حبيب الله غمخور

 

د۲۰۱۳ ز کال دسپتمبر لمړۍ نېټه

اوس لوبه پيل سوه!

ماتل دوستانوته ويل چې کرزی صاحب دسطرنج  په لوبه کي تر هرچا ما هردی ،تاسوبه یې وگورئ، خو دوي نه منل ؛اميد چي اوس یې راسره ومني !!!

د ارګ په هغه اعلامه کي چې نن ناببره خپره سول ، ویل شوي چې کرزي ديو فرمان له مخې  ښاغلی  عمر داوودزی د کورنیو چارو دسرپرست  وزیر په توګه معرفي کړ ،چې بيابه دولسي جرگې نه داعتماد رايه ترلاسه کوي .په یوه بل فرمان کې ښاغلي کرزي د کابل پولیسو مشر ایوب سالنګی هم د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو لپاره د مشر مرستیال په توګه ټاکلی دی .

پخوادکرزی صاحب سياست داسي ووچې دپارلمان لخوا ردسوئ وزير یې ديوځانگړي فرمان له مخې داساسي قانون لخواورکړه سويو واکونوله مخې دهغه وزارت سرپرست ټاکه چې همدا اوس موږ دده په کابينه کې يو شمير سرپرستان لرو چې دکرزی په وچ زور دنده سرته رسوی .

څه موده وړاندي مجتبي پتنګ هم دولسی جرگې لخوا دروان کال دسرطان دمياشتي پر ۳۱ مه  دبې واکۍ پريکړه ترلاسه کړه .خو کرزی صاحب سمدواره هغه هم دپخواني معمول سره سم دسرپرست وزير په توگه پر دنده وگماره اودولسی جرگې پر پرېکړه یې غوږ هم ونه گراوه .په حقيقت کي خپله کرزی صاحب  ددې ولسي جرگې چې يوازي نوم يې ولسی دی ،خوپه هرحال اوس پدي تعمير کي ناست اوقانون ورته يوسلسله امتيازات اوصلاحيتونه ورکړي ،صلاحيت  ،قانوني امتيازاو اعتبار له خاوروسره خاوري کړ . وکيل صاحبان هم احتجاج نسي کولاي  چوپ دی ،ځکه دوي دملت استازي نه بلکي دحاکميت استازي دي . ددې لپاره چې ځانته یې  يوه لاره جوړه کړې وي کرزی صاحب دښاغلي پتنگ  لخوادوکيلانو پر وړاندي دده دانتقادونو دوسيه څارنوالی ته وسپارل . معمول دادی چې دوسيه څارنوالی ته سپارل کيږي دمحاکمې پريکړې ته بايد انتظار وايستل سي . متاسفانه زموږ عدلی ارگانونه دکاغذپر مخ خپلواک اوپه عمل کي بل واک دی ځکه خويې پدې يوه نيمه مياشت کي ددې مهمې  دوسيې درک معلوم نسو .خوکرزی صاحب  لکه تل قانون ترپښو لاندي کړئ اودسياسي لوبي  دسطرنج په لوبه کي ماهردی اوس دجمهوري رياست لپاره دټاکنو دسطرنج لوبه پيل سوې ،ځکه خو هغه نه غواړي دالوبه وبايلي ، هې خوا اودېخواته لاس اوپښې وهی .ځکه خو په پاکستان کي دافغانستان سفيرچي يو ملکی سړۍ دی دکورنيو چارو وزير  ټاکی .پوهېږم سمدواره به يوڅوک ووايي دامريکا ددفاع وزير کله ،کله ملکی سړۍ وي ،خوبايد ووايم چې  موږ له امريکانه ډير شاته پاته يو .

زمالپاره دا خبراوپردې دنده دښاغلي داوودزی ټاکنه پدې وخت کي ځکه جالبه ده او زه یې دليکنې ته وهڅولم ، څه موده وړاندي مودډله ايزو رسنيو له لاري خبرترلاسه کړ چې  عمر داوودزی  به ځان په راتلونکو ټاکنوکي دجمهوری رياست لپاره کاندي کړ ي ,خودادی کرزی صاحب دکورنيو چارو وزارت ته ونوماوه  .دبېلگې په توگه دروان کال دحمل دمياشتي  په لمړۍ نېټه دطلوع تلوېزيون سره په يوه مرکه کي دجمهوري رياست مقام ته دټاکنو لپاره خپله اماده گی رد نکړه اودهمدې کال دحولاي په مياشت کي دځينو معلوماتو له مخې دې موخې ته درسېدولپاره دعمد داوودزی دانتخاباتی کمپاين رسمی دفتر پرانستل سو  .

ځکه خو دايران  په زيات شمير خبری اژانسو کي  دده دټاکنې خبرداسي نشر کړ : ((جمهور افغانستان امروز طی حکمی "عمرداودزی(( کاندیدای احتمالی ریاست جمهوری این کشور را به سمت وزیر کشور منصوب کرد .))تيتان نيوز

ښاغلي عمر دواد زی له دې مخکې د افغان ولسمشر د دفتر رئیس په توګه کار کاوه ،دماموريت په هغه دوره کي دايران له اخوندی چارواکو اواستخباراتی ادارې سره په نږدې اړېکو اوله هغوي نه دايوردتوروخلطوپه ترلاسه کولوچي ښاغلی کرزی  هم ومنل چې دغه خلطې دښاغلي داوودزی لخواترلاسه کېدې تورن سواو وروسته بياپه  پاکستان کې د افغانستان

د سفیر په توګه وګومارل شو،هغه وخت ټولوسياسي شينونکوداتبصرې کولې چې داودزی صاحب دپاکستان حکومتی چارواکوته هم دومره نژدې دی لکه ايراني اخوندانوته  .

پدې نوو فرمانوکي جالبه اوډيره نوې خبره  داهم ده چې ولی کرزی صاحب دخپل گمارل سوی اودته نژدې کس دمرستيالانو  دټاکلو دنده پر غاړه اخلي ؟ او ولی بايد ددې وزارت امنيتي مرستيال دوزير سره په يوه ورځ  خودو بيلا بېلو فرمانو له مخې وټاکل سي ؟

زموږ تشويش دادی چې کرزی صاحب مصليحتی ټاکنې اومصلحتی نوی لوبي پيل کړي،لکه چې دننگرهار خلک دخپلو چارواکونه سرټکوی زموږ ټول ولس دخپل مشرتابه اوښاغلی کرزی صاحب نه  نه هم سرټکوی . زموږ ولس اوس دکرزی صاحب دتپل سوی حاکميت  دورستيو شپو او ورځو هري کړنې اوحرکت  ته دشک په سترگه گوري .متاسفانه عملأ دافغان  ولس او ارگ ترمنځ واټن دومره لوي سوئ چې دنږ دې کېدوهيڅ  اميد يې نسته .

دټولو نا اميديوسرۀ له ښاغلي کرزی نه دافغان ولس وروستۍ غوښتنه داده چې دملت پر برخليک دسطرنج لوبه پرېږدي ؛ هيله یې داده چې دافغان ولس تاريخي غوښتني  اوگټې دخپل حاکميت  له ورستيو شېبونه په استفادې سره  يوازي دځان ،کورنۍ اونږدي چاپېريال دگټو قرباني نکړي . ومن الله التوفيق

 

  


بالا
 
بازگشت