودونرانوپه اشاره لاس  وهنې حق ځانته ورکړي .

زه د ملي امنيت  له ادارې نيولې پر ټولودولتی اړونده ادارو اوله افغان ولس نه بېگانه څارنوالی بايدی ږغ کوم چې دايوه لسيزه افغانانوچغې وهلې چې زموږ ډله ايزه رسنۍ دپردوترحمايي لاندي فعاليت کوی اوداپردی غواړی دمالي ،مادی اوخپلو گمارل سووکسانوپه مټ زموږ دولس ،کلتوراونورومعنوی ارزښتونو پر خلاف هڅه وکړی ،چې کله کله دکلتوری يرغل نوم هم ورکړه سوی  .خوچاپرې غوږ ونه گراوه ،اوس هم چې دکرزی صاحب سره يوځاي ټول چارواکي  گويا رابيدار سوی ، ناوخته ندی . سره له دې چې موږته دغه بهرنی هيوادونه يوپه يو رامعلوم دی چې زموږ پر ډله ايزورسنيو مسلط دی اويا ئې دافغان په نوم دلته پدې برخه کي پانگه اچونه کړې ،اميدواريو چې دامسله  تاسو هم لکه چې دا اوس واياست جدی وڅېړئ اوپايلې ئې دهمدې ډله ايزوسرنيو له لاري تر افغان ولس پوري ورسوئ . پاي

 

 

 


بالا
 
بازگشت