یو افغانستان ، او څلور حکومتونه

                                                       مُفسر

هسې هم په افغانستان کې له میرویس نیکه او احمد شاه ابدالي څخه  په را وروسته پېړیو کې کوم ملي مشر او زعیم نه دﺉ تېرشوی . شاه زمان ، شاه امان الله او نورغازیان خو انګرېزانو په قلاره پرې نه ښوول . او پرداؤد خان باندې سرو روسانو او د داؤد خان خپلو ملګرو سره کودتا وکړه . جهادي مشرانو هم خپلې پښې په خپله تېشه پرې کړې . تېکنو کراتان هم داسې څوک نه دي چې په پاک نیت دې هېواد ته راغلي . دوی هم د شیطان په کټوري کې اوبه څښلې دي . بس هغه د چا خبره چې وایي : ( پلار په کور نه شته  او له ابۍ نه ډار.) دا هېواد له پېړیو را هیسې بې وارثه او بې سر پرسته تل د پردو تر یرغل لاندې او افغان بې د فاع وګړي په خپله خاوره کې وریت کېږي کبابېږي . د استکبارد باروتي فیلانو له لتو او د سیمرغانو له ټونګو څخه د خلاصون له پاره یې څوک نه شته . په نورو هېوادو کې خلک له ځمکې څخه پرځمکه ، او له ځمکې څخه په هواکې ښکار کوي . خو زموږ خلک له هوا څخه په ځمکه کې ښکار کېږي او ښکاره بېلګه یې په هلمند ولایت کې د لېډي ډیانا د زوی انګرېز تباره (کېړي ) جاهلانه او له تمسخُره ډک عمل دﺉ چې افغانان یې له چورلکې څخه د ځمکې پرسر په نښه کول ، سترګه یې ور باندې پخوله ، او د افغانانو پر ښکاري وژنو به یې ملنډې وهلې . ځکه په افغانستان کې داسې مشرنه شته چې ټولو خواوو ته د منلو وړ وي . د افغانستان ادارې له (څلورو تراتو ساعتو پورې ) په حکومتي ودانیو کې له ډاره ناستې وي . ځکه له یوې خوا حکومتي ودانۍ ددوی له پاره سنګر او سپر دﺉ ، او له بل پلوه دوی د خپل معیشت په خاطر په دې ودانیو کې له حکومت څخه معاش اخلي . هغه هم داسې چې سیمه ییز او د اداري واحدونو لوړ پوړي چارواکي خپله په کابل اونورو با امنه ښارونو کې اوسېږي . او د خیریت را پور او نور اوامر پر موبایل باندې اجرأ کوي او حکومت کوي .  خو پاتې (۱۶) ساعته نور واک د اداري واحدونو له ودانیو ور آخوا د دولت د وسله والو مخالفینو په لاس کې دﺉ . تېره اوونۍ یوه کس په روغبړ کې را ته وویل چې : ( د جنوب غرب په پینځو ولایتونو کې د مشر ملاحب ( ملا محمد عمر آخند ) په فرمان په یوه ورځ ټول طالباني شکیلات جوړ ، او په دوو ورځو کې له یو ولایت څخه بل ، او له بل څخه بل ته پرموټر سایکلونو باندې د ولایتونو او ؤلسوالیو ټول اداري پرسونل انتقال اوځای پرځای شو . خو دلته چې (۵۱) هېوادونه او د یومېلیون تشکیلاتو لرونکي حکومت او قانون حضور لري ، بیا هم د یوې پولیسي حوزې آمر له یوې حوزې څخه  بلې ته د ؤلسمشر حامد کرزي له فرمان سره سره  څوک نه شي تبد یلولی . بلکي د امنیتي حوزې د آمر پرځای وزیر په وزارت داخله کې ووهل شو او لاس یې ور باندې مات کړ ، وروسته لیرې کړې شو . بل وزیر یواځې د مرکزي حوزې یو قوماندان تبد یل کړ او وروسته خپله لیرې کړی شو . لوی څارنوال د یوه لیرې کړی شوي حوزه یي قوماندان له خوا ووهل شو ، بیا د امریکې د سفیر په مستقیم اخطار ووېرول شو ، او ورپسې له دندې وشړل شو . والي به د خپلې خوښې وزیران مقررول . ؤلسي جرګه چې کله کم خرڅه شي وزیران استیضاح ته را وغواړي او خپل کلنګونه ترې اخلي ، بیا په دوبۍ او نورو هېوادو کې خپلې چکرې ور باندې وهي . او داسې نور . علت یې څه دﺉ ؟

که خبره د زور او امکاناتو وي ، نو زور ، امکانات او پوځي او مالي ملاتړ خو دلته له دولت سره ډېر دﺉ . او که خبره د حکومتي نیواک وي ، لکه چې وایي : ( داچرګ چې دﺉ ، یو مارغه دﺉ . چې چا ونیو د هغه دﺉ . ) نو بیا دغه ډول واک تر لاسه کولو ته ملي واک نه ویل کېږي . ځکه د ملت له خوښې پرته یې په غلا د پردو پر مټ ټولې څوکۍ داسې اشغال کړې دي چې لومړی یې ملت د پردو اشغالګرواو ګاونډیانو پرمټ پردوو برخو سره وېشلی . پر یوه برخه یې سیمه ییزه او نړیواله جګړه ور تپلې ، خاموش اکثریت یې د نورو پر مټ یرغمل نیولی . او په بله برخه کې یې له درغلیو ډ ک داسې انتخابات تر سره کړي چې یواځې خپل ځان یې په کې بري ‌ء ذمه ، غیر مسؤول او واجب الا حترام ښوولی . په ټول ملت کې تر ټولو ستر حرفوي غله ، قاتلان او جانیان یې د زر ، زور او تزویر له ناروا لارو د خاموش اکثریت پر اوږو او سر د پاسه ور کېنولي . او د (۵۰۰۰ ) کلن خپلواک هېواد برخلیک یې په لوی لاس د پردیو توطْیه ګرو په خوله کې یواځې په دې خاطر ور اچولی چې وایي : ( یا واک ، یا تقشسیم . یا ارګ ، یا مرګ .) ځکه د لته د سیاسي لوبغالو ترمینځ د قدرت مسابقه د خپل چور او غلا له پاره روانه ده . هرکس او ناکس د واک د هِېرم څوکې ته له مختلفو ناروا اړخونو د ورختو هڅې کوي . بس ټوله اتنخاباتي مبارزه په افغانستان کې همدغه ده . د بهرنیانو هم همدغه ټکی په کار دﺉ . ځکه له بلې لارې دوی ته د تسخیر او نیواک پلمه په لاس نه ورځي .

پخوا یوه اشغالګر ځواک د بل اشغالګر ځواک پر ضد یو فلم جوړ کړی ؤ چې سر لیک یې ؤ :

((غرب عربي نړۍ څنګه تسخیر کړه ؟

په دغه فلم کې څو تنه غربي سیلانیان په عربي سپېرو دښتو کې ښکاري چې هر بوټی ، او هره خاوره ګوري ، او دوربینونه یې یوې او بلې خوا ته اچولي . د څو تنو ځایي چلتار لروانکوعربانو پرې فکر دﺉ ، خو له وېرې په رېګونو او شګو کې ترې ننوتل ، او یواځې سرونه یې له شګو او رېګونو را ایستلي وو . کله چې د غربي سیلانیانو سترګې پرې ولګېدلې ، ورغلل او ترغوږو یې را کش کړل ، او له شګو یې د باندې را وایستل . بیا یې پاک ستره پرېولل  ، پاکې جامې یې ور واغوستلې . سړي سر یې یوه یوه نجلۍ هم ورته را وِغوښتله . د شګو او مغارو پرځای یې یویو کورګی هم ورته جوړاو موټر یې هم ور کړل . بیا یې ورته وویل : اوس اجازه ده چې موږ دلته بمبې ښخې کړو ؟ عربانو ورته وویل چې بلې ! موږ دا وچې دښتې څه کوو . تاسو پوهېږۍ اوکار مو . تر لږ ځنډ وروسته غربیانو د تېلو چینې په کې و موندلې . ترنیواک وروسته یې د خپل ځبېښاک نېشونه د عربانو د تېېلو په شارګونو کې ښخ کړل او تر اوسه  پورې د غرب نننی نړیوال تېکنالوجیکي ماشین د عربانو په تېلو باندې چلېږي . چې دا مهال د عربانو د تېلو له برکه غربیانو ټوله ځمکه او فضأ تسخیر کړه . خوعربان اوس هم د سمندر له غاړې لانه دي را خوځېد لي . د رسول الله (صل الله علیه و آله وسلم ) میراث او د اصابو کرامو (رض) ټولې قربانې او لاسته رتوړنې یې له خاورو سره خاورې کړې . ایله یې دومره کړي چې د حرمین شریفین او نورو مقدسه اماکنو کلنګونه او نذرانې خپلو شاهي جیبونو ته اچوي ، او بیا د شهرالعسل میاشتې په سوېس رزلینډ ، پاریس ، آسټرالیا ، افریقا ، امریکا ، لندن او نورو هېوادونو کې ور باندې تېروي . بس همد ومره .))   

همدې ته ورته په افغانستان کې هم پردیو او کورنیو ناروا لاسوهنو ته دغه ډول زمینه برابره شوې چې له هر لوري نوبتي یرغلونه ورباندې کېږي او هېڅوک یې د آرام سا ته نه پرېږدي . له افغان سیاستوالویې د کبانو توت جوړ کړی . د ټولو افغان سیاستوالو ترخوله د استعمار چنګکې ختلې دي . هېڅ نه شي ویلی او تل یې د افغانستان خاموش اکثریت ور باندې یرغمل کړی او زېرمې او ملي شتمنۍ یې ترې نوش جان کړې دي . کټ مټ هماغسې لکه د عربانو په څېر . یواځې توپیر یې په دې کې دﺉ چې هغوی یې د خپل بحر ترڅنګ ښکار کړي ، او دوی یې د ګاونډیانو په ملاتړ په وچه کې ښکار کړل .

امتیاز هم هر وخت د ګاونډي پاکستان دﺉ ، ځکه چې همدغه پاکستان غربي نړۍ افغانستان ته را وستې ده . غربیانو افغانان په خپله جغرافوي کټوه کې پاخه کړل . په غوښه او ښوروا یې خپل ځانونه وپړسول ، خو پاکستان یې هم غوښه او ښوروا خورياو هم یې کټو ور ماتوي .

اوس سوال دادﺉ چې افغان حکومت ولې دا دوولس کاله ګونګی او پټه خوله ؤ ؟ په داسې حال کې چې حکومت دغربیانو او ګاونډیانوټول تخریبونه او نارواوې په خپلو سترګو لید لې ، دوی به هم وخت ناوخت د غربیانو او ګاونډ یانو له ځینو فرمایشي اوامرو څخه د ځینو سرغړونو پرمهال تر تهد ید ونو لاندې وو . اوس چې چاړه په لاس سیمه ییز او نړیوال قصابان خواوشا ترې تاو او ددوی لاس او پښې یې د خپلو غیر ملي اعمالو په پړي کلک ورتړلې دي ، نو بې دفاع ، بې واکه او بې وسلې ملت به د نړیوالو سیمرغانو او ټپوسانو په وړاندې څه مرسته ور سره و کړی شي ؟

ځکه دا مهال په یوافغانستان کې څلورحکومتونه وجود لري . یوحکومت خوهمدغه دﺉ چې تر اپوزیسیون پورې د (B_ 52 ) پر وزرو سپور په کابل کې ښکته شو ، او تراوسه پورې یواځې په دولتي ادارو کې د ننه په واک کې پاته دﺉ . ملي او نړیوالې بودجې او مرستې یې ټولې پر خپل کاري ټېم باندې چورکړې . ځکه هغوی له کورنیو او بهرنیو مافیایي کړیو سره غاړه غړۍ دي . ملت او خاوره یې دواړه تباه او بر باد کړل . د افغانستان پرځای دوبۍ ، هند ، امریکه ، سوېس او نورهېوادونه پرې ورغېدل .

خو ددې ترڅنګ دوهم ( ان جي او ) یي موازي حکومت هم شته چې د پرازیت په څېر یې ټولې نړیوالې مرستې وځبېښلې او پرخپل ځان او خپلو کارکوونکو یې ولګولې . د هېواد ټول کاري خلک یې د ډالرو په زور پرځان باندې را ټول کړي . بهرني کارکوونکي یې د بالي او کرېسمېس مېلې کوي . کال په کال لُکس موټرونه اخلي او د لوړې بیې کورونه په کرأیو باندې نیسي . کورنی او اداري دیکور ، له حده زیات معاشونه ، وخت ناوخت بهر ته بې هدفه سفرونه او د دفترونو بودجې غلا کول ټول هغه څه دي چې بهرنیان او افغان کارکوونکي یې په ګډه لېونیان کړي . د افغانستان د بیا رغونې په نامه یې پیسې را ټولې او بیا یې  په داسې غیر ضروري او غیر بنیادي څیزونو باندې ولګولې چې تر اوسه یې افغانانو ته هېڅ په درد نه دي خوړلي . که چېرته په افغانستان کې د موجودو( ان جي او ) ګانو دغه د درېیو لسیزو مرستې پرځای لګول شوې وای ، اوس به یوه لوېشت ناروغ ځای په افغانستان کې نه وای پاته . چې دې کارهم د افغانستان حکومت له سقوط سره مخ کړی دﺉ .   

درېیم حکومت د وسله والو مخالفینو دﺉ چې د نړیوالو او ګاونډیانو په منافقانه ملاتړ په خپله خاوره کې له خپلوخلکو سره جنګېږي . ملت یې ډارولی ، او یرغمل کړی دﺉ . قضأ ، اجراْیه او مقننه  قوه یې یواځې په یوه موټرسایکل باندې د انتقال په حالت کې ده . چې ټول اوامر او احکام هم همدغه دری کسیز حکومت ( د موټر سایکل عمله ) په خپله اجرأ کولی شي . په دوی کې که څوک د ګاونډ یانو او یا نړیوالو له اوامرو څخه سرغړونه وکړي ، هغوی سمدلاسه لکه د طالبانو ځینې مشران بندي کېږي او وژل کېږي .

څلورم حکومت د امریکایانو ، نورو بهرنیانو او ددوی د سپېشل فورس ځواکونو دﺉ چې په خپل زړه چېرې چې وغواړي پر بې دفاع خلکو باندې هم بمبارۍ کولی شي او هم یې بندي کولې او وژلی شي . ځکه د لته په دې خاوره کې چې د چا په لاس کې وسله وه هغه هم قوماندان دﺉ ، هم قاضي دي او هم قانوندان او څارنوال .

په افغانستان کې بهرني ځواکونه ځکه ټولواکمن او واجب الاحترام دي چې زموږ خاوره او فضأ یې دواړه اشغال کړي . هرڅه په خپل سر را څخه وړي . حکومت یې بې واکه کړی . د بیا رغونې پرځای ړنګونه ، وینه تویونه او وژنه ډېره او په بې دفاع افغانانو باندې خپله سترګه پخوي .

که اوسنې حکومت ، اوپوزیسیون ( ټلواله ) او وسله وال مخالفین په ریښتیا ځانونه ددې خاورې بچیان بولي ، او په ریښتیا یې پرخپل ؤلس ، خپله خاوره او خپله خپلواکۍ باندې زړه سوځي ، نو له سیمه ییزو او نړیوالو منځګړو پرته  دې په خپلو کې سره کېني . خپلې غوټې دې په خپله سره خلاصې کړي . پر یو ریښتیني خود جوشه کاري حکومت جوړولودې هوکړه سره وکړي . ترڅو ورسره د ګاونډیانواو بهرنیانو پلمې ورکې ، د پردي کرأیي ټوپک د شپېلۍ خوله دې د خپل هېواد خواته نه را اړوي ، په پرد یو مشروطو ډالرو او بې خونده غربي وزمه ترانو باندې د افغانانو دا (۳۵ ) کلنې ورانې ویجاړې نه رغېږي . بلکي زموږ دغه وران ویجاړهېواد په خپله د افغانانو په پاکو لاسونو سره خپلواک ، آباد  او سمسورېدای شي او بس .     

 

 


بالا
 
بازگشت