عبدالقیوم

 

لعنت پرشیطان

 دتیرو(۴۰) کلونوراپدې خوا تردا اوسه  پرافغانانو څه تیریږي؟

ددې لوی موضوع په هراړخیزه توګه څیړل یوه  آرامه فضأ وسیع دیدګاه  په سړه سینه پلټل غواړي.اوس خولاهغه دپخوا په شان روان جنګي حالات  مسلط دي هره ورځ مو په سلهاو افغانان وروڼه وژل کیږي دابه څنګه ممکنه وي چي دجنګي ماشین چلونکو ترچتر لاندي څوک حقایق وویلای سي.که رښتیا ووایوداسي شخص سته چي په تیرویا اوسنیوناخوالوکي دي یې طرف نه وي نیولۍ؟ باورنه کوم.  یوخو په خپل ذات کي دتاریخ اوتاریخي مسائلو څیړنه مشکله ده بیا چي دپیښوعاملین ژوندي ،حاکم ،لاتوپک پلاس ګوته پرماشه ګرځي. پداسي بدرنګه مسلطه وضعه کي تاریخ څیړنه به هرومرو داشتباهاتوډکه وي . داخبره به له وخت مخکي وي چي سړی ووائې زیات امکان سته چي  دحکومت پرګدۍ ناست غاصیب واکداران  غواړي پدې چل خپل دبام واوري  دبل پربام وغورځوي.

خوله واقیعت لري خبره نه ده.اووراتلونکي نسل ته به یونه رښتیا څه دتاریخ په نوم پریږدي. 

 لاتراوس دافغان ولس دښمنان دولس له منځ دخپلومغرضواهدافو دپیاده کولودپاره په آسانه سربازګیري کوی او زموږوطنداران لا په کمه بیه دخپل هیواد دګټوپر ضداستعمالولای اواستخدامولای سي. ترڅوچي په هیوادکي سوله حکم فرما کیږي ډیرکلونه نوربه هم زموږ دهیواد دښمنان دخپلو ګټو دخوندي توب په هدف افغان ولس ترخپل منځ دیووالي پرضد استعمالوي اوګماري پس زه په اوسنیو شرایطوکي دغه دوطن دورستیو څلویښتو کلونو دتایخ  څیړني یو دغسي تلاښ بولم ،چي دوی به ورڅخه ګټه پورته کوي.

 رښتیا څلويښت  غمجن کالونه د جنګ،جګړو،وژنو، نړونو، دپردیو تیري ،تجاوزونه او زموږدهیوادوالودقصدي اوجبري مهاجرتو نوکلونه  وه.

یوې خواته زموږدولس دژوندانه ټیټه سطحه (تنګ دستي)،نه پوهه ( کم سوادي اوبې سوادي) پداشان مودسوادلرونکوهم دسیاست سره نه آشنائې وه.بل خواته  کمزوۍ اوکم واک  سلطنت، دجهاني پیشرفت ،ساینس ،تکنالوژۍ اوتمدن څخه لیري ساتل سوئ دولت.

په جهاني اومنطقوي سطحه دوهمي نړیوالي جګړې وروسته دجهان پردووبرخو تقسیم کیدل(سوسیالیزم اوامپریالیزم) دهغوی ترمنځ تضادونه . یوله بله سره سیالۍ ددې سبب وګرځیدې چي هرزبرځوا  ک ترخپلو پلودباندي دخپل نفوذ دزیاتوالي هڅوته زورورکړي. هریوه له دغو دوسیستمونوڅخه کوښښ لاره چي پردیوهیوادو په حکومتونوکي دننه  دخپل نفوذ څخه علاوه  په مکتب لوستوکي خپل اثراورسوخ زیات کړي. دوخت  دشوروي حکومت په افغانستان کي دخپلوشبکوپرلاس یولږ شمیرمکتب لوستي  افغانان ځانته نژدې کړل.بل خواته  غرب یا دهغه وخت په اصطلاح امپریالزم هم لاس ترزنه کښینه نوست په خپله ، دایران اوپاکستان پرلاس يې په افغاني ټولنه کي پیر،فقیر، دالاحضراودیوبند دمدرسویو شمیرفارغه شخصینونه همایه اودځان همکار کړل.

په حقیر،فقیراوشاته پاته ټولنه کي ددویوبل مخالیفوخارجي  قواوترمنځ نژدې پنځلس کاله  په افغانستان کي لڅه او سخته مقابله وه.په رښتیا سره دشوروي پله درنه سول.داپله زیات هغه وخت درنه سول چي دشوروي پلوسره دسلطنتي کورنۍ  دوومعلومو شهزاده ګانو سردارمحمدداودخان اوسردارمحمد نعیم خان همکاري شروع سول.......

په لمړي سرکي ځکه سردارمحمد داودخان اوسردارنعیم خان دشوروي اودهغوي دهمکارانوسره ښه اړیکي ساتلې چي یودبل په مرسته  دهغه وخت مذهبي کړۍ ماتي کړي.چي تریوحده پدې کړوکي بریالي سول .داچي سردارمحمدداودخان دافغانستان درئیس جمهورپه حیث دوخت  وشوروي  ته ترسفرراوروسته  دده او دوستانوترمنځ څنګه اوچا توردیک تیرکړئ ،څو یودبل سره جلأ اویودبل ضد و دریدل .له دغه سفروروسته په هیواد کي  دنیم بندي  سولي اوډموکراسۍ فضأ تنګه سول،رقابت  زورواخیست دوستان یې دځانه اوحکومت لرې کړل، نژدې  ۲۶ ځله دداودخان دجمهوریت  پرخلاف  په کودتائې  عملونو لاس پوري  سو.یوحزبي سیستم اعلان سو، دجزاقانون نافذ سوبلأخیره نژدې دوستانو هم یودبل په وژلو لاس سره پوري کړئ . زما په باورددووجهاني آبرقدرتونوترمنځ په سیالي او زورازمائې کي زموږدهیواد هغه وخت څخه تر دا اوسه  (راست اوچپ) ځوانان  اواکثریت دولس  پکښي سوځي. اوس زموږهیواد اوهیوادوال ترهربل څه سولي ته اړتیالري ، په هیوادکي سوله په یوازي سر،په یوه حزب،یوقوم اویوې ژبي والوسره  تامینه ول هیڅ ممکنه نه ده. ولسونه نوردجنګ اوجګړوڅخه سخت ستړي سویدي .سوله غواړي،مشروع حکومت غواړي بیا داجتماعي عدالت  پلي کول غواړي.

 چي سوله نه وي هیڅ نسته ،مشروحکومت  نسته نوعدالت خولیري خبره ده.  پس دې ارمان ته رسیدل بیله فرق،امتیاز اونفرته دافغانانو یو غښتلۍ اتحاد اویووالي غواړي.دیووالي په لاره کي تشنج ایجادول، نفرتو نه زیږول،ځانونه ښه اونوربد بلل داټول هغه څه دي چي دسولي  راوستلوپه لاره کي خنډ ګرځي اوددښمن په ګټه عمل دئ.په تکرارږغ کوم راځي دافغانانو مسلمانانو اووطن پرستانو پشان یوځل پریوټغر سره کښینودښمنانوته داثابته کړوچي موږافغانان یوازي دجنګ  دمیدان قهرمانان نه یو بلکی په خپل لویوالي اوغیرت  داهم کولاسو چي په هیوادکي سوله  ټنګه کړو.بیابه هلته خپل  ملامت اوسلامت سره جلأ کړو. ومن اللهِ توفیق.

 

دسولي  بیره

 

بیره مه کړه له هیچاه  ==== که ژوند ولري صفأ

مخ به پټ دهغه چا وي ====  چي غوزی لري په شاه

سوله دخدای نعمت دئ==== مخالف مه کیږه آشنا 

 لڅ راووزه ومیدان ته === بربنډ مخ او بر ملأ

پټ پټاني پرڅه کاندي===که دي نه وي مطلب غلأ

دخائین دسترګوخارسه== = چي وه نه ویني دونیا

دسولي دلاري څراغ سه === تیارې ټولي که رڼا

*****

 

 

 


بالا
 
بازگشت