رحمت اله روان

 

امريکا او برتانيا په افغانستان کې د جګړې دوام غواړي

دتیری چهارشنبې په شپه دننګرهار دولایت په ګوشته ولسوالی کې د دوو هیوادونو د سرحدي ځواکونو له نښتې وروسته د افغانستان په مختلفو سیمو کې په زرګونو خلک واټونو ته راووتل او په دې جګړه کې د شهید شوي افغان ځوان محمد قاسم خان مېړانه او سرشیندنه یې وستایله. دوی د پاکستان پرضد شعارونه ورکړل او دا هیواد یې د افغانانو سرسخت دښمن وباله. مظاهره چیانو د لومړي ځل لپاره د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ څرګند کړ او له پاکستاني غاصبانو څخه یې د افغانستان د ګوشتې ولسوالۍ د سرحدي سیمو د ازادۍ هرکلی وکړ،ددې ټولو جنجالونو ترمنځ د پاکستان پرضد د ګڼو افغانانو غبرګون یو هغه اقدام بلل کېږي، چې د افغان ملي حاکمیت لپاره یې له وړاندې تمه کېده او ثابته شوه، چې نور افغانان د تېري کوونکو پرضد چوپ نشي پاتې کېدای،د افغانستان او پاکستان تر منځ د وړمې ورځې جګړه د ډیورند دکرغیړنی کرښی د دوامداره اختلاف په نتجه کی را میځ ته شوی ده، کومه چی په ۱۸۹۳ م کال کی دبریتا نیا دهغه وخت دحکومت له لوری دافغانستان او پاکستان تر منځ په غیری قانونی توګه دسرحد په توګه په زور وتپله شوه افغانستان ددغی پولی له منلو ځخه هر وخت انکار کړی دی اوس ځکه  پاکستان غواړي د ډیورنډ دواړو غاړو ته پراته قومونه د ډیورنډ په اړه يوې اجباري پرېکړې ته وهڅوي او دافغانستان په سرحدی سیمو کی وجنګ او جګړی ته همیشه لمن وهی.

 دافغانستان ولسمشر حامد کرزي د شنبې په ورځ په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل چې د پاکستان له خوا د افغانستان پر پوله بریدونه دوه دلیله لري. د افغان ولسمشر په حواله دغه دلیلونه د افغانستان د پرمختگ مخنیوي او همداراز پر افغان حکومت باندې فشار اچول دي ترڅو د دیورند کرښه په رسمیت وپيژندل شي. ولسمشر کرزي وویل چی: دویم دلیل کیدای شي دا وي چې د افغانستان خلک دې ته مجبوره شي چې مذاکره وکړي او د دیورند کرښه په رسمیت وپیژني ،خو کرزي ټینگار وکړ چې د پاکستان دغه هلې ځلې به کومې پایلې و نه لري. هغه زیاته کړه :هغه کسان چې د وحشت او دهشت پر دغو اقداماتو لاس پورې کوي، به هیڅ کله هم کامیابه نه شي.د افغانستان خلکو له هغه وخت راهیسې چې دغه کرښه [د دیورند کرښه] د انگلیسانو له خوا رامنځ ته شوه هیځ کله، هغه په رسمیت نه ده پیژندلې،کله چې له کرزي څخه وپوښتل شول چې د دیورند د کرښي ستونزه به تر کوم وخت پورې دوام وکړي، هغه وویل چی: د دیورند د کرښې برخه لیک روښانه شوی دی... د افغانستان خلکو هغه به رسمیت نه ده پیژندلې. همدا رازد افغانستان ولسمشر حامد کرزي دنوموړی جګړی دعکسلعمل په باب دخپلو خبرو په طرځ کی دا هم په ډاګه کړه چی د پاکستان د سرحدي ځواکونو له لوري د افغانستان په خاورو کې د پوستو د جوړېدا او پر کونړ ولایت د راکټي حملو هدف پر افغانستان باندی فشار دی څو ډیورنډ کرښه په رسمیت وپېژني خو د ده په وینا افغانستان به دا کار هیڅکله ونه کړي که په دې کوشش دوی غواړي چې پر افغانانو به ډیورند ومني، نتیجه نه ورکوي افغانان ډیورنډ نه منی کرزي په ګوشته ولسوالۍ کې له پاکستاني ځواکونو سره په جګړه کې د وژل شوي افغان سرتېري قاسم خان شهادت ته په اشارې وویل: چی دوی (طالبان) باید له دغه ځوان سره ودرېږي چې د خپلې خاورې د دفاع په لار کې شهید شو.دغه نښته د تیرې پنجشنبې په ورځ رامنځ ته شوه چې په پایله کې یې افغان ځواکونه وتوانیدل هغه دروازه ویجاړه کړي چې دپا کستان د فو ځیانو له لوری د افغانستان په خاوره کې جوړه شوی وه.

دسیاسی ځیړونکو په اند امريکا او برتانيا په افغانستان کې د جګړې دوام غواړي، هغه جګړه چې يو وخت د مجاهدينو په نامه تر سره شوه او بيا د طالبانو په نوم روانه وه او اوس هڅه کوي، چې د جغرافيوي ستونزو په عنوان يې وغځوي، امريکا او برتانيا په شعوري ډول غوښتل، چې ددې جګړې انګېزه ايجاد کړي، ځکه دوی ډیورنډ د رسمي پولې په عنوان پېژني، په همدی اساس یی په ګوشته کې هم خپل تاسيسات په رسمي ډول پاکستاني پوځيانو ته ور سپارلی دی په عین حال کی،دا خبره اوس په ثابتېدو ده، چې امريکا او برتانيا د افغانستان پرسر له پاکستان سره خپله دوستی نه خرابوي او نسبت افغانستان ته پاکستان ورته ډېر مهم دی دا خکه چی د امريکا اړيکې په ريښتينې توګه کله هم له پاکستان سره نه دي ترینګلې شوې کله ناکله امريکا د خپل ولس د تېرايستلو په خاطر داسې ښيي، چې ګويا پرپاکستان يې فشار راوړی، اوس هم دوه مخې سیاست روان دی امريکا او نړيوال په همدې خاطر ځان شاته کوي، دسیاسی چارو د ځینو کتونکو له دظره دپاکستان او افغانستان ترمنځ سرحدی شخړی دامریکا او انګلستان دشیطنیت په معنی ګڼله کیدای شی دسیمې ډيری کارپوهان اوشناندي وآئی دوو مسلمانو  او دوستو ګاونډیو هیوادونو ترمینځ  دغه نښتې او شخړې په داسې   حال کې له یوې مودې راهسې رامینځ  ته کیږي چې دامریکا په مشرۍ  ناټو ځواک  د ملګروملتو تر سیوري لاندې  له تیرو کابو یولسو کلونو  راهسې افغانستان نیولی دی  او دا دنیواکګرو عسکرو دنده ده چې که یو هیواد ونیسي نو د هغه ساتنه ئې هم په غاړه ده . خو  افغان  چارواکي وآئی  نیواکګرو نه یوازې دافغانستان په ختیځو سیمو دپاکستان له خاورې دتوغندوي  حملو  اوتیریو په وړاندې دفاع نه د ه کړې ،بلکې له پاکستانیو عسکرو سره ئې ښه تعامل هم درلودلی دی ، داسې ښکاري  چی دا یوه لوبه ده چې دامریکا بریتانیی له خوا ئې لارښونې کیږي او غواړي چې اوبه  خړې کړي او ددوو اسلامی او ګاونډیو هیوادونو ترمینځّ  تاؤتریخوالی لازیات شي څو دوي په ګډه (امریکایان او انګلیسان ) پکې  کبان ونیسي ،له بله لوری هم د پاکستان او افغانستان دسرحدي ځواکونو ترمینځ وروستیي  تاؤتریخوالی دامریکا او  افغانستان ترمینځ  له کیدونکي  امنیتي تړون سره بشپړ ارتباط  درلودلی شي ، ځک چی د کابل حکومت په ځینو موردونو کې دامریکا ځینو غو ښتنو ته په اسانی سره غاړه نه ږدی په تیره بیا هغه قضائی خوندیوالی چې امریکایان ئې دخپلو ُو ځیانو لپاره په افغانستان که له ۲۰۱۴ م کال وروسته غواړی ،نو ځکه په ورستیو شخړو سره ا مریکا غواړی دافغانستان پرحکومت خپل فشار زیات کړي تر ځو دخپلی خوښی مطابق امنیتي تړون پرې لاسلیک کړي .

 پای

رحمت اله روان

 

 


بالا
 
بازگشت