.

 عبدالباری عارض

 

فورم یوڅه محتوا بل - علت یوڅه معلول بل

په لنډو د دوو ټکو وضاحت اړین ښکاری ترڅو په ټولنه کی د ذهنی انحراف مخه ډپ سی:

لمړی : د ټاکنیزه کمپاینو په لړ کی ځنی نوماندان د خبرو او مستندو دلایلو توانمندی لرله ځنی نور په بازارونو کی د ډیرو عکسونو د ځوړند کولو او پیسو ښندلو ښه توانمندی لری ځنی نور بیا چی پیسی یی هم کمی او ډله ایزه ملاتړ هم نلری نو بیا د ښځو د حقوقو او دموکراسۍ کاڼی پر ځیګر ټکوی. له بده مرغه په تیرو لسیزو کی یو په بل پسی تجاوزاتو یو بد میراث پر ځای پریښود هغه د ځینو افرادو ذهنی اسارت یا روحی ناروغی ده په دی ناروغی مبتلا کسان علاوه تردی چی بی موجبه د ډار احساس کوی داسی فکر کوی چی که بهرنیان ولاړه ژوند به څنګه کیږی ؟ شتمنۍ به څنګه کیږی؟ د ښځو حقونه به څنګه سی؟   دموکراسی به څنګه کیږی؟او نور نور..  دا مزمنه روحی ناروغی ده چی په روانی طبابت کی یی ( ژور خفګان) بولی علاج یی ممکن دۍ خو د اوږدی درملنی په موخه باید سناتوریم ته ولیږل سی . د درملنی په دوران کی باید هغوی ته ملی ارزښتونه ، افغانی تاریخ،ملی ګټی ، اصیل کلتور او افغانی دود دومره توضیح سی ترڅو ذهن یی د اوهاماتو څخه پاک او ملی دریځ غوره کړی.

 ځنی نوماندانصاحبان هڅه کوی کړنی او نظریات داسی عیار کړی چی د بهرنیانو د پام وړ وګرځی تیرو ته په کتو  د دوی په آند ټاکونکۍ رول د بهرنیانو دۍ له همدی کبله نوماندان په ځینو مواردو کی همږغی لری د بیلګی په توګه دموکراسی او د ښځو حقوق!.په دی هکله دومره افراط کیږی چی حتی د بشری حقوقو ناقضین او د ښځو د حقوقو غاصیبین هم دا دوه اصله د اسلام او هیواد نه وړاندی طرح کوی.علت څه دۍ؟ که لږ شاته وګورو د روسی تجاوز په وروستیو کی د ډاکتر نجیب الله پر وخت  ډیر واړه حزبونه او سازمانونه رامنځ ته سوه هغوی هم یو د بل په وړاندی اعتراضونه کول خو پر یوه ټکی متفق وه هغه سوسیالیزم او کمونیزم ؤ ، دا ځکه چی دوی ټول پوهیدل چی ترڅو د روسانو د تایید وړ ونه ګرځی اقتدار ته رسیدل ناممکن دی نو ځکه یی روسانو ته د ښه صداقت څرګندولو یا اقلا د هغوی د خوشحاله کیدو په هیله د خپلو کړنلارو په راس کی سوسیالیزم او کمونیزم ځای کړ.اوس یو ځل بیا عینی موضوع تکراریږی منتها اوس د سوسیالیزم او کمونیزم پر ځای دموکراسی او د ښځو د حقوقو جملی کارول کیږی .د ولس څخه یی لاره ورکه کړیده کله د سوسیالیزم، ماتریالیزم او انترنیشنلیزم غوغا او کله د دموکراسۍ ، د ښځو او همجنس بازانو د حقوقو ناری سوری ولسی غوږونه ځوروی تاریخ ، دودیزه ارزښتونه او ملی اخلاق جریحه دار سوه.هڅه مو ونه کړه چی (نور زموږ رنګ واخلی بلکه موږ ډیر ژر دنورو رنګ اخلو).        

د مناظرو د توضیح او استدلال کچه کمزوری ښکاری مادی فقر مو نړۍ ته له وړاندی څرګند ؤ خو معنوی فقر مو تر هغه ډیر دۍ، په نننی حالت کی پوهه او استدلال معیار ندۍ بلکه نفود د رهبرۍ تعریف بلل کیږی دا نفوذ که مشروع او یا نامشروع وی یعنی که د ناقانونه اقتصاد په وسیله وی یا د بازو د زور په وسیله وی یا د تهدید او فشار له مخی وی او یا حقیقتا د ولس پر زړونو حکومت ولری، خو نفوذ دۍ . ،  په داسی حال کی چی په افغانستان کی څو لسیزه پخوا رهبران عُلما، پوهان، سیاستوالان او مجربین وه  هغه وخت صدراعظمانو مکلمل او مشرح خط مشی او کاری پلانونه له وړاندی ارایه کول. له بده مرغه څلویښت کاله وروسته موږ فاقد د هغه امکاناتو یو چی پخوا مو درلودل نو ایا موږ د نړیوالو په شتون کی په فرهنګی او سیاسی برخه کی وړاندی تللی یو؟ که محترمو نوماندانو له وړاندی خپلی کړنلاری د یوه سیاسی دکتورین په بڼه لرلای او د هغه پر محتوا یی ښه حاکمیت لرلای نو دا مناظری به یی د خپلو موخو لپاره د یو تبلیغاتی سټیج په حیث کارولای اما اوس دوی هر یو ډیر په ځنډ او تردُد داسی جملی کاروی چی مبدا او خبر یی متوازن نه وی له ورایه ښکاری چی له ځان سره څه نلری همدا اوس د سوال په وړاندی په وارخطایی او احتیاط د وتلو لاره لټوی.راحت نه وی او فکری سکون نه لری. تابه  ویل چی شاګردان یی د امتحان لپاره تختی او تباشیر ته درولی دی. اما هیره دی نه وی چی ټوله نوماندان داسی نه وه ځنی د دوی مفکرین ،ډاکتران ، فروفیسران او د میدان خلګ دی چی له وړاندی یی خپل نظریات او غوښتنی د مختلفو رسنیو له لاری ولس ته وړاندی کړی او اوسهم کاملا د سکون په فضا کی ښه توضیحات ورکوی.

تر هغه ځایه چی اوریدل کیږی ټوله محترم نوماندان د امریکا سره د امنیتی تړون په هکله په لږ و ډیر لفظی تفاوت مشابه نظریات لری ځنیو یی د امریکا سره امنیتی تړون اړین وبلۍ او خپل چمتووالۍ یی د هغه د امضا لپاره ښکاره کړ.دلته دوی ټولو په اصولو کی د فورم له مخی ښه خبره کړیده،هره موضوع یو فورم لری او بل محتوا. د محترمو نوماندان څرګندونی  د غوښتنو او نظریاتو په محدوده کی دی په دی معنا چی هغوی د فورم په لحاظ د امنیتی تړون امضا کیدل غواړی، د فورم په لحاظ یا په اصولو کی ولسمشر کرزی او مشورتی لویه جرګی هم عینی غوښتنه کړیده . خو کله چی یو د دوی ولسمشر سی نو هغه وخت محتوا ته ننوزی هلته کله چی د بهرنیو چارو وزیر د تیرو لڅو او پټو دیپلوتیکو هڅو ګزارشات ور کړی او همدا رنګه د ملی امنیت اداره په خپل وار په سیمه او نړۍ کی د افغانستان په وړاندی کړنی او عقاید ورته توضیح کړی او په همدی ډول د کورنیو چارو او دفاع وزیران د کور دننه د جګړی فشار او امکانات ورته واضح کړی په هغه صورت کی د امکانه لیری نده چی راتلونکی ولسمشر د کرزی شرایط تایید او یا شاید نور شرطونه هم ورسره ضمیمه کړی.ځکه هغه وخت د راتلونکی ولسمشر دریځ د محتوا له مخی وی او غالبا دقیق دریځ غوره کولای سی. د امنیتی تړون په هکله د نوماندانو نظر د فورم له مخی دۍ نه د محتوا.

دوهم : په افغانستان کی د روان کال په اوږدو کی د ملکی کسانو د مړینی د کچی په هکله د ملل متحد راپور :

  له بده مرغه داسی بریښی لکه د راپور جوړونکو چی هڅه کړیوی افغان ولس په معلول مصروف و ساتی او د علت نه یی پام بلی خواته کړی. په راپور کی هڅه سویده افغانان د فیصدی له مخی د مړو په شمیر بوخت وساتی. د مړو شمیر به کوم درد دوا کړی ایا ددی لپاره چی که د چا سلنه جګه وی ملامت نور سلامت ؟. دا لکه پر زخم چی مالګه دوړوی، ولس په وینو کی لغړی دوی یی د سلنو محاسبه کوی راسۍ چی علت ته پام واړوو ملکی کشتار معلول دۍ علت باید په ګوته سی چی ولی ملکیان وژل کیږی؟ او مسولیت د چا په غاړه دۍ نباید اصلی مسول د فرعی مسولینو تر شا پټ سی، د مړو شمیر او فیصدۍ موږ ته څه ګټه نه رسوی . ملکی کشتار معلول دۍ که ملل متحد واقعا بی پری څیړنه کوی نو علت دی توضیح کړی. علت واضح او څرګند دۍ له هغه وخته چی امریکا د برید په پایله کی افغان رژیم د ټولو امنیتی ځواکونو سره له منځه یووړ ، د حقوقی بنسټونو ، منطق او بشری مکلفیتونو پر بنیاد د افغانستان ټول امنیت او په خاص ډول د ملکیانو ساتنه د دوی دنده او مکلفیت دۍ ، د ناټو په راتګ اجتماعی او دولتی جوړښت ړنګ سو چی له کبله یی جنایی جرایم هم ډیر سوه د هغه مسولیت هم ناټو ته متوجه دۍ. ایا بهرنیان د دی لپاره راغلی چی دوی خپلو موخو ته ورسیږی خو افغان ولس دی په وینو کی ولامبی ؟ ترڅو دوی داوری وکړی چی څو ماوژلی څو تاوژلی ، که دوی د امنیت د تامین توانایی نلرله ولی یی برید ته زړه ښه کړ؟ لطفا دی بهرنیان هڅی نه کوی چی خپل مسولیتونه افغان لوری ته متوجه کړی او نه دی هڅه کوی چی په ولس کی فکری یا ذهنی انحراف ته لاره همواره کړی. که د راپور د خپراوی موخه د افغان دولت د سولی د هڅو شنډول او د مخالفینو سره یی د اختلاف درزونه نور هم پراخیدل وی نو دا به بلکُل دښمنانه لوبه وی. افغان ولس د ملل متحد نه هیله داده چی داسی راپور خپور کړی چی د دوه زره لمړی کال نه یا د امریکا د برید د پیل نه بیا تر اوسه په تیرو دیارلس کالو کی څومره افغانان وژل سویدی هغه که ملی اردو یا ملی پولیس وی او یا هم طالب او ملکی کسان وی ترڅو د کورنۍ جګړی سره پرتله سی او د نړۍ انصاف د افغان غریب ولس په وړاندی بربنډ سی.    

 

  


بالا
 
بازگشت