جرمن ځواکونه ولې بد خشانونو ته کډه وړي ؟
ابو دانیال
په ټوله دنیا کې دا خبره معموله ده چې وایي : ( دا ځای ما ، او هغه ځای فلاني سړي ریزرف کړی . ) دغه ریزرف له یوه ځای څخه تر بله پورې د لارې په اوږدو کې په کومه انتقالي وسیله کې ، او یا هم د ځمکې پر مخ تر یوې ټاکلې مودې پورې د ټاکلو پیسو په بدل کې وي . خو داسې هېڅکله نه شي کېدلی چې : ( ږیره زما ، او واک یې د ملا ! ) د ستراتیژیک او له ځمکنیو طبیعي زېرمو ډک تاریخي افغانستان خاوره د هر چا خوښه ده . ولې اصلي وارثان او مالکان یې خپله افغانان دي چې له (۶۰۰۰) کالو را په ایسته په دې خاوره کې مېشت ، او د سېتم او سېنتم ښاخونو له همدغه اُم البلاد ( اوسني بلخ ) څخه نشأت کړی . آریایي ، فارسي ، بودیکې ، ګریکو بودیکې او اروپایي ژبې ټولې د سېتم او سېنتم له همدغو دوو ښاخونوسره تړاو لري . پس لرغونی افغانستان د لرغونو افغانانو ګډ کور دﺉ . زړه یې چې د څه وخت له پاره یې لکه د نورو هېوادونو په څېر ځینې ټاکلې سیمې د لنډې او مؤقتې مودې له پاره چاته په مشروط ډول په اجاره ور کوي ، او یا یې په کرأیه . خو په بدل کې به یې د نړیوال معمول سره سم خامخا د نقد یا جنس یو داسې بد یل موجود وي چې په پای کې یې له بیزو څخه پړی ګران ورته تمام نه شي .
افغانستان ته د امریکې او انګلیس په مشرۍ ناټو ټلواله راغلې ، ددې هېواد ځمکه او هوا یې په خپل سر اشغال کړي ، دوولس کاله یې د ترورېزم د بې تعریفه جګړې په نوم یواځې افغانان په خپله خاوره او خپلو کورونو کې ژوبل ، بند یان او شهیدان کړل . د دیموکراسۍ راوستو په پلمه یې د افغانانو په کورونو کې د وینو ، اوښکو ، ویراو ماتم ټغرونه وغوړول . د دوستۍ پرځای یې د د ښمنۍ ، او د مرستو پرځای یې د شر او فساد خورولو لاسونه ورته را اوږده کړي دي . افغان حکومت ته یې د بخور او نمیر په کچه دانه وراچولې ، خو د افغانانو له اصلي دښمنانو ( پاکستان ، روس او ایران ) سره بیا د افغانستان او افغان نظام خلاف پټې معاملې کوي
ملي اردو او ملي پو لیس هم داسې اردو او داسې پو لیس نه دي چې د خپلې خاورې ، خپلو خلکو او خپلې آزادۍ په اړه د خود اردیت او قربانۍ په ملي روحیه روزل شوي ، تمویل شوي او تجهیز شوي وي .آن سرعسکر مو تراوسه له درغلیو ځان نه دﺉ سپین کړی . هره ورځ د اداري فساد پرضد ادارې له خوا تورونه ور باندې لګېدلي وي چې د فساد ډول ډول آمار او ارقام یې هم د رسنیو له خوا نشر ته سپارلي . ځکه خو د ملي اردو له لیکو څخه په هره میاشت کې د (۵۰۰۰) په شاوخواکې عسکر تېښته کوي او خپلې دندې پرېږدي . لا مل یې دادي چې زموږ عسکر او پولیس دواړه د ملي مکلفیت پر ضد د پیسو په فرهنګ باندې عادت شول . پیسې ترټول افغانستان ، ټولو افغانانو ، ټوله دنیا اومافیها څخه غوره ورته ښکاري . که پیسې نه وي نو د خدمت ، خود ارادیت ، ایثار او قربانۍ تمه هم مه ترې کوۍ . بس هغه متل دﺉ چې وایي : ( زه دې وم ، لیلا دې وي ، یو ګوډی اوړه دې وي . نور که نه وي ، نه دې وي . )
په دې برخه کې حکومت هم خپله دنده سمه سرته نه ده رسولې . ځکه موږ د ملي پو لیسو د روزلو له پاره له پخوا را هیسې د پو لیسو اکادمي لرله . د ملي اردو د زوزلو له پاره مو حربي ښوونځی او حربي پوهنتون دواړه لرل . دغه ملېشه یي ارکان حرب جنرالان څه کوي چې دا دوولس کاله یې پرحکومتي امتیازاتو سر بېره قشلې او حوزې ټولې چورکړې . د بهرنیو مرستو او دولتي بودجې بېخ بنیاد هم همد وی ایستلی . نه یې په هېواد کې د ننه امنیت ونیو، او نه یې د هېواد پولې وستلې . که دغه تش په نامه ارکان حرب جنرالانو په دغه دوولسو کالو کې سړي سر یو یو عسکر په ملي روحیه روزلی وای . اوس به یې شمېر لکونو ته رسېدلی ؤ . د افغانستان سپین سترګي د ښمنان هم د افغان پوځیانو په لکسو او قېمتي درېشیو ، پردیو بوټونو او موټرو نه وېرېږي او نه پرشا تمبول کېږي . بلکي ددې پرځای روغ ملي مسلکي قوماندانان ، ملي واحد ه روحیه ، پوځي زده کړه ، پوځي امکانات ، خود ارادیت او د قربانۍ ژوندی حس پردیو متجاوزو ګاونډیو ځواکونو ته ماتې ورکولی شي او بس . هو ! د امنیت راوستو او خاورې ساتلو له پاره اصلي ځواب همدهمدغه دﺉ . تر څو به موږ پر کرایي لالا باندې نازېږو .
وایي چې یووخت د یوې ښځې خاوند مړ شو . کونډه شوه . دری یتیمان ور پاتې شول . خسر او کوم بل سر پرست یې هم نه ؤ . ځمکه او هستي یې ډېره وه . ددې د پاره چې کونډه هم ځان ، هم خپل یتیمان او هم دغه ور پاتې میراث وساتي ، پرکوچیني نازولي لېوره باندې یې غږ وکړچې همدا زما مېړه دﺉ . دغه کوچیني به چې د باندې له خپلو همزولو سره په لوبو کې څه جنګ جګړه وکړه ، او د خپلو همزولو له خوا به ووهل شو ، بیا به کور ته په ژړا خپلې ښځې ته راغۍ او ورته ویل به یې چې ؛ زه فلاني هلک ووهلم . بیا به کونډه غریبه د خپل نازولي ، بې وسه او کوچیني مېړه په ملاتړ کوتک ترڅنګ د کلي پر ماشومانو باندې ورګډه شوه او څو تنه به یې په کې ووهل .مېړه به یې هم خوشحاله شو چې دادي زما انتقام یې ترې واخیست . د کونډې او کوچیني تر یوې لسیزې پورې د کلي له همکانو سره همدا حال ؤ . خو کله چې لوی شو ، نو همزولو به یې بېغور ور کاوه چې ته خو همغه یې چې کله به د کلي هلکانو ووهلې ، بیا به دې په خپله ښځه باندې چیغه ګډه کړه . او هغه خواره کۍ به هره ورځ ستا له لاسه د کلي د ماشومانو په مینځ کې ولاړه وه . ځه ورک شه ! ته خو مه غږېږه !
نو اوس د افغان حکومت هم همدغه حال دﺉ . چې که لنګ وهلي ګاونډیان هم سترګې پرې را برګې کړي ، ددوی چیغه پر امریکې باندې ده . هغه کونډه خو ښه وه د همغه خپل مېړه ملاتړ خو به یې کاوه . خو امریکې په سیمه کې دومره یاران ځانته پیدا کړي چې سریې په ړنګ افغانستان کې له افغان حکومت سره دﺉ ، پښې یې په پاکستان کې تور لنګیو ته ورغځولې دي ، پېسپېسک له اسر ااْییلو سره کوي ، کوړېږي په بحرونو کې ، او د وېز وېز ځوږ یې په بدخشانونوکې ترغوږ کېږي .
که په افغانستان کې له لومړي سره دا کار شوی وای ، اوس به له وسلو او نورو پوځي امکاناتو څخه د قوم ، ژبې ، مذهب او ګوند پر ګټه ناروا کار نه اخیستل کېده . اوس به قروانې عسکرو ، او نور پوځي امکانات به پوځي صاحب منصبانو له عسکري قشلو څخه نه تښتول . په افغانستان کې به د بهرنیو ځواکونو دغه په خپل سر اړولي پوځي کاروان ته د پاتې کېدو هېڅ پلمه نه وای ور پاتې . ځکه دا داسې کاروان دﺉ چې هم یې افغانستان وخوړ او هم سیمه . روسي وسلې ، زېرمه تونونه ، شوبلې ، الوتکې او پوځي مهمات یې په لوی لاس څه په خپله ، او څه د ګاونډیانو په لاس راته تباه او برباد کړل . افغان پوځیانو ته یې یواځې د دوهم نړیوال جنګ له کاره لوېدلي تر میم شوي جیپان اوداسې ټوپک په لاس کې ورکړل چې تر دوه زره متره په زیاته فاصله کې هدف له مینځه نه شي وړلی . خو په وړاندې یې اتوم لرونکي ګاونډیان میلان توپونه اوهوایي او ځمکني ترخولې پورې مسلح بشپړمنظم پوځونه لري . چې په لسګونو کیلو متره فاصلې د خپل هدف تر پو ښښ لاندې پرې را وستلی شي . بلخوا ګانډیان هم دا وېره لري چې ګني اوس خو بهرنۍ دابة الارض پر افغانستان باندې خوله ښخه کړې ، شین ډکی یې د ځمکې پر سر ور پرې نه ښود . چېرې نه چې دا پلا یې له افغانستانه خوله را وخېژي ، ور پسې به دوی هم وخوري . ځکه (آموخته خور بلا خور وي .)
امریکې او انګلیس پلان درلود چې له سرو ، سپینو، غمیو ، تورملینو ، اوسپنو ، لاجوردو . بېروچو ، زمرودو ، تېلو ، غازو او یورانیمو ډک افغانستان ونیسي . پاکستان یې له ځان سره د ځینو امتیازاتو په ور کولو ملګری کړ . هغه امتیازات به هم ښایي د افغانستان د ځینو سیمو نذرانه او ډالۍ وه پاکستان ته . ترڅو د خپلو پوځي او لوژیستیکي اکمالاتو د انتقال ترټولو لنډه او ارزانه لارځانته د یوه پروتوکول له مخې پرې ومومي . همداسې وشول . پاکستان خپله خاوره او هوا امریکې او انګلیس ته په واک کې ور کړه . د جګړې له پاره یې په کوېټه او خیبر پښتونخواه کې دوې پوځي هوایي اډې ورکړې . په میلیاردونو ډالریې هم پرې تر لاسه کړل . او کاروانونه یې هم د چین او روس په اشاره ترې چور کړل . ځکه چې په افغانستان کې د مېشتو نړیوالو ځواکونو اکمالاتو د پاکستان له لارې د اوږدمهال له پاره چین او روس دواړو ته د خطر سر خوږی پیدا کړی دﺉ .
چین بیړه وکړه د ګوادر بندر یې په ایجاره ترې ونیو . او امریکه بیا د خپلو ځواکونو د ایستلو له پاره پرته له بلوچستانه بله لنډه او ارزانه لاره نه لري . ټکر یې په همدې ځای کې له پاکستان سره راغلی . ځکه امریکه پاکستان ته وایي چې لومړی عقد دې له ما سره شوی ؤ ، خواوس دې نکاح له چین سره وتړله . ولې پاکستان دا مهال یواځې د امریکې ډالرو ته محتاج ؤ ، ځکه اقتصادي وضعیت یې ژوبل دﺉ . امریکې فکر کاوه چې په دې ډالرو به پاکستان زما په ؤلکه کې ولوېږي . خو خبره نه ده چې دغه ډول ځان پلورنې د پاکستان ورځنی عادت دﺉ . هر چا چې ډېرې پیسې ورکړې ، شپه له همغه سره تېروي . کله چې پاکستان پر شمالي کوریا باندې خپل اتومي تخنیک وپلوره ، هغې هم ډېرې پیسې پاکستان ته ورکړې وې . له څه وخت را هیسې چې د ګاونډی چین سره نظامي او اقتصادي ملګرتیا او اړیکې لري هم یې ډېرې پیسې تر لاسه کړې دي . خو د امریکا دغه مرستې د پاکستان له پاره هم خرما او هم ثواب ښکاري . په خیبر پښتونخواه کې یې د ترهګرو ځالې ور ته جوړې کړې . او دا (۱۲) کاله یې ټوله سیمه ور باندې نا آرامه کړې ده . خو په بلوچستان کې د چین په ملاتړ خپله د بلوڅانو او کوزې پښتونخواه پر ضد جګړې ته ځان چمتو کوي . ایران هم د سیستان بلوچستان او چا بهار بندر پر سر له پاکستان سره یولاس دﺉ . د امریکې لاره د جنګي شطرنج په دغه لوبه کې تړلې معلومېږي . ځکه خو یې بدخشانونو ته مخه کړې . اوس یې جرمنیان بدخشانونو ته د ورتلو له پاره هڅولي . ځکه جرمنیانو د افغانستان د شمالي ولایتونو له لارې په منځنۍ آسیا هېوادونو کې ډېر استخباراتي کارونه پرمخ وړي دي .
امریکا غواړي چې له دې لارې به د نړۍ بام ( د پامیر لوړې سترا تیژیکې سیمې ) تر خپل واک لاندې
راولي ، چې د واک شعاع یې له بدخشانه تر تاجکستان ، سینکیانګ ، جمو ، کشمیر ، باجوړ ، چترال او سوات پورې وغځېږي . ترڅوهلته د نوي اسماعیلیه دولت جوړېدو ته زمینه پرې برابره کړي . چې پر مټ یې امریکه په خورا آسانۍ سره د چین ، روس او هند د اقتصادي پرمختګ مخه پرې ونیسي . شمالي کوریا او نور هېوادونه له دې لارې تهدید کړي . پاکستان وېره لري چې د خپلواک بلوچستان او لوی بدخشان له جوړېدو سره به د پاکستان نوم د نړۍ له نقشې څخه ورک شي . ځکه یې د افغان نظام ، لارو، پلونو او بندونو ړنګولواو افغان سرحدي سیمو لاندې کولو ته ملا تړلې . او له کرښې دېخوا خپلې نوې تاڼې او دروازې جوړوي . خو بې وسه افغان حکومت یې په وړاندې یا چوپه خوله وي ، او یا هم په مېډ یاوو کې د اعتراض عاجزانه او فقیرانه غږ د خپل ملت د قهر او غُصې سړولو له پاره اوچت کړي . امریکه هم دا مهال له پاکستان سره ولاړه ده ، نه له افغان حکومت سره . ځکه امریکه او ور سره ناټو ټلواله یې په افغانستان کې د شاه شجاع په څېر یو داسې لاسپوڅې حکومت د افغانستان د ملت پر سر ور تپي چې یواځې په نوم افغان ، او نور د غرب د ګټو پاسبان وي . چې دا هېڅکله هم افغانانو ته د منلو وړ نه د ه . که امریکه په افغانستان کې دا کار وکړي ، تل به په دې هېواد کې جګړه روانه او افغانان او نړیوال به ددې جګړې قربانیان وي . خو خپله امریکه به د پخوني شوروي اتحاد په څېر په (۵۲ ) ټوټو سره ووېشل شي . ځکه چې ددوی په نړیواله مافیایي سترا تیژۍ کې پرته له غلا ، بد معاشۍ ، بد اخلاقۍ او تجرُد څخه د نړیوالې سر مشریزې جوړېدو هېڅ اثر او نښه نه ترسترګو کېږي .