رحمت اله روان

 

غزنی رسماً د اسلامي نړۍ پلازمېنه اعلان شو

د اسلامي نړۍ د کلتوري پلازمېنې په توګه د غزني نومول دافغانستان لپاره یو تاریخي ویاړ دی دنوموړی ویاړ له کبله وټولو ګرانو هیواد والو ته دزړه له کومی مبارکی وړاندی کوم په دی هیله او ارزو یم چی چی دهمدغه ستر ویاړ په مناسبت په افغانستان کی ډیر ژر دهر اړخیزی سولی ویاړ زمونږ ټولو افغانانو نصیب وګرځیږي اوروز مره مرګ او ژوبلی خپل ځای انکشاف او بیا روغنه ته پریږدی.غزني دافغانستان له لرغونو ولایتونو څخه دى، چي د جغرافيايي موقعيت له پلوه د شمال عرض البلد په ۳۳درجو او ۳۳دقيقو همدارنګه د ختيځ طول البلد  ۶۸ درجو او ۲۵دقيقو كې پروت دى،غزني  دپایتخت (پلازميني) کابل  په جنوب  غرب   ۱۴۵ کیلومتري  کي د کابل- قندهار پرلویه لارپروت دى . چې د ۳۴۵۵ كليو له يوځايوالي څخه منځته راغلى دى،غزني ولايت شمال لوري ته د وردګ او باميان ولايتونه، ختيځ ته يې د پكتيا،پکتیکا او لوګر ولايتونه، جنوب ته يې هم د پكتيا ولايت او لوېديځ ته يې د روزګان او زابل ولايتونه پراته دي دغزنی په ولایت کی دری توکمه خلګ په ترتیب ( پښتانه،تاجک،هزاره) ژوند کوی ،د دې ولايت پراخوالى ۳۲۷۹۷ كيلومتره مربع ښوول شوى دى، د وګړو شمېر يې د ۱۹۷۸م كال د سرشمېرنې له مخې ۷۰۱۰۰۰تنه، د ۱۹۹۹م كال د سرشمېرنې له مخې ۷۷۰۶۸۴ تنه او د ۱۳۷۹ل كال د احصايې له مخې ۹۶۵۵۷۲ تنه اټكل شوى دى. البته اوس كېدى شي د دې ولايت د وګړو شمېر يو مليون ته رسېدلى وي، ځكه د وخت په تېرېدو سره د وګړو په شمېر كې زياتوالى يوه طبيعي خبره ده،په غزني ولايت كې د تېلو، اوسپنې او مالګې زياتې زېرمې هم شته، چې له بده مرغه د شرايطو د ناسموالي او د فني كدرونو د نه شتون له كبله يې د راايستنې كار په ټپه ولاړ دى،غزني، د غزنويانو په دوره كې د مدنيت داسې مركز و، چې هغه مدنيت تر خوارزمه رسيده، ماورالنهر يې تر تسلط لاندې و، ايران باندې يې تسلط درلود، اوسنى پاكستان خو ټول په كې و، دا داسې يو مدنيت و، چې دې سيمو د ټولو مدنيتونو د هندوستان تر سومناته او قنوجه پورې د دې له اشعو او وړانګو څخه په اصطلاح فيض مونده او مخصوصاَ د اسلام دين پس له محمد بن قاسم ثقفي څخه، چې د لومړي قرن په وروستي لسيزه كې په سند كې اسلام راوست، تر هغه وروسته نو بيا د اسلام د دين د خپرولو او د اسلامي مدنيت د خپرولو ډير مهم اتل او قهرمان سلطان محمود غازي و. د غزني مدنيت هغه وخت په دې ټولو اطرافو او اكنافو كې د غزنويانو د سلطنت مخصوصاَ د سلطان محمود غزنوي په دوره كې خپل اثرات درلوده.داسې باور دی، چې د غزني ښار بنسټ به تر میلاد مخکې ايښودل شوی وي؛ خو په دې کې شک نشته، چې یو مهال د بهودایانو لوی مرکز و.

په اوومه پيړۍ کې عرب ځواکونه غزني ته راغلي او د دې سیمې خلکو ته یې اسلام ورمعرفي کړی دی،غزنی په نهمه پیړی کی دخپلو ښو ور ځو او شپواوج ته رسیدلی ؤ دا هغه وخت دی، چې د سبکتګین کورنۍ د غزنویانو د حکومت سلسله پيل کړه او هغه مهال د فارس او هند او د منځنۍ اسیا د زیاتو برخو کنټرول د همدې ښار د حکمرانانو په لاس کې و د سلطان محمود غزنوي له خوا پر هند مکررې حملې د هند او افغانستان د تاریخ یوه برخه ده؛ چې په اړه یې بیلا بیل نظریات موجود دي؛ خو په دې کې هم شک نشته، چې د غزني دربار د درې ژبې د کلاسیکو ادبیاتو د سترو لیکوالانو او ادیبانو لکه فردوسي، سنايي او فرخي ځای و،خو د غزني ښار ډيرې بدې ورځې هم لیدلي دي چې؛ د غوریانو د سر لښکر سلطان علاو الدین حمله او د غزني ښار سوځیدل یې یوه ستره تاریخي بیلګه بلل کیږي سلطان علا الدین غوري د دولسمې پيړۍ په پيل کې د غزني ښار ته اور واچاوه او د دیارلسمې پيړۍ په پیل کې د چنګیز ځواکونه دا ښار له سره ویجاړ کړ د منځنۍ پيړۍ ډېر پيژندل شوی مراکشی سیاح او سفر نامه لیکونکی "ابن بطوطه" غزني ته د خپل سفر په اړه لیکي ،دا د پيژندل شوي جنګیالي سلطان محمود ابن سبکتګین ښار دی. له دې ځايه پر هند په وار وار حملې رهبري شوې دي، ښارونه نیول شوي دی او خزانې لوټ شوې دي ،اوس د سلطان محمود قبر هم دلته دی، د مساپرو او ملنګانو د راغونډيو ځای دی. د ښار تر ټولو لویه برخه ویرانه ده او د پخواني عظمت څخه یې یوازې افسانې پاتې دي ،د غزني ښار بیا د افغانستان د تاریخ په اوږدو کې ګوښې ته پاتې شوی؛ خودسیاسی چارو ځیړونکی وايي؛ د اسلامي فرهنګ د مرکز په نوم د دې ولایت معرفي کېدل د دې ښار پر تاریخي ارزښت ټینګار کوي ، غزني زر کاله مخکې عروس البلاد یا د ښارونو ناوې بلل شوی و او ښايي هغې پرتمینې دورې ته بېرته ستنیدل ممکن نه وي، خو لږترلږه په دې ښار کې شته تاریخي اثارو ته پاملرنه به دا ولایت د نړیوالو سیلانیانو لپاره په مهم مرکز بدل کړي.په ۲۰۰۷ زیږدیز کال،د اسلامي هیوادونود اطلاعاتو او کلتور وزیرانو په خپله یوه ناسته کې چې د لیبیا په مرکز طرابلس کی جوړه شوې وه، غزنې په ۲۰۱۳ م کې د اسلامې نړۍ د تمدن د مرکز په توګه  اعلان کړ. کیداى شي  غزني ولایت ته د اسلامی ثقافت او تمدن دپلازمیني په نوم ورکولو سره ، دغزني اصلې او تاریخې څیره رابرسيره شي. .

بالا خره غزني، د اسلامي نړۍ د کلتوري پلازمینې په توګه د نومونې جشن د۲۰۱۳ م کال داپریل دمیاشتی په ۱۳ نیټه د شنبې په ورځ دهغه ښار په مر کز کی ولمانځل شو. په دغه مراسمو کې د کابینې او پارلمان د یو شمیر غړو سربیره د یو شمیر اسلامي هیوادونو نمانیدګیو هم ګډون ، په پام کې ده، چې تر راتلونکو درو میاشتو پورې (میزان/تله) د ګڼو بهرنیو مېلمنو په ګډون کولو سره په غزني کې د اسلامي کلتور د مرکز د بشپړتیا لپاره یو بل لوی پروګرام جوړ شي.

 پای

رحمت اله روان

 

 


بالا
 
بازگشت