مُقبل کاروان

په ټاکنو کی، د ولس د نه ګډون، څرګنده بیلګه

د ډیری مودی راپدیخوا د مختلفو کورنی او بهرنیو منابعو څخه د راتلونکی ولسمشریزه ټاکنو لپاره ډُهلونه وهل کیږی. خو د ډُهل ږغ ځکه جګ دۍ چی مابین یی خالی دۍ. څنګه به امکان ولری چی جګړه ماران به رڼی ټاکنی ترسره کوی؟ د زړو ازمایل سوی ډلو ټپلو لیوالتیا و ټاکنو ته ډیره ده، دا ځکه چی د بهرنیانو شتون د دوی لپاره اخرین فرصت دۍ، د دوی هیله مندی بیځایه هم نده ځکه دوی هم، داسی ارزیابی کړیده چی یوازی د هغه ولایتونو مرکزونه او ځنی ولسوالۍ چی خلګ یی د دوی یرغمل دی په ټاکنو کی ګډون ته هڅولای سی.

 د امریکا حکومت او ځنی نیژدی متحدین یی، په افغانستان کی د پرله پسی ناکامیو له کبله، د خپلو ولسونو او نړیوالو تر فشار لاندی راغلی دی نوځکه هڅه کوی پر خپلو ناکامیو د پردی اچولو په منظور، په درو برخو کی نا متعادله او ناهماهنګه لوبه پر افغانستان تحمیل کړی ،یوه برخه تاکنیزه لوبه ده چی په لړ کی یی خپل افغانی انډیوالانو ته ګوت څنډنه  کړیده چی که د ټاکنو نمایش و نکړی نو د ډالرو کڅوړی او بکسونه به پر بند سی. افغانی واکدارانو هم د ډالرو په مینه کی بډی را وهلی دی ترڅو په هره ممکنه او ناممکنه وسیله چی وی باید ټاکنی ترسره کړی که څه هم د کابل په څو ناحیو کی وی. په حقیقت کی د افغانستان په اوسنی حالت کی رڼی او واقعی ټاکنی محال او د تمسخُر وړ خبره ده. په دی برخه کی کافی دلایل سته چی دلته یی یادونه مطلب اوږدوی.

د افغانستان ټاکنی یو سوداګریزه نړیواله معامله ده، په دی سوداګریزه معامله کی سیاسی مافیا د نورو ډالرو څښتنان کیږی او د امریکا خیالات د دموکراسۍ د تمثیل په هکله ترسره کیږی، تر څو له یوه اړخه امریکا خپل ولس او نړیوالو ته د افغانستان او دموکراسۍ غولونکۍ تصویر وړاندی کړی له بله اړخه یی پرخپلو افغانی ایجنټانو د لورینی کمښت رامنځ ته نسی، او له بلی خوا په سیمه کی خپل هجمونی موخو ته لاره ومومی. د دی ناخوالو علت هم د سترو پانګو غیرعادلانه تمرکُز د نړۍ  په ځینو برخو کی دۍ چی نړیخواره ښاماران یی زیږولی دی. د دی ښامارانو خوراک هډونه او څیښاک یی وینه ده هغوی اوس په فرعونانو بدل سویدی او ځانونه تر مذهب لوړ ګڼی د هیڅ اُصولو پابند نه دی هر څه چی وایی هغه حق ګڼل کیږی لکه همدا اوس چی د مصر کودتا ته دموکراتیک خوځښت او ولسی غوښتنه وایی.

 امریکا او افغانی واکمنان پوهیدلی دی چی ولس په ټاکنو کی ګډون نه کوی ځکه یی  بیا ځلی د کارت ویشلو لړۍ داسی پیل کړیده چی که هرڅومره کارتونه هم ولری خو چی مراجعه وکړی بیله پوښتنی بل کارت درکول کیږی حتی هرکلی دی هم کوی داځکه چی افغان دولت او امریکا ویره لری چی داځل به لږ کسان هم په ټاکنو کی ګډون ته زړه ښه نکړی نو بهتره یی دا وبلل چی هر نفر څو څو کارتونه واخلی او څو ځلی رایه وکاروی په دی ډول به ناری پورته سی چی دومره ملیونه کسانو په ټاکنو کی ګډون کړیدۍ او دومره رایی کارول سویدی.تاسوته جوته ده په تیر ځل ټاکنو کی حکومت په لوړه غاړه ادعا کول چی څلور یا څلورنیم ملیونه کسانو رایه کارولی ده خو د درغلیو له کبله یونیم ملیون رایی بی اعتباره سوی، یعنی په دیریش ملیونی هیواد کی چی تخمین شپاړس ملیونه واجد د شرایطو نفوس  لری ولسمشر په دوه نیم ملیونه یا دری ملیونه رایو ټاکل کیږی. دا دری یا دونیم ملیونه هم هغه رایی دی چی یو کس څوڅو ځله رایه کارولی او یا کم سنه کوچنیان چی پر شرایطو برابر نه وه رایی وکارولی او یا هغه کسان چی د زورمندانو لخوا برمټه یا یرغمل دی رایی کارولو ته مجبور سوی وه . خو داځل حکومت او امریکا دا طمع هم نلری چی هغه کسان دی پوره سی نو ځکه په پراخ لاس د هیواد د نفوس څو برابره کارتونه ویشی ترڅو په تکرار ګټه ځنی پورته کړل سی. ایا تر دی هم د ټګۍ برګي لویه بیلګه شته؟ دا سر د وخت دی، درغلی د موټر په شان کرار کرار سرعت پیدا کوی ، نتیجه هرڅه چی وی خو امریکا به ووایی چی دموکراتیکی ټاکنی ترسره سوی او ولس خپل مشر وټاکۍ!!

د نه پټیدو رسوایی خو داده چی دولت د اغماز سره سره وای په دولسو ولسوالیو کی د نا امنۍ له کبله ټاکنی نه ترسره کیږی په دی معنی چی یو لوی ولایت د ټاکنو څخه بی برخی دۍ که نه حقیقت خو دادۍ چی همدا اوس له کابله تر قندهاره او هراته هیڅ دولتی کسان په ډاډه زړه تګ او راتګ نسی کولای نو پردی لاره به څومره ولسوالۍ او ولایتونه پراته وی، هلته چی تګ او راتګ مصون نه وی ټاکنی به څنګه ترسره کیږی؟. ناندرۍ پاتی دی اوس هغه وخت رارسیدلۍ دی چی د پردی شاته د معاملو پایلی څرګندی سی او د ولسمشرۍ لپاره نوماندان رامنځ ته سی د یوی میاشتی راپدیخوا   خلیلی،سیاف،فهیم،کرزی،عمر داودزی او قیوم کرزی په جلا ډول په خبرو بوخت دی او حتی ویل کیږی چی سیاف یا داودزی به نوماندۍ ته وړاندی کړی.همدا رنګه علی احمد جلالی،زلمی خلیلزاد،حنیف اتمر،انورالحق احدی،اشرف غنی احمدزی،او په اصطلاح مدنی ټولنه په جلا توګه اخته دی چی که وکولای سی یو نوماند وړاندی کړی. خو اصلی جګړه ماری ډلی د رشید دوستم، محقق، احمدضیا،ډاکتر عبدالله،معلم عطا ،او پلویان یی تر نورو وړاندی ولاړل سربیره پر ټاکنو او نوماند د رژیم څرنګوالۍ یی هم تر پوښتنی لاندی راوست.

  خو د مسلحو ډلو ټپلو و تیرو ته په کتو بعیده نده چی د نوماند پر غوره کولو ژوری ستونځی را برسیره سی. که داسی وی نو لیری به نه وی چی د طالب نه به غیر، جنګی ډلی ټپلی په خپل منځی جګړو کی ښکیل سی . په دی ډول به د امریکا هغه اهداف چی زموږ په هیواد کی جګړه دوام ولری ترسره سی. اما هیره دی نه وی چی ولس تر اوسه ژوندی او شمله یی جګه ده . شاید دا ټاکنیزه ملنډی څه موده د تعین سوی ولسمشر او دولتی ماشین د بقا سبب وګرزی خو د حل اساسی لاره نده. د ټاکنو دا نمایش د امنیتی تړون او سولی د بهیر سره په تړاو ترسره کیږی د سولی بهیر او د امنیتی تړون بهیر هم د ټاکنو د تمثیل په شان حقیقی او عینی بڼه نلری.

بله برخه د لوبی امنیتی تړون دۍ،کومی پلمی چی د کرزی حکومت د امریکا سره د امنیتی تړون په هکله کوی د خندا وړ دی ګواکی د کرزی حکومت هم اوس د امریکا سره د مساوی الحقوقه دولت؟ په حیث ډغری وهی!! غواړی د ولس په سترګو کی خاور وښندی او داسی وښیی چی موږ د خپل حکومت خرچه پخپله کوو، ملی پوځ مو په خپل اقتصاد جوړ کړیدۍ، د عسکرو ډوډۍ او معاش د خپل جیب څخه تمویلوو، زموږ امتیازات او تنخواوی ولس د مالیاتو او ټکس له طریقه را کوی! نو ځکه د خپلواک دولت په شان په داسی موقف او مقام کی یو چی د امریکا سره د امنیتی تړون په هکله چنی ووهو.جالبه خو داده چی امریکا د امنیتی تړون د خبرو لپاره د افغان لوری څخه اشرف غنی او سپنتا تعین کړیدی هغه کسان چی د ۲۰۰۱ وروسته د امریکا په وسیله افغانستان ته وارد سول او په رنګارنګ مقامونو کی پرولس تحمیل سویدی. اصل خبره خو داده چی کلونه د امنیتی تړون خبری کیږی، مشورتی جرګی جوړیږی او په ویاړ د افغان حکومت خپلی غوښتنی له امریکا څخه، مطرح او په ګوته کیږی خو د هغه غوښتنو په هکله چی امریکا یی لری  افغان حکومت پټه خوله پاتی دی او نه غواړی د تړون د امضا تر وخته ولس په حقایقو خبر سی. داسی انګیرنه هم سته چی ګواکی د امنیتی تړون د ګنګوسی مطلب یوازی او یوازی د افغانانو، سیمی او ګاونډیو هیوادونو د عکس العمل جاج اخیستل دی.

او د لوبی دریمه برخه د سولی بهیر دۍ!!تر ټولو لویه دوکه خو داده چی د طالبانو سره د سولی خبری یو شعار ګرځیدلۍ دۍ داچی امریکا وای طالبان دی د دوستمیانو، محقق خیلو او سیاف خیلو سره سوله وکړی او په شریکه د فساد او غصب ستراتیژی مخ ته یوسی، دا په افغان ولس او سوله ملنډی وهل ندی؟ داچی کرزی بیا په دی هیله پاکستان ته ځی چی ګواکی طالبان دی د سولی خبرو ته ورسره کښینول سی، مطلب د طالبانو سره د سولی خبرو ته کښینستل ندی بلکه هدف دادۍ چی طالبان دی جنګی جنایتکاران،غاصبین او مفسدین په شریک حکومت کی ومنی ترڅو ازادیخواهان او ایجنټان د ترازو په یوه پله کی وتلل سی.د کابل مطبوعات د کرزی د سفر په هکله یوازی پر هغه غوښتنو تمرکز کړیدۍ چی ګواکی افغان لورۍ یی له پاکستانه طمع لری اما هیڅکله هم هغه ټکو ته اشاره نه کیږی چی د پاکستان مطالبات څه دی؟ . 

 

 


بالا
 
بازگشت