.

 عبدالباری عارض

 

د کرزی او امریکا ناندرۍ حقیقت دی؟

دا یو حقیقت دی چی د افغانستان د قضیی حل د بهرنی هیوادونو د ښکیلتیا له کبله خپلی ستونځی او پیچلتیاوی لری،او دا هم انکار نه منونکی ده چی افغانستان د تاریخ د جبر پر بنسټ د سولی او بدلون په درشل کی دی او دا هم طبعی ده چی هر بدلون یو تعداد مخالفین لری. په تیرو کلونو کی  د امریکا او ناټو ستراتیژیستان د ډیرو پلټنو او تجاربو په نتیجه کی ، د طالبانو سره د سولی او خبرو اترو لاره غوره وبلل ، خو د خبرو د هڅو په پیلیدو د سولی مخالفینو هم منفی عکس العملونه ښکاره کړه اوس هرڅومره چی د سولی په بهیر کی خبری اتری پراختیا مومی په هغه اندازه حساسیتونه پارول کیږی او تشنج رامنځ ته کیږی .د دی ډول حساسیتونو او تشنج بیلګی همدا اوس په سیاسی ډګر کی څه نا څه څرګندیږی.

له بله اړخه متاسفانه په تیرو دولس کالو کی په افغانستان کی ټولنیز سیاسی جوړښت ته پام ونه سو او د پخوا په شان تنظیمی ،سمتی او قومی ډلی پخپل قوت شتون لری هغوی تر اوسه هم د پخوا په شان د تهدید په توګه پاتی دی.یو بله ستونځه چی د اوسنی شرایطو زیږنده ده دا دی چی نوی پانګوال چی پانګی یی تر ډیره بریده تر پوښتنی لاندی دی نه یوازی د خپلو شتمنیو د مصونیت بیره لری بلکه هر بدلون د ځان لپاره مستقیم خطر تلقی کوی نو ځکه هڅی کوی چی د امکان په صورت کی روانه وضع حفظ کړی که څه هم د هیواد او ولس په تاوان وی. دا ډول افراد او ډلی په نظام کی دننه او بهر شتون لری او کله کله د یوی او بلی ګوښی څخه د طالبانو سره د خبرو او سولی د مخالفت ږغ پورته کوی. له بده مرغه د بُن په لمړی غونډه کی نامتجانسه ګروپونه او افراد په یو حاکمیت کی سره راغونډ کړل  سوه چی له کبله یی مسول کس معلوم ندی ،قاطع واکدار وجود نلری چی د کړونو مسولیت مستقیم ورته متوجه وی. دا درسته ده چی رسنۍ هر مسولیت و کرزی ته متوجه کوی ځکه ظاهرا هغه د حرم په راس کی واقع دی اما په حقیقت کی ټوله نیوکی و حاکمیت ته تکیه کوی هغه حاکمیت ته چی نه یوکس او نه یوه ډله یی د کړونو مسولیت ځانته متوجه بولی.

اوس به له دی تیر سو چی امریکا په هیڅ ډول د افغانستان په اوږده جګړه کی خپل پاتی راتلل نسی پټولای، خو دا مهمه ده چی د جمهور ریس وروستی دریځ د امریکی په وړاندی د امریکی او طالبانو د خبرو اترو د انکشاف او سولی سره تړاو لری که یه ؟ لمړی باید هغه څه وڅیړل سی چی کرزی یی پر بنسټ د امریکی په وړاندی دهغوی د پوځی او اقتصادی مرستو سره سره سخت او تریخ دریځ خپل کړی دی. دوه مطلبه د کرزی له لوری عنوان سویدی یو د امریکایانو لخوا و افغان لوری ته د زندانونو په سپارولو کی ځنډ او بل هم د وردګو ولایت څخه د امریکی د سپیشل فورس ځواکونو وتل.

۱ ؛ د بګرام یا پروان زندان څه نوی خبره نده د تیرو دولس کالو په اوږدو کی د امریکایانو لخوا اداره کیدۍ او کله کله د بشری حقونو څخه د تیری ږغ هم ځنی پورته کیدۍ خو دا دولس کاله ټولو ښکیلو غاړو پر هغه قناعت کړی ؤ اما اوس چی امریکا د وتلو په درشل کی ده او ټول ټاکنی په مخ کی دی او داسی ګنګوسی هم سته چی په هیواد کی د سولی په موخه د طالبانو او امریکی تماسونه جدی پړاو ته رسیدلی دی نو بیا د کوم ضرورت پربنسټ جمهور ریس د امریکی په وړاندی ترخی خبری کوی او مناسبات ټکنی کوی؟ هغه هم په داسی ډول او وخت کی چی هیڅ عمده دلیل او نوی پیښه نه ترسترګو کیږی ټول شیان او کړنی د تیرو دولس کلونو په شان دی ،هیره دی نه وی که اراده د هیواد پر پښو درول او په ځان بسیا کیدل وی نو افغانستان تر ډیرو کلونو پوری د سترو هیوادو مرستی او همکاری ته اړتیا لری. که د زندان سپارل زموږ د ملی واکمنۍ سره په تړاو کی وبولو نو بیا که دا دولس کاله ملی واکمنی نه وه یو کال دی نوره هم نه وی ، او ایا دا موضوع اوس رامنځ ته سویده چی د امریکایانو د زندان شتون په بګرام کی زموږ  د ملی واکمنی پرخلاف او امریکایان اشغالګر ښیی؟ که داسی وی نو ولی دا دولس کاله امریکایان اشغالګر نه دی معرفی سوی ؟ ظاهرا فعلی حاکمیت د امریکایانو د همکاری او ښه نیت په نتیجه کی واک ته رسیدلی دی اوس هم زموږ د کلنۍ ملی بودیجی پراخه برخه بهرنیان تامینوی ، زموږ عسکر او پولیس ته تنخوا ،البسه او اعاشه بهرنیان تامینوی ، زموږ د پوځ تعداد هغوی تثبیت کوی ،زموږ انکشافی پروژی ټوله بهرنیان تمویلوی، زموږ په ښارو،کلیو او بانډو کی بهرنی پوځونه شتون لری، زموږ مشران امریکایانو په بُن کی واک ته ورسول ،افغان زندانیان همدا اوس په ګوانتانامو کی د امریکا په زندان کی شتون لری نو بیا د ناټو د پوځونو په شتون کی  د ملی حاکمیت موضوع ملنډی ندی؟ دا درسته ده چی د امریکا تر یرغل وروسته د ملل متحد د امنیت د شورا تایید ترلاسه کړ په دی ډول ملی واکمنی تمثیل کیدای سی خو مطلق نه بلکه نسبی .همدا د امریکایانو شتون دی چی ولس یی د جنګسالارانو د ګزند څخه په امان ساتلۍ دی . زموږ د ۷۰ او ۸۰ کلونو خپلواکی او ملی حاکمیت؟ په یاد دی .

له بله اړخه تاسو اورۍ چی مخ کی له دی چی امنیتی تړون د افغان لوری او امریکا ترمنځ عقد سی او پر بنسټ یی په راتلونکی کی د بهرنی عساکرو تعداد مشخص او د شتون څرنګوالی تثبیت سی ، امریکا همدا اوس په خپله خوښه تر ۲۰۱۴ کال وروسته د خپلو پوځونو د پاته کیدو ارقام اوخپروی، نو بیا ولی موږ یوازی د زندانو موضوع د ملی واکمنۍ سره په تړاو کی وبولو؟

۲ ؛ جمهور ریس و ملی دفاع وزارت ته حکم صادر کړ چی د دوو او نیو په اږدو کی امریکایی پوځونه د وردګو ولایت څخه وباسی. تیره اونۍ ټاکلی نیټه پای ته ورسیدل خو نه امریکایانو اعتنا وکړه او نه هم د دفاع وزارت د حکم د تعمیل توان درلود.ایا کرزی د وړاندی نه پوهیدۍ چی د دفاع وزارت نسی کولای امریکایی پوځونه د ځایه بی ځایه کړی ،ایا امریکایان زموږ په غوښتنه راغلی دی او زموږ په امر وزی؟ ایا دوی زموږ په امر موقعیتونه غوره کوی ؟ د وردګ ولایت په هکله باید وویل سی چی یقینا امریکایی پوځونو او د هغوی افغان همکارانو د یوی لسیزی په اوږدو کی د وردګ  او نورو ولایاتو کی د ولس په وړاندی د ظلم ، تیری او وژنو څخه دریغ ندی کړی او په کراتو په تیرو دولس کلونو کی بهرنیانو په افغانستان په مشابه اعمالو لاس پوری کړیدی سوال دادی چی ولی پخوا داسی کړکیچ ندی رامنځ ته سوی کله چی یوه امریکایی عسکر د کندهار په زنګاوات په دوو کلیو کی عامه وژنه ترسره کړه ، هیڅ چا د امریکایانو څخه د کندهار ولایته د وتلو خبره ونکړه اوس څه پیښ سوه چی د بهرنی پوځونو د وتلو په درشل کی، د ټول ټاکنو د رارسیدو پر وخت او د طالبانو سره د خبرو او سولی په درشل کی جمهور ریس د تندو کلماتو څخه کار اخلی؟

دا تحلیل به صحیح نه وی چی کرزی دی د مهمو مسایلو په وړاندی یوازی پخپل سر او فی البدیه موضع ګیری وکړی.  بلکه شاید د دی دریځ شاته ځنی مسایل او مجبوریتونه پراته وی. له دی کبله چی د کرزی صاحب د کار موده پای ته رسیږی د ده بعدی تکیه پر دوو ځایونو متصور ده یو تنظیمی کړۍ او بل امریکا ، دا چی د کومو ملحوظاتو پر بنسټ کرزی ظاهرا تر امریکی و پخوانی تنظیمو ته زړه ښه کړیدی د عمیق تفکر ځای دی. ایا امریکایانو نور خپله علاقه د ده سره دلاسه ورکړیده نو ځکه دی هم د وضعی په بحرانی کیدو امریکایانو ته ستونځی جوړوی؟ ایا کرزی و ولس ته د ځان د سپینیدو په منظور سخت دریځ خپل کړیدی لکه ډاکتر نجیب الله چی د روسانو د وتلو پر وخت هغه خپل کړی ؤ؟ یا داچی د کرزی اوسنی دریځ د امریکا سره په تفاهم نوی تحولاتو ته د لاری پرانستلو په منظور، په ټولنه کی د ذهنی تغیر راوستلو لپاره تنظیم سویدی؟ دا هغه سوالونه دی چی د افغانستان او سیمی د حالاتو پیچلتیا په ګوته کوی.

 کله کله هم د فکری انحراف او د وقایعو څخه دولس د لیری پاته کیدو په هیله داسی تعبیرات وضع کیږی چی ګواکی د کرزی اوسنی دریځ په ولس کی د ملاتړ د خپل کیدو په منظور خپل کړیدۍ تر څو د خپلی خوښی کاندید وګماری خو دا تعبیر ځکه دقیق نسی شمیرل کیدای چی تر ټاکنو ډیره فاصله ده ،حالات هم نازک او د هری ورځی په تیریدو په سیمه او هیواد کی د تحولاتو انتظار کیدای سی .د ټاکنو لپاره تر اوسه د امنیت سوال ندی حل سوی . هیره دی نه وی چی که هر څه سم هم وی خو د اول سړی ټاکل دومره هم ساده خبره نده چی هر څوک دی زړه ورته ښه کړیدی.

ظاهرا امریکایان د کرزی وروستی ویناوی د هلمند او کابل په ولایتو کی د ولس او افغان امنتی ځواکونو د پارونی په معنی تلقی کړیدی په جلزیر کی تیره اونی د جمهور ریس د حکم د نیټی د ختمیدو سره سم د افغان او امریکایی پوځونو ټکر چی مرګ ژوبله یی لرله ،پس له دولس کالو د علماؤ د شورا را ویښیدل او د امریکا په وړاندی د جمهور ریس د حکم ملاتړ، د وردګو په ولایت کی د خلګو مظاهره ، په کابل کی د پارلمان په وړاندی د وردګو مظاهره ټول هغه څه دی چی امریکایی قوماندان یی اړ کړ خپلو ځواکونو ته د تیارسی قومانده صادره کړی.یقینا افغانستان د نړۍ د سترو طاقتونو لپاره د ستونځو ګرداب او د عبرت ځای دی، د ناټو تړون وروستۍ غونډه هم د افغانستان د عساکرو د تعداد او د هغه د تمویلولو پرسر د اختلافاتو له کبله بی پالی پای ته ورسیده.یعنی په بروکسل کی د متحدینو ترمنځ د افغانستان پر مسایلو ګډوډی روانه ده لکه د کابل او امریکا ترمنځ.

 

 


بالا
 
بازگشت