عزیزاحمد خوارمل

 

په دا وروستی دیرشو ۳۰ کلونوکې دامریکا دامپریالیزم جګړیز دریځ او  ټول  هغه جګړی  چې دغه هیواد رامنځته کړی دی!

جګړه  دټولنی پیژندنی یا سیوسیالوجی دعلم پر بنسټ یوه ویجاړه ونکی ،بیره ونکی او تاوانی پدیده  ده او دسیاسی انځور دبدلون دعامل په توګه  ګڼل سویدی چې کولای سو دتاریخی ،سیاسی، اقتصادی،نظامی او ټولنی پيژندنی په پرتله تر مطالعی او څيړنی لاندی ونیسو،همدارنګه دحقوقی  لړلیددکبله   جګړه  داسی  پيژندلی سو، چې د جګړی څخه د ملی سیاست دسامان او الاتوپه توګه کار ورڅخه اخیستل کیږی .

که دامپریالسټی هیوادونو په سر کې دامریکا دامپریالیزم ننی نړیوال جګړیزپالیسی او سياست  ته ځیر سو نو هرومرو   راته ژوته ایږی  چې دغه  ظالم ،نظامیګر  او وینی څښونکی هیواد دخپلو ګټو ، جیو استراتیژیک، جیوپلیټیک ، او جیو اکانومیکو موخو دلاسته راوړنی دپاره  دتیری ،ظلم ،زور او هر ډول غیر انسانی اعمال څخه دنور هیوادونو  په ځانګړی توګه دنیمه  پرمخ تللی هیوادونو  او وروسته   پاته او خوارو هیوادونو په وړاندی کار اخلی  ، نو په لنډه توګه  جګړه  دپیل کیدونکی  قهر آمیزه عملیاتو ټولیزه  ده  چې دهیوادونو داړیکو په چوکات کې  رامنځته کیږی  او جګړه دحقوقی مفهوم  پر اساس  د څلور وعناصرو درلودونکی دی   * دهیوادونو تشکیلاتی او سازمانی  عنصر،* دمادی عنصر ( دمسلحانه  واک اعمالول ) معنوی او دروانشناسی  عنصر( دجګړی نیت او قصد کول)  بل عنصر يې  ( ملی ګټی او ملی مصالح دی) چې دجګړه کوونکو هیوادونو دخوا دغه مهم عناصر وخپلو مخو ته د رسیدلو په خاطرپه پام کې  نیولی کیږی  .

د امریکا امپریالسټی هیواد کوم وخت چې  پر کوم هیواد باندی دتیری او یرغل نیت اوقصد ولری  ترهرڅه دمخه دخپلو  څیړنبزو تحقیقاتی  استراتیژیکو انستیتوتونو او استراتیژیکوجګړیزو علمی مرکزونو  دهراړخیزو ،څیړنو،معلوماتو او تنظیم سوی پلانونو دمخی  چې  په هغه کې  د امریکا ټولی  مادی ،معنوی ،انسانی  ،اقتصادی او نوری اړینی ګټی  اوحتی  انسانی تاوان  په نظر کې نیول  کیږی  او ددی  جګړیزو پالیسیواوسیاستونو په راس کې  دامریکا دسترو څیړنیزو استراتیژیکو انستیتوتونو او علمی مرکزو نو پلان  جوړه ونکی او طراحان ، دوکتورین  نظامی،دوکتورین حقوقی ،دوکتورین اقتصادی او دوکتورین سیاسی  تر لارښودنی  ،امر او هدایت لاندی  دامریکا دولتمداران ،سنا،کانګرس، پنتاګون او د سی آی ای  جهنمی سازمان  هغه  ګام په کام او پړاو پر پړاو تطبقوی  او عملی کوی  او په ډېر احتیاط ،اشدمحرم  اوپه  کاملآ سری  میتود سره  په ډول ،ډول پرنسیپونواو تاکتیکونو سره پلان سوی مطروحه  موخی  پرمخ بیایی . په ځانکړی توګه  په یوویشتمی پیړی کې دامریکا دامپریالیزم داننی کړنی کاملآسرتر پایه ونړیوال سولی ته ګواښ دی امریکاییان او س مهال چې دبشری حقونو  او د دموکراسی  څخه د دفاع مدعیان  دی   په بربنده ډول سره   دامریکایی  پالیسی میکرانو ، سیاست پوهانو او دولتمدارانو دغه ادعاګانی د دوي د دغو  غیر انسانی  اعمالو او غیر بشری کړنو او اجرااتو سره په ریالیسټیک توګه  توپیر  لری  .که موږ دویتنام دجګړی  تاریخ یا پيښلیک  تر نظر تیر کړو یا دجاپان دهیواد  دناګاساکی او هیروشیما پر ښارونوباندی داټومی  یرغل تاریخ او پيښلیک مطالعه کړو اویا په  دا څو تیرو کالونو کې  دامریکا تیری  او یرغل پر عراق او پرخپل ګران  هیواد افغانستان باندی  ترڅیړنی ،تدقیق او مطالعی لاندی ونیسو نو هرومرو به  د دی ستر  یرغلګر هیواد شیطانی  څيره او غیر انسانی  او غیر دیموکراتیک اعمال را ته څرګنده سی  ،که څوک  واقعآ  انسانی ،بشری او اسلامی  احساس  او  درک ولری او په حقوقی لحاظ   او دملګرو ملتونو  دمنشور اودنړیوالو اړیکو پر بنسټ  دنړی ددی ستر  هیواد تیری او ونظامیګری سیاست او کړنو ته ځير سی  چې  امریکا  دامپریالسټی  دولت  بهرنۍ  پالیسی او نړیوال سیاست دنړیوالو ټولو نورمونو او قواعیدو سره  کاملآ په توپير کې قرار لری  او که  لږ سوچ او پاملرنه و دی  مهمو او بنسټیزو پیښو ته ور وګرځول سی  بیا نو  دامریکا  دامپریالیزم  پر دی  غیر  انسانی اعمال او شیطانی  کړنو باندی  ریالیسټیک او واقعبینانه قضاوت به  په هغه کس  پوری  اړه ولری  چې  پر تیرو پيښو او اوسنی  پيښو  باندی به څرنګه  برداشت او تحلیل ولری او  په څه ډول خپل قضاوت  به پری  وکړی  ،دغه  مسله  په لوستونکو پوری اړه لری  نو دلوستونکو دقضاوت په خاطر ،ګرانو لوستونکو  دي  دامریکا دهیواد  د پینځو جمهورو ریسانو  کړنی  اود دوي  غیرانسانی   او بشری  اعمال او جګړه ایز دریځ او سیاستونو په اړه   په لاندی لیکنه کې مطالعه  کړی او  د دوي  د دی ریذیلانه  پالیسی  او سیاسی چارو په هکله معلومات تر لاسه کړی  چې بشری  او انسانی حقونه  چیری دی ؟څوک او کوم کسان دغه  حقونه تر پښولاندی کوی  . . زما په هاند  غربی دیمو کراسی  او ګلوبالیزم تش شعار دی  او بس  اوس مهال کاملآ دا ثابته سویدی چې  دامریکا تر مشرتابه او لارښودنی لاندی دغه روان  چګړه ایزسیاست او شعار بیله وژنی او ویجاړی څخه بل څه بشری  ټولنی ،  بشری نظام او انسانی  مقام  ته نه ورکوی   ژوندی مثالونه یې  دا مهال دعربی  پسرلی  تر شعار لاندی په  تونس ،په لیبیا او دمصر په هیوادونوکې هر ورځ  وژنی او بیا  دټروریسټانو  او نورو  ټروریسټی  ګرپونو او ډلو ټپلو شته  والی  د اسراییلی  سربازانو او دامریکی  دځواکونو تر څنګ  د سوری  د دولت پر ضد په جنګ جګړو کې  ډېر ژوندی مثالونه دی چې دسترو هیوادونو دغه ګډ  کار اوملګرتیا ددی  ګروپونو سره   یو بل ځل  بیاڅرګنده ،بربنډه او ژوته  سوه ، اوس نو په دی هکله  عادلانه  قضاوت په تاسو لوستونکو  پوری اړه لری  .

دامریکا دهیواد دپینځو۵ جمهورو ریسانوټولی جګړی ،فوځی عملیاتونه او جګړه ایزدریځونه دنورو هیوادونوپرضد په لاندنی رپوټ کې دځیر وړ دی ، ددیرشو کلونوپه موده  کې  دامریکا دپینځو ۵جمهورو ریسانو په مستقیم  امر او دستور سره ټولی جګړی اوفوځي عملیاتونه ترسره سویدی چې  ددی پينځه  جمهور ریسانو کړنی دپاملرنی وړ  ګڼل کیږی :

لمړی :د رونالډ ریګین دجمهوری ریاست په  موده کې :

۱-د لبنان پر هیواد باندی یرغل :

د (۱۹۸۲ زیږدی کال څخه بیا تر۱۹۸۳)زیږدیز کال پوری دامریکا فوځيان په لبنان کې دملګرو ملتونو دسوله ساتی فوځیانو تر  سرلیک لاندی  ځای پرځای سول، اوپه لبنان کې  دامریکا او دفرانسی دګډو ځواکونو په یوه فوځی اډه کې چاودنه  تر سره سوه نو بیا رونالډ ریګین  پر لبنان باندی د یوی  محدودی یرغل  ترسره کول امر وپنتاګون ته  صادر کړ  او هغه  امر عملی او تر سره سو.

۲- دګریناډا پرهیواد باندی یرغل  :

په (۱۹۸۳) زیږدیز کال کې دګریناډا په هیواد کې یوه فوځی کودتا ترسره سو او دفوځی کودتا دځپلو دپاره دامریکاامپریالیزم د اوه ۷ زره ځواکونو په وسیله پر ګرینادا باندی فوځی یرغل ترسره کړاو دګریناډا فوځی کودتاچیان دواک ګوښه درامنځته سوی نوی دولت مشران دامریکا لخوا ونیول سول  او ووژل سول اوپر ګریناډا باندی  د امریکا دغه فوځی یرغل  دملګروملتونو دسازمان اود انګلیس د دولت دخوا په کلکه سره وغندل سو.

۳-دلیبیاپر هیوادباندی یرغل  :

په (۱۹۸۶) زیږدیز کال کې دامریکا امپریالیزم پر لیبیا باندی دمعرالقذافی دبیره ولو او پوهول دپاره  هوایی یرغل  دلیبیا پراسلامی هیواد په دی خاطر ترسره کړ  چې دجرمنی  دبرلین په یو نایټ کلپ کې یوه بمبی چاودنه تر سوه او ګویاګمان کیدل چې دغه  چاودنه دقذافی داستخباراتوداجنټانو دخوا تر سره سوی او په دی چاودنه کې دوه ۲ امریکاییان مړه او نه اویا ۷۹ تنه نور امریکاییان ټپیان سول  .

 

دوهم :د جورج ډبلیو بوش پلار دجمهوری ریاست په  موده کې :

۴-دپانامی پر هیوادباندی یرغل  :

په (۱۹۸۹) زیږدیز کال کې کله چې دامریکا  امپریالیزم د پانامی پر  هیواد باندی  دتحریم  پریګړه  یې رامنځته کړ ،دپانامی  جمهور ریس  «مانوئل نوریګا» د دی پریګړی  پر ضدسمدلاسه دامریکا سره دجګړی اعلان وکړ او دامریکا امپریالسټی  او نظامیګر هیواد دپنتاګون د ۲۶ شپږویشت زره ځواکونو سره  دپانامی پر باندی یرغل وکړ او دپانامی قانونی  دولت رانسکوره کړ اوجهمور ریس  یې لاس تړلی  امریکا ته بوتی او هلته یې په جیلخانی کې واچول او دپانامی  په هیواد کې خپل لاس پوڅی  دولت  يې رامنځته کړ.

 

۵-دعراق پرهیواد باندی یرغل  :

په (۱۹۹۱) زیږدیز کال کې کله چې دعراق دولت دکویټ پرهیواد او خاوری  باندی یرغل وکړ ددی یرغل وروسته دامریکا امپریالسټی هیواد  د درودیرشو ۳۳ نورو هیوادونو په یو ګډ ائتلاف  سره پر عراق باندی  دیوی پراخی یرغل په ترڅ کې دعراق جمهور ریس یې  په دی یرغل سره وا داره کړ ترڅو دکویټ دهیواد څخه ووځې .

۶- د سومالی پر هیوادباندی یرغل  :

په (۱۹۹۲) زیږدیز کال کې امریکایی فوځی ځواکونه دملګرو ملتونو دامنیتی شورا دیوی پریکړی پر بنسټ دسولی  دساتنی تر نامه لاندی  دسومالی په هیواد کې ځای پر ځای سول .

دریم : د بیل کلنتون دجمهوری ریاست په  موده کې :

۷-دعراق  پرهیواد باندی یرغل  :

په (۱۹۹۳) زیږدیز کال کې  دجورج بوش پلار  دترور کیدو دیوی طرحی له کبله چې  ګویا  دترور دغه طرحه  او پلان د عراق دولت دخوا رامنځته سوی وو د امریکا امپریالیزم دولت دعراق  د دولت   پراطلاعاتی   مرکزونو او دفترونو پر باندی  راکیټی یرغل تر سره کړ.

۸-  د سومالی پرهیواد  باندی یرغل  :

په (۱۹۹۳) زیږدیز کال کې  د امریکا امپریالسټی  دولت  د ملګرو ملتونو  دسازمان  دیوی  پریګړه لیک  دتر لاسه کولو وروسته خپل دځواکونو شمیر يې په دی هیواد کې ور زیات کړ .

۹-  د هائیتی   پرهیواد باندی یرغل  :

په (۱۹۹۴) زیږدیز کال کې دملګرو ملتونودامنیت دشورا  دیوی پریکړی  پربنسټ دامریکا امپریالیسټی هیواد دهائیتی په هیواد کې  دسولی دساتنی  تر نامه لاندی دنده واخیسته .

۱۰- د بوسنی  پرهیوادباندی یرغل  :

د (۱۹۹۴ څخه بیا تر ۱۹۹۶) زیږدیز کال پوری  دامریکا امپریالیسټی ځواکونه د ناټو دفوځی سازمان  سره په ګډه د بوسنی هیوادپر صربانو باندی يې اتلس  ۱۸ میاشتی هوایی یرغل ترسره کړ، ډېر راکیټونه يې  ورباندی وغورځول  او پردی هیواد باندی یې دپروازونو دمخ نیوی  دپاره ممنوعه سیمه یې رامنځته کړ .

۱۱- د عراق پر هیواد  باندی یرغل  :

په (۱۹۹۶) زیږدیز کال کې کله چې دعراق هوایی ځواکونه پرامریکایی جیټ الوتکو باندی یرغل وکړ، دامریکا امپریالسټی دولت  دعراق  دهیوادپر لویدیزه سمیو باندی  راکیټی یرغل تر سره کړ او دغه سیمی یې  دهوایی پروازونو دمخنیوی دپاره ممنوعه سیمه اعلان کړ .

۱۲- دسودان او افغانستان پر هیوادونو  باندی یرغل  :

په (۱۹۹۸) زیږدیز کال کې دکینیا او دتانزانیا په هیوادونو کې دامریکا  په سفارتونوکې بمی چاودنی ترسره سول او ددی چاودنو په ترڅ کې  دوه سوه شل ۲۲۰ تنه  مړه سول  ددی  مړو دجملی څخه  دوولس  ۱۲ کسه يې امریکایان وو، او دامریکا ځواکونه په افغانستان او سودان کې د وسوله وال ډلو ټپلو پرمرکزونو باندی  راکیټی یرغل تر سره کړ.

۱۳-د عراق  پرهیوادباندی یرغل  :

په (۱۹۹۸ ) زیږدیز کال کې  کله چې دعراق دولت دملګرو ملتونو دسازمان دکیمیایی وسلو دڅارنی او پلټنی دکمیسون غړی  يې ونه منل او دوي ته  په عراق کې ددغو وسلو دپلټنی  اجازه ور نکړ  دامریکا امپریالیسټی هیواد دصدام حسین دبیره ولو او ترټلو په خاطر دعراق دپلازمنی د بغداد ښار یو شمیر سیمی یې  تر راکیټی  او هوایی  یرغل لاندی ونیول .

۱۴-پرکوزوو  باندی یرغل  :

په (۱۹۹۹) زیږدیز کال کې  امریکایی  او دناټو ځواکونه  تر دریو ۳ میاشتو پوری د یوګسلاویا فوځی اډی،دبرښنا  استیشنونه،پلونه او اقتصادی جوړښتونه يې تر راکیټی او هوایی یرغل لاندی ونیول .

څلرم : د جورج ډبلیو بوش زوی  دجمهوری ریاست په  موده کې :

۱۵- د افغانستان   پر هیوادباندی یرغل  :

په (۲۰۰۱) زیږدیز کال کې دسپټامبر دیوولسمی ۱۱می نیټی پيښی  را وروسته دامریکا  د دفاع دوزارت پینتاګون  ،ناټو اوداته څلویښتو   ۴۸هیوادونو په ملګرتیا  دامریکا تر لارښودنی لاندی پر افغانستان یې یرغل ترسره کړ  اوکوم جګړه  چې دامریکا امپریالیسټی نظامیګر دولت په افغانستان کې پیل کړی وو ، دغه جګړه پراختیا وموند او تر دا اوسه پوری  په افغانستان کې دوام او پایښت لری .

۱۶- دعراق   پرهیواد باندی یرغل  :

په (۲۰۰۳) زیږدیز کال کې دامریکا تر مشرتابه او لارښودنی لاندی ائتلافی ځواکونه  داته څلویښت  ۴۸ هیوادونو په ګډون سره دصدام حسین  دمنځه وړلو  او دهغه  د دولت د رانسکورول په خاطرد عراق پر  هیواد يې یرغل وکړ او  ددی اته څلویښتو هیوادونو څخه  یوسلو شپته زره ۱۶۰۰۰۰ ځواکونه  دعراق په خاور کې  پیاده سول او   دامریکا امپریالیسټی  هیواد دعراق دولت یې تر خپل ښکیلاک لاندی  را وست .

پینځم : د بارک اوباما  دجمهوری ریاست په  موده کې :

۱۷- دلیبیا   پر هیوادباندی یرغل  :

په (۲۰۱۱) زیږدیز کال کې دلیبیا پر هیوادباندی دداخلی جګړی دختمید په پلمه دامریکا او نړیوال ائتلافی ځواکونو لخوا  هوایی او راکیټی یرغل  صورت وموند او دپروازونو دمخنیوی دپاره په سیمه کې دممنوعه پروازسیمه دامریکا دخوا  رامنځته او اعمال سو. 

همدا رنګه په (۲۰۱۱) زیږدیز کال کې دپاکستان په پلازمنی اسلام آباد کې دیوی فوځی عملیاتو  په ترڅ کې دالقاعدی مشر اسامه بن لادن يې ونیو او سمدلاسه يې دمنځه یوړل .

په همدی ډول ،که دبارک اوباما و دی جګړه ایزی پالیسی ته پاملرنه وکړو نو وینو چې  دامریکا دجګړه ایز دریځ  په ترڅ کې دبی پيلوټه  الوتکوسره د پاکستان پرقبایلی سیموباندی پریمن اوافغانستا ن باندی یرغلونه  ترسره کړی  چې  ددی یرغلونو او بمبارډونو په ترڅ کې  په سلګونی بی ګناه انسانان ،ښځۍ او نارینه او کوچینیانو دمنځه تللی دی .

یادداښت : دوهمه برخه پيښلیکونه دانټر نیټ دفارس منابعو څخه

 

 


بالا
 
بازگشت