رحمت اله روان

 

امريکا په افغانستان کې ٩ نظامی اډې غواړي


افغانستان او د امريکا متحده ایالات دمګړی پر یوه امنیتي تړون باندي خبري اتري کوي، چې د دغه تړون له مخې به په افغانستان کې د امریکايي پوځي اډو شمیر، د پاتېدونکو امریکايي عسکرو شمیر، د هغوی مسئولیتونه او دندي روښانه شي ، تر دې مهاله له واشنګټن سره د امنیتي تړون په هکله درې ځله خبرې شوې او ټاکل شوې ده په نږدې راتلونکې کې د خبرو بله مرحله هم پیل شي.
دنوموړی موضوع په هکله نن افغان ولسمشر په ډاګه کړه چی، امريکا ورڅخه نهه پوځي اډې غوښتي دی او دوى به يې په دې شرط ورسره ومني، چې افغانان هم پکې ځانګړي امتيازات ولري ولسمشر حامد کرزي د پنج شنبې په ورځ د کابل پوهنتون د جوړیدو د اتیايمي کلیزې په لمانځل غونډه کې وویل، چې اداره یې هڅه کوي له امریکا سره د امنیتي تړون په لاسلیکولو کې ډیر امتیازات ترلاسه کړي ،ښاغلي کرزي په خپلو خبرو کې وویل، موږ له امریکا سره په ډیرو جدي او حساسو خبرو اترو بوخت یو، امریکا خپلي غوښتنې لري او افغانستان هم خپل خواهشات لري او په خبره يې، هغوی [امریکایان] په افغانستان کې نهه پوځي اډې غواړي. کابل، بگرام، مزار، جلال آباد، گردېز، کندهار، هيلمند، شنډنډ او هرات .
ولسمشر کرزى دغه راز زياته کړه، چې افغانستان له امریکا سره د امنیتي تړون په لاسلیکولو کې روښانه شرایط لري : زموږ شرايط دا دي چې امریکا د افغانستان د سولې په بهیر کې خپلې هلې ځلي زیاتې کړي، د افغانستان امنیتي ځواکونه پیاوړي کړي، زموږ د اقتصاد قوي ملاتړ وکړي، [زموو له پاره] بریښنا، سړکونه او بندونه جوړ کړي او د حکومتدارۍ په برخه کې زموږ سره مرسته وکړي،ولسمشري کرزي وویل چې که څه هم تر دې مخکي د ناټو غړو هیوادونو اعلان کړی وو چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته به له افغانستان څخه خپل ټول سرتیري وباسي، خو د هغه په خبره اوس ډیر شمیر هیوادونه په افغانستان کې پاتېدو ته لیواله دي. کرزي زیاته کړه،لومړی د ناټو ټولو هیوادونو وویل چې په ۲۰۱۴ کال کې به له افغانستان څخه ولاړ شي، خو اوس یو، یو راځي او وایي چې موږ نه ځو او پاتيږو. دا چې موږ پوهیږو هغوی نه ځي نو ځان مو ټينگ کړی دی او وايو چې خپل [شرایط] لرو،ولسمشر همداراز وویل چې افغانستان به له ناټو سره پر تړون سربیره له هر هغه هیواد سره هم تړونونه لاسلیک کړي، ترڅو دا خبره روښانه شي چې د هغوی سرتیري د افغانستان په کومه سیمه کې او تر کومو شرایطو لاندې پاتيږي،دا لومړی ځل دی چې د افغانستان ولسمشر په ښکاره د اډو د شمېر په اړه د امریکا د غوښتنې په اړه خبرې کوي نوموړی داهم وویل:که امریکا زموږ غوښتنې ومني، موږ تیار یو چې امنیتي تړون ورسره لاسلیک کړو،ولسمشر کرزي ویلی دی چی: له ګاونډیو سره زموږ اړیکې نیکې دي، خو له پاکستان سره زموږ اړیکي لا حساسیږي. دا په داسې حال کې ده چې موږ [له پاکستان سره] د نیکو او حسنه اړیکو غوښتونکي یوو.» افغان ولسمشر زیاته کړه: «خدای دې د پاکستان ملت سرفرازه ولري، خو حکومت او پوځیان دې خپل ځان اصلاح ولسمشر کرزي محصلینو ته په خپله وینا کې ټینګار وکړ چې افغانان د ډیورنډ کرښه په رسمیت نه پیژني او ویی ویل: «که هغوی فکر کوي چې پر افغانستان باندې د يرغلونو له لارې به دغه هیواد دې ته اړ کړي چې د ډیورنډ کرښه په رسمیت وپیژني، نو دا کار ناممکنه دی. د افغانستان ملت [دغه کرښه] نه منلې ده او نه به یې هم ومني ،دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت يوه وياند د ډیورنډ مسئله یوه حل شوې خبر بللې ده. تر دې مخکې په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو سفیر هم ویلي ول چې د ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې په توگه په رسمیت پیژني

امریکا د ولسمشر حامد کرزي د پور تنیو څرګندونو په غبرګون کې په ډاګه کړی ده، چې دوی په افغانستان کې دایمي پوځي اډې نه غواړي ،د سپینې ماڼۍ ویندوی جی کارانی په خپلو ځزګندونو کی ویلی دی :لکه څرنګه چې ولسمشراوباما لا پخوا په ډاګه کړې ده، د امریکا متحد ایالتونه په افغانستان کې د دایمي اډو په لټه کې نه ده، له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې د امریکا هرراز حضور به یوازې په هغه صورت کې وي چې د افغانستان حکومت ورڅخه وغواړي او هدف یې د افغان امنیتي ځواکونو روزنه او د القاعده شبکې د پاتې شونو تعقیبول وي ،ده همداراز ویلی دی چی، په دوه اړخیز امنیتي تړون کې به، چې حاضردمه دواړه خواوې پرې خبرې کوي، د اډو مسله هم روښانه شي،ګارډین ورځپاڼي په دی هکله په یوه ځیړنه کی لیکلی دی چی،(( د امریکا پالیسیو ته په کتو سره چې غواړي په افغانستان کې په خپل پوځي حضور کې کموالی راولي، نهه اډې تر هغې اندازې چې تمه کېده یو لوی رقم ښکاري، افغان ولسمشر چې په افغانستان کې د بهرنیو پوځیانو له سرسختو منتقدینو څخه دی په خپله دې وینا کې د امریکا له اوږدمهالي پوځي حضور سره موافق ښکارېده)) ورځپاڼی لیکلی دی چی کرزی وویل ، موږ به امریکایانو ته اډې ورکړو څو له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې پاتې شي خو شرط یې دا دی چې دوی باید افغانستان ته سوله او امنیت راولي،د افغان ولسمشر دې وینا ښايي امریکايي چارواکي یوڅه په غوسه کړي هم وي؛ ځکه ده په خپله وینا کې په افغانستان کې په راتلونکي کې د متحدوایالاتو د ستراتیژیکو پلانونو جزییات چې ډېر پټ ساتل کېدل افشا کړل،دا ځکه چی دامریکا ولسمشربارک اوباما په ډېر صراحت سره ویلي دی چې؛ د امریکا پوځ به له ۲۰۱۴ کال وروسته د طالبانو پرضد په اقداماتو کې برخه وانخلي او پرځای به یې د افغان ځواکونو د روزنې پر ماموریت او د القاعده او نورو تروریستي ډلو پرضد پرعملیاتو تمرکز وکړي ،د اوباما په پلان کې د صفر انتخاب په نوم یو احتمال هم شته چې له مخې به یې امریکا د افغان ځواکونو د زیاتې برخې مالي لګښت په غاړه اخلي؛ خو په دې هېواد کې به هېڅ راز پوځي حضور نه لري،لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې امریکا په افغانستان کې په څه تعداد عسکر پرېږدي. خو یو شمیر امریکايي چارواکولا پخوا  ویلي دي چې د دغو سرتیرو شمیر کیدای شي د ۲۵۰۰ او ۱۲۰۰۰ تر منځ وي.

د ایران سرحد ته نژدې په هرات او شینډنډ کې د امریکا پوځي اډې ښايي د ایران لپاره بد خبر وي ځکه دې هېواد له دې مخکې هم په افغانستان کې د امریکا د راتلونکو احتمالي اډو په اړه خپله اندېښنه په ډاګه کړې وه ،همداراز په ګردېز او جلال آباد کې د امریکا د پوځي اډو جوړېدل به د پاکستان لپاره حساسه مسئله وي ځکه پر قبایلي سیمو د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د الوتنو مرکزونه په همدې ښارونو کې دي،ولسمشرکرزي په خپله پرونۍ وینا کې پر پاکستان هم لفظي بریدونه وکړل. ګارډین ورځپاڼی لیکلی دی چې د افغانانو له خوا له امریکا سره د اوږدمهالو امنیتي همکاریو د تړون د منل کېدو یوعامل ښايي اسلام آباد ته د دې خبرې ور یادول وي چې افغانستان د امریکا په څېر داسې یو ځواکمن ملګری لري چې په کابل کې د یوه فعال حکومت پاتې کېدل غواړي

د سیاسي چارو یو شمېر افغان کارپوهان د امریکا د غوښتنې په اړه چې غواړي په افغانستان کې نهه پوځي اډې ولري، بېلابېل نظرونه لري ،ځینې وايي، که دا اډې په سمو شرایطو ورکړل شي نو د افغانستان په ګټه دي او ځینې نور بیا نهه اډې د شمېر له پلوه زیاتې بولي او د موقعیت له پلوه یې هم د افغانستان د حکومت په ضرر بولي ،یو شمېر کتونکي په افغانستان کې د امریکا د پوځي اډو شتون د افغانستان په ګټه بولي او وایي، چې د دې اډو جوړول به له دوه زره څوارلسم میلادي کال وروسته په هېواد کې د امنیت د ټینګښت په برخه کې ډیره مرسته وکړي ،خو دوی وایي، چې امریکا باید د دې پوځي اډو د جوړولو په بدل کې په افغانستان کې د امنیت راوستلو ضمانت هم وکړ.

 پای

رحمت اله روان

 

https://www.facebook.com/photo.php?fbid=376630582453428&set=a.347210272062126.1073741826.100003194687715&type=1&relevant_count=1

 

 


بالا
 
بازگشت