مُقبل کاروان

دهیواد او ولس په وړاندی نوی لوبی

په تیرو دولس کلونو کی نړیوالو ونه غوښتل چی افغانستان یو بنسټیزه حکومت او اداره ولری بلکه هڅه دا وه چی که هروخت بهرنیان په څنګ سی نو دا هیواد بیرته اتیایمی لسیزی ته وګرزی. ضد او نقیض سیاسی خپرونو ولس د ګمراهۍ کندی ته ټیل وهی له یوی خوا د امریکا د برید په پایله کی داسی کسان حاکمان وګمارل سوه چی د اول بُن په غونډه کی خوښ کړل سوی وه او تر اوسه پوری امریکا د هغو ملاتړ کړیدۍ خو له بله طرفه اوس چی د تشنج وخت رانیژدی کیدونکۍ دی نو امریکا داسی خپرونی کوی چی ګواکی تنظیم سالاران مجاهدین نه بلکه د جهاد سوداګران دی. که د ازادۍ رادیو خپرونو ته وکتل سی اوسنی واکمنان بی حده په سپکو کلماتو  یادوی اما کله چی د طالبانو سره د سولی د بهیر خبره کیږی نو بیا امریکا د همدی افرادو ملاتړ کوی. په دی ډول ولس د بلاتکلیفۍ سره مخ دۍ او نه پوهیږی چی امریکا په افغانستان کی نور څه کول غواړی .

که روانو چارو ته په ژوره کتنه وسی د راتلونکۍ احتمالی بحران زمینه او لاری همدا اوس امریکا تنظیموی له یوه اړخه د افغان اوسنی حکومت او واکدارانو په کلکه ملاتړ کوی او حتی دا مشران په جلا جلا توګه په میاشتنی امتیازاتو او ډالرو پیاوړی کوی دفساد او غصب طلایی دروازی یی ورته پرانیستلی دی خو له بله اړخه یی د بشری حقونو ناقضین،غاصبین ، مفسدین، متجاوزین او قانون ماتونکی معرفی کوی.دا ضد او نقیض پالیسۍ پخپله د شوم نیت او پټی ستراتیژۍ بیانونکی ده که حاکمان مجرمین او مفسدین وی نو بیا ولی د بُن غونډی پر افغان ولس وتپل او تر اوسه یی ملاتړ کوی؟ ایا د تضاد او بی باورۍ د ډیریدو په هیله؟ ایا د اوبو خړولو او ماهیانو نیولو په ارزو؟.

نباید امریکا او غرب ټوله افغانان د څو حاکمانو او تنظیم سالارانو سره پرتله کړی او په یوه ترازو کی یی وتلی، افغانان خپل تاریخ لری، داسی تاریخ چی د شخصیت د لوړو معیارونو، د دیپلوماسۍ نړیوالو سټنډردونو ،ازادی خواهی او د انسان غوښتنی د لوړی حقوقی کچی، څخه ډک دۍ. همدغه عالی فضایل دی چی ترننه د کورنۍ جګړی لوبغاړو+امریکا + ناټو+ نور پایڅوړو هیوادونه و نتوانیدل خپلو شومو موخو ته ورسیږی. شپه تل پاتی نه وی بیا به خاماخا لمر راخیژی او بیا ځلی به افغانان د پوهی ،علم ،سیاست او بشردوستۍ په ډګر کی په نړیواله سطح خپله توانمندی وښیی. ټول افغانان غاصبان ، متجاوزین ، قاتلان ، مفسدین او توپکیان ندی، صرف څو هغه کسان چی بهرنیانو د خپلو مقاصدو لپاره روزلی دی دا ډول خصایل لری.

یقین دی چی بهرنی تجاوزات او اشغالګری به زموږ د هیواد په تاریخ کی په سرو لیکو ثبت وی حتما به زموږ اینده نسلونه هغه د هیواد یوه توره برخه بولی خو د افغانانو جهاد، ازادی خواهی ، قربانی او اسلام دوستی به د دی تاریخ د ویاړ ټکی وی او د هغه افغانی الاصله نوکرانو او چاکرانو نومونه به چی د متجاوزینو په ریکاب کی د ولسونو په وړاندی دریدلی دی په ننګینو ټکو د ذلت په رنګ درج سی ، هغه کسان چی په عینی اسارت او ذلت کی ځانونه ازاد ښیی، دا کسان په کراتو د خپلو بادارانو لخوا په غربی رسنیو کی د مفسدینو، توپکیانو،جنګی جنایتکارانو، قوماندانسالارانو،متجاوزینو او د جهاد د سوداګرانو په نومونو ویاړل سویدی.

د څه مودی راپدیخوا د کورنی او بهرنی مطبوعاتو څخه په افغانستان کی د سولی او تفاهم ږغونه اوریدل کیږی ترڅو نور کلونه هم ولس د هیلو او امیدونو په سیند کی لاهو کړی. زما په آند هر ډول د سولی خبری مثبتی پایلی نسی لرلای مګر داچی بنسټ یی د عدالت تامین وی، عدالت په دوو برخو کی ترهرڅه آهم دی. لمړی په بشری جنایاتو تورن کسان، ملی خاینین،په عامه وژنه تورن کسان او د پردیو اجنټان باید باالترتیب د عدالت میز ته ودرول سی. د وینو سوداګرانو انسانان کانتینر بسته وژلی دی ، په ژوندی انسانانو یی څاهان ډک کړیدی د بهرنیانو په ملاتړ یی جنګی اسیران په درزنو وژلی دی،ښارونه او کلی یی وران کړیدی ، دولتی شتمنۍ یی چور کړیدی ، د خلګو پر نوامیسو په تیری تورن دی، شخصی او دولتی ځمکی یی غصب کړیدی ، او بالاخره د بهرنیانو په ملاتړ یی د ولس په وړاندی سنګر نیولۍ دی او بیګانه ته په جاسوسیو تورن دی باید د محکمی په وړاندی ودریږی.  

دوهم د حکومت جوړښت باید د اصولو او استحقاق پر بنسټ ایجاد سی. دولتی چوکۍ د ولس امانت دۍ په هغه کی ناغیړی او تصرفات د ولس د حقوقو غصب دۍ ، دی حالت ته باید دپای ټکۍ کښیښوول سی نه دا چی پنچرمین دی جنرال وی ، د مدرسی زده کوونکی وزیر وی. کراچی وان قوماندان او ریس وی او کم دانشه سفیران د هیواد نړیوال حیثیت ته تاوان واړوی دا موضوع هم په یو شکل د عدالت د تامین سره مستقیم تړاو لری.

هغه ګمراه کوونکی هڅی چی د لوبی د اوږدوالی په موخه کیږی مثبتی پایلی نسی لرلای، ځنی کورنۍ او بهرنۍ کړۍ مصروف دی ترڅو که وکولای سی د طالبانو مصنوعی تصویر په ډوبی کی ځوړند کړی او داسی وښیی چی ګواکی دا منځلاری طالبان دی او د افغان ډلو ټپلو سره په حاکمیت کی دفساد په موخه شراکت کوی. وقایع ناڅرګنده دی خو کرزی او پاکستان په ګډه دا برنامه تنظیم او سامبالوی د دوی په آند معتصم اغاجان،ملاعبدالغنی برادر،منصور دادالله او داسی نورو ته به زمینه مساعده کړی چی په ډوبۍ کی دفتر جوړ کړی او بیا به هغوی د طالبانو په وړاندی وکاروی. اما تر اوسه نه معلومیږی چی پاکستان نوی لوبه د کرزی او امریکا په وړاندی شروع کړیده او که په ګډه څه یقینی هیلی لری   . له دی کبله چی حقایق څرګند ندی نو د نوموړو محترمینو په هکله پټه خوله ښه ده.   

 

 

  


بالا
 
بازگشت