مُقبل کاروان

استاد تابع د احسان دۍ

 

 

 

 

 

 

 

 په دی ورځو کی جناب استاد سیاف د ټولو رسنیو سر لیک ګرزیدلۍ دی هغه هم نه په نیکیو بلکه په ناخوالو.خو زه ځکه خواشنۍ یم چی ولی ټولو محترمو مبصرینو ، لیکوالانو او څیړونکو استاد ته د نقد ګوته نیولی او راز راز کلمات ورته کارول کیږی نه غواړم د ټولو هغو یادونه وکړم صرف دا ویل غواړم چی تاسو محترمینو د استاد د بیچارګۍ موقف ندۍ درک کړۍ که تاسو د هغه په ځای کی وای تاسو به هم افلاکی ویلی وای.

استاد له یوه پلوه خپل ملیت او قوم تجرید کړیدۍ له بله اړخه سربیره پر هغه دوستی او اړیکو چی له رشید دوستم،محقق او فهیم سره یی لری د قومی ریښی له کبله هغوی ته ډیر د باور وړ ندۍ نو ځکه جناب د دوږخ او جنت ترمابین پاته دۍ که ولس او قوم ته رجوع کوی مرګ یی تحفه ده نو ځکه په هر ډول چی وی باید د شمال ټلوالی د خوشحاله کولو لپاره ډیر سپکی سپوری خپل ولس ،قوم او ریښی ته ووایی که نه هره ورځ امکان لری محقق او دوستم یی د ولس په پښو کی وروغورځوی تر څو شریعت پرجاری کړل سی.

استاد سربیره پر ډیرو احادثو او ایاتونو چی هرځای یی وایی له بده مرغه د ځمکو په غصب تورن دی، کله چی د تره کی حکومت د کمونستانو په دوره کی اتم نمبر فرمان جاری کړ د خلګو شخصی ځمکی یی و بزګرانو ته و ویشلی نو سیاف او نورو مجاهد مشرانو داسی روحیه په ولس کی ترزیق کړه چی ګواکی پر غصب کړل سوی ځمکه حتی لمونځ نه کیږی خو اوس پر استاد د ځمکو د غصب تورونه لګوی. ځنی نور بیا بیرحمانه استاد د کابل د لودیځ د جګړو مهم عامل او ناظم بولی هغه جګړی چی پایلی یی سربیره پر وژنو پر ښځو تیری ، په سرونو کی میخونه ټکوهل، د کابل ویرانول، د خلګو دهستۍ  چورول او د ښځو او هلکانو تښتول وه.

هیڅوک پام نه کوی چی استاد د امریکایانو سره د دوستۍ لاس ورکړیدۍ تاسو ته معلومه ده په پښتنو کی پر قول او هوډ دریدل یو مهم عُرف دۍ که بد قولی کوی او  امریکا متجاوز وبولی بیا قولی کیږی او هوډ خرابیږی او د استاد یوه مشخصه داده چی بدقولی نه کوی. بل هم داچی په استاد کی پښتنی وینه جاری ده نو ځکه حق شناس او د احسان په وړاندی سر ټیټه وی اوس چی امریکا د سی آی ای د بودیجی څخه سخاوتمندانه ډالرونه استاد ته ډالۍ کوی ایا تاسو یی لازمه ګڼی چی دی ناسپاسه او احسان نه مننوکۍ اوسی ایا دا ډول کړنه د افغانیت خلاف نده ؟ نو بیا محترم استاد مه ملامتوۍ په پښتنو کی خاص دودونه، رواجونه سته چی پښتنی کلچر یی جوړ کړیدۍ لکه څنګه چی تاسو ولیدل امریکا د ملا محمد عمر څخه اُسامه بن لادن وغوښتۍ اما د همدی پښتنی کلچر پربنسټ ملاعمر حاضر سو حاکمیت له لاسه ورکړی اما اسامه یی ورنکړ، اوسهم استاد نسی کولای امریکایانو ته چی میلمه یی دی تجاوزګر وبولی او یا د میلمه د وتلو غوښتنه وکړی!!!

رشید دوستم د ازبک ملیشو خورضابط او د قُم خانه سامان محقق  دواړو استاد سیاف بخښلۍ دۍ او د شفقت لاس یی پرسر ورایښۍ دۍ ایا لازمه ده د دوی ددی احسان په وړاندی استاد نافرمانی وکړی؟ همدا چی د دوستم او محقق تندی ته استاد وګوری فورا پښتنو ته یوڅه سپکی سپوری ووایی ترڅو د هغوی د تندی ګُنجی خلاصی سی انسان تابع د احسان دۍ ایا لازمه ده چی استاد د هغوی احسان نادیده ونیسی؟

مطلب می دادۍ چی استاد یو څو کنځاوی و طالبانو ته وکړه ډیر یی مهمه مه ګڼی هغه بیچاره ډیر په بد موقف کی دۍ تاسو دده معصومیت او مجبوریت درک کړۍ .

 

 

  


بالا
 
بازگشت