حبيب الله غمخور

حبيب الله غمخور

د۲۰۱۳دمارچ ۲۹

پرافغانانو توغنديز بريد وړه خبره نه ده!

دپاکستان لخوا  د وري دمياستي پر ۵ او ۶   د کونړ ولایت پر بېلابېلو سیمو باندې يوځل بياپداسي حال کښي  تر شلو زیات دراکټي بریدونه سوی چې دښاغلي زرداري دهغه وينا اواز چې يوه اونۍ مخکښي ئي  د۱۳۹۲ کال دنوروز په مراسموکښي دافغانستان سره دده په ويناددوستۍ په هکله وکړې ، ويل ئې  موږ دافغانستان ځمکنی بشپړتياته درناوی لرو اوپه افغانستان کي سولي اوسوبات پلويان يو؛ پا کستاني پوځيانو دهغه دخبرو اودوستۍ دپخلی لپاره دادی په تکرار داتيری وکړ.

دتوغنديودا فيرونه دې شاهدي ورکوي چې پاکستاني چارواکي پخپلو وعدو اوويناوکي صادق نه دي  .

زموږ هيوادوال خبردی چې  تيرکال هم   زموږ دولس همدې  سوگندخوړلو دښمنانو زموږدپاکي خاوري پرمقدس حريم باندي تر (( ۵۰۰۰)) زيات توغندي فيرکړه .هغه  وخت ئې هم د افغانستان سره د دوستۍ  په خاطرقسمونه خوړل اوپه هرسياسي محفل کښي ئې همدا خبره کوله چې په افغانستان کي سولي اوثبات سره علاقه لري  اوس هم همدا قسمونه خوري .موږنه پوهېږوچې دويپه افغانستان کي څه ډول سولي اوثبات سره علاقه لري اوددې تعبير ددې اصطلاحاتونه څه دی؟ايادېته ښه گاونډېتوب ،دوستی اودافغان ولس سره دسولي اوثبات لپاره دمرستو بېلگه ده چې زموږ خاوره په توغنديو ولي ؟؟؟

دمارچ  پر  ۲۷  وروسته تر هغه چې د افغانستان پر سرحدي سیمو د پاکستان له لوري توغندي وتوغول شول، پاکستان ته د ځینو افغان افسرانو د تمرین ټاکل شوی سفر لغوه شو، چې پاکستان پرې خپله نهیلي وښوده .

پاکستان وویل، چې د دا ډول کوچنیو موضوع ګانو په سر باید دواړه ګاونډي هېوادونه خپل اړیکي خراب نه کړي .

دخندا وړخوداده چې دوي داوړه خبره بولي ،که دا وړه وي نوموږ ته دې هم اجازه راکړی چې ددوي پر خاوره ورته شمير توغندی فيرکړو.بيابه ئي وگوروچي پاکستاني چارواکي څه کوي ؟ که موږ وسله نلرو اودهمدې پاکستان په مټ اوسياسي توروهلوځلو زموږ غښتلی اردو منحل  اوله منځه ولاړ ،خوله نېکه مرغه زموږ پر هرافغان داخاوره گرانه ده ،ځکه خوپه هېڅ صورت يوه افغان ته زموږپر خاوره دپاکستاني پوځ دتوغنديو فيرونه دزغم وړندي اونه به ئې هيرشي .اميد داورځ راورسېږي چې موږ وکولاي سو دپاکستاني چارواکودټولودښمنيو ځواب ورکړاي  سو .

خوددوي ددې څرگندونې په ځواب کي  جاوید لودین  وویل : ((پاکستان باید پوی شي، چې زموږ پر خاوره د توغندیو توغول موږ ته هېڅ د منلو نه ده، پاکستان هم باید ددې موضوع پر حساسیت پوی شي.))

ښاغلي لودین وویل، په داسې وخت کې چې د ډیورنډ له کرښې هاخوا زموږ پر خاوره توغندي توغول کېږي، پاکستان ته د افغان افسرانو استول پرځای کار نه و، چې په وینا یې له همدې کبله یې سفر لغوه شو. بي بي سي

افغانستان  حق لري چې د احتجاج په دود پاکستان ته د خپل پوځي پلاوی سفر لغوه کړ ياوداېې  دلمړی ځل لپاره پدې دولس کلن حاکميت  دافغانانوسخوښي او ارادې سره برابرکاروکړ ؛اخيردهرچادصبرکاسه ډکيږي،نه په عادي مناسباتو انه په ديپلوماتيکو اړېکو کښي ددې ناسباتوجاده يوطرفه نده ،دواړي خواوي بايد ورکړه سوو وژمو اويودبل کورنيوچاروکي دنه لاسوهنې منل سوی پرنصيبونه مراعت کړي .موږ پدې ستړي سوو چې  وايوموږ دپاکستان سره دښه گاونډيتوب مينه والويو،موږ ددوستۍ لاس ورغځوو دوي هغه  غځول سوی لاس راپرې کړي . دکونړ ولایت پر مختلفو سیمو د پاکستان د درنو وسلو دابې شرمانه بريدموږ ته  د نه منلو وړ دي .افغان ولس په تکرارداغوښتنه کړې چې دنړيوالو سازمانو اوپه ځانگړېتوگه دملگروملتودامنيت شوراله لاري دپاکستاني چارواکوددې سپين سترگيو په هکله جواب وغوښتل سي اودپاکستان سره زموږپر اړېکوله سره غوروسي .

دپاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی دمارچ پر ۲۸  فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي:« د پاکستان پوځ، چې دسپلین لري او مسوولیت منوونکی دی، له افغانستانه د نفوذي عناصرو ورانکاریو ته ځواب ویلی دی.»

ډيره جالبه موږ ماشومان دوي لويان سول اوموږهغه دچاخبره ډوډۍ غوږ ته وړو دوي خولې ته .دتېری لپاره جالب سپيناوی ،((پوځ  ئې دسپلين لري اودافغانستانه دنفوذي عناصرو ورانکاريوته ځواب ويلی .)) دنوروپوځ دپلين نلري دوي ئي لري ؛ ولې ددې نه سترگي پټوی چي دا ورانکار چاروزلي اودڅه لپاره ئې افغانستان ته رالېږي .داکوم ساده ته هم دمنلو وړنده چې په پاکستان کي روزل سوی دي دپاکستان پر خلاف کوم کار وکړي ،مگر دپاکستان داستخباراتي کړيو لخواورته دنده سپال سوې  وي .

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی همداراز وویل :« د افغانستان د ملي اردو پلاوي ته د دې لپاره بلنه ورکړای شوې وه چې د دواړو خواوو ترمنځ همکاري او اعتماد زیات شي، او موږ باور لرو چې دا ډول کارونه(سفرونه) باید په سیمه کې د سولې د لویو ګټو لپاره دوام وکړي.»  بې بې سي

دغه دليل کاملأ موږ افغانانو ته دمنلو وړنه دی  پدې ډول  زموږ ا وپاکستان ترمنځ اعتماداوباورنه ز ياتېري ،بلکې دايوه وسيله ده چې په مټ ئې دوي غواړي   زموږ په اردوکي نفوذ وکړي  .موږ افغانان پاکستان اوايران ته په هرنوم اوبهانه دامنيتي اوديپلوماتيکو ادارو دمامورينولېږ ل  اونه هم ددغو هيوادو ماهرانوته په دغواداروکي کارورکول دافغانستان په گټه نه بولو.موږ حتا د هغه ځوانانو په هکله اندېښنه لرو کوم  چې دتحصيل لپاره لېږل سوی ،ځکه دپاکستان جهنمی او افغان دښمنه استخباراتي اداره  به هرو مرو ددوي په منځ کښي جاسوسان وروزي .

دنړي په هيڅ هيوادکي يې  څوک  نسي راښودلاي چې ددوهيوادوترمنځ  دافغانستان پاکستان  په څير ورځنۍ دښمني اوجگړه روانه وي اوبيادي يوله ډگه هيوادونه هغه بل ته  خپل ځوانان دتحصيل لپاره ورلېږي  اويادې پوځيان ددوي پوځی تعليماتوکي برخه واخلي . ددغوپوځي تعليماتو يوبرخه به  يوه ورځ دافغان ولس دپاکي خاوي   پر خلاف کارول کيږي اويابه دوي غواړي  پدې بهانه  زموږ افسرانوپه وړاندي خپل زور نندارې ته وړاندي کړي .

پاکستاني چارواکي په هيڅ صورت دافغانانوسره په اړيکو کښي چې داهر ډول اړېکي وي صادق ندي ،دوي په هر قدم اوهره اړېکه کښي خپلې لعنتی موخي لري اوهغوي ته درسېدولپاره په هرنام اونښان چې وي هلي ځلي کوي .

داعتماد دزياتېدولپاره ډير ساده لارسته  هغه په رښتيانۍ بڼه دټولوترهگريزو روزنتونو چي  شمېره ئې  تر ((۲۰۰۰)) اوړي  وتړي  اودافغان ولس  دملي گټو ،سولي اوثبات دهرهغه مخالف څخه لاس پر سرسي کوم چي تر نن پوري ېې هڅوي ، روزي اوپه وسله  سمبال يې د افغانستان دويرانۍ او افغان وژنې لپاره رالېږي .

دسپتمبردمياشتي د۲۵ مې دخبرله مخې تير کال يوازي دهمدې کنړولايت په زندان کي دپاکستاني اجنټان په وسلو او واسکټوسمبال رالېږل سو يو شمېر ((۱۴۰)) کسانوته ورسېد داچې دافغانستان په نوروولايتونوکي څومره پاکستاني رالېږل سوی وژونکي نيول سوی وي  شمير يې تر دو،درو زرو اوړي  . دمحوردورځپاڼي  د۲۰۱۲ ز کال

د پاکستان پوځ  او استخبارات په افغانستان کې د ستراتیژیک عمق، دهند دنفوذ دمخنیوي او په کابل کې د یوه داسي حکومت د رامنځته کېدل چې د پاکستان اطاعت وکړي له خيالونواوموخو نه په هيڅ صورت نه  تېرېږي  .

داټوله نړۍ په تکرار داخبره کړې  چې  په افغانستان کي دسولي اوثبات مخالفين چيري روزل کيږي اوچیری ژوندکوي ، خوپردې ټولوسربېره کله چې  دپاکستان د بهرنیو چارو وزیره مېرمن کهر دلمړی ځل لپاره امريکاته ولاړه هلته ئې   په واشنګټن کې اسوشیتید پریس خبري اژانس ته وویل : ((موږ لېواله یو چې له هر چا سره د هر هغه چا پرخلاف همکاري وکړو چې سولې او ثبات ته خطر دي .))گران افغانستان ويب پاڼه 24.09.2012

لوېدیځ چارواکي  دامني او وايي  پاکستان له دې کبله چې د افغانستان د وسله والو مخالفانو د مشرانو کور به دی د افغانستان په سوله کې اساسي رول  لوبولی شي اوبايد افغانستان گذاره ورسره وکړي  .اوس نو تاسو خپله قضاوت وکړئ  چې دلودېز دغه خبره پخپله ددې معنا اوروښانه ثبوت  نه دی چې دپاکستان له خاوري افغانستان ته ټول غمونه ورپېښ ي  اوددې بل سوی اورلمبې رارسېږې ؛دابزموږ په پاکه خاوره کي افغان وژنه اونوری ټولی بدبختۍ اوناخوالي د پاکستان  ملکی اوپوځی چارواکو دوستانه ډالی ده  .

ويل کيږي چې دبریتانیا صدراعظم په وروستیو کې هڅه وکړه چې افغانستان او پاکستان سره نژدې کړي خوپاکستان نه يوازي داچې افغانان غولوي  بلکي نړۍ وال هم په پرله پسې بڼه غولوي اوترخپلو کرغېړنو موخونه تېرېږي .

پاکستاني چارواکي  بايد دافغانستان په اړوند لکه چې  د ډیلي ټایمز ورځپاڼې د۲۰۱۲ ز کال دسیپتمبر دمیاشتی ۲۳ نیټې په خپله سرمقاله کې لیکلی وه ،((د پاکستان لپاره هغه وخت راغلی چې په افغانستان کې پر خپلې ماجراجویانه پالیسۍ بیا کتنه وکړي ځکه چې حتی که د پاکستان په نیابت جنګېدونکي عناصر(طالبان) کابل وهم نیسي داسي هیڅ ضمانت نشته چې هغوی دې د پاکستان متابعت وکړي او د اسلام اباد ګټې وساتي ور ځپاڼی په افغانستان کی دپاکستان خطر ناکی لوبی ته په اشاره لیکلی دی، پاکستان په داسي حال کې دا ناممکن(هدف) تعقیبوي چې منفي عواقبو یې ملت او ټولنه له ناوړه او فلجوونکي حالت سره مخامخ کړې ده ،دورځپاڼې  په اشاره په افغانستان کې د سخت دریځو د ملاتړ په نتیجه کې د پاکستاني سخت دریځو ودې کوی او په پاکستان کې د افراطیت پراختیا ته نوره هم پراخه زمینه مساعده کیدای شې .))  ديوه گاونډي په توگه دافغانستان پروړاندي پر خپله پاليسی له سره کتنه وکړي .

دابه ډيره ستونځمنه وي چې زموږ ولس دې تل مدام دپاکستا هرډول تيری اولاسوهنوته غاړه کښېږ دي .

ددې وسله والو لاسوهنو ،اسلامي کنفرانس په کارکښي دخنډونوپېښولو اويوه عياش مولوي په ساده لوحانه فتواگانو په افغانستان کي افغان وژنه رواکولواوداسي نورو ډيرفتنو ترڅنگ پدې وروستیو کې  دپاکستان لخواددې هڅي پيل سوی چې دافغانستان دولت   اوسولي جرگه څنگ ته کړي اوطالبان هڅوی د افغانستان د حکومت له سیاسي مخالفانو یا شمالي ټلوالې سره روغې جوړې ته وهڅوي اودخپلو پخوانيو دغو روزل سوو يارانو پر لاس دافغانستان په راتلونکی کښي په نوې بڼه خپل نفوذ وغځوي . نړئ وال اصول دادی چې ددولت مخالفين بايد له دولت سره دروغې جوړي لپاره دخبرو ميزته وهڅول سي اودوي هم بايد له دولت سره نېغ په نېغه خبري وکړي .

موږ ئې گورو چې  پاکستان د عبدالله عبدالله او احمد ضیا مسعود په مشرۍ  له دوو سیاسي ډلو سره تماسونه زیات کړي او ویل کيږي چې طالبان یې هم چمتو کړي چې له هغوی سره د افغانستان د راتلونکې په اړه خبرې وکړي ،ځکه خوپه يوه اوبل هيوادکښي په دولت کي دشتو مخالفينو،طالبانواو گلبدين دډلې داستازوترمنځ لېدنې کتنې سوي اوکېداي سي چې د دې ډول لېدنو کتنولړی دپاکستانی جنرالانوداستخباراتي جنرالانوپه دفترونواويانوروځايوکښي دوام ولري .

غواړم دايوټکی ته دټولوپام راواړوم که داځل هم دتيرپشان دافغان ولس دغوڅ اکثريت او اوخاموشه ولس دارادي او غوښتنوپرخلاف  ددغو آزمويل سوو سره  دنوی دولت دجوړېدو هڅه وشول اوافغان ولس څنگ ته شوپدې ډاډه اوسئ  هغه دولت به هم دتيرپشان ناکام اودوسله وال مخالفت سره مخامخ وي .نوداډول مرسته اومورته يوبل دولتي اداره دځان په خوښه اودمعينو بهرنيوحلقو دگټوساتلوپه موخه به ددې معناولري چې نړی واله ټولنه غواړي دجگړې اوافغان وژنې دوير لمڅی پدې پاکه خاوره کي اواروي .

نړيواله ټولنه د افغانستان  په راتلونکي سياسي جوړښت کي دفعال گډون شرط  نه بايد دوسلې استعمال،اودنجات په نوم افغان وژنه اويادکوم هيوادله استخباراتی ادارې سره اړيکي وبولي .که داځل بيا داسي وسول ،پدې ډاډه اوسۍ چې نور به هم په دولت کي دځاي دپيداکېدوپه موخه دوسلې استعمال او ومخالفت  ته ملاوتړي .پدې صورت کښي به نه دا ډلې بلکې د نړيوالي ټولنې مشرتابه په افغانستان کي دټول وژنې تاريخي مسوليت پر غاړه ولري  . پاي

 

 


بالا
 
بازگشت