عبدالقیوم

 

 قانون به مات کړو

دموکراسی څخه به پرتوګ وباسؤ

سلام مي ومني،تر سلام وروسته غواړم ددغه لیک په ذریعه دامریکا دحکومت اودهغوي سره یواومتحدانډیوالان د(ناټو) دغړو هیوادو نو مشران ټول په دې خبره خبرکړم . چي تاسي خو دقانون اودموکراسی په ارزښت اومفهوم ښه ترترهربل چاه پوهیږې .تاسي چي افغانستان ته کمه دډموکراسی نمونه اشخاص وړې وه ستاسي  په باورپرډموکراسې  مین اودموکراسی ته وفادارملګري مودي یعني " کوم  کاري ګروپ خلګ چي تاسي دافغانستان دحکومتدارې دلپاره  وړاوښایسته بلل اونژدي یولس کاله موپه خورا زیا ت اقتصادي لګښت ،دخپلو هیوادونو دځوانو عسکروپه قربانۍ  اووینو تویولو سره دهغوی حاکمیت حمایه اووساتۍ" دهغوي شتون اوستاسي زحمت نه داچي تاسي  ته ګټه ونه رسول بلکې ددوی دبې کفاتی اوخیانتونو له امله افغانان هم په جهان کي په شرمو نو وشرمول سول. ددوی  په ناکامي اوبدنا مي  کي دجهان اوافغانستان ټول ولسونه   تاسي شریک ګڼي.هغه ښه نوم چي دولسونوپه منځه کي په ډیرزحمت اومصرف سره تاسو تر لاسه کړې وو ، هغه مو په افغانستان کي د همدغه فساد پیشه ګرو دحاکم کولواودهغوی څخه د بې حسابه ملاتړاوحمایې په قیمت دلاسه ووتۍ. دادي ستا سي په پیسومست زوروفاسدحاکم ګروپ تصمیم لري نورموهم وشرموي . اوس اوس هغوی غواړي چي قانون مات او ددموکراسی  څخه دځان په ګټه پرتوګ وباسي. داسي :چي اساسي قانون به مات کړي په دې دلیل  دوی وایې: ثبات او امنیت نسته. انتخاباتو ته زمینه  مساعده نه ده. آیا دثبات ټنګول  دچاه وظیفه وه؟، آیا حاکم ټیم څوک دامنیت په نه تا منیولوکي مسؤل ګڼي ؟ځان که متحدین؟ دتقلوبې په نوم قومي مشرانوجوړول او دهغوی راغونډول څوک کوي اودڅه دپاره یې کوي؟ غواړي ددغواجیروپواسط قانون مات کړي او ددموکراسی څخه پرتوګ وباسي ؟دایران اوپاکستان سره دپردې شاته پټه دوستي اومعاملې څه دي؟ چي دهغوی په ملاتړ قانون مات کړي او ددموکراسی څخه پرتوګ وباسي؟ اوخورا زیات نور سوالونه .داټول هغه څه دي چي  دموکراسی دولسونوپه ذهنیت کي ناوړه اوسپکه معرفي کوي.زموږ په ټولنه کي همدغوخلګویوځل نه بلکي څوڅوځله په عیني طریقه سره نهضتونه مات کړیدي او د (مترقي،ترقۍ،دموکراتیک اوانقلابي) لفظونه اوکلمي دولسونوپه ذهنونوکي دکُفر دکلیمو په نوم معرفي کړیدي. اوس نوبت قانون اودموکراسی ته ورسیدی. موږ ولس په خپل هیوادکي دداسي شیطا ني توطیو شاهدان یو.نو په وطني اصطلاح دغه ډول کړو ته په کتوسره خلګ وایې لکه چي داساسي قانون اودموکراسی دواړو څخه دپرتګونو دکښلو وخت راغلۍ دئ. شهید محمد هاشم میوندوال صاحب دمحمدظاهرشاه  دقلابې دموکراسی په باب ویلې وه ،چي ظاهرشاه افغان روڼ اندي "په بې آسه بګۍ کي سپاره کړل". تاسي هم په افغانستان  نژدې هغه ته  ورته کار وکۍ. دسیاسي احزابودګډون پرته مودموکراسي آزمائل ،بیله دسیاسي احزابودشتون اوګډون څخه اصلاً دموکراسي یوبې مفهومه تلاښ دئ. که رښتیا تاسي دناټوغړي هیوادونه پرقانون اساسي  ا و دموکراسی باورمند یاست ،  دقانون او دموکراسي حمایه وکړي .داستاسي وظیفه ،مکلفیت اومسؤلیت دئ چي هرځاي ،هرچیري اوهروخت داساسي قانون ا و دموکراسی حیثیت له خطره اوضرره وساتې. پورته عنوان پر افغانستا ن باندي دمسلط واکمن ټیم اوکابل ته درسیدلو آجیرو نوې شعاردئ. له لوستلو مو مننه

معلم عبدالقیوم دسپټمبر دمیاشتي (۸) ۲۰۱۳م

 

 


بالا
 
بازگشت