حبيب الله غمخور

 

پدې تاکتيک سولي ته درسېدولار اوږ دېږي

ترهرڅه وړاندي غواړم  داټکی په گوته  وکړم  چې زه په هيڅ صورت ددولت اودهغوي دمخالفينوترمنځ دمفاهمې،او تفاهم سره مخالف نه يم ،دمخاليفو لروترمنځ خبري ناستي پاستي گټوربولم .که دغه اړېکي  ډيري ناانډوله هم وی پدې باوری يم چې يو وخت به منظمي شي ،خوپدې شرط چې دواړی خواوي دافغان ولس ښېرازی اوددې څوخکلنې غميزي پايته رسېدوته  ژمن وي .

مگراوس چي  ئې موږ ليدونکی څارو ددواړوخوترمنځ له دغه تاکتيک اورويش نه استفاده چې همدا اوس  یې گورو  سولي اوتفاهم ته درسېدولاره ددې پرځاي چې لنډه کړي اوږ دېږ ي . زماله نظره په هراندازه چي دالاراوږېدېږي په هغه اندازه ادفغانانوته  ځانی ،مالي اومادي  زيان رسېږي ،هيوادمو ورانېږي اوگټه ترېنه زموږ گاونډيان په ځانگړې توگه هغوته رسېږي  کوم چې په افغانستان کي سوله ،ثبات اويوغښتلی ملي حاکميت  دخپلو نارواموخوپه گټه نه بولي .

سره له دې چې ټول هيوادوال پوهيږي دواړی خواوي څه کوی اودچاخبروته ډير غوږ نسی،بياهم ديوه افغان په توگه غواړم دغه غلط اوپه حقيقت کښي دسولي پرخلاف حرکتونواوڅرگندژونوپه اړوندخپل نظر دخپلو هيوادوالوسره شريک کړم .

ښاغلي حامدکرزي  سره له دې چې يو وخت په قطرکي دطالبانودفترپرانستل دده دحاکميت ترسيوري لاندي راخستلوپه بڼه تعبيراوه  داپريل  پر څلرمه ئې د الجزیرې تلویزیون سره په مرکه کې وویل : (( په دوحه کې طالبانو ته د دفتر جوړېدل به  له دې ډلې سره د خبرو اسانتیا رامنځته کړي . هغه زياته کړه دی لېوال دی چې مخکې تر دې چې راتلونکی کال ناټو په افغانستان کې خپل پوځي عملیات پای ته ورسوي په افغانستان کې له سولې سره د مرستې لپاره له طالبانو سره کار وکړي .)) خلک ددې پوښتنې حق لري له کرزی صاحب نه یې وکړي ،نوچې داسې ده بيادې ولي مخالفت کاوه ؟

ښاغلی کرزی  همداراز وویل :  ((هیڅکله زموږ پلان دا نه و چې طالبان کاملاً له منځه یوسو. نه ما، نه افغانانو او نه د افغانستان حکومت داسي غوښتي. هغه شېبه چې زه د حکومت مشر اعلان شوم، ما ټولو طالبانو ته، له مشره رانیولې تر کشره پوري ، بشپړه عفوه اعلان کړه زموږ  پلان داوو چې دوی راولو اوپه افغاني ټولنه کې یې د نوروخلکو په شان جذب کړو .))

سوال دادی چې داخبره کرزی صاحب دخپل حاکميت  په ورستيوشېبو اوپداسي حال کښي کوي چې همدا اوس هم طالبان دولس دښمنان بولي، دولتي  اوبهرنی ځواکونه پسي گرځی چې چيري ئې څرک ولگوی له منځه يې وړي .اوطالبان هم دپاکستان په هدايت هغه څه کوی چې ورته ويل کيږي،هغوي چهم چې وس ئي رسېږي هغه کوي داهره ورځ واسکټ الوزول ئې ټول گوري  . دخوست اوکابل،ياننگرهار،تخار،کندهار  پېښې خوپرېږده دادرې ورځې وړاندي دفراه ولايت خونړۍ پېښه به هيڅکله دافغان ولس حيره نسي ،ورته ناورين دادی په کنړکښي پيښ سو. داډول پېښي پخپله دولس اوهغو طالبانوترمنځ واټن پيداکوي چې سولي ته ژمن  دي،خونه ددوي اواز ترچا رسېږي اونه ئي پاکستاني چارواکي پرېږ دي  .

ښه بیلګه اوثبوت يې دملا برادر، مولوی کبیر او مولوی صدارعظم دي،چی غوښتل ئې دافغانستان مسله دسولي له لاري حل شي اوطالبان دجگړي پرځاي دسياست اوخبرولارخپله کړي،سمدواره د پاکستانی چارواکو لخواونیول سول اوتراوسه يې دمړي اوژوندی درک نسته .

کله چې امريکايانو همدا کرزی له امريکا راوست، دطالبانو رژيم  یې ړنگ اوپر ځاي ئي همدا له امريکانه راوستلی کرزی صاحب دشمالي ټلوالي سره يوځاي پر افغان ولس وتپل . امريکا دا دولس کاله  کرزی اوټوله دارودسته ئې پر حاکميت وساتل . همدا اوس هم ددوي  پر سرجگړه ده چې څوک په افغانستان کي واکداروي . دلته خوبله خبره نسته جنگ دقدرت لپاره دی داچي کرزی  يو نوم اوطالب بل نوم ورکوی، دواړه ولس ته صادق نه دي  . ددې ملک دعام ولس څخه چاپوښتنه نده کړې چې څوک غواړي؟خو متاسفانه ټول ئي له يوه  ځانونه دافغان ولس استازی بولي .

همدا تش په نامه دملت استازی  بياځانته ملاتړ په توکيو،پاريس ،برلين ،لندن ، ډوبی،قطر، سعودي ،نيويارک ،مسکو،ډهلي اوپيکن کښي لټوي ،امريکاته  خو هره ورځ ځغلي اوراځغلي؛داچې دپاکستاني جنرالانواوايراني اخوندانودروازې په اونۍ کښي څوځله ورټکوی داخوپرخپل ځاي پرېږده .

ترټولو جالبه داده چې همدا تش په نامه دملت استازی  بياځانته ملاتړ په توکيو،پاريس ،برلين ،لندن ، ډوبی،قطر، سعودي ،نيويارک ،مسکو،ډهلي اوپيکن کښي لټوي ،امريکاته  خو هره ورځ ځغلي اوراځغلي .داچې دپاکستاني جنرالانواوايراني اخوندانودروازې په اونۍ کښي څوځله ورټکوی داخوپرخپل ځاي پرېږده .

ښاغلی کرزی  دقطر تر سفر دوې درې اونۍ وړاندي  دمارچ پر نهمه دخوست اوکابل دځان مرگی بريدونونه وروسته په خپل پيغام کښي وویل،دغو دووو ځانمرګو بریدونو وښودله چې یاغیان په دې ډول حملو ددې مسلې له ثابتولو سره مرسته کوي چې افغانستان د نړیوالو ځواکونو د اوسني ماموریت له پای ته رسېدو وروسته لا هم هغوی ته اړتیا لري.

دښاغلي کرزي په وینا : ((دکابل اوخوست چاودنو وښودله چې دوی(طالبان) د امریکا په خدمت کې دي . دوی هڅه کوي چې موږ وبېروي چې که بهرنیان په افغانستان کې نه وي نو موږ به له دا ډول پېښو سره مخامخ کېږو.))

ښاغلي کرزی پخپله  همدې بې مسوليته څرگندونوکې دامريکا اونړيوالي ټولنې په وړاندي داسي خبري وکړې چي دټول افغان ولس له غبرگون سره مخامخ سوې .پدې ټول پوه سول چې ښاغلي کرزی پدې ډول ويناغوښتل  ترڅوپدې بڼه دافغان زوريدلی ولس پر زړ ونوباندي دده په وړاندي درحم اوبه تېري سي .

جالبه خو لادا ده چې په افغان دولت کي دمخالفينو پرخلاف گډه ژبه  اويومټی دريځ هم وجودنلري،هر چارواکي دخپلې عقيدې اوگټې پر بنياد خبري کوي .دبېلگې په توگه همدا داپريل ۳ مه ،په بدخشان کي ددفاع وزير ديوې ولسوالی دلېدنې پر محال وويل چې دا ولسوالي مودطالب ترهگرو اودوطن دښمنانوڅخه خلاصه کړه . ارياناتلويزيون خبري سرويس

دبلې خوادا لس کاله  طالبانو دکرزی دحاکميت پرخلاف اوکرزی دخپل حاکميت ساتلوپه خاطرداهيواد دجگړې داورپه لمبوکي وسوځاوه . زموږ  له نظره يوه لوری هم نه خپلواکه  اونه هم دسولي اوثبات په حالت کښي ځانونه په دولتي حاکميت او ولس کښي ويني . داسي ښکاري چې متاسفانه  يولوری هم سولي،ثبات اودموکراسی ته وفادارنه دی .

طالب چارواکودخپل حاکميت په دوران کښي په زور پرخلکوحکومت کاوه ،هرطالب اوچړی دهر ډول جزاورکولواوحکم صادرولوعام اوتام صلاحيت درلود اوکرزی صاحب  هم ددموکراسی اوعدالت ترنامه لاندي افغان ولس دوحشت او بربريت په دېگدان اوتناره کي کړوي،دلته هم هرچارواک اوزور واک ترقانون لوړ او امر ئي بېله کوم سوال اوجواب نه داجراوړ دی،ډيرواجب الاحترامه دلته هم سته  .

جالبه خوداده چې پدې شاوخوادولس کاله دسولي اوثبات  راوستولپاره معينه ملي طرحه چې ټول افغان ولس ته دي دقبول وړوي  يوې خوا هم نده وړاندي کړې .

وسله وال طالبان په تکرارهمدا يوه خبره کوي،دکرزي له حکومت سره خبرې نه کوو،خوحاضر دی چې له امریکایانو سره د افغانستان د راتلونکې په باب وږغېږي .سره له دې چې بياکرزی دامريکا نوکر اولاسپوڅی بولي . همدا ډول  کرزی  هم همدا طالب چې ورته په قطرکي دفترپرانيزي  طرح گر،داسلام اوافغانانودښمن بولي .

متاسفانه  تراوسه  کرزی صاحب  دطالبانو په وړاندي معين دريځ اوپاليسی نلري اونه هم دطالب دقيق تعريف وړاندي کولاي سي؛ چې څوک طالب اوڅوک دده په وينا داسلام دښمن اوترهگردی . يوه ورځ طالب ورور بولي بله ورځ ئې گورې چې وايي ،دا د اسلام ، وطن اوافغانانو دښمن  اوياوايي طالب دامريکالاسپوڅی اودهغوي خدمتگار دی ، دوي هغه څه کوی چې امريکاورته وايي ًپدې ډول گډو وډوڅرگندونو سړی حيران ورته پاته سي چې دا څه اپلاتی وايي؟

ددې ترڅنگ تراوسه  افغانان طالب چارواکي نه پېژني چې څوک دي ،موږ ئې يوازي يونفرپېژنو دغه  ذبیح الله مجاهدچې ډله ايزورسنيوته ځان دطالبانو وياندمعرفی کوي اوهغۀ هم خداي خبرچې څوک دی؟  ځکه دملاعمر اود طالبانودمرکزی حلقې سره بېله پاکستاني جنرالانودبل هيچاډول اړيکي نسته .

 دوي خپله څېره دډله ايزورسنيوله لاري افغان ولس اونړيوالوته نه ورپېژنې،چې داکاردهغه سياست له معمول سره په ټکرکي دی ،کوم چې يوڅوک ياډله ځان ځواک بولي،دمخالفت په سنگرکي ناست وي اوغواړي دولتی حاکميت ترلاسه کړي .له دوي نه پاکستاني چارواکوداواک اخيستی  چې دوې وکولاي شي دډله ايزورسنيواونړيوالوپه وړاندي دخپلي طرحي اوکړنلاري مخامخ  خپله هيوادوالوته معرفی کړي . واک پدې معناچي پاکستانی جنرالان دوي په يوه اوبله بهانه ډاروي اونه غواړي چې ددوي له  چهروسره  افغان ولس اشناسي،اوياڅوک نېغ په نېغه اړېکه ورسره ونسی؛حتاځني خوپه مسخروکي وايي ((طالب چيري دی ،داپاکستانيان دي پرهرچاچي ئې زړه غواړي دطالب نوم ايږدي .))

ددې ټولوسردرگوميوسره داجالبه لوبه روانه ده کله ورونه وي اوکله دښمن , دادی کرزی صاحب خو اوس وايي چې  ملاعمراخندکولاي سي ځان دجمهوري رياست مقام ته کانديدکړي،خودا ئې ونه ويل چې په کوموشرايطودا کارکولاي سي ؟

زموږدولس ډير سروکارددولت سره دی ځکه دولتي چارواکي دمنل سوی قانون له مخې دافغان ولس په وړاندي مسوليت لري .کرزی صاحب دهرډول ويناگانو اوڅرگندونوصلاحيت نلري اوهره ويناچې قانوني پشتبانه ونلري خلکوته دمنلو وړنه وي  .

زموږ  دزورېدلي ولس جدي هيله داده چې کرزی صاحب دخپل حاکميت پدې ورستيو مياشتوکي هغه لوبې پرېږدي کوم چې دافغان ولس  په گټه ندي .هرڅه بايد څرگنداودخلکودغوښتنې مطابق پرمخ ولاړسي . همدا اوس دطالبانوسره ددولت معينه پاليسي درک نلري ،يوچارواکی يوې خوااوبل بلې خواته سفرونه کوي اوپه ډله ايزورسنيوکي ئي خبرخپرېږي چې دسولي اوثباتر لپاره  ددولت دمخالفينوسره دخبروپه موخه داسفرونه کيږي .خوموۓږنه پوهيږوچې ددې سولي اوثبات لپاره دمخالفينواودسولت ترمنځ ددولت کړنلاره ،وړانديزونه اوطرح څه ده .ترڅوطرحه روښانه اوخلکوته دمنلو وړنه وي داټولي منډې ترړي بې گټې اوزموږ دولس رنځ نورهماوږدېږي .

بل لورته موددولت دمخالفينوپه ځانگړې توگه طالبانونه غوښتنه داده چې دسياست اوسياسی طرحولارخپله کړي . دادپاکستان اوايران په گټه افغان وژنه بس کړي .پدې ډول سياسي واک ته رسېدل  دخداي لارنده اونه به هم افغانانوته دمنلو وړوگرځی . پاي

 

 


بالا
 
بازگشت