امریکا به د پا کستان او انګلیس په غلطومشورو ځان د روسانو په سرنوشت اخته کړي

ابودانیال

د(۱۳۹۱) هجري لمریز کال د کب (۲۹مه ) نېټه :

که امریکا د پاکستان له ملاتړ او د انګلیس له غلطو مشورو لاس وا نه خلي ، کېدی شي چې په افغانستان او سیمه کې د روسانو له برخلیک سره مخ شي . ځکه غلط سیاستونه د اوږد مهالو سیمه ییزو او نړیوالو موخو ځوا ب نه شي ویلی .

امریکا ته له اوله سره په کار وه چې لومړی یې د افغانستان له پاره د لومړي بن په قرارداد کې پراخ بنسټه د سالم ټېم جوړېد و داسې صادقانه هڅه اوعمل ترسره کړی وای چې په هغه کې مغرضانه مصلحتونو اوافغاني لېوانو ځالې نه وی جوړې کړې . بیا به یې له مسؤل افغان ټیم سره د قراردادونو چاڼ کړې خبره سپینه کړې وای . اوس به نه افغان حکومت او ؤلس له جنجالونو سره مخ وو ، او نه هم د امریکې ترمشرۍ لاندې نړیواله ټولنه . خو تر دې وړاندې به امریکې له انګرېزانو دا  پوښتلي وای چې تاسو ولې په افغانستان کې درې ځلې ماتې خوړلې ؟ او د ماتې خوړلو علتونه مو څه وو ؟ آیا افغانان ستاسو پر استعماري شومو پلانونو او تکراري درواغجنو وعدو او آنو بهانو باندې پوه شوي وو ؟ یا ستاسو د لوبې کرېکټرونه ، لوبغاړي ، مرستې او د تفرق خواوې کمزورې او بېځایه وې ؟ او که نه دا ټول ټکي موجود وو ؟ که چېرته خبره همداسې وي نو بیا امریکایان د څه له پاره ماتې خوړلو درواغجنو انګرېزي سیاستوالو ته غوږ ږدي ؟

زما ښه په یاد دي ، کله چې روسانو پر افغانستان باندې نظامي یرغل وکړ ، افغانستان یې اشغال ، او د ماکیاؤل د وژلو مفکوره یې پر بې دفاع او مظلومو افغانانو باندې عملي کړه . خو تر اشغال وروسته همدغو انګرېزانو روسانو ته ددوی په خوله مشوره ورکړه چې : ((دا ستاسې تېروتنه وه ، ترکومه ځایه چې موږ افغانستان او د افغانستان جیو جغرافیک سترا تیژیکي موقعیت او خپله افغانان پېژنو ، دا خاوره او دغه ملت د نیواک او اېل کولو قابلیت نه لري .)) نو اوس زه حیران د ېته یم چې انګرېزان ولې امریکایانوته داسې غلطې مشورې ورکوي ؟ ځکه دوی خو په ناټو ټلواله کې د امریکایانو پخواني سترا تیژیک ملګري ځانونه بولي . نو بیا ولې خپلو پخوانیو دوستانو ته غلطې ، او خپلو پخوانیو دښمنانو ته سمې مشورې ورکوي ؟ خو ماته له امریکې سره د انګرېزانو په دغه دوه مخې سترا تیژیکه ملګرتیا کې  ترکاسه لاندې بله نیم کاسه ښکاري . ولې سوال دادﺉ چې آیا انګرېزان غواړي خپل ملګري په دوستۍ کې پر نورو باندې ووهي او خپله د پخوا په څېر د نړیوالې سر مشریزې واګې په خپل لاس کې واخلي؟ په داسې حال کې چې امریکایان آن په عراق کې باید د انګرېزانو پردغه غلطه ملګرتیا پوه شوي وای . خو کله چې امریکې او انګلیس د نړیوال ایتلاف په ملاتړ پرافغانستان باندې نړیوال پوځي یرغل وکړ . انګرېزانو په ټول افغانستان کې یوه ترټولو آرامه سیمه ( هلمند ولایت ) ځانته انتخاب کړ . هلته یې د کوکنارو کرکیلې ، د مخدرو موادو ترویج او ترهګرۍ ته ډېره وده ورکړه . (۲۰۰۰ ) طالبانو ته یې پوځي ترېنېنګونه ورکړل . هغوی یې تمویل او تجهیز کړل . د افغانستان په انتخاباتو کې یې خاص د پاکستاني اهدافو او خپلو ناولو موخو له پاره درغلیو ته لمن ووهله . بیا یې په هلمند ولایت کې د مخدرو موادو او خامو یورانیمو د انتقال پرسر له امریکې سره جنجال پېښ شو چې امریکایانو یې په وړاندې خپل ( لس زره ) پوځیان واچول او انګرېزانو ته یې امر وکړ چې دوی دې ارزګان ، زابل او نورو سیمو ته ولاړ شي . د جهاد پرمهال د پاکستان په راولپېنډۍ ښارکې (۱۰۰۰) پایې سټېنګر توغندي سره له لانچرونو د انګرېزانو په سلا مشوره د پاکستان پوځ لومړی غلا ، او بیا یې د مجاهدینو د وسلو او مهماتو دری پوړیزې ودانۍ ته اور ور واچاوه . اوغلا کړي سټېنګر توغندي یې په کې ورک کړل . خو له ترورېزم سره په جګړه کې یې د امریکې د پوځي اکمالاتو ډېری مؤثرې وسلې او کانتینر بست مهمات د (۱۲) کالو په اوږدو کې پر پاکستاني استخباراتو باندې غلا او بیا به یې کتارونو ته اور ور واچاوه ، او پړه به یې پر ( طالبانو ) ور واچوله . انګرېزانو د همدغسې پروژې د پرمخ وړلو له پاره ګام په ګام د پاکستان سیاستوال هم لوبولي ، چې چا په کې خپلې ککرۍ وخوړلې ، او چا په کې خپل بخت او تخت له لاسه ورکړی . خو بیا هم انګرېزان د خپلو استعماري ناقانونه کرښو پلوی او ننګه کوي . ځکه د انګرېز په لاس جوړشوی نا قانونه پاکستان په سیمه کې د انګرېزانو له پاره تر ایران وروسته  د درېیم اسرا أییل حیثیت لري .

انګرېزانو پاکستاني چارواکو ته لا دمخه دستور ورکړی چې د ملا بورجان ، ملامشر ، ملا احسان الله ، ملارباني ، ملا عبیدالله ، او ملا یاسر په څېرهغه طالب مشران بندیان او یا مړه کړي چې له افغان دولت سره د سولې د تکل شک پرې کېږي ، خو په کوېټه کې یې بیا د طالبانو شورا ساتلې ، ترڅو له جنوب غرب لوري پرافغان دولت باندې فشار راوړي چې د پاکستان ناروا غوښتنو او په افغان نظام کې د پاکستاني پلوه حکومت غوښنې ونډې ته غاړه کېږدي . اوس یې د (شلو) اپوزیسیون ډ وله افغاني احزابو په شاوخوا کې د سولې او خبرو نوې او نادره  بله ډرامه پیل کړې ، چې په هغې کې د حکمتیار او ملا محمد عمر ترمشرۍ لاندې حزب اسلامي او د طالبانو تحریک شامل دي ، دوی دا کار د (۲۰۱۴) میلادي کال د انتخاباتو ، او د حکومت د سولې د پروسې ناکامولو له پاره کړی دﺉ . که نه نو څنګه کېدای شي چې د طالبانو د حکومت ړنګېدو پر مهال د شمالي ولایتونو په لومړیو کرښو کې (شل زره ) طالبان ترشګو او خاورو لاندې شو ل ، د هغوی زامن او خپل خپلوان په همدغه تحریک کې شته ، له هغوی سره به څه ډول سوله راځي ؟ او څه ډول به په قدرت کې ورسره شریکېدلی شي ؟ دا خبره د دوشنبې په ورځ مطیع الله خروټي په تلوېزیوني مرکه کې وکړه . خو بل لور ته جنرال امین الله امر خېل له بلې تلوېزیوني رسنۍ سره په مرکه کې وویل چې : د حکومت د سولې پروسه هم هسې یوه مصنوعي پروژه ده ، ځکه وسله والو مخالفینو ته وایي چې تاسې وسلې پر ځمکه کېږدۍ ! بیا ور ته وایي چې موږ تاسې ته ترکاڼي او حرفوي کاروږنه در ښیو . نو آیا هغوی دا خبره له حکومت سره مني ؟ نه هېڅکله نه !   

که څه هم ښاغلي کرزي په خپلو خبرو کې ویلي چې امریکا له افغانستان څخه نه ځي ، خو موږ پوهېږو چې امریکا د افغانستان د دایمي اشغال له پاره نه ده را غلې ، یو وخت به امریکا له دې هېواد څخه خپلې پښې سپکوي . خو اوس مهال امریکایانو افغانستان ددې له پاره اشغال کړی چې له یوې خوا په  سیمه کې د خپلو سیالانو د اقتصادي پر مختګ مخه ډپ کړي ، او له بل پلوه د منځنۍ آسیا د هېوادونو زېرمې را وباسي . زه د خپلې خبرې ښکاره ثبوت دا بولم چې امریکایانو آن د پخواني شوروي اتحاد له ړنګېدو سره سم په منځنۍ آسیا هېوادونو کې خپلې پانګې او ( اووه ) لویې کمپنۍ ځای پرځای کړې دي . روس ډارېږي چې ګني ددوی د پېش قراول او نظام قراول په خوله کې امریکایانو ورته اړولي ، کېدی شي چې د روسانو له خولې لوېدلې مړۍ امرکایان ترخپلې تېکنالوجیکي مرۍ تېره کړي . بل پلو چینایانو هم له پخوا را هیسې د منځنۍ آسیا د هېوادونو په زېرمو کې سترګې ښخې کړې دي . چین او روس دواړه نه غواړي چې د منځنۍ آسیا زېرمې دې نورخلک ترې یوسي . ځکه چین مخ پر ودې خپل اقتصاد ، تېکنالوجۍ او نفوس دېته اړکړی چې باید د خپلو تولېداتو او صادراتو له پاره خام مواد او مارکېټ ولري . ترڅو آن د خود کفایۍ له کچې ور آخوا د پردیو تولیداتو د تورید مخه پرې ونیسي . همدا اوس دروسیې ؤلسمشر پوتین د همدې ملګریتا له پاره لومړی چین ، او ور پسې نورو روسي پلوه هېوادو ته په دوره وتلی . دوی د شانګهای پروسه د غربیانو په وړاندې  پر مخ وړي .

چین هڅه کوي چې په سیمه کې خپلې دغې موخې ته د رسېدو له پاره تر هر څه مخکې باید د اقتصادي شارګونو لارې ځانته خلاصې کړي . خو ددغو لارو د پرانستو له پاره د یپلو ماتیکو ژبو او اړیکو ته اړتیا لري ، تر څو پر مټ یې په سیمه کې خپل ملاتړي ومومي .

چین له همدې امله لومړی پاکستان ته لاس اچولی . بېګا شپه د حوت په (۲۸مه ) یې اعلان وکړ چې چین پاکستان ته د نظامي وسلو او مهمالو پر مختللې او درنه تېکنالوجي ورکړه . خو پاکستان څو ورځې د مخه د بلوچستان د لاسه وتلو له وېرې چین ته د ګوادر بندر په ټېکه ورکړی ، ترڅو د بلوڅانو د عامه پاڅون او امریکایي موخو مخه پرې ونیسي .زما په آند چې دغه مصلحت به هم انګرېزانو پاکستان ته ورکړی وي ، ځکه  سیمه او ټوله نړۍ ددې شاهده ده چې هر کله پاکستان د سیاسي او پوځي دوو ژرندو د تیږو ترمینح راغلی ، بیا انګرېزي د یپلوماتان د پېریانو په څېر ورته را رسېدلي او د خلاصون مشورې او لارې یې ور په ګوته کړې دي ، او یا یې پاکستاني چارواکې انګلیس ته ورغوښتي او هلته یې د جال غوړولو او خلاصون سبقونه ورکړي دي ، ترڅو پاکستان ته موقع په لاس ورشي چې د امریکایي ځواکونو د وتلو پرمهال هم د امریکې پوځي کتارونه کټ مټ لکه د راوړلو پروخت یوځل بیا پر پاکستان باندې چورکړي . پاکستان ترورېزم او طالبان دواړه د همدغې پروژې د دوام له پاره روزلي او ساتلي دي . ځکه ترورېزم او طالبان د پاکستان د تمویلولو او اکمالولو له پاره د درآمد ترټولو آسانه ، ښه ، ارزانه او بې بدیله وسیله ده .

آخوا ازبکستان هم انګرېزانو ونیو ، ځکه انګلیسانو ازبکستان ته وویل چې موږ به ځینې خپل درانه جنګي  وسایل پر ازبکستان باندې وپلورو . خود (۱۳۹۱) هجري لمریز کال د حوت په (۲۷مه) نېټه د یکشنبې په ورځ یوې غربي رسنۍ ( ډیلي سټار ) ویلي چې په افغانستان کې مېشت بریتانوي پوځونه د منځنۍ آسیا د هېوادونو له لارې سوریې ته ور روان دي ، ترڅو هلته د سوریې د حکومت مخالفینو ته د (۲۰ ) مېلیونه پونډو په ارزښت درنې زغره والې وسلې او مهمات ورسوي . خو خپله امریکې د پاکستان له لارې د جنوبي کوریا مرستې ته وردانګلي چې په وړاندې یې انګرېزانو پاکستان ورته وهڅاوه ، له یوې خوا یې له اېران سره د غازو د نل لیکې قرار دادونه پرې لاسلیک کړل ، او له بل پلوه یې د ګوادر بندر چین ته پرې ور وسپاره . همد لته ده چې انګرېزانو امریکایان په سیمه کې د پاڼ او پړانګ ترمینځ کړي . ځکه د افغانستان د شمال خوا دوی خپله اشغال کړه ، او په جنوب لوېدیځ کې یې چین ورته ځای پرځای کړ . نو که امریکه له افغانستانه د پاکستان له لارې د وتلو خیال لري پرکوم لوري خپلې پوځي لښکرې او وسایل باسي ؟ اوکه د ښاغلي کرزي په خبره د وتلو خیال نه لري نوامریکه څنګه د اسراایلو معادل د اتومي ځواک څښتن پاکستان چې نن سبا د نړیوال ترورېزم په ځاله اومرکزهم اوښتی ، په سیمه کې زغملی او باور پرې کولی شي ؟ په داسې حال کې چې بې وسلې او بې واکه افغانان خپل در په دره او آرام ژوند ته نه پرېږدي . خاوره یې استعمالېږي .

څه موده وړاندې فرانسویانو له افغانستانه خپلې پښې سپکې کړې ، کله چې خبره سپینه شوه هغوی مالي ته د خپل مأ موریت له پاره لېږل شوي وو ، چې هلته یې د مالي پرخلکو خپله ځمکه سره تبۍ اړولې ده . دادي اوس خپله (۳۰۰۰) امریکا یان د افغانستان له خاورې هم د شمالي کوریا په وړاندې د جنوبي کویا ملاتړ ته ورغلل اوهلته یې د شمالي کوریا په وړاندې په هغو اتومي پوځي تمریناتو کې برخه اخیستې چې د جنوبي کوریا (۱۳۰۰۰) پوځیان په کې ګډون لري . او امریکې خپله وویل چې موږ به د جاپان په شمول په څلورو مهمو سترا تیژیکوسیمو کې د شمالي کوریا په وړاندې اتومي لانچرې او رادار سیستمونه ځای پرځای کړو . سوریې ته یې هم له افغانستانه پښې ور وغځولې . سباته که پرکوم بل هېواد باندې د مداخلې او نیواک خیال ددوی په سترا تیژیک تقسیم اوقات کې وجود ولري هم به له افغانستانه د خېز د تختې په څېر استفاده کوي . ځکه اوس افغانستان د امریکې او انګلیس په مشرۍ د ناټو ټلوالې په مخزن بد ل شوی . (( نن سبا امریکه په افغانستان او سیمه کې داسې پیوره او ښکروره غوا جوړه شوې چې چایې پر تیو باندې خولې ښخې کړې او پۍ یې خوري ، او چا یې ښکروته ځانونه برابر کړي ، او حراب کړي دي .)) (( خو د امریکې ټینګار پر دې باندې دﺉ چې پرته له څه تردیده باید افغان حکومت له امریکې سره د امنیت په برخه کې سترا تیژیک تړونونه لاسلیک کړي . ترڅو دوی ته مشروعیت په لاس ورشي . خو که بله ورځ کوم حساب کتاب کېږي ، نو لکه داوسني جرمن هېواد په څېر به افغانان هم یرغلګرو ته جریمې ورکوي . تاسو وګورۍ جرمنیان اوس هم روسانو ته جریمې ورکوي ، ځکه هغوی هم همدغه ډول تړونونه له روسانو سره کړي وو چې تر اوسه له جریمو نه دي خلاص شوي .))

( افغانانو او افغان حکومت ته په کار ده چې نور د امریکې بې قید او شرطه غړوندی خپلې غاړې ته وا نه چوي . ځکه هر تړون هم حدود لري او هم د دواړو سیالو خواوو ترمینځ شرطونه او دوه اړخیزې هوکړې . له پردو سره سترا تیژیک تړونونه لاسلیک کول ملي بڼه لري . او د لویو ملي مسایلو پرېکړې خپله د ؤلسونو حق دﺉ ، نه د یوه یا څوکسانو چې د خپلې هوا او هوس سره سم پر ټولو ملي ارځښتونو باندې له پردو سره ناروا معاملې وکړي .)

افغانستان دا مهال د حربي قوانینو له مخې له پوځي پلوه شغال شوی ، ځکه حربي قوانین داوایي چې کله د هر بهرني پوځي پښې پردۍ خاورې ته په پوځي صورت کې ورسېږي ، هغې خاورې ته اشغال شوې خاوره ویل کېږي . دا مهال په افغانستان کې د څه باندې پنځوسو هېوادونو پوځیان حضورلري . او هغوی د خپلمنځي پرېکړې پراساس افغانستان اشغال کړی چې وروسته یې د ملګرو ملتود پرېکړې نوم ورباندې اېښی . ځکه خو یې دلته په افغانستان کې د آیسف او همکارۍ تر نامه لاندې له تېرو دوولسو کالو را هیسې په ډېره بېرحمۍ یواځې د بې دفاع پښتنوافغانانو خاموش اکثریت د انګرېزانو په لارښوونه او دستور وژلي ، بندي کړي او ژوبل کړي دي .  په ناحقه یې وینې او اوښکې پرې وبهولې . تېره ورځ خپله امریکایي جنرالانو رسنیو ته وویل چې : ((موږ په افغانستان کې ډېرې وینې وبهولې .)) امریکایانو او ملګرو یې ډېر افغانان شهیدان ، بندیان او زخمیان کړل . جکړه یې پر پښتون مېشتو سیمو باندې ور تپلې او جاري ساتلې ، ترڅو پښتنو ته دا فرصت په لاس ورنه شي چې په نظام کې د ننه کاروکړي ، خپلې سیمې آبادې او بچیان یې تعلیم وکړي . که کوم پښتون بچي د لوړو زده کړه خیال کړی ، هغه یې د کانکور د ناولې پروسې له لارې ناکام او بې نتیجې اعلان کړی دﺉ . خو بل پلو یې د افغانستان له لږه کیو سره تر پلو لاندې د صهیو نېستي رژیم په پټ ملاتړ پټه یارانه ددې له پاره ټینګه کړې چې ګني پردې سره به پښتانه نورهم وځپي او په خپلو کې به یې سره ووېشي ، ترڅو د ډېونډ کرښې په رسمیت پېژندلو ته غاړه ور باندې کېږدي .

لکه څنګه چې د پاکستان سیاسي او ګوندي جوړښت له پېله تل میراثٍي بڼه خپله کړې ، او پوځ او استخباراتو یې د کودتاوو ، مارشا لاوو او پوځي رژیمونو جوړولو سابقه لري ، نو که په پاکستان کې هر ډول نظام جوړ شي بیا به یې هم واک له پوځ او استخباراتو سره وي . په داسې حال کې چې د پاکستان پوځ او استخباراتو خپل ژوند تل د افغانستان په عمق ، او د هندوستان په دښمنۍ کې تېرکړی .

د همدغې تېرې یکشنبې په ورځ چې د (۱۳۹۱) هجري لمریز کال د کب ( حوت ) د میاشتې له (۲۷ مې ) نېټې سره سمون خوري د پاکستان د غیر پوځي پینځه کلن دولت وروستۍ ورځ د پاکستان د پوځي او استخباراتي عادت خلاف د هغه هېواد  په تاریخ کې پرته له پوځي کودتا پای ته ورسېد ه ، او تر انتخاباتو پورې به د پاکستان صدراعظم راجه پروېز اشرف د حکومت د ندې پر مخ وړي . په داسې حال کې چې د پنجاب پخوانیو واکمنو ( شهباز شریف او نواز شریف ) همدا اوس له نورو صوبو سره خپل مخالفت څرګند کړی . ځکه چې پنجاب اوس هم د پاکستان په مرکزي واک کې د نورو په وړاندې ځان تر (۷۰٪ ) کم نه احساسوي . په داسې حال کې چې بلوڅانو ته په هرډول امتیازاتو نه ور کولو پټه خوله دي ، او د هغوی له خاورې او ځمکنیو زېرمو په خپل سر بې انصافه سؤ استفاده کوي . بندرونه یې پردیو هېوادوته په ټېکه ورکړي اوګټه یې پنجابیان په خپلو جیبونو کې اچوي . د پاکستان د ښځینه استازو په (۴۰۰) سېټونو کې د مېلیونو قبایلو یوه ښځینه استازې هم وجود نه لري . ځکه خو تر یو کال وړاندې هم د ( اف بي آر ) انګرېزي قانون  ور باندې عملي کېد ه او هېڅ ډول خود مختاري یې نه لرله .

اوس چې د پاکستان ملکي حکومت ړنګ او پینځه کلنې درغلۍ ، مافیایي جوړښتونه ، اداري فسادونه ، له ترهګریو ډک پاکستان او له هند او افغانستان سره ترټولوخرابې اړیکې په پاکستان کې میراثي ګوندونو ، پوځ او آی اس آی ته په میراث ور پاتې شوې . آیا راتلونکې حکومت به  په ریښتیا هم دې میراثي خرابیو ته د بیا رغولو اوږه ورکړي که څنګه ؟ که چېرته دې کار ته مخه کړي ، نو آیا پوځ او استخبارات به یې خپلې مخې ته پرېږدي ؟ نه ! هېڅکله نه ! ځکه چې د پاکستان واک او د حکومتونو برخلیک هر وخت له پوځ او استخحباراتو سره دﺉ ، نه له داسې سیاسي کرېکټرونو سره چې عزل او نصب یې تل له بهره ور باندې تحمیل وي .

دا چې هر ډول حکومت په پاکستان کې مینځ ته را ځي ، را ځي به . خو د افغان حکومت  ملي دنده داده چې د پاکستان پرځای له مېشتې نړیوالې ټولنې سره ځان ډېر نږدې کړي . ترڅو له دې لارې خپل ځان په هېواد کې د ننه د اتوم لرونکو ګاونډیانو په وړاندې د بشپړې خپلواکې اوخود جوشه ملي نظامي ځواک د خود کفایۍ ترکچې پورې مضبوط کړي . ددې کار تر سره کولو له پاره کاملاً یوه سالم ملي مدیریت او اجرأ یوي تشکیل ته اړتیا ده چې تر خپل ځان او خپلې څوکۍ نه خپلې ملي ګټې ، خپله خاوره ، خپل استقلال او خپل خلک غوره وګڼي . په یو وخت همزمان له (۳۶ ) پردیو استخباراتي اېجنسیو ، پر مافیایي ،  اداري او اخلاقي فساد ککړو کړیو او د بیت المال له غلو سره اړیکې ونه لري . قانون لومړی پرځان او بیا پر نورو باندې عملي کړي . سولې ته په ریښتیا لېواله وي . چېرې نه چې د سولې په نامه ځانته کورنۍ ( ان جي او ) او د درامد لاره جوړه کړي .

موږ ډېرې بډایې طبیعي زېرمې لرو . ددغو زېرمو د را ایستلو له پاره متدین او مسلکي کدرونه په کار دي ، ترڅو دا زېرمې په امانته توګه د نړیوالې ټولنې په مرسته راوباسو . خپل صنعت ، تولید او زراعت ته وده پرې ورکړو ، چې پر مټ یې لومړی خپله ملي اردو او خپل ملي پو لیس پرې ورغوو . په عصري وسایلو یې پرې تمویل او سمبال کړو . ځکه خپله خاوره ، خپل ملي هویت ، خپله خپلواکي او خپل خلک په پردیو چندو او کلنګونو باندې نه ساتل کېږي . موږ باید خپل ملي درامد ولرو او بیا یې په ملي اړتیاو پوره کولو باندې ولګوو .

خو ددې ترڅنګ دا هم زموږ مکلفیت دﺉ چې خپل ملي یووالی په خپله وساتو . ترڅو زموږ ګاونډیان پر دې باندې پوه شي چې نور دوی  د افغانستان په خاوره ، خلکو او نظام کې هېڅ ډول تخریب نه شي کولی .

کله چې په افغانستان کې روغ نظام پرته له درغلیو د ملت په خوښه مینځ ته راشي  ، امنیت خپله ور سره راځي . ځکه ملت او دولت به یو د بل تر څنګ په ریښتینولۍ او صداقت سره ولاړ وي . او ددواړو پام به د بهرني تخریبکار خوا ته ور اوښتی وي . نړیوال باید د افغانستان په ثبات راوستو او ټینګولوکې ډېرصادق وي . ځکه د افغانستان په ثبات کې د نړیوالو ثبات هم شته . خو د پاکستان د ملګرتیا په اړه باید له سره فکروکړي . ځکه نړیوال د خپل عبور او مرور له پاره تر ټولو خوندي او ارزانه لارې او ګودرې ګوري . خو پاکستان او ایران یې خنډ ګرځېد لي . او ددغو خنډونو لیرې کولو له پاره امریکې ته په کار ده چې په پاکستان او ایران کې ترهرڅه ړومبی د بلوڅانو او سني کردانو محروم او ځپل شوي لوی قومونه د خود مختارۍ کچې ته ورسوي . خپلواکي یې په رسمیت و پېژني .  ترڅو د بلوچستان له لارې د هند او عربو سمندر ته ، او همداسې د سني کردانواو افغانستان له لارې د منځنۍ آسیا هېوادونو ته تر ټولو لنډې او ارزانه لارې پرې خپلې کړي . او زه امریکې ته پرته له دې څخه بل بدیل نه وینم . هو ! لاره یې همدغه ده . ترڅو نړۍ او ګاونډیان د پاکستان او ایران له شره خلاص شي .

 

 


بالا
 
بازگشت