شیرشاه حمیدي 

 

په افغانستان کې د متمدنې نړۍ هیښوونکي لوبه

 

د هر دولتي نظام بریالیتوب اوغښتلتيا تر ډېره بريده د واکمنانو په عدالت، صداقت او انصاف پورې تړلي وي. د قانون په وړاندی احترام  د انسان د عزت او شرافت څرګندوی دی. یوه ټولنه هغه مهال نیکمرغه وي چې هلته تدوين شوی قانون د حق پر ځای کولو له لارې خلکو ته خذمت وکړي.

په هر هېواد کې چی قانون ته درناوی نه کيږي، دولتي چارواکي یې له قوانینو وېره نه لري او په رښتیني ډول یی نه پلی کوي، نو هلته انسانان دانسانانو له پاره په لېوانو بدليږي، ظلم، وحشت،  بدمرغي او نا هیلي خپله لمن ورته اوار وي.

که څه هم د امريکا متحد ايالتونو، لويديزوالو، د افغانستان لاسپوڅي رژيم او ا ولسی جرګې په افغانستان کې په ظاهر کې د ازادۍ، خپلواکۍ او دموکراسۍ بیرغ اوچت کړی دی خو ټول افغانان په دې پوهیږي چې دغه کلمې اوس په افغانستان کې د خلکو سترګوته د خاورو اچولو، د هغوی اود ځان  له غولولو څخه پرته بله مانا نه لري.

ازادي او دموکراسي دې ته نه وايي چې هر دولتي چارواکی په خپله خوښه هر څه چې زړه يې غواړي سرته ورسوي. رښتیني ازادي او دموکراسی هغه ده چې انسانان د خپلو دندو ترسره کولو ته په سمه توګه وهڅوي.

هر کله چې په یوه هېواد کې خپله قانون جوړوونکي او قانون  پلي کوونکي فاسد نه وي نو د ټولنې هغه کسان چې د قوانینو پروا نه کوي هغوی په اسانۍ سره درمل کیدای شي. خو که چېرې خپله قوانین  اوقانون پلي کوونکي د خلکو په منځ کې د فساد لپاره زمينه برابروي نو هغه وخت دغه ټولنه نه شي درمل کيدای. خکه چی په دې صورت کې دغه خوږ په خپله د درملو له کبله منځته راځي. نن ورځ په افغانستان کی د دغې غمیزې سره خکه مخامخ يو چی دولتي چارواکي مود قوانینود پلي کولو پروا نه کوي¸همدا لامل دی چې په افغانستان کی د ملي ډاډمن امنیت ټینګول ډیره ستره ستونزه ده چې د افغانانو او په خاصه توګه د پښتنو پر وړاندې یې سخت سنګر نیولی دی. اوس موږ خپله خپلواکي نه یوازې د مړينې په حال کې وینو بلکه زموږ مورنۍ  ژبه پښتو، پښتني دودونه اوخپل اصيل فرهنګ هم د مونږ د بې پروايۍ له امله را څخه کډه کوي.

 د ظالمانو په ګټه د قوانینو کارولو په پای کې فساد لوړې څوکې ته رسيږي. له بده مرغه زموږ قدرمن سیاسي چارواکي د پردیو ګوډاګیان، د هېواد، خپلو خلکو او د قانون د حاکمیت  دښمنان دي. دوی یوازې د خپلو جيبونو په ډکولو او د خپلو خلکو ملي يووالي، ملي دودونو، علم او فرهنګ، بشردوستۍ اوافغاني اخلاقو په خلاف د دښمنانو په ګټه بوخت دي. همدا دوی دي چې تر هر چا دمخه د هېواد قوانين تر پښو لاندې کوي.

د امريکا متحد ايالتونه او لويديزه نړۍ په هغه اسلامی او غير اسلامي هېواد کې  چی د دوی په اشارې ونه نڅيږي  داسی سیاسی نظام نه  جوړوي چی د نوموړي هېواد دبشپړې خپلواکۍ، ازادۍ، رښتيني  پرمختګ، امن او سياسي ټېکاو لپاره کاروکړي، بلکې دوی دخپلې خوښې سياسي نظام د خپلو  سیاسي، اقتصادي او نظامي ګټو له پاره د زرګونو او ملیونونو بیګناه خلکو د وژلو او پردي هیواد ته د اور اچولو په بیه منځته راولي. چې په تاريخ  او اوس مهال د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې يې څرګندې  بېلګې ليدلای شو.

که چېری په دغو تېرو دوولسو کالونوکی د افغانستان دولت او اولسي جرګې د افغانانوملي ګټې د افغانستان د دښمنانو د ګټو لپاره تر پښو لاندی کړي نه وای، د افغانستان د شتمنیو د لوټمارۍ او د خپلو سیاسی موخو لپاره د خلکو ترمنځ  د اقتصادي او فرهنګی توپیر پرځای اوهمدارنګه د بی عدالتيو او د افغانانو د یووالي د ړنګولو او له منځه وړلو، زمونږ په کورنیو چاروکې د افغانستان تاریخی دښمنانوته  دلاس وهنو د زمينې برابرولو او د پرديو په خوښه د افغانانو د وژلو پرځای يې وړ رغاونې او سمونې راوستلي وای، اوس به يې د ملي ګټو پر بنسټ د افغانانو ژوند د قانون په اډانه کی برابر کړی او په هېواد کې به يې يوه  رښتيني ملي سياسي واکمني جوړه کړي وای او افغانستان به نن ورځ د ایران او پاکستان د غلامۍ او ورور وژنی د منګولونه خلاص او د خپلواکۍ  د ښایسته هسک ترسیوري لاندې به يې د صنعتي او مدني پرمختیا، ولسواکۍ او ټولنیز عدالت په لوري ګړندي ګامونه اوچت کړي او په وریښمین ټال کی زنګیدلای.

افغانستان نن ورځ په داسې رنځ رنځور دی چی درملنه یی ډیره ستونزمنه  ده. د افغانستان اوټولو افغانانود سرنوشت واک د داسې مکروبونو او ویروسونو په لاسونو کې پرېوتی دی چې د شر او فساد، درغليو، لوټماريو، چور او تالان، اختلاس، قوم پالنې، سمت پالنې، ټوپک او ډالرو څخه پرته  نور هیڅ  شی هم نه پیژني. د دې ترڅنګ يې د هیواد د ډېرکي قوم  د محکومونې،  دپښتنو او د پښتو ژبې  د منځه وړلواو له ښوونې او روزنې څخه د پښتنو د محرومولو منحوس او له کرکې څخه ډک شعار جاري ساتلی دی. خو پاتې دې نه وي چې پښتنو هم خپل لاسونه په خپله خوښه ورته  تړلي او غوڅولوته یې په ډیره بیغورۍ سره ورته نیولي دي.    

په تیرو دوولسو کلونو کې د نړيوالې ټولنې، دافغانستان په حکومت کې د پښتنو ضد چارواکو، ايران، پاکستان، طالبانو او نورو کرغېړنو کړيو له خوا د هېواد ډېرکي پښتانه په دومره بې رحمانه ډول وځپل شول چې له چنګیزه رانيولې تر انګرېزه او له انګرېزه بيا تر دې دمه يې په ټول  تاریخ  کې ساری نه دی ليدل شوی .

بریالیتوب د هغه چا په برخه وی چی پرځان او خپلو کړنو باور ولري . پښتانه نن ورڅ هم په خپل پلارني او مورني ټاټوبي کې پردي دي. که چېرې نه غواړو چه سباته پښتون او پښتوژبه د تاریخ په پاڼو کی د تور داغ  په څېر پاتې شي، بچیان او لمسیان مو پښتو ژبه هېره کړي او پر دوی باندې هم د فاشېست، نشنلېست، قبيله ګر او طالب تور پورې شي او په رنګارنګ نومونو سره ووژل شي، نو باید  ژر تر ژره له درانده خوب څخه راپاڅېږو.  خپل او د راتلونکونسلونو برخلیک په خپله وټاکو او د افغانستان د بشپړې خپلواکۍ ، د اکثریت د حقوقو، د پښتو ژبې د ژوندۍ ساتلو او ودې د ماڼۍ په بنسټ کې پخه خښته کېږدو.

همدومره بس وه، له دې وروسته به نه ځانونه غولوو او نه به دښمن ته د خپل ځان د غولولو زمينه برابروو. تاجک او هزاره وروڼه وګور چی په څه باندې لګیا دي، د خپلې ژبې، دخپلوخلکو د پوهنې او روزنې، هوسا او سوکاله ژوند، خپلمنځي یووالي او د دوی د استوګنو په سيمو کې د ټولنيز ژوند دثبات، پرمختیا، پراختیا او امنیت د ټینګولو د پاره يې څومره ډېر کارونه   کړي دي او څومره به لانور وکړي. مونږ بايد له دوی څخه پند واخلو او ورڅخه زدیی کړو.

راځیء  چې له دې څخه يې پيل کړو چې هر پښتون د افغانستان په هر ګوټ کې او د افغانستان څخه  بهر د هر افغان وګړي سره د مخامخ کيدو په وخت کې په خپله مورنۍ ژبه وغږيږي، هر پښتون دولتي چارواکی په پښتو ژبه ولیکي، هر پښتون ښوونکی په پښتو لوست ورکړي او همداسی نور.     

هر پښتون باید پر خپله مورنۍ  پښتو ژبه باندی وویاړي. خو هیڅ کله له یاده مه باسیء  چی افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او د هر افغان وګړي ازادي د ټولو افغانانو په ازادۍ پورې تړلي ده.  

ټول افغانان بايد د خپلو ملي ګټو، خپلواکۍ ، ملي عدالت، ملي هویت،  د خپلې خاورې د ساتلو او ازاد ژوند د پاره د ورورولۍ او مرستی لاسونه سره ورکړي.

خپلواکي او ازادي د هر هېواد طبیعي حق او ستر نعمت  دی. دا ځکه چی په خپلواکۍ کې د وګړي او ټولنې ټولې نیکمرغۍ او هیلې نغښتي دي.

خپلواکي د هر هېواد پرمخ د ترقۍ او پرمختګ په لوری لارې پرانیزي. خپلواکي تمدن زیږوي، فرهنګ او کلتور پیاوړی کوي، په هېواد کې د ښکلي، غوړیدلي، هوسا، ودان او پتمن ژوند لپاره لمن غوړوي.

خپلواکي د ازاد، سرلوړي او ویاړلي ژوند تعریف دۍ، د مریېتوب څخه د خلاصون نوم دی چې باید د اړتیا په وخت کی د خپل سر په بیه وساتل شی. دا ځکه چې هېواد او خپلواکي د هر وګړي معنوي ميندي دي.

د خپلواکۍ او ازادۍ کلمې  دومره ښکلي، په زړه پورې او له مانا نه ډکې دي چې په تش نوم اخیستلو سره یې روح په نڅاکیږي او زړه داسې هوسیږې چې د وسپنې زنځیرونه هم ماتولای شي. څه وکړم چې زما قلم د خپلواکۍ د بشپړې ستاینې توان نه لري.    

لکه څنګه چې په تورو شپو پسې سپیدې چوي او په سپیدو پسې لمر راخیږي، الله تعالی دې همدا ډول زموږ په ګران هېواد افغانستان کې د خپلواکۍ او ازادۍ ښکلی لمر راوخېږوي. سوله، ورورولي او ملي واکمني دې راولي او زموږغم ځپلی اولس دې په خپلو کورونو او کروندو کې میشت، په دندو بوخت، سوکاله، په تن پټ او په خیټه موړ، د نیکمرغه انساني ژوند څښتن، خوښ او خندان کړي. زمونږ د سرلوړي هېواد دښمنان او د پردیو ګوډاګیان دې خدای پاک مخ توري او رسوا کړي

ژوندی دې وي هغه ملت چې د ټولنیز عدالت د ټینګښت اود هېواد د خپلواکۍ  د ساتلو دپاره ژوند کوي.

کورمو ودان، اوبه مو سړې او ډوډۍ مو توده.  

 

په درناوي.  شیرشاه حمیدي  

جرمني  07.20.2013

 


بالا
 
بازگشت