پوهاندمحمدبشیردودیال

 

دافغانستان د معاصرتاریخ په هکله دمغشوشتیا ستونزي

څه موده وړاندي په یوه انترنیتی پاڼه کي یو ناڅاپه عجیبه لیکنه راغله . دغې لیکنې هڅه کړی وه، چې دامیرحبیب الله خان (رښتیانی قاتل )معرفي کړی، خو څو ورځی وروسته ډیر درانه استادجناب کاندیداکاډمیسن اعظم سیستانی مستند دلایل ددغي لیکنې په رد کی خپاره کړل. همداسی هم ځینی وخت په کتابپلورنځیو کي نوی نوی تاریخ وزمه کتابګوټي ترسترګو کیږي چې ډیر د تآمل وړټکی پکی شته ،آن چې یو شمیر یې دارواښادغبارپه[افغانستان درمسیرتاریخ]، د ارواښاد فرهنګ په [ افغانستان در پنج قرن اخیر ]، د استاد کهزاد  او د علامه عبدالحی حبیبی په کتابونوکي لاسوهني کوي.له همدغوکتابونوڅخه منحرف شوی مسایل لیکي اوپه یوشمیرتاریخی واقیعتونو پرده اچوی، یایې رنګ بدلوي.سره له دی چې دمرحوم فرهنګ اوغبارپه تاریخونو به یو څو ګوتنیوني شوی وي، خوددغومنحرفه شویولیکنوپه لیدو سره دغه  ګوتنیونی په نشت حسابیږي، یااصلآدیادولووړنه دي.په دي ورستیوکي دتاریخ دکتابونوچاپ ته ځکه ډیره پاملرنه وشوه.چې دتاریخ لوستلو ډیر مینه وال پیداکړل.آن داچې دغبار،فرهنګ،استادعطایی، کهزاد،کاتب اولوی استادعلامه عبدالحی حبیبي دتاریخ کتابونه څوڅوځله چاپ اوبیا په بازارکي ختم اوبیاځلی یي دخپرولواړتیاولیدل شوه. ما په  اروپا کی  لوستی افغانان  لیدل  چی  په تاریخونو پسی ګرځیدل  او له نیکه مرغه  ما داسی  کتابپلورنځی  لیدلی چی  د افغانستان د تاریخ  په هکله  یی ښه ښه  کتابونه  لرل، خو یوخت کی یی  هغه  خلاص کړی وو. په اروپا  او امریکی کی  یوه هغه  مهاجر ته چی څو کاله پخوا هلته تللی، یوه ډیره ښه ډالی کتاب، په تیره دتاریخ کتاب دی.  دغه ډول کتابونه  هغه کسان  ډیر لولی  چی  اوس  هلته د تقاعد  مرحلی  ته رسیدلی  او اولادونه یی  په کارونو بوخت دی. له نیکه مرغه هلته اوس یو شمیر افغانانو تاریخی اوعلمی  تحقیق ته ملا تړلی او یو شمیر علمی مراکزو کی کارونه کوی.له همدی  امله دلته په پیښور، کابل او ایران کی  ګڼ شمیر د تاریخ  کتابونه چاپ او خپریږی. متاسفانه په دي لړکي په قصدی اوناقصدی توګه ځینی تیروتني کیږی. همدا لامل و چی  ګواکی د امیر حبیب الله خان د(ریښتیانی قاتل) اوددرانه استادسیستانی لیکني اړکړم چې یوځل بیا(افغانستان درمسیرتاریخ) وګورم، خوداځل د کابل د دولتی مطبعی دپخوانۍ اصلي نسخي پرځای دخاوردخپرونوله خواچاپ شوي نسخه په لاس راغله. کله مې چې دغه چاپ ولوست ډیري طباعتی تیروتني په مخه راغلي.سره له دي چې دکتاب په پیل کی دقدرمن مسعوداطرافی خوږه لیکنه راغلي ده اوپه هغی کی یی په ټینګارسره لیکلي چې دغه چاپ هیڅ ډول طباعتی تیروتني نه لری اوآن داچې ترهغي اصلي نسخي هم سم دی چې په۱۳۴۶ل[۱۹۶۷م]کی په دولتي مطبعه کي د مرحوم غبار پر ژوندونی چاپ شوي وه!.په دغه لیکنه کی دا ادعا هم شوي ده چې ګواکی مونږدپخوانی کتاب رسم الخط هم ورسم کړی، خودلوستلوپه ترڅ کی یوڅوتیروتنوته په کتوسره راته ثابته شوه چې ددولتی مطبعی هماغه چاپ ډیراعتباري اوسم دی،نه دادخاوردنشراتی موسسي چاپ!  خاورنشراتی موسسي[افغانستان درمسیرتاریخ]لومړی اودوهم ټوک په یوه مجلد کي به۱۳۸۸کال کی دپیښوردجنګی محلی په اردوبازارکی په دارالسلام کتب خانه کی دزروټوکوپه شمیرچاپ کړی،  چي کمپوزګریې احمدمیرویس نیازی اودډیزاین اوډونکی یی احمدطارق خاورښودل شوي دي.له[پیشګفتار]څخه مخکي څوپاڼي راغلي لکه اهدا نوسینده،تقریظ،سپاسګذاری،یادداشت ویراستار،عرض ناشراوفهرست چې دغه پاڼي دکتاب له اصلی متن[له لومړی مخ]څخه مخکی بایدپه الف،ب ،ج، ...ښودل شوی وای،  داځکه چه دنن ورځي له اصولوسره سم(  Front mater)چې له  ( Text )څخه مخکی دي، په حروفو،لایتنی اعدادویاکومونورونښوښودل کیږی. دا ځکه که چیری کوم وخت کومه پاڼه ورکه شوی وی هم بایدلوستونکی یي په نشتوالی وپوهیږی.دعرض ناشرپاڼه کی املایي تیروتني دي مثلاپه شلمه کرښه کی مرفه د(مرفع)په بڼه لیکل شوی دی اوورپسي په ډیرتاکیدخپروونکی موسسه(یګانه خدمت ګار)بلل شوی ده.والصلوة اووالصلواة هم دپاملرنی وړده. دکابل چاپ(ددولتی مطبعی اصلی نسخه)باندی نیوکی شوي.حال داچې هغی نسخی خوکم له کمه له ۸۴۴مخ څخه تر۸۵۲مخ پوری سمونلیک درلود، خودخاورچاپ نه سمونلیک لری اونه هم په پروف لوستلوکی دقت شوی دی.په دغه چاپ کی دحشمت غبارمقدمه هم نه ده راغلي چي دامانتدارې له اصل سره یي برابره نشو ګڼلای.په اصلی نسخه کی دمرحوم غبار فوتوشته خودخاورپه چاپ کی هغه هم غورځول شوی اود(فهرست اعلام)تکلیف یې هم هیر کړی دی (امافهرست اعلام ډیر ضروری نه دی اونه هم اوسنیو کتابونو کی معمول ده). ښه به داوه چې دغبار صیب نوم هغسي لیکل شوی وای لکه څنګه چې ددولتي مطبعي دچاپ په پوښ باندي لیکل شوی دی.دافغانستان درمسیرتاریخ لومړی اودوهم ټوک هغه چاپ چې دسبا(میوند)کتاب خپرولوموسسي چاپ کړي، په هغه کی په خپله دحشمت خلیل غبار( دکتاب مهتمم )په قلم هغه یادونه راغلي ده چې په۱۹۹۹کال کی یي ددغه کتاب دلومړی چاپ لپاره لیکلی وه، خو دپاڼوشمیره بیرته له(۱)څخه پیل کیږی.دخاورچاپ دلومړی ټوک۹۱۹مخ پسی پنځه مخونه بی شمیری پریښودل شوی دی.دوهم توک یي۹۲۰مخ څخه پیل کړی او ټول کتاب یي په۱۱۶۰مخونو کی  پای ته رسولی دی، حال داچي دمیوند خپرندویه ټولنی چاپ چي پخپله دمهتمم تر کتني لاندی ترسره شوی دوهم ټوک بیرته له لومړی مخ څخه پیل شوی اوپه پای کی یي داعلامو،ځایونو،په کتاب کی دذکرشویو څیرودنومونولیکلړراغلی دي چې ورته  دپاڼوجلا شمیره ورکړل شوي او۸۰مخونه کیږی.  دمیوند چاپ کی په۲۸۴ مخ دمیرغلام محمد غبارهغه آنځور راغلی چي دژوند وروستی آنځوریي و،  خودخاورپه چاپ کی دایوهم نشته،البته داچي دخاورچاپ لومړي اودوهم ټوک ته پرله پسي دپاڼو شمیره ورکړی دایي دمیوند دچاپ په پرتله ښه والي دی، خوداچي له پیشګفتارڅخه مخکی پاڼي.بیاله۹۱۹ـ۱۹۲۰مخ پوري اوبیاوروسته تر۱۱۶۰مخ څخه    پاڼوته شمیره نه ده ورکړل شوی( Back mater  )یعني ضمایم هم دپاڼو شمیره نه لري نودایوه نیمګړتیا بلل کیداشي، خو کیدای شی له دغی نیمګړتیا څخه هم سترګی پټی شی.هغه څه چې بایدیادونه یي وشي هغه دیوشمیر طباعتې تیروتنواوله چاپ څخه دیوشمیرکرښوپاتي کیدل دي.دلته به یي یوڅوتیروتني ذکر شی؛دبیلګي په توګه:

مخ              ناسم                                  سم

۶۵۵             درذی                    درطی

۶۶۱            مثایب                      مصایب

۶۶۳            جنرال فیض محمد خان  جنرال فیص محمد خان قوماندان سپاه میمنه بفرستاد و او برای

                  قوماندان که...                 حفظ نظم  هرات بخواست وهم به سپاه  هرات وعده داد که

                                              عنقریب ... ( دلته دغه بشپړه کرښه پریښودل شوی ده)

۶۶۴            اماک                       اما

۶۶۴            اطلیعه                       ازطلیعه

۶۶۵          ته دی ساتیه                  ته دی ساتینه

۶۶۸          ۱۸ اګست                    ۸ اګست

۶۷۹  په لمن لیک کی دوه ماخذ په (۱) شماره کی راغلی دی او په ۶۸۰ پاڼه کی یو ماخذ بیا تکرار شوی دی

۷۰۴   پنجصده                         پنجده

۷۰۹  و تجاوز به پر داحت           وبه تجاوز پر داخت

۶۷۹ مادری محمد امین               ؟!

۶۸۶ شر عیت                       شریعت

۷۰۴سرحد کوهستان               کوهسان

۷۰۶ مطبوع                          متبوع    او داسی نوری ډیری بیلګی.

د طباعتي تیر وتنو دغه بیلګی د کتاب د پیل څخه تر پای پوری دی .مونږه پوهیږو چی زمونږ په هیواد کی هیڅ کتاب بي له طباعتی تیر وتنو نه دی چاپ  شوی، مګر خبره داده چی د خاور خپرندویی موسسی په پیل کی ډیر زیات تاکیدپه همدي کړی، چې  د دولتی مطبعی چاپ ډیری تیروتنی لری، مونږه هغه اصلاح کړی دی !! حال داچی د دولتی مطبعی چاپ که تیر وتني لری اقلآ سمونلیک یی هم ورسره نښلولی دی .  بل دا چی خاور یو څه په لیکدود کی بدلون راوستی دی، په خپله غبار خپل نوم داسی لیکلی و: میرغلام محمد غبار، خو خاوربیا داسی لیکی دی میر غلام محمد ((غبار)) . همدارنګه ارواښاد غبار تعیین  او تغییر اوداسی نور په سمه بڼه لیکلی، خو خاور هغه د تعین او تغیر په بڼه اړ ولی دی.  د بیګی په ټوګه په ۹۷۲ مخ کی.  باید  ووایم چه ماد خاور د ۱۳۸۸ کال چاپ ځکه دیرژر له بازار څخه و پیرید چی په هغه کی دوهم ټوک هم ورسره یو ځای چاپ شویو،  داځکه چې له هغه څخه مخکی په ۱۳۸۴ ل. کال کی ما د دوهم ټوک پښتو ژباړه کتاب پيرودلي و،  خو  دغی پښتو ژباړی دومره ګرامری اوطباعتی تیر وتنی لرلي چه تر لوستلو یی نه لوستل غوره دی.  زه دلته د هغوی له فهرست کولو تیریږم په پښتو ژباړه کی ژباړونکی  له خپلی خوښی سره سم لاسوهنه کړی ده، مثلآ : د انګلوفیل معنا انګریز پرست، انګریزدوست او دانګریز پلوی دی، خو ژباړونکی هغه ته د طفیلی معنا لیکلی، لواڼی یی لیوني لیکلی او  داسی په سلګونو تیر وتنی.  زه د میوند چاپ،دخاورچاپ او د دوهم ټوک ۱۳۸۴ کال پښتو ژباړی له لوستلو دی پایلي ته ورسیدم:

۱ ددغو دواړو خپروونکو موسسوله خواددریو پورتنیو کتابونوچاپ زمونږټولني ته لو ی خدمت دي

۲په دغو کتابونوکی تیروتني قصدی نه، بلکی دلږپاملرني له امله دی

۳زمونږچاپی اثار ( کتابونه، مجلی، اخبارونه او  آن د بلني  کارتونه) خامخا طباعتی تیروتنی لری 

۴  پخوانی  تاریخی لیکنی د هغو  نویو لیکنو په پرتله زرځله غوره دی، چی قصدآ مسخ شوی او غلط معلومات پکی  ځای شوی دی

۵ ماته د دولتی مطبعی ۱۳۴۶ کال عکسی چاپ تر ټولواعتباری ښکاری.

ممکن د طباعتی تیروتنو اودکتاب دچاپ داصولودنه رعایت له کبله ځینی دتاریخ دمطالعی مینه وال، څیړونکی اومحصلین هغو نویو چاپ شویو کتابونو ته مخ ورواړوی چی یو یی هم دپورتنیو کتابونو په اندازه اعتباری او علمی نه دی، خو دکاغذ اوچاپ کیفیت یی غوره دی.  دلته همدا اوس زمونږ موخه دکاندید اکاډمیسن محمد ابراهیم عطایی(دافغانستان لنډ تاریخ)دمیرمحمد صدیق فرهنګ (افغانستان درپنج قرن اخیر) اودعلامه حبیبی لیکلی تاریخونه نه دی، بلکی یواځی دمیرغلام محمد غبار(افغانستان درمسیرتاریخ) په هکله یادونه کوو.  ددغه کتاب ارزښت ‌ډیراوچت دی څومره چی مونږ خپل ملی اتلان په دغه کتاب کی ښه پیژندلای شو په هیڅ یوه بل تاریخ  کی یی  نشو پیژندلای.  له غوریانو نیولي ترهوتکیانو او غلجیانو اوبیا  له ملا مشک عالم نیولی تر الفت ،اوغلام محمد فرهاد ، موسی خان،د میوند ملاله، وزیر یارمحمد خان اڅکزی ، لعلپوري ،سوری شیرشاه، دڅرخیانو کورنۍ ، غازی محمد ایوبخان،غازي امان الله خان اوداسی نورو پوری .ټول هغه ملی اتلان دی چی همدغه تاریخ یی تر هربل چا ښه راپیژنی .کله چی زمونږ محصلین اودتاریخ ځوان مطالعه کوونکی اومینه وال دغه علمی تاریخ ولولی، نوخامخا ورته دهغه نه لوستل یوه لویه نیمګړتیا ښکاری . یعنی هر باسواده افغان باید هرومرو دغه تاریخ ولولی، په تیره بیا چی په اوسنی وخت کی یو شمیر تاریخی پیښی په عجیبه ډول تکراریږی اویا هم له غرض ډک لاسونه زمونږ مادی  او معنوی ارزښتونو ته غځول  شوی دی او خدای مه کړه ورو ورو داسی ورځ رانشی چه مسخ شوی تاریخ وزمه لیکنی زمونږ دځوانانو له ذهن څخه تاریخی ریښتیانی حقایق پټ کړي . ډیرو لوستونکو ته داارمان هم ورځی  چی کاشکی دغه تاریخ په پښتو ژبه هم وای . داځکه چې دغه تاریخ دافغانستان په ټولو قومونوپوري اړه لري ددغه ارمان دپوره کیدو په خاطر اود غبار دتاریخ ددوهم ټوک دپښتو دنامناسبی ژباړی دچاب شوی کتاب دتیروتنودجبران په خاطر وپتیل شوه چی د(افغانستان درمسیرتاریخ)کتاب د(افغانستان دتاریخ په تګلوری کی )عنوان لاندی وژباړل اوچاپ شی . (ډیرژربه دغه کتاب په پښتو ژبه بازارته راووځی ).

مونږ ته په دواړو رسمی ژبو (پښتو ، دری ) باندی دعطایی صاحب او دفرهنګ صاحب د تاریخونوخپریدل هم ښه تجربه وګرځیده . نو ځکه یو تشیال احساس کیده چی باید افغانستان دتاریخ په تګلوری کی هم ولرو . په دغه چاپ کی به انشاءالله پورتنی تیروتني هم  اصلاح شوي وي .

داځکه چي دطباعتي تیروتنو شتون او دګرامري غلطیوترسترګو کیدل دافغانستان دمعاصرتاریخ په هکله مغشوشتیا رامنځ ته کوي .په تیره بیا دیومعتبرکتاب بیاځلی چاپ کي بایدډیر دقت وشی.له بلی خواددغه ډول مهمو اواعتباری کتابونو نه شتون یاکمښت ددي لامل کیږي چې ځوانان او څیړونکي غیر معیاري کتابونوته مخ واړوي.له دی پرته هغه کسان چې خیالي کیسي جوړوي دادمغشوشتیا یوه بله بیلګه کیداي شي لکه څه موده مخکي چي یوه وروریولعلپوروال دامیرحبیب الله خان دقاتل په توګه ښودلي و.له نیکه مرغه دغه خبره سیستانې صاحب رڼه کړه.همدارنکه له قاضي قادرو څخه نیولی ترنن ورځي پوري دیوشمیر قاضیانو راتګ له پیښورڅخه او هغوی ته بیلابیل نومونه ورکول یوه بله مغشوشتیاده چې دتاریخ پاڼې هغه رڼولی شي چې وروسته تر سلوکلونو یي لامل ثابت شو. همدارنګه څه موده وړاندی چې دډیورنډکرښي موضوع ډیره توده شوی وه، اصلأدهمدغه علمی تاریخ په استناد دهغی واقیعتونه وموندل شول.  وړاندیز دادی چې که چیري مونږپه رښتیانی ډول علمی تاریخی کتابونه بیابیاخپروو، باید ډیر دقت پکي وشي.دچاپ پرمهال دقت کول دلویی مغشوشتیا مخه نیولای شي . په دی برخه کی ښاغلی نصیر مهرین صیب ته سترګی اوړی چی دغه ډول مسایل پرخپل وخت تر نظر لاندی ولری او هغه  موارد چی د راتلونکی  لپاره د مغشوشتیا د امکان د پیښیدو اټکل یی کیږی په نښه کړی،  لکه هغسی چی درانه استاد سیستانی صیب ځینی وخت خپل يادښتونه رسنیو ته سپارلی دی.

 

                

 

 


بالا
 
بازگشت