عبدالقیوم

 

ځــــــا ن خطا باسئ  اوسا ده ګا ن 

  افغاني سیا سي کړیو اواشخاصو، نور دعمل وخت دئ   

  داهــــــــــــــــــــــــم ګزاودا هـــــــــــــــــــــــم میدان

 

زما خبري مشخص یوشخص ګروپ اوحزب ته متوجي نه دي بلکي ټولو افغاانانو ته دي .  دغه  لس کاله کیږي چي یوځل بیا پر هفه پخوانیو میتودنو دحزبونو،ګروپونو،ډلو ټپلوپه جوړیدولګیاسواست،ډیرله تاسي څخه دخپل ګروپ په سریارهبري کي دموکراتیکو اصولو خلااف ځانونصب کړیدي.دمنورینو ترمنځ مو دیووالي دروحې خلاف نفرتونه اجاد کړیدي، دبې باورئ تخمونه موشندلې دي.ستاسي له جملۍ څخه دزیاتو سره دمنورینواو افغان بیچاره ولس دښیګڼوهیله نسته،هرڅه چي یاست همدغه تاسي به یاست؟.تاسي هیڅکله همدافکرنه دئ کړي چي دیوه انتخابي مشر ترقیادت لاندئ مبارزه هم کیدای سي.ځکه چي دافغانستان په ټولوپخوانیو سیاسي احزابوکي دغه بد دود دانتصابي مشراوابدي مشرروحیه تراوسه هم مسلط ده.راسي لیدې تنګ،تاریک چوکاټه ځانونه راوباسوو

موږ(دوطن دترقي ملي حزب) دهیڅ شخص،ډلې ،حزب،  تولني  تشکیل اوپه یوجمله کي دهیڅ افغان  سره  دوحدت اویوځایوالي په لاره کي مشکل نه لرو.

همه سربه سرتن به کشتن دهیم

ازآن به که میهن به دشمن دهیم

یا

عنان مملکت ازدست ناکسان بګرید

چه خروسی که نداند به جز رکوع  وسجود

په لمړي قدمه کي افغا ن منورین، سیاسیون اویوه غوښنه برخه د هیواد وال  مو دژوند په هغه  سختو او دناورینو څخه ډک غمجن حالت کي  راګیر دي .زموږ باورمند سوي یو چي دنني عصراو زمان دغوښتنوپراساس داګاهو افغانانواوانسانانو په  توګه  دژوند، خدمت،آ برو، حیثیت،اوبریالي سیاست کولویوازني لاره  دهمفکرو روڼ اندو په صادیقانه یو ځاي والي کي میسره کیدای سي.پدې خبره ښه پوهیږم چي یوشمیر داحزابو اوګروپونومشران به په هیڅ صورت ،حتی تر مرګه هم دخپلي ځان غوښتونولاس وانه خلي .تر ډیرحده چي موږ اورو ،لولو ټولي سیاسي کړئ اوځانګړي  اشخاص همدغه خبره مني اوکوي  چي دوطن آزادي، دشر اوفساد څخه دخلاصون  اونجات  بله لاره  نسته  په بغیره له یووالي. یعني  یو اړخ  دقضيې  خو حل دئ .زموږ دهغه فهم ،بشري احساس، درک اومسؤلیت له مخي ،چي ډيرپخوا سیاسي  مشرانو اوفعالینو زموږ په وجودکي زموږ بیده ضمیرونه راوېښ کړله، زموږ مړه احساسات يې پرښور راوستل اوپه موږکي يې دانسانانو په حیث دانسان سره مینه ،دانساني پرمخ تللي ټولني سره مینه، کوم چي هلته دانسان لخوا پرانسان ظلم نه وي دداسي یوې ټولني وجوړېدو ته يې وهڅولو. په رضأ کارانه توګه مودامسؤلیت منلی وو. ددي لپاره چي ثابت کړو،چي تراوسه موهغه پاک ضمیرونه اواحساس ژوندی پاته دئ .اوزموږپه زړونوکي لاهغه داُ مید ډېوه بله ده .دا هغه څه دي چي موږ آرام ته نه پریږدي ،شپه اوورځ موسوځي،په وېښوالې اوخوب  دواړوکي موآرام ته نه پریږدي.نودخپل ضمیراواحسا س داقناع، اوهغه مسؤلیئت درفع کولوپه منظورچي موږ ځانونه انسانان ،دټولني غړي اوسیاستوال بولوداټول هغه څه دي چي موږ يې دې ټکي ته متوجه کړو،چي راځۍ خپل دغه درد، درک اواحساس لمړی دهغوکسانوسره شریک کړوچي زموږپه شان په دې ځان ځاني ،جلاوالي خفه اومتأثیردي . را ووزي دغه تنګ چوکاټونه ما ته کړۍ .زموږ حزب( دوطن دترقۍ ملي حزب) اوزموږدحزب مشرتابه  په ډاګه  اعلانوي چي دځانونود مطر ،تحمل فکرنه لرو. راځئ بیله دې چي ځان ته دځای پیداکولو په فکرکي سوو،دټولو دنجات اودقوي حزب دجوړیدو په فکرکي سوو که مووکولای سوای دټولوپه ګډه همکاري  لدي په ټپه ولاړحالت څخه زموږسره تیت سوي یا تیت کړل سوئ ولس راوباسو.

محترم عبدالصمد ازهرهم زما دتیر لیک  په جواب کي ماته یوډیر ښکلۍ لیک دخپلي هغي وینا سره چي دها لند په غونډه کي يې دغونډې برخوالوته اوره ولي وه را استولۍ ده،داسي لیکي:

یر قدرمن دوسته سلامونه مې ومنه،

ستا د مسوولیت احساس نه ډک پیغام  په رشتیا سره خوځوونکی و. له ورایه په کی رښتیا او صداقت لیدل کیدل.

غواړم دا خبر درسره شریکه کړم چی زما او ستا اندېښنې کټ مټ سره یو دی. زه هم نارې سورې لرم چې دخدای پار دی څه توپیر ونه لری چې نه سره جوړېږی؟!

دوه کره عوامل ددې بېلوالی سرچینه دی:

ځان محوری او د لارښودۍ لیوالتیا؛

بُت پرستۍ او د پخوانیو مشرانو تر نامه لاندی ځان ته اعتبار لټول.

زه په دې نظر یم چې د پخوانیو مشرانو به قدرساتو. هغوی د خپل وخت او د همغو شرایطو زېږنده مشران وو. د هغې زمانی مرامنامې او لارلیکې هم د همغه وخت د شرایطو پر بنا وضع شوې وې.

که دغه دوه ناروغۍ نفی شی، نه به وبل گوند ته ننوتل، نه به دمشرتابه ټاکل او نه به د نوی ګډ مرام او تګلارې جوړول کوم پرابلم وی.

ستا دا وړاندیز چې راځي په گده یو مشر وټاکو، او بیا نور کارونه وکړو؛ هم په زړه پورې دی. مگر همغه مشهوره کیسه چی سلیمان لایق هم د بی بی سی د آزادې جرګې په پروګرام کې استناد پرې وکړ؛ سړی ته ورپه یادیږی: چې څوک به د پشۍ په غاړه زنگ ورواچوی؟!".

محترم حکیم روان صاحب هم دهالنډ په غونډه کي خبري کړي دي چي ماته يې را استولي دي،په یوه برخه کي دخپلوخبرو يې داسي ویلي دي "ما نه غوښتل چې تر ځانه د هوښيارو خلکو او درنو شخصيتونو مخ ته ودريږم او بيانيه ورکړم . خو د دوستانو په هيله به يو څو بربنډې او ترخې خبرې وکړم ، هيله ده چې څوک خفه نه شی ، ځکه دا هغه څه دی چې په مونږ ټولو پورې اړه لري . زمونږ خلک د روښانفکرانو له تشو خبرو او اوږدوبيانيو څخه ستړی شوی دي . زه که څه هم ځان روښانفکره نه  بولم ، خو ستاسو له جملې حسابيږم ، هم له اوږدو بيانيو او تشو روښانفکرانه خبرو څخه ستړيا احساسوم" اونوريې ترخه واقیعونه بیا ن کړي او زما په ډول دخپل حزب په نماینده ګي دټولوسیاسي احزابو،ګروپونو اومستقیلو شخصیتونو سره ددموکراتیکو اصولوپه مراعات اومنلوسره دیوالي اماده ګي ښودلې ده. محترم محمد آصف" خواتي" هم خپل دزړه دردونه داسي راسره شریک کړیدي.

محترم استاده !

زه هم پخپل وارتاسو ته دزړه له کومي سلامونه وړاندې کوم۰ ما تل ستاسو ایمیلونه اولیکنې په غورسره لوستې دي اوستاسولوړ احساس کوم چې دمترقي غورځنګ دبیا را ژوندي کولو اوځواکمن کیدوپه هکله لرۍ دستاینې وړ دۍ۰ وطن همداسې کسانو ته چې نه یوازې دوطن سره اودخلکو سره یې مینه لري بلکې پدې لاره کې عملي ګامونه اخلي اودآزادفکرخاوندوي اوخپل فکرکه دده دمرګ اوآزادۍ دسلبولوپه بیه تمام شي هغه نه پټوي اړتیا لري اووطن په همداسو کسانوآبادیږي۰ تاسو نه یوازې دخبرو بلکې دعمل سړی یاست داستاسو مخامخ ستاینه نه بلکې څرګندواقعیت دۍ۰ زما هم دعمل سړي کوم چې دحقیقت په لاره کې  ولاړوي اودناخوالو اوناسموسیاستونوپه وړاندې دریږي خوښیږي اوهمدا کسان دي چې دیوه غورځنګ دپیاوړتیا وسیله ګرزي البته دهغوسره جوخت سیاسي ویښتیا اوپوهه هم اړینه بریښي۰ دا زما په ژوندکې لومړی ځل دۍ چې زه مخامخ دچا ستاینه کوم۰ زه داشخاصو ، مشرانو اوعقیدتی ملګرو دستاینو سخت مخالف وم اویم۰ زه پدې باوروم اویم چې دخپلو ملګرو اودوستانوپام دهغوی منفي ځانګړتیاوو، تیروتنواوناسموچلندونوته راوګرزوم۰ ځکه چې انسان که  هرڅونه پوه اووطن ته ژمن هم وي دتیروتنو او اشتباهاتو نه خلاص نه دۍ دا موږیو چې یوبل هغو ته متوجه کړو  داډول چلنداوفکرزما له آنده خپلو ملګرواودوستانو ته څه چې ځانته هم خدمت ګڼم ځکه چې دیوه ملګري بریا اوښه نوم دځان بری اوښه نوم ګڼم..................................  له بد مرغه  دافغاني ټولنې ځانګړتیا ده اوداځانګړتیا ده چې دیوه ملي سراسري غورځنګ دجوړیدو سترخنډدۍ۰ نن که ګوندونه جوړشوي دي اوتاسو هغه شپیته حسابوۍ اوپدې کچه نوردجوړیدوپه حال کې دي ۰......... ۰ خوغواړم دا خبره وکړم چې هغه ګوندونه اوشخصیتونه چې دطالبانو وروسته بهیر څخه ملاتړکوي کوم چې دافغانستان خپلواکي په بشپړه توګه له لاسه تللې اودافغانستان دویشلو، په افغانستان کې قومي دښمنیو ته دیوې افغاني ضد ستراتیژۍپربنیاد لمن وهل کیږي ماته دتایید وړندي داځکه چې ولس دیوه خارجي هیواداشغال ته غاړه نه ایږدي اوکه موږدخپلوخلکولپاره کارکوواودخلکودارادې تمثیل کوونودخلکوارادې پربنسټ باید خپل فکرونه ، سیاستونه اوچلندونه عیارکړوهغه وخت کولای شو خلکوته ورشو اودخلکوملاتړترلاسه کړو۰پرون موږ دشوروی اشغال ته غاړه کیښودله خلکومخ را څخه وګرزاوه اودمذهبي بنسټپآلوپه منګلو کې ولویدل۰ نن که امریکایي اشغال منومانا یې داده چې دخپلو خلکوپه وړاندې کوم چې دااشغال نه مني دریږواوخلک بیا دمذهبي بنسټپالوکه هغه ته طالب وایۍ یا اسلامی ګوند یا القاعده دریږي۰ دانوبیا دروان ناورین اوجګړې دوام اودخلکووژنه اودهیوادبربادي اوښایي دټوټې کیدوسبب هم شي۰

زما بشپړ اندونه په هغه لیکنه کې چې دمحترم زکریا پوپل دلیکنې په اړه په ځینوپاڼو کې خپره شوې ده لوستلای شۍ اوښایي لوستې مووي۰ که هغه مونه وي لوستې ددې ایمل سره مل هغه درلیږم۰ ستاسو دنطریاتو ابه هیله۰

بری موغواړم.

ښاغلي ،محترم عبدالرشید "هاوند" دکراچي  ښار څخه  خپل دنظر اظهار داسي کړیدئ:

ګران معلم صاحب زماتاوده سلامونه قبول که ! دهیواد او اولس سره ستادمینې ښکارندویه لیک مي ترلاسه کی ، داچه دي ډول هڅودي رنګ راوړیدی اویقین لرم چه نوربه هم خپل ثمرڅرګند کړي خوښ سوم ، بریالی اوسي . هاوند

محترم نجیب  روشن خپل  ږغ دسي راسره  مل کړیدئ .

گرانه منشى صيب!

خوشحاله يم چى آشنايي مو شروع شوه. زه د وطندوست او په آزادى مين هيواد والو غلام او نوكر يم. د آزادى دوستو د زره خواله نشرول د (آزادى) په پانه كى نوى خبره نده، سژ كال ١٧ كاله كيژى چى په دى كار بوخت يم، خو له بده مرغه اكثر د بهرنى هيوادو او استخباراتو ادارو غلامان شوى، دا وعظ او نصيحتونه په دوى تأثير نلرى.

گرانه مشره! يوازنى دليل چى ستا ليك مى نشر كرل، هغه ترخه حقايق دى چى تا ورته اشاره كرى او ما په كراتو پرى تأكيد كرى، خو عرض مى وكرل چى اكثر غلامان شوى، د دالرو او قدرت په طمع دى. زه دير نا اميد يم او باور مى نشته چى زما او ستا هيلى به تر سره شي!

ستا هغه اشاره چى دوستانو له گوند جورول نه منصرف شى او په عوض كى متحد شي، يوازى لاره ده، خو دا ولانديز په دوى تأثير نلرى.

ما په تيره مقاله كى جوته كره، چى په اصل كى دا تول اوسنى روشنفكرى گوندونه يو دى او تول سرمايه دارى نظام او د اقتصادى په لحاظ (آزاد بازار) غوارى، خو ولى سره يو نكيژى؟! مشكل مقام ده، د رياست مقام او أخ و دپ!

جنرال علومى او (اصولگرايان) په اروپا كى ولى سره جور نشول؟! د وطن گوند تر نامه لاندى، لس گروپه وجود لرى، د كارمل نامه لاندى لس گروپ او سايتونه فعاليت كوى، دا ولى؟؟؟ ولى (حزب سراسرى) علومى او شركا جوره نشوه؟! په برنامه او اقتصادى تگ لارى كى اختلاف وو؟! نه، بلكل نه، د رياست خبره وه!!!

نو گرانه زياد درد سر نه دركوم، پاتى خبرى به كوو! په معذرت چى پشتو ليكنه مى ديره ضعيفه ده، د اشتباگانونه معذرت غوارم!!!

 

ستا كشر ورور

ن،روشن

پدي توکه  محترم دقدروړشخصیت  دوطن دترقي دملي حزب مشر عبدالحي مالک صاحب،ښاغلي نورمحمد غفوري صاحب هریوه په ځانګړي توګه  ایمیلونه را استولي دي، زما دهڅو نه داچي ستا ینه يې کیړیده بلکي دخپل ګوند په نماینده ګي یووالې ته  ددموکراسي پر اصلوبرابر هرڅه دټولوپه اشتراک هرڅه په ( انتخاب) نه انتصاب   ملاتړ او اماده ګي ښوولې ده. محتر ډاکټر صاحب شیر احمد بهیر سخت ملاتړکړیدئ داسي لیکي:" مترمه استاده ستاسو لیکنه می ولوسته ډیر خوښ سوم.هیله ده اینده یو واحد ګوند جوړ کړای سو.زه شخصاه هر څه ته حاضر یم.ستاسو ملګرې بهیر.په درنښت"

.  اوپدې توګه زیا تودوستانو تلیفوني  ملاتړ کړیدئ

 اوشمیربیا مائوس غوندي معلومیده  راته  وايې  ښه کار دئ  دوام ورکړه خوفکرکوم چي  یوشمیر به  به هیڅ صورت  ترخپلوسلطنتونو تیر نسي .

محترم ذکریا یوسف زي او محترم درمحمد وفا کیش صا حبانو اړیکه پرې سول پوهه نسوم چي  ددموکراسي پر اصلو ،اوانتخاب دلاري بیله  چنووهلو دیوه واحد اومتحد خوځښت دجوړي او یوځای والي په هکله مي ددوی نظر ترلاسه نه کړۍ؟.

زما په عقیده دآینده خوځښت  مرام،پروګرام اویا پلاتفورم  اوس جوړول  اوپرهغه وخت ضایع کول  او بیا پرهغه موافقه  کول اونظرونه راټول  ستونزمند دي . دا کار به هغه انتیخابي رهبرۍ ته پریږدو. زموږ اوسني موقف :هرافغان چي  دافغانستان  دآزادي،هراړخیزپرمختګ،دموکراسي اواجتماعي عدالت(حساب اومحکمه) غوښتونکي وي  ورسره کښینو .

په وروستیوکي غواړم داخبره  په ډاګه کړم  چي  زه دیووالي دپاره تلاښ کوم .زه په هیڅ توګه په  ښواوبدو شرایطو کي ،نه رهبري ته جوړوم ،نه یم  اونه غواړم ،نه کاندیدیم اونه ځا ن کاندیدوو. ستاسي کشر ووم اویم  بل مشر هم بیله داکثریت درایو له ګټولوڅخه که هرڅوک وي ،هرڅونه ښه سړوي  هغه راته  دمنلو نه دئ.  ستاسي دنظزونو په تمه به پای کي  دټولوهغوڅخه مننه کوم چي  ایملونه يې را استولي دي اویايې تلیفوني تماسونه نیولي دي. راځي سره یوسو.

منشي عبدالقیوم 

 دتلیفون شمیره 7133-264-408-01

 


بالا
 
بازگشت