.

 عبدالباری عارض

 

کره څیړنه

اوس له ورایه ښکاری چی امریکا د طالب او حکومت په جگړه کی گټی ترلاسه کوی له همدی کبله د سولی او امنیت موضوع په لنډو کی مهال بریښی د دی مطلب د سپیناوی ښه بیلگه د ایمل فیضی مرکه د امریکا رادیو سره بلل کیدای سی د ولسمشر ویاند وویل چی ملا برادر د امریکا د توافق په صورت کی کامله ازادی ترلاسه کولای سی او د سولی په بهیر کی لوبیدلای سی یعنی تراوسه امریکایان موافق ندی د سولی په لاره کی د افغان حکومت د هلو ځلو ملاتړ وکړی نو ځکه ویل کیدای سی چی امریکا او باکستان دواړو د افغانستان د جهاد د پیل څخه د افغانانو به وژولو او افغنستان ورانولو کی سیمه ایزه گټی لټولی دی نه داچی پر افغانستان یی د تجاوز په وړاندی د ازادۍ ملاتر کړی وی. هغوی دواړه وتوانیدل د جگړی په لمړی لسیزه کی د افغانانو د قربانیو او افغانستان ورانولو په بیه خپل نړیوال حریف  شوروی اتحاد او وارسا پر گونډو کړی ٰباکستان اټومی کړی لویدیځ او ختیځ جرمنیان سره یوځای کړی ختیځه اروبا خپلواکه کړی او په منځنی اسیا کی خپلواک هیوادونه رامنځ ته کړی په دی ډول د لویدیځوالو واک پر نړۍ نور هم پراخ سو اوس امریکا او باکستان قدم وړاندی ایږدی او نوری گټی لټوی تیرو ته په کتو د هغوی گټی د افغانستان د جگړی به دوام کی نغښتی دی نو ځکه  د جگړی ختمیدل دنورو گټو پای ته رسیدل تلقی کوی ځکه یی منل ورته گرانه ده.

 اوس چی د یوی لسیزی په دوران کی د ولس یوی برخی څه ناڅه احساس د ارامتیا کړیدی او ژوند یی په تدریج د عادی کیدو په لوری روان دی امریکا او اندیوالانو یی د افغانستان په وړاندی یوه نوی تبلیغاتی سړه جگړه پیل کړیدی که تیره یوه میاشت د ازادی رادیو او بی بی سی د خپرونو لنډه څیرنه وسی نو داسی بریښی چی لویدیځوالو د امریکی په مشری د افغانستان په وړاندی روانی جگړه په لاره اچولی ده. وړاندی ترهغه چی طالبان و حاکمیت ته زیان واړوی امریکا په پروپاگنډو غواړی حاکمیت د ولس په وړاندی بی اعتباره او ناتوانه وښیی.هغه حاکمیت چی د دوی د ارادی بر بنسټ رامنځ ته سویدی او یوه لسیزه یی د هغه ملاتړ کړیدی. که په افغانستان کی رهبری سالمه نه وی نو دا دیارلس کاله ولی ناتو د هغه مالی او بوځی ملاتړ کاوه، په نریواله تولنه کی یی خاص ځای ورکړ، نړیواله اقتصادی غونډی یی ورته تنظیم کړی او که رهبری پخوا ښه وه صرف اوس چی د امنیتی تړون د عقد به بهیر کی د ملی گتو ساتنه کوی نو بیا بد دۍ فکر کوم دا به د امریکا لپاره ښه دریځ نه وی.

  د افغان حکومت او امریکا ترمنځ روانی لفظی شخړی د بی ثباتی او ناامنی یوازنی عامل  کیدای سی نو اوس پوښتنه را ولاړیږی چی طالبان افغانستان بی ثباته کوی او که امریکا؟ افغانانو یو بت مات کړ خو بل لوی بت یی ځانته جوړ کړ او اوس نباید د وارخطایی څخه نور واړه بتان جوړ کړی.د امریکا او پاکستان فشار باید ددی سبب نسی چی پر هند ،چین او روسیی نامناسب او افراطی حساب وسی. د بلان له مخی غربی رسنی  افغانان د نامعلومی راتلونکی په نوم تهدید وی هرهغه عمل چی په ولسونو کی دهشت ، ویره او وارخطایی خپروی هغه عمل بیا نور مفاهیم لرلای سی چی د امریکا لپاره مناسب ندی. تر اوسه هغه اسمان دۍ او دا ځمکه هیح هم ندی پیښ سوی خو غربی راډیوگانی کله وای که موږ د افغانستان څخه ولاړو نو کورنی جگړه به پیل سی کله وای هغه ولایت به سقوط وکړی کله وای دغه ولسوالی به سقوط کړی کله وای پانگی د هیواده ووتی او نور او نور. دا په داسی حال کی چی وړاندوینی یی هم د غرضه ډکی بریښی نو ایا د دوست هیواد په وراندی دا دول چلند مناسب دی؟.

که افغان مشران سره یو نسی او د بیلو بیلو بهرنی هیوادونو سره پر اړیکو بیا کتنه ونکړی نو هم به دوی ورکیږی او هم به د هیواد ځمکنی بشبرتیا ته زیان واوړی د طالب او حکومتی به نوم به جنگول کیږی او د پردیو گټو لپاره به قربانی کیږی.  تر پرونه ویل کیده چی طالب ناتوانه کمزوری او له منځه تللی دی خو نن چی د بهرنیانو د وتلو وخت رارسیدلی دی حکومت په طالب تهدیدوی داسی شیی چی که د امریکا غوښتنی و نه منل سی نو طالب به ټول ووژنی او لاسته راوړنی به ټکنی سی.  هیره دی نه وی چی طالبان هم افغانان دی له یوی خوا یی امریکایان وژنی له بلی خوایی باکستانیان به زندانو کی وژنی او یا یی گوانتانامو ته تسلیموی. په افغانستان کی ملیتی تفریقی ژبنی تبعیض او سمتی اختلافات د لویدیځی بالیسی مهمه برخه ده. د دموکراسۍ ترنامه لاندی افغانی کلچر او دود گواښل کیږی دهیواد په لیری پرتو سیمو کی شځی وژل کیږی په بدو کی ورکول کیږی پزی او شونډی یی پری کیږی اجباری ودو ته مجبوره کیږی خو په کابل کی څو دگوتو په شمار نازولی ښځی د ښځو د ازادی به نامه د بهرنیانو د توجه په محراق کی واقع سوی دی ډالری تنخوای اخلی په لوکسو موترونو کی د باډیګاردانو سره گرزی هفته او چهارشنبی لویدیځو هیوادو ته سفرونه کوی د وکیل وزیر او سفیر به نومونو نومول سویدی هغوی هم د کورنۍ په مشوره هڅه کوی ځانونه نور هم دموکرات، ازاد او لویدیځ پلوی وښیی ترڅو نورهم و نازول سی.

 په ننۍ نړۍ کی د دموکراسۍ مفهوم هم مغلق سویدۍ هر هیواد کولای سی د خپلو موخو د توجهه لپاره د دموکراسۍ او یا تروریزم کلمات وکاروی خو په افغانستان کی یی دموکراسۍ ته یوه توره هم په لاس ورکړیده دا توره ډول ډول ریسرجونه یا ( سروی گانی) دی چی په نړۍ کی یوازی زموږ د هیواد د راتلونکی په هکله ترسره کیږی گاهی امریکایی استخبارات ریسرج کوی او به خبل زعم راپور وړاندی کوی کله هم انګریزی جنرالان ورته او هماهنګه څرګندونی کوی  گاهی هم نامعلومی مراجع د غیر دولتی نهاد به نامه ریسرج ترسره کوی او بیا خپلی موخی پکښی رانغاړی تر ټولو د پام وړ دا چی ریسرجونو مختلفو اړخونو ته اشاری لری اما یو ټکۍ په ټولو کی شریک وی هغه داچی وای د افغانستان خلگ په هیواد کی د امریکایانو شتون غواړی. له همدی ځایه د ریسرج موخه څرگندیږی غواړی د افغانستان تاریخ بی ارزښته وښیی. روښانه او منل سوی حقیقت خو دادۍ چی افغانستان د خبل شتون به اوږدو کی هیڅکله هم بهرنی عسکر په خپله خاوره کی ندۍ زغملۍ د افغان انگلیس جگړی او د افغان شوروی جگړه ژوندۍ بیلگی دی نور دی خدای داسی جگړه نه راولی چی نوم یی د افغان ناټو جگړه وی.

به تیره یوه میاشت کی امریکا گواښنه کوی چی که موږ پښی سپکی کړی نو افغانستان به تباه سی انسانان به یو او بل سره وخوری او نور . دا ډول گواښنی یوازی د امریکا پرستیژ ته زیان اړولای سی د نړۍ د سوپر طاقت او یو جگړه ځپلی او ناداره هیواد ترمنځ ناندرۍ غربی اعتبار ته تاوان رسوی او  د دی گواښونو موخه هم د حقایقو تحریفول دی . راسی لږ شاته وگورو چی ایا بهرنیان په افغانستان کی د ټیکاو او امن سبب سویدی او که د ناامنی او بی ثباتی شرایط یی برابر کړیدی؟. ولس شاهد دی ترهغه چی بهرنیانو په افغانستان کی شتون نه درلود ټیکاو او امن شتون درلود ملیتی او ژبنی توپیرونه اصلا مطرح نه وه کله چی د بهرنیانو بښه په افغانستان کی ایښول سویده د ټیکاو او امن کمبله ټوله سویده او ولس د تبعیضی چلندو و اور ته ټیل وهل سویدۍ. که دا گواښ حقیقت وی چی د امریکایی پوځیانو په وتلو امن ټکنی کیږی او ولایات او ولسوالی د ستونځو سره مخ کیږی نو ایا د دوی په څورلس کلن شتون کی امن او ټیکاو شتون درلود؟ ایا ولسوالیو سقوط ندی کړی؟

د خوشحال بابا د احساس ښکلا وګورۍ

لا تر اوسه یی ماغزه بر کرار ندی    =    چا چی زما سره وهلۍ سر به سنگ دی.

 

 


بالا
 
بازگشت