اختلافات او ورانکارۍ د څه له پاره ؟

                                                       ابو دانیال

       افغانان ، سیمه اوټوله نړۍ پردې پوه ده چې څوک په افغانستان ، سیمه اونړۍ کې اختلافاتواو ورانکاریو ته لمن وهي ؟ انګېزې یې څه دي ؟ د افغانستان په ړنګولو ، او د سیمې او نړۍ په نا آرامیو کې یې ګټه څه ده ؟ که چېرته افغانستان تل وران او سیمه او نړۍ ور سره په ټکر کې وي ، نو آیا په سیمه ییز او نړیوال نظام کې به څه ټیکاو راشي او که نه سیمه او نړۍ دواړه به له دغه ناسور زخم څخه ګور ته مخه کړي ؟

      دا ، او دېته ورته نورې ډېرې پوښتنې شته چې د معقولو او منقولو لارو څخه لومړی د پیاوړي منطق او استدلال له لارې په علمي او د یپلوماتیکه ژبه ، او ور پسې پرته له زد و بند ونو او معاملو څخه د ملي یو والي رغنده صادقانه عملي ځواب غواړي . خو دغه ځواب یواځې هغه معصومه ژبه اولاس ورکولی شي چې په هېڅ ډول ملي خیانت ( د څوکۍ او ناوړه تغذیې په خاطر درواغجن کتلېستي شیطانت ) ، غبن ، فساد او مافیایي کارونو کې لتاړ نه وي . ځکه یرغمل شوي افغانان او سیمه ییزې ټولنې ټولې دا مهال د یوه عاطفي باوري احساس له مخې پرته له درغلیوعملي باوري اجراْیي سیستم را مینځته کېدو ته تږي ناست دي . که چېرته پرخپل وخت ددوی د جیو پولیتیکي اوجیوجغرافیکي کالبوت په خوله کې د صادقانه انساني مرستو د حیات اوبه ور و نه څڅول شي ، نو بیا دې په حال او استقبال کې د مشروع ګټې اخیستو تمه هم نه ترې کوي . بلکي ددې انتظار دې هم وباسي چې ددغې جغرافیوي جسد مېکروبونه په خورا چټکۍ سره ددوی قرنتین شویو جغرافیوي او سیاسي سیستمونو ته د ننه څومره ژرسرایت کوي .

      سیمه ییزو او نړیوالو نظامونو اوچارواکو ته په کار ده چې وروسته له دې د خپل وجود له غړي او د آسیا له زړه ( افغانستان ) څخه د نور تخریبولو لاس واخلي . د کوکنارو پرځای دې نورو زراعتي پیداوارو ته وده په کې ورکړي . د ترور، انتحار ، بې هد فه وژنو ، مرګ ژوبلو او ړڼګولو پرځای دې د انساني مرستو لاسونه ور اوږده کړي . د افغان اوسني او راتلونکي نسل سره  له ښکاره او پټې دښمني دې لاس واخلي او د انتحاري واسکټونو ، ټوپکو او  پوډرو پرځای دې قلم او کتاب په لاس کې ورکړي . ترڅو با استعداده افغان بچیان هم د ګاګارین او آلمېستران په څېر فضأ تسخیر کړي . د نیو ټن په څېر قوه ، او د اډیسن په څېر برښنا کشف کړي . چېرې نه چې په غوڅ اکثریت افغان استعدادونه په لوی لاس ترور او د جهالت او مرګ کندې ته د تېرو دری نیمو لسیزو په څېر ور وغورځوي .

       نړۍ دې کینه کښ ګاونډیان نور داسې تخربي کارونو ته نه پرېږدي چې له یوې خوا افغانان او نړیوال مرسته کوونکي په افغانستان کې خپلو بندونو، پلونو ، سړکونو او نورو تأسیساتو رغولو ته نه پرېږدي ، او بل لور ته په مستقیم اوغیرمستقیم ډول پرافغان پولو تېری کوي اود افغان بندونو رغولو مخه نیسي . افغان ګاونډیانو پردۍ نړیوالې جنګي پروژې د همدې موخې له پاره سیمې ته راوړې او په خپلو هېوادونو کې یې وده ورکړه . تمویل او تجهیز یې کړې . او بیا یې د ترورېزم او القاعده پردۍ جګړه پرافغانانو باندې ځکه ور و تپله چې دوی د همدغو پرژو له لارې د افغانستان ړنګولو او د افغانانو مرګ ژوبلو ته د غرض پیاز آن له پخوا را هیسې په بډه وهلی او تر ننه پورې یې خپله ناوړه مالي او نظامي تغذیه ترې کړې او کوي یې .

      خو نړیوال دې په نړیوال سټنډرډ برابر د اوبو پاخه بندونه په افغانستان کې ورغوي ، کڅ او شاړې دښتې دې ورته په عصري سیبستم تر اوبو لاندې کړي ، چې له یوې خوا افغانستان پرې د خپلې تولېدي برښنا څښتن شي ، او له بل پلوه د خود کفایۍ ترکچې پورې په خپلو زراعتي محصولاتو باندې بسیا او صنعت او زراعت دواړه داسې وده په کې وکړي چې په ډېره لږه موده کې افغانستان په سیمه کې د خپلو زراعتي او برښنایي تولیداتو په خورا مهم صادراتي مرکز بدل شي . د هېواد د ورانولو پرځای باید افغانستان روغ ، آباد ، ښېرازه او سمسورکړي ، ترڅو ګټه یې سیمې او نړۍ ته هم ورسېږي .

       پخوا به مالیارانو باغونه اېښودل او مالیاري به یې کوله ، خو کله به چې په ثمر راغلل ، نو هر چا به ترې ګټه پورته کوله . ولې متأسفانه چې زموږ ګاونډیان او نړیوال په افغانستان کې افغانانو ته د مېوه لرونکو نیالګیو پرځای بمونه ږدي ، مکتبونه یې ورسوځوي ، ښوونکي یې ور وژني ، د زده کوونکو پرمخ یې تېزاب ورشیندي ، مسموم کوي یې ، اوپه دې هېواد کې یې ټول انساني ، دیني او ملي ارځښتونه د ترورېزم په نامه د بې هدفه جګړې قرباني کړي دي . د افغانستان ، سیمې او نړۍ امنیت یې په خپله خراب کړی . پیسې هم زموږ هغو ګاونډیانو ته ورکوي چې د تخریب پروژې په افغانستان کې پرمخ ورته وړي . د افغان حکومت په ثلاثه ارګانونو کې یې هم خپل کسان د فشارد آلې په څېر د مختلفو اړخونو له لارې ځای پرځای کړي اوهغوی ددوی د ګټو ساتلو او د افغان نظام ، خلکو او خاورې پرضد د اوږد مهالو پروژو پلي کولو له پاره ګام پرګام د استخباراتي کړیو پرمټ داسې پرمخ ځي چې د قانون پلي کولو مخه یې هم ور باندې ډپ کړې ده .

      له دېنه داسې برېښي چې کورنیو ، سیمه ییزو او نړیوالو دښمنانو د افغانستان د ملي شتمنیو لوټلو ، ددې خاورې د بچیانو د بېسواده کولو ، د خاورې د تمامیت ، دیني او ملي ارځښتونو او خپلواکۍ پر ضد په ګډه  لاسونه سره یو کړي ، ترڅو په دې هېواد کې قانون ( ملي وثیقه ) تر پښو لاندې او ملي حاکمیت یې ترسوال او خطر لاندې راشي .

      بهرنیوسترو ځواکونو د خپلونړیوالو او سیمه ییزو سترا تیژیکو موخو ترلاسه کولو له پاره لومړی په سیمه کې خواوشا داسې حکومتونه او سیاسي نظامونه را مینځ ته کړي چې د هغوی عزل او نصب دواړه له بهره پر مېشتو ملتونو باندې ور تپل شوي اود ملګرو ملتونو په سازمان کې یې خپله ونډه پرې په غوڅ اکثریت خپله کړې ده .

      د نړۍ سترطاقتونه چې هرې خواته د خپل استعماري پوځي ماشین مخ اړوي ، د وروستۍ پرېکړې تصمیم یې د ملګرو ملتو ترمصنوعي حلاجي را وځي ، ترڅونړیوالو پوځي غد یو ته پرې د مشروعیت یو ډول سند پیدا کړي . او دغه وثیقه یواځې پر بې د فاع مسلمانو هېوادونو باندې د یهودي توطیؤ د یوې برخې په توګه په قصدي ډول ځکه عملي کېږي چې پیغمبري با تهذ یبه او با اخلاقه علمي نهضت په ځوان او ماشوم کول کې پرې وځپي او ځای یې د نړیوال کېدو دیمو کراتیک فرهنګ ( هر ډول بد اخلاقي او فساد ) ونیسي .

        هو ! افغانستان چې د نفوسو شمېر یې تر (۳۵) مېلیونو نه اوړي او د خاورې مساحت یې هم د نورو سترو هېوادونو له یوه کوچیني ایالت سره برابر نه دﺉ ، وروسته له هرو سلو کالو یا څو لسیزو د خپلو کورنیو اوبهرنیو دښمنانو له خوا د همداسې توطیؤ ښکار شوی . خو خپله د لسګونو هېوادونو مشترک یو هېواد جوړوي . کرنسي او پالیسي یې سره یوه ده . ولې په افغانستان کې د پینځو ګوتو په شمارداسې لوی او واړه قومونه شتون لري چې دین او ژبه یې هم سره مشترکه ده . استعمار د خپلې توطیْې د عملي کېدو له پاره لږه کي په څنګ کې ور سره نیولي . هغوی ته د مختلفو آنو بهانو او توطیؤ سبقونه ورکوي ، کله ور ته وایي چې تاسو ځپل شوي یاست ! حقوق مو تلف شوي ! خپل حقوق وغواړۍ ! موږ له تاسې سره یو ! تاسو مستحق یاست ! او نور . کله ورته ویل کېږي چې ستاسې نفوس تر فلاني قوم ډېر دﺉ . کله لوی قومونه تر خپل پوځي فشار لاندې ور ته ونیسي . ورته  بې وسلې او بې واکه یې کړي . ترڅو لږه کیو ته د رأ یو ورکولو ،  تعلیم ، حکومت کولو ، آبادۍ او اقتصادي ودې  زمینه پرې برابره شي ، چې همداسې یې کړي هم دي . ځکه د لږه کیو په حکومت کې بهرنیان هرډول سیاسي ، پوځي او اقتصادي تغذیه کولی شي . او لږه کي یې هم د خپل ملاتړ او موجودیت په خاطر په پټو سترګو ور سره مني .

       همدا لامل دﺉ چې زموږ ټولې ملي شتمنۍ او ټول ملي او دیني ارځښتونه د استعمار د ښامار په خوله کې په لوی لاس غور ځول شوي . خو استعمارکله داسې جعلي لیکنې هم نشر کړي چې په کې پردۍ جغرافیې د یهودو ملکیت ګڼل شوی . او کله هم پردۍ مصنوعي کرښې او هېوادونه د زور له لارې پر (۶۰۰۰) کلنو متمد نو افغانانو باندې په رسمیت پېژني .

        د بېلګې په توګه : څو کاله وړاندې افغان ؤلسمشر ته د نړیوال اېتلاف (۳۰ ) کسیزې ډلې په آمرانه ډول په ارګ کې ویلي چې : (( د ډېورنډ کرښه په رسمیت وپېژنۍ ! ځکه ټولې ستونځې له همدې ځایه دي . خو هغوی انکار ترې کړی او په ځواب کې یې ور ته ویلي : که دا کرښه هم په رسمیت وپېژنو بله ورځ به د ټول افغانستان ادعأ کوي . مشکل پر ې نه حل کېږي . والله چې د داؤد خان په څېر مې له دې ځایه جنازه بارېږي هم که خو یې څوک را باندې امضأ کړي .)) ولې متأ سفانه د وخت دوو افغان وزیرانو داسې پټه معامله له امریکې سره کړې چې له مخې یې امریکایان پر پښتنو باندې خپلې بمبارۍ کولی شي ، نیولی ، بندي کولی او وژلی یې شي .اوهم به امریکا پلوه ټلواله په واک کې پرېږدي . امریکایانو او انګرېزانو همدا کارونه  په افغانستان کې ترسره کړي . بل لور ته په لومړي بن غونډه کې داسې قرارداونه هم له بهرنیانو سره نه دي لاسلیک شوي چې له مخې یې بهرنیانو باید په افغانستان کې شخصي زندانونه نه وای جوړکړي . خپلسري او شپني عملیات یې نه وای ترسره کړي . ترورېزم یې باید په پټن ځایونو او د تجهیز او تمویل په مرکزونو کې له مینځه وړی وای . افغانستان یې رغولی ، تجهیز کړی او پرخپلو پښو درولی وای . له ځمکنۍ بشپړتیا یې بابد په کلکه دفاع کړې وای . پاکستان هغه مهال همدغه ډول شرطونه پر امریکایانواو انګرېزانو باندې اېښي دي چې پر مټ یې هم پیسې ترې اخلي او هم یې پردۍ جګړه پر بې سر پرسته افغانانو باندې د خپلو ګټو له پاره ور تپلې ده . که هغه مهال قدرت ته تږو مافیایي افغانانو هم د پاکستان په څېر د بهرنیانو حضور په خپله خاوره کې په مشروط ډول منلی وای ، نواوس به بهرنیانو په افغانستان کې د تېرو (۱۲) کالو په څېر پر افغانانو باندې داسې ناتار نه ؤ جوړ کړی . خواوس یې له کبله په افغانستان او سیمه کې د نا امنیو او هر اړخیزه فساد لمن دومره پراخه کړې چې نه افغان نظام اوخاوره ورسره ورغول شول ، او نه قانون په کې پلی شو . د امن راوستو ، بیا رغونې او نظام جوړېدو پر ځای یې مافیایي کړیو ، اداري اواخلاقي فساد ، او د ګانډیانو ښکاره لاسوهنو ته وده ورکړه . ځکه د افغانانو او ګاونډیانو ترمینځ په بې اتفاقیو او نا امنیو کې د غربیانو ګټه داده چې امریکایانو ته په سیمه کې د پاتې کېدو پلمې په لاس ورکوي . له همدې کبله موږ ویلی شو چې د ټولو نا امنیو زیږولو مور خپله د امریکې تر مشرۍ لاندې ناټو تلواله ده چې د حضور تر څنګ یې په افغانستان او سیمه کې ترورېزم ، مافیایي کړیو او بد اخلاقیو ته زښته زیاته وده وکړه .  

       اوس چې خبره د افغان زېرمو را ایستو ته را ورسېده ، نو هم یې تر کاسه لاندې نیم کاسه نیولې . لومړی یې د افغانستان د تجزیې پر پروژه کار پیل کړ، په شمالي ولایاتو کې ټول پښتانه یې ورته وځپل ، خو له نېکه مرغه چې په هغې کې ناکام شول . بیا یې د څلورم آغاخان ترمشرۍ لاندې د ( لوی بدخشان اسماعیلیه دولت ) جوړېدو پروژه پیل کړه ، ترڅو د روس ملاتړی غریب تاجکستان ، چین ، پاکستان او افغانستان داسې پرې ووېروي لکه ټوله عربي نړۍ یې چې پرعربي بهار سره وجړقوله . کله چې امریکایي جنرالانو له پروېز مشرف څخه د سوات ، باجوړ او چترال سیمې وغوښتې ، او مشرف د هغوی فرمایش ونه مانه ، نو امریکې لومړی ډبرین دور ته د ور ګرځولو اخطار ورکړ ، بیا یې د لال مسجد پروژه ورته پیل کړه ، ورپسې یې د (۲۴) تنو استخباراتي غټو مأ مورینو جنازې پاکستان ته ور بارکړې . خود انګرېزانو په ملاتر بیا (آی اس آی ) د ورد ګو په تنګي سیمه کې د امریکې (۳۳) تنه لوړرتبه د سمندري ځواک کماندویي جنرالان ور مړه ، او ترهغې مخکې یې د خوست په امریکایي مرکز کې (۷) تنه د (سي آی اې ) مشران ور ووژل ، د هلمند او ورد ګو بېسونه  یې ور ونړول  او امریکایې پرې ووېروله .   

        له دې وروسته امریکې د بلوچستان او سوریې پروژې پیل کړې ، چې په سوریه کې خپله انګلیس ښکېل شو . د بلوچستان اوکوریا ډغرې خپله امریکې پرغاړه واخیستې . مالي یې فرانسې ته ورکړه . خو د منځني ختیځ (اسرا أیلو) او ایران تر مینځ ډرامه همداسې مجهوله پاتې ده . ځکه خو په دې وروستیو کې اوباما اسرا اْیلو ته د ننواتې په څېر ورغلی . ولې په افغانستان کې هوایي ټولې اډې د امریکایانو په لاس کې دي . چې په هره اډه کې له تېرو (۱۲) کالو را هیسې تر (۲۰۰ ) زیات لوی مېکسرونه او په سلګونو د تأ سیساتي ودانیو او سړکونو جوړولو ماشین آلات فعال دي .خو معلومه نه ده چې څه په کې جوړشوي ، په کوم کیفیت اوکمیت او د کومو موخو له پاره دغه پوځي رغونې صورت مومي ؟ !!!! ...... ځکه په افغانستان کې خو د خپلو پوځي او غیر پو ځي الوتکوسټه ایستل شوې . او د شپې او ورځې چې کومې په زرګونو پوځي اوغیر پوځي خپلسرې الوتنې د بې سرحده نړیوالو ځواکونو له خوا  بې ټکسه ترسره کېږي ، هغه هم د دوی له خوا د افغانستان د اشغال ترټولو ستره نښه ده . 

        امریکایانو او ټولې ناټو تلوالې د همدې ټکي له پاره دغه پوځي خوځښتونه په ټوله سیمه او افغانستان کې پیل کړي ، افغانستان او سیمه یې ناآرامه کړې ،  ترڅو د منځنۍ آسیا هېوادونو او افغانستان زېرمې په سړه سینه او بشپړ اطمینان پاکې وباسي .  څه خپله یوسي ، او څه د سیمې پرهېوادونو باندې وپلوري او پیسې یې دوی خپلو جیبونو ته واچوي .

        فکر کوم د امریکې تر مشرۍ لاندې نړیوالې ټولنې د همدې له پاره ځانته په افغانستان او سیمه کې پوځي ، تېکنالوجیکي او اقتصادي جال غوړولی ، ځکه خو په افغانستان ، سیمه او نړۍ کې امنیت نه راځي . په افغانستان او د سیمې د نوروهېوادونو تر مینځ یې داسې اختلافونه اچولي چې خپل هېوادونه ، خپلې خاورې ، خپل ملي تأ سیسات  یې پرې ړنګ کړي . چاته یې د خپل مکر او تمساح پۍ په خوله کې ور وڅڅولې ، او چاته یې خپل ښکر تمبه کړي . امریکې په هغو ځایو کې د بزکشۍ لوبه پیل کړې چې هلته ځمکنۍ ارځښتناکې زېرمې پرتې دي . کله چې هغه وباسي . بیا وایي چې دلته نور زموږ د پاتې کېدو ضرورت نه شته . سیمه بې وسلې پولیسو ته پرېږدي . اوخپلې قرارګاه وې په دې پلمه ړنګې کړي چې ګواکي طالبان او القاعده یې ونه نیسي . خو په اصل کې دوی زموږ د ځمکنیو غلا شویو زېرمو د غلا آثار ړنګوي . او دا یې هم نه لورېږي چې افغان حکومت او خلک دې له هغو پوځي ځایونو څخه د پوځي چاوڼۍ ، ښوونځي ، کلینیک او دفتر په توګه کار واخلي .

       امریکایان او انګرېزان دومره بخیل او ستر د ښمنان دي چې نه یې افغانانو ته روغ ځای ور پرېښود ، جوړ ځایو نه یې ورته ړنګ کړل . او نه یې خپله بیا رغونه په کې وکړه . دوی یواځې د افغانستان او سیمې د لوټلو ، غلا کولو ، بې ثباته کولو ، بې فرهنګه کولو ، بې تعلیمه کولو ، بد اخلاقیو ، ړنګولو اووژلو له پا ه راغلي . پرته له دې چې افغان خاوره د خپلو شومو اهدافو له پاره وکاروي بل هېڅ هدف نه لري ، ترڅو خپلو حریفانوته  په همدې سنګرکې ماتې ورکړي . هو ! په افغانستان او سیمه کې د امریکایانو او انګرېزانو د اختلافاتو اچولو او ورانیو اصلي موخه همدغه ده . دا آیساف او همکاري نه ، بلکي له افغانستان ،  افغانانو او افغان حکومت سره ښکاره دښمني ده .   

          

             

  


بالا
 
بازگشت