.

 عبدالباری عارض

 

د یرغل تعریف د شخړی منځنی ټکۍ

د رسنیو له لاری می واوریدل چی د جان کیری او افغان ولسمشر ترمنځ د امنتی تړون په هکله اوږدی او ستونځمنی خبری وسوی د شخړی منځنی ټکی د یرغل تعریف ؤ. دا خبره کرۍ ورځ زما په ذهن کی کښته او پورته کیدل ګاهی به می له ځانه سره وخندل چی د یرغل تعریف څه ستونځه لری خو چی د پردی هیواد پوځونه و بل هیواد ته د هغه هیواد د حکومت د غوښتنی پرته ننوتل څه هوایی څه ځمکنی هغه یرغل دۍ. بیا به می فکر وکړ چی اوسنۍ نړۍ خو پر تعریفاتو ډیر وخت ضایع کوی دا ځکه چی سیاست او دیپلوماسۍ پراختیا موندلی ده. په داغه فکر ورځ تیره سوه شپه راورسیدل د خوب وخت سو بیا هم د یرغل تعریف زما ماغزه خوړل په همدی فکر ویده سوم خوب می لیدۍ.

دښتی ته وتلۍ وم ترڅو یوازی سم او ډیر فکر وکړم چی د یرغل تعریف څه دۍ دوه خلګ  په مخه راغلل یوه سپینی ملی جامی اغوستی وی پګړۍ یی په سر وه یو کتاب یی پر سینه نیولۍ ؤ او بل پاکه ښکلی دریشی په تن یو لاسی بکس یی هم په لاس کی وه سلام نه وروسته دوی وویل چی موږ پوهیږو تاته د یرغل تعریف ګران ښکاری ما ویل هو هغوی ویل اوس دا تعریف موږ درته وایو . ما ورته وویل زه له دی کبله صحرا ته راوتلۍ وم چی یوازی دا تعریف پیدا کړم اوس چی موږ دری نفره سو نه چی دا تعریف نور هم ستونځمن سی.

یوه راته وویل ډیر اسان به درته ووایم یرغل هغه دی چی د یوه هیواد پوځونه ناببره په بل هیواد برید وکړی هغه ته یرغل وایی

 ما ورته وویل چی په دی خو زه هم پوهیږم خو کله چی وینم چی روسانو او امرکایانو دواړو ناببره د حکومت د غوښتنی پرته برید کړیدۍ نو زه پکښی ورک سم ځکه د روسانو راتګ خو یرغل ؤ خو د امریکایانو راتګ ته بیا څنګه وکړم څه ووایم

دوهم سړی ستونۍ صاف کړ ویی ویل امریکایانو خو بیا تر برید وروسته چی هیواد یی تر ولکی لاندی راوستي د ملل متحد هوکړه ترلاسه کړه او یرغل یوازی پوځی یرغل مه بوله د هغه ترڅنګ ځانمرګی چی د یوه هیواده بل هیواد ته لیږل کیږی دیته هم یرغل ویل کیږی

 لمړنی سړی په ډیر ادب او وقار وویل هو د یوه هیواد د حکومت پرخلاف که د بل هیواد څخه سټینګر توغندۍ ولیږل سی او که ځانمرګی ولیږل سی دواړه یرغل یا تجاوز بلل کیږی

دوهم د اعترض په ډول وویل کوم وخت چی سټینګر رالیړل کیدل هغه د جهاد موسم ؤ خو اوس چی ارامه ارامی ده بیاهم ځانمرګی رالیږی دا په کلکه یرغل دۍ

لمړنی وخندل او ویل یی پاکستانی جنرالان او کرنیلان د هغه هیواد د جوړښت څخه بیا تر اوسه زموږ دښمنان دی په هره جامه او هر وخت کی چی وی زموږ دښمنان دی.

 دوهم په بیړه مداخله وکړه او ویی ویل پخوا مو جنرال حمیدګل د آی ایس آی مشر او ضاالحق دوستان ځکه وه چی روسان راغلی وه او جهاد ؤ اما اوس دښمنان دی ځکه ځانمرګی رالیږی طبعی خبره ده چی زموږ د ولس د وژلو او هیواد د ورانولو په موخه دی.

 ما ورته وویل د خدای دپاره زه خو مو نور هم د یرغل په تعریف کی ورک کړم ایا د روسانو او یا امریکایانو او یا نورو پوځی راتګ څه فرق لری که څنګه؟

لمړنی وویل روسان انترناسیونالست دوستان وه مرستی ته راغلی وه بنیادی کارونه یی کړیدی خو امریکایان سرسری کارونه کوی روسانو د سالنګ تونل ، د نغلو د بریښنا بند ، د سیلو کارخانه د مزار د بریښنا او سری کارخانه دپولیتخنیک پوهنتون او ترټولو مهمه بی شماره وړیا مکروریانونه او نور جوړ کړیدی چی راتلونکو نسلونو لپاره څه کار کوی. خو امریکایانو هیڅ بنیادی کار ندۍ کړۍ روسانو د ټول افغانستان مامورینو ته په کوپون شپږ قلمه لمړنی مواد مفت ورکول ایا امریکایانو یو غریب مامور موړ کړیدۍ؟

دوهم وویل هو روسان کمونستان وه کافران وه او د خلګو برابری یی موخه وه نو ځکه یی افغانی ملګری ملحدان وه او د ټانکونو او الوتکوسره راغلی وه خو امریکایان که کافران هم دی اما کتاب لری او زموږ دوستان دی پیسی ډیری لری مرستی هم راسره کوی امریکایان هرڅه چی وی کمونستان خو ندی خیر که یی بنیادی کار نه وی کړۍ زموږ مشران خو یی شتمن کړه. روسانو خو زموږ ښځی ، ماشومان او سپین ږیروی وژل.

لمړنی په خندا وویل امریکایانو هم ستاسو ماشومان ،ښځی او زاړه ندی نازولی په کنړ کی ناټو نهه تنه ماشومان بمبارد کړه ،په لغمان کی یی اته تنی ښځی بمبارد کړی، د کندهار په زنګ اباد کی یی عامه وژنه وکړه د شپی د چاپو پرمهال په سپیو ښځی داړلی دی د مسلمانانو پرجسدونو بولی کوی ، قران شریف سوځی او نور نور

دوهم په غُصه سو په لوړ اواز یی وویل ته دومره هم نه پوهیږی که امریکایان او مرستی یی نه وای افغانانو به په ډوبی کی بنګلی له کومه کولی دا د کابل ښار ښارګوټی او بلډینګونه به له کومه کیدل .

لمړنی وویل ښارګوټی او د ډوبی بنګلی خو شخصی دی امریکایانو خو ولس ته ندی جوړی کړی اما مکروریانونه خو روسانو د ولس لپاره جوړ کړه .

دوهم نور زغم دلاسه ورکړ په لوړ اواز یی وویل ته په هیڅ نه پوهیږی علت هم دادۍ چی ته دینی اصولو ته پام نکوی ،جهاد دی ندی کړۍ پدی هم نه پوهیږی چی امریکایان زموږ د جهاد دوخته دوستان دی یوازی پاکستان مو پخوا دوست او اوس دښمن دۍ .

ما ولید چی د دوی دواړو تضاد نور هم ډیریږی ناری می کړی چی یا خدایه ما هیڅکله د یرغل په تعریف مه پوهوه پری می ږدۍ چی یوازی اوسم ښه دی چی دانګلیس د یرغل ملاتړۍ نسته که نه خو زه به پاک لیونۍ سوی وای. په خپلو چیغو د خوبه راپورته سوم ژر می رادیو سویچ کړه خبر یی ووایه چی ولسمشر او جان کیری د امنیتی تړون په هکله موافقی ته ورسیدل یوازی لویه جرګه به د امریکایانو د مصونیت په هکله پریکړه کوی . ډیر خوشاله سوم رشتیا هم د چاچی د ورځی په څه کی ډیر فکر بند وی نو حتما هغه په خوب وینی نور می د یرغل تعریف د فکره وایستۍ ما دی خدای هیڅکله پدی ستونځمن تعریف نه پوهوی او په دی هکله ناپوهی مهمه هم نده ځکه زما پیاد دی د نړۍ ستر دیپلوماتان په ملل متحد کی را غونډ سوه چی تروریزم تعریف کړی په ساعتونو لګیا وه خو په پایله کی یی بشر ددی تعریف په وړاندی ناتوانه وښود او بیله نتیجی غونډه پای ته ورسیدل ستر ستر هیوادونه په تعریفاتو کی پاتی راغلی دی نو زما لپاره کوم شرم دۍ چی د یرغل په تعریف نه پوهیږم.

 

 

 


بالا
 
بازگشت