حبيب الله غمخور

 

افغانان بايد دايرانی اخوندانودتيريو اولاس وهنو پر وړاندي  هوښياراوسی !

داڅو  کاله  مااوزما پشان ډير اافغان څېړونکو دايرانی اخوندانو اوددوي داسختباراتی شبکې دبربنډ تېری اولاسوهنې نه سرټکاوه اودافغان دولت له اړونده چارواکونه ئي ددې اخوندانو دلاس لنډولوغوښتنه کول . چې متاسفانه موږ پردې بريالي نسو .سره له دې چې دادافغان ولس اوارگ دوستانو چې  ځانونه داسلام او اسلامی اخوت يوازنۍ ملاتړي بولي په خپل هيوادکي دافغان کډوالو پر وړاندي داسي دکرکی اونفرت نه ډکي پرېکړي کړي چې دبشريت په تاريخ کي ساری نلري ،دبېلگې په توگه دهمدې اسلامي اخوندانو اوايراني چارواکودپرېکړي له مخې په ډيرو مارکېټوکي دافغان کډوالو لخوا دخوراکي موادودرانيولوپر وړاندي قدغن،ددې هيواد ديوشمير لويو ښارونوپه يوشمېر پارکونو کي دافغانانو دداخلېدواوهلته دناستي اوگرځېدوپر وړاندي قدغن ياممانعت اعلان سوی ،دهمدې اخوندانوپه پرېکړه چي ځانونه دافغان ولس نږدې ترين دوستان بولي افغان کډوال نسي کولاي دايران ټولو ښارونوته سفر وکړی اوياهلته ژوند وکړي .اوس تاسو ديوه افغان اويو مسلمان په توگه قضاوت وکړئ چې داکوم اسلام ،کوم گاونډي توب ،اودافغان ولس سره دکومې پيرزوينې بېلگه ده ؟

ددې اوپه لسهاوونورودردونکو دښمنيوسرۀ چې ايراني چارواکودافغان ولس پر وړاندي روابللي ،بياهم دادی آهسته آهسته دخپلو اجنټانوپوسيله چې دشيخ اوملا ،وکيل اودولتي چارواکي په نوم  دلته شتون لري ،ځان افغان بولی خوترهر چا ايرانی چارواکو ته وفادار اوزموږ دملت پر وړاندي دمذهبی مراسيمو اواړېکوپه نوم دهغوي موخې داسي  پياده کوي،ته به وايه دا ايران دی .ځکه خوزموږ سره دهرې ورځې په تېرېدو داډارپيدا کيږي چې يوه ورځ به لکه چې دا اوس دقوم او افغان پر کليمه ئې دخپلو لاسپوڅولخوانوې ډرامه پيل کړي دلته دژبو ،مذهب اوقومی شخړوته لمن ووهی اوزموږ دابېچاره اودجگړې نه ستړی سوئ ولس به يودبل پر خلاف راوپاره وي .دولتی چارواکي اوپه سرکي ښاغلی کرزی اودده دوه مرستيالان  بايد دې ټکی جدی پام وکړی ،چې دوي دافغان ولس ديومټي ساتلوپه هکله څومره ستر مسوليتونه لري .دمذهبی مراسيمودتجليل نه دسياسی موخولپاره اودپردودکلتوری اومذهبی ختلاف رازېږېدسوپه موخه بايد قدغن سي .داسل کاله پخواهم شعيه ورنو دسونيانوسره يوځاي دامراسم ترسره کول ،اوس څه پېښه سول چې تحريک کوونکی حرکتونه اودادومره بې شمېره جنډې اوبېرغونه له کومه سول؟ ددې ټولو سياسی مذهبی کمپاين ترشاولاړ بايد وپېرندل سی اولاسو نه ئي لنډ سي . ډير څه سته چې بايد رابربند سي خوزه دملی موخوپه خاطردهغو دليکلونه ډډه کوم ،په يوکليمه داليکنه رالنډوم .ايرانی اخوندان دنړۍ په هرگوټ کښي داسلام اومذهب نه دخپلو توروموخولپاره استفاده کړې،دوي دنړۍ پېژندل سوی مذهبی سوداگردی چې په سياسي هټيوکي مذهب پلوری ،ځکه خودنړۍ ټول مسلمان دولتونه ددي نه سرټکوی اونفرت ورڅخه لري .

 

 


بالا
 
بازگشت