په افغانستان کې ټولو ښکېلو خواوو ته  زما مشوره

                                                 محمد انور ولید

لکه څنګه چې ټول افغانان په اوسنیو شرايطوکې له سختو ستونځو او کړاوونو سره مخ دي ، په داسې حال کې چې د ستونځواوکړاوونو د حل یواځینۍ لاره هم په پاک زړه خپلمینځي سلا مشورې دي . ځکه مشوره له یوې خوا د خدای تعالی امر دﺉ ، او له بل پلوه ټولو ښکېلو غاړو ته یوه داسې بې خطره پرانیستې دروازه ده چې سړی سولې ته په ډاډه  زړه پرې ور تلای شي . خو مشوره له چا سره ؟ له هغه چاسره چې همدا اوس په افغانستان کې د خپلو ګټو او امتیازاتو له پاره د جګړې دوام غواړي ؟ یا مشوره له هغه چا سره چې د تور او سپین توپیر هم نه شي کولی او تل یې د هغوکسانو خولې ته غوږ نیولی وي چې د جګړې بد مرغه پد یده  یې زموږ خاورې ته راوړې ؟ او یا مشوره او خبره شریکول له هغه چاسره په کار دي چې بشپړه خپلواکه ځواکمنه ملي اراده ، غټ ماغزه ، او د ژباړل شوې سفسطې اوخپلمینځي چغلیو پرځای د معقول او منقول منطق او استد لال څښتن ، خپلواک ، مسلکي ، له کورني ، سیمه ییز او نړیوال تاو تریخوالي او لوبې څخه ستړي شوي او د خپلو خلکو مرګ ژوبلې ، ملي حاکمیت او د خاورې تمامیت ته خطرې نورې نه شي زغملی . مال او شتو نه وي ور اخیستی . ملي ګټې پر شخصي ګټو غوره وګڼي او په صداقت سره ریښتینې سولې ته لېواله او ژمن وي .

څرنګه چې د افغانستان ستونځې سیمه ییزه او نړیواله بڼه غوره کړې او کورني او بهرني ابعاد لري ، لازمه خو داده چې افغانان تر هر څه مخکې باید لومړی د کورنیو ستونځو د هواري له پاره په خپلو کې یوه داسې اوږد مهاله سترا تیژي سره جوړه کړي چې له مخې یې د پردو لاسوهنو او ملي ګرایۍ له              مفکورې پرته د ملي یووالي ریښتینی محور پرې تشکیل او وروسته همدغه ملي محور وکولی شي د ملي پخلاینې باوري بابونه پرانیزي ، ترڅو پر مټ یې یو داسې حقیقي ملي یووالی مینځ ته راولي چې ټولو خواوو ته د منلو وړ وي . حقیقي د ورورۍ ملي اجماع هم همدغه ده .

خو داسې محور پرځان ځاني سلا مشورو سره نه جوړېږي . ځکه ځان ځاني سلا مشورو د حکومت  او مخالفینو ترمینځ فاصلې نورې هم ډېرې کړې او نړیواله ټولنه یې پرافغان نظام او افغانانو باندې بې باوره کړه . موږ وینو چې د افغانستان ستونځې دغه ډول مشورو نورې هم داسې ډېرې او لانجمنې کړې او د افغانستان د راتلونکي برخلیک له پاره زهر قاتل جوړې شوې چې له کبله یې تراوسه پورې په لسګونو او سلګونو افغانانو ته مرګ ژوبلې پرې واوښتې ، افغان حکومت او خلکو ته یې څه ګټه نه ده کړې او افغانستان یې د بې ثباتۍ پر لور ور ټېل وهلی دﺉ . افغانان که په خاموش اکثریت کې پراته دي یا په حکومت کې د ننه ، یا له مخالفینو سره او یا داچې له هېواده بهر یې ځانونه غلي کړي ټول له دې جکړه ییز حالت څخه ستړي شوي او تر هر څه ړومبی په خپل هېواد کې د ننه ریښتینې سولې او امن ته اړتیا لري . ټول افغانان سوله . امن ، با ثباته نظام او د قانون حاکمیت غواړي .ځکه اوسني نا امنه حالت یو پر بل باندې باور هم له منځه وړی دﺉ . 

زما مشوره حکومت ته داده چې د خپلې ذمه وارۍ له مخې داسې باوري فضأ را مینځته کړي چې مخالف او موافق ټول خبرو ، سلا مشورو ته سره کښېني . یو د بل د خبرو اورېدو زغم ولري او په خورا متانت او مېړانه د تمهید په څېر هر لوری خپل داسې کره دلایْل وړاندې کړي چې ټولو خواوو ته د منلو وړ وي . ترڅو د اعتماد په صورت کې د هغوی هر ګام ددایمي سولې پر خوا ټولو ته د بنسټ تیږه او د ملي روغې جوړې له پاره د لارې مشال شي . ځکه په اوسنیو حالاتو کې افغان حکومت یوه ځـانګړې مسؤله مرجع ده چې باید په مسؤلانه توګه د افغانانو خپلمینځي اختلافاتوته نور د پای ټکی کېږدي ، اوهم نړیوال پردې قانع کړي چې افغانان نور په خپله خاوره کې پردۍ سیمه ییزې او نړیوالې جګړې پرځان نه منلی او نه یې زغملی شي . افغانان خپلمینځي ملي سوله ، خپلواک ملي نظام ، هوسا ، بسیا اوښېرازه افغانستان غواړي نه تپل شوې جګړې او مرګ ژوبلې . ځکه حکومت دنده لري چې د قانونمندې ادارې په چوکاټ کې د ریښتینو خبرو ، ریښتینې سولې ، ډاډمن امنیت او ښې راتلونکې دروازه د خپلو هېواد والو پرمخ پرانیزي ، تر څو افغانستان هم د خپلو سیالانو په لیکه کې ودرېږي .

د افغان مخالفینو هم دا ذمه واري ده چې نور د خپلې خاورې او خپلو خلکو په وړاندې له تاو تریخوالي او مرګ ژوبلو څخه لاس واخلي . پردو ته پرخپل هېواد باندې یوځل بیا د نوبتي یرغلونو زمینه برابره نه کړي . ځکه پردي په افغانستان کې د خپل هدف ترلاسه کولو له پاره تل په افغانستان کې د اوبو خړولو او خپلو کبانو نیولو په هڅه کې دي . او پردي هېڅکله په افغانستان کې دایمي سوله ، ثبات او واحد ملي نظام نه غواړي ، او پر دوی باندې یواځې خپله لوبه توده ساتي .

کورنیو مخالفینو ته هم زما مشوره داده چې تر پردي کټ خپله خاوره او خپله جونګړه ډېره ور ته ښه ده . ځکه چې پردی کټ ترنیمو شپو وي . د قدرت ترلاسه کولو پرځای دې تل پاتې ملي سولې ته کار وکړي ، او د ټوپک د شپېلۍ پرځای دې ځان له قانوني لارې د واک ګدۍ ته د ؤلس په تایید او ملاتړ سره  ورسوي چې پر مټ یې د یو منلي واقعي ملي نظام او ملي هویت خاوندان شي . د خپل ملي یو والي پربنسټ دې بهرنیو مداخلو ته د پای ټکی کېږدي ، ترڅو په خپله خاوره کې د خپلواک ، هوسا او بسیا ژوند څښتن شي . په لوی لاس دې د خپل کور بریدونه او پولې د کینه کښو ګاونډیانو په لاس نه ړنګوي ، ځکه چې بله ورځ به د همدغو مخالفو افغانانو اولادونه هم نه په کې پرېږدي .

سیمه ییز او بهرني اړخونه هم یو داسې لوری دﺉ چې تر اوسه پورې ددوی په موجودیت کې له هره پلوه په افغانستان کې امنیت نه دﺉ راغلی او نه شته . کله چې په یو هېواد کې امنیت او سوله نه وي ، بیا رغونه یې هم ستونځمن کاردﺉ . که څه هم په افغانستان کې لږ او ډېر کار شوی . خو هغه ځکه په نشت حساب دﺉ چې زموږ هېواد ډېر ړنګ شوی . د امنیت د نشتوالي له کبله په واقعي توګه بیا رغونه هم نه ده په کې شوې . ځکه افغانان هره ورځ په کې وژل کېږي او ژوبلېږي .کار ګران او پانګوال تښتول کېږي . د نړیوال پوځي حضور ترڅنګ ډول ډول جنایتونه زموږ په هېواد کې روان دي . ترهګري هم آن د افغانستان له خیالي کرښې پورې غاړه موجوده ده . هغه مهال چې نړیوالو ځواکونو د افغانستان د ختیځو او سویْلي سیمو په کرښو کې د افغان حکومت د پوځیانو په سنګرونو کې واړول ، افغانان یې ترې و ایستل او د کرښو ذمه واري یې پرخپله غاړه واخیستله ، نو بیا چې کله تېر کال له خپلو اشغال کړیو پوځي ځایونو څخه را ووتل ، همغه افغان سنګرونه یې پاکستاني پوځ ته پټ په پټه ورحواله کړل . اوس چې پاکستانیانو په ګوستې ؤلسوالۍ کې پر افغان خاوره دوې پخې دروازې جوړې کړې ، او ؤلسمشر کرزي دوې اوونۍ وړاندې په دې اړه اوباما ته هم لیک استولی ، خو تر اوسه امریکایي پوځیانو او خپله اوباما پټه خوله پرې نیولې او امریکایي پوځیانو بیا لا دا هم وویل چې موږ پاکستاني پوځیان نه دي را وستي ، ولې اوس د ؤلسمشر د دفترریْس عبدالکریم خرم له خولې خبره په رسنیو کې له څه باندې یو کال ځنډ نه وروسته افشأ شوه . دا په داسې حال کې ده چې بهرنيو ځواکونو څه موده وړاندې ویلي وو:زموږ پوځي مأموریت له کرښې آخوا نه شته . د امریکا او پاکستان له دې کړنو نه داسې ښکاري چې ښايي بهرنیو ځواکونو پاکستان ته ډاډ ور کړی وي چې موږ به افغانان دلته او تاسو یې هلته وهۍ . په کار خو داوه چې نړیوالو ځواکونو ترهګر باید په پټن ځایونو کې ځپلي او ګاونډ یان یې دې ته اړایستلي وای چې په افغانستان کې د ریښتینې سولې را وستو په اړه یې عملي کوټلي ګامونه اوچت کړي وای . د یو واحد نظام ترچتر لاندې یې د یوې داسې خپلواکې ادارې په را مینځته کېدو او ملاتړ کې مرسته کړې وای چې ټولو افغانانو ته د منلو وړ وای . ځکه د افغانستان ، سیمې او نړۍ ثبات او امنیت د افغانستان له سولې ، ثبات او امنیت سره تړلی دﺉ . که په افغانستان کې سوله او امن وي ، په سیمه او نړۍ کې خپله سوله او امن را تلی شي .  

زما مشوره په افغانستان کې مېشتو نړیوالوځواکونو ته هم داده چې نوردې دافغان حکومت ، خلکو او خاورې آبادولو فعالیتونه پیل کړي . افغان حکومت دې په سیاسي ، نظامي او اقتصادي لحاظ پرخپلو پښو ودروي . افغان ملي اردو او ملي پولیس دې تمویل ، تجهیز او وروزي . په کومو سنګرونو کې چې نړیوالو ځواکونو پخوا اړولي وو او اوس ترې وتلي او یا وروسته له دې ترې وځي ، باید سم سلامت یې پرته له تخریبه بېرته افغان حکومت ته ور وسپاري . افغان خاوره او هر سنګر بهرنیو مېلمنو ته  د عزت غوړېدلی بستر ؤ . دوی ددې خاورې مالکان نه دي ، او نه یې چاته د ور هبه کولو حق لري . ځکه دوی د مېلمنو په صفت  په کې شپې تېرې کړې دي . نو اوس ور ته لازمه ده چې پرته له څیرلو او مردارولو یې خپل اصلي څښتن (افغانستان) ته بېرته امانته ور وسپاري . بریتانوي استعمار د سلو او یو نیم سل کالو ترمینځ پر افغان خاوره باندې دا ډول ناروا پټې معاملې کړې وې ، خو اوس ( سل  یو نیم سل کاله ) وروسته هم هغه څوک نه ور سره مني . امریکا دې له غله سره نه مل کېږي . غل او د کور څښتن دې په جګړه نه سره اخته کوي . د خلکو ، حکومت او مخالفینو ترمینځ دې جوړجاړی راولي . له افغانانو سره دې د دوی د برخلیک په ټاکلو کې صادقانه مرستې وکړي ، ترڅو افغانان وکولی شي خپل سرنوشت د اکمال او پخېدو په صورت کې د خپل ملي یووالي له مخې په خپله وټاکي . نړیوال اوسیمه ییزحکومتونه دې د افغانانو ټولو دیني او ملي ارځښتونو ، قانون او د خاورې تمامیت ته په درنه سترګه وګوري . که چېرته نړیوال او د سیمې هېوادونه دې کارته اوږه ورکړي ، ډېر ژر به په افغانستان ، سیمه او نړۍ کې خپلو موخو ته پرې ورسېږي . چې دا هم د افغانستان او هم د نړیوالو او د سیمې د نورو هېوادونو په ګټه ده . په افغانستان کې ټولو ښکېلو خواوو ته همدغه د حل یواځینۍ لاره ده او بس .

 

 


بالا
 
بازگشت