عبدالرووف  ليوال

 

هغه مارشال چې یاغی اوغره ته خیژی

 

دنوای معارک کتاب چې میرزا عطا محمد خان په ۱۸۵۴کال کې لیکلی ، ددې کتاب په ۱۴۹   او۱۵۰ م مخ کې داسې راغلی :

( وروسته له دې چې مکناټن دبرتانیا له خوا بمبی کې وګمارل شو ، شاه شجاع اندیښنې یووړ ،  مکناټن دبرنس په لاس شاه شجاع ته داسې پیام ولیږه (( دپاچایی او تخت ساتلولپاره او داړو دوړ دمخنیوی په خاطرباید ځینې کسان لکه امین الله خان لوګری ،عبدالله

خان اچکزی  اوسردار شمس الدین خان دامیر دوست محمد خان وراره هندوستان ته ولیږدول شی  اوددوی دراغوښتلو لپاره دې امر وشی))هماغه و چې دشاه شجاع له خواامر صادر اودهغوی له راغوښتلو وروسته دمکناټن وړاندیز ورته په ډاګه شو او امر وشوچې

هغوی دسفر لپاره څوری چمتو کړی .  خو هغوی شاه شجاع ته وویل [ موږ ستاسو دلیک په اساس له امیر دوست محمد خان نه مخ واړاو ، اوتاسو مو راوستئ  او دواک په ګدۍ مو کینولئ ، خو ومولیدل چې دتاسو په پیر کې هره ورځ دانګلیس درغلۍ په زیاتیدوده

او هغوی د چلوټې په لورروان دی ، چې دتاسو او زموږدخلکو دبد نامۍ او رسوایۍ لامل ګرځی ، نو ښکاری چې تاسو ګرم یاست] .

شاه شجاع چې داخبرې واوریدې نو اسویلی یې وکیښ  او داسې یې وویل (تاسو زما له زړه څه خبر یاست ،زه دانګلیس دپیره دارانو اوساتونکو په لومه کې ګیریم او په پاړسو یې وویل [[ چاره ی جز ساختن وسوختن ندارم]] اوزیاته یې کړه  په خواشینۍ سره  هغه هر څه چې وو له لاسه ووتل  او دکار سړی مړه او یا هم ولاړل ، که نه نو زما داتوره داسلام توره ده ، هر باتور یې چې پورته کولی شی ، رادې شی پورته دې کړی )

دې تاریخی روایت ته په کتو سره باید جناب مارشا ل ته وویل شی چې هغه چرګې اوس نشته چې غټې هګۍ به یې اچولې ، هغه پیر تیرشو چې ستاسو په یوې اشارې به خلکووسلې را واخیستې ، دپنجشیر ستوان به یې له ملا وتړل او غره ته به پورته شول ، اوس دا

کار ستاسو لپاره دخوب لیدل دی ، تاسو لومړی خپل قام ښه پیژندلی یاست او بیا دافغانستان خلکوــ او بل دلیل دادی چې تاسو نه امریکې تخمی چرګه  جوړه کړې ، سیا او پیره داران یې لکه شاه شجاع له تاسونه هم تاو راتاودی یوه لویشت هم بل لوری ته تلی

نه شې یا به له منځه ځې  دا کار اوس دې افغان مجاهد ولس کار دی  ، تاسو حتی دشاه شجاع  دډانګ پیلو خبرو ځواک هم نه لری

کجا کاری کند عاقل  ، که بار آرد پیشیمانی .  

ماخذونه :  نوای معارک  اثر میرزا عطامحمد خان  .

درمسیر تاریخ : خدای بخښلی میر غلام محمد غبار.

عبدالرووف لیوال.

 

 

 

 


بالا
 
بازگشت